Wq/ps/پښتو متلونه

From Wikimedia Incubator
< Wq‎ | ps
Wq > ps > پښتو متلونه

. هرچاته خپل وطن کشمير دی

پښتو ژبه په متلونو کې خپل ځانګړي ځاي لري همدا سبب دي چې د پخوانۍ زمانې نه پښتنو مشرانو متلونه خوندي کړي شوي دي

متلونه[edit | edit source]

۲. خپل کورساته ګاونډي ته غل مه وايه .

۳. د ورغومي تڼاکه مرغلره ده .

۴. خپله ژبه هم کلاده هم بلا.

۵. مه کوه په چا، چې وبه شي په تا .

۶. مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه .

۷. ديولاس څخه ټک نه خيژي .

۸. موړ د وږي له حاله څه خبردی .

۹. که غر لوړدی په سرلارلري .

۱۰. کوږ بار تر منزله نه رسېږي

۱۱. څه چې کرې هغه به رېبې .

۱۲. مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي .

۱۳. چه غورځي هغه پرځي .

۱۴. خپل عمل د لارې مل .

۱۵. دګورشپه نه په کورکېږي .

۱۶. مارخوړلی له پړي بيرېږي

۱۷. چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي .

۱۸. بنده ترخپل وس پړ دی .

۱۹. اوبه په ډانګ نه بېلېږي .

۲۰. اوبواخيستی ځګ ته هم لاس اچوي .

۲۱. په درنو دروند، په سپکو سپک .

۲۲. دکبرکاسه نسکوره ده

۲۳. خپل عيب دولومينځ دی .

۲۴. له يوه لاسه ټک نه خيژي .

۲۵. نه د دين شو او نه د سادين

۲۶. م زر ما او ټوله ځما

۲۷. كه غر لوي دي په سر ي لار ده

۲۸. چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه

۲۹. توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي

۳۰. كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده

31. چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ

32. بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي-

33. وار وار كله د ځوي كله د پلار-

34. نمر په ګوته نه پټيږي-

35. د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه-

36. د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه-

37. په جنګ كي اسونه نه څربيږي

38. د كور جل سپكه وي-

39. وطن په خلكو ښايسته وي-

40. د خرۀ مينه لته

41. خر د خويدو په خوراك څه پوهيږي-

42. سل په لالو پوري، يوه ي د بنګړو-

43. د دروغو مز ل لنډ وي-

44. د لامدو به څه لامدۀ كي-

45. د زورور اوبه په لوړه ځي-

46. بنګ به لرګئ نه شي، خټك به سړئ نه شي-

47. اپريدي، نه د چا خپل او نه پردي-

48. كږه خوله سوك سموي-

49. اوښ په پچه وختم، كشمير مې وليدو-

50. په كور كي مرور وؤ، په غرۀ كي ي ګورګوري نه خوړي-

51. نر هغه ده چي كټي ګپي وهي-

52. د غل مخ تور وي-

53. د سنډګا نو په جنګ كي چيندخ مري-

54. سنډا ته سريندي مه وهه-

55. په غولو كي لرګي مه وهه-

56. ميږي هم په خپل كور مست وي-

57. سل دي ومره ، يو دي مه مره-

58. په بوسو كي اؤبه مه بهيوه-

59. چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي-

60. اصيل ته اشاره، كم اصل ته متروكه-

61. د خا ن نوكر د خا ن نه زياته چليږي-

62. چي په ګوړه مري، په زهرو ي څه له وژني-

63. لږ خوره تل خوره، ډير خوره ګنډير خوره-ا-

64. نابلده غله جمات ماتوي-

65. مړه خيټه پارسي واي-

66. - اجل چې راشي وخت نه غواړي

67. انسان ته خبره خره ته لرګئ

68. بدبختي يوازې نه راځي

69. پر پردي لاس مار مه وژنه

70. پر ښو تلوار په بدو تامل

71. په پادې کې د يوې غوا مردارئ د ټولو نوم بدوي

73. په تل کې به يې پېدا کړې

74. په دوه ګوتو لمر نه پټېږي

75. په زور کلی نه کېږي.

76. په هوا کې ماڼې نه جوړېږي

77. په يوه ګل نه پسرلی کېږي

78. په ښايست مه نازېږه

79. پوره ورک دې کړه دوه کوره

80. تر بيکاري بېګاري ښه ده

81. تشه لاسه ته مې دښمن يې.

82. تللی وخت بيا نه راګرځي

83. ته له ما جار زه له تا جار

84. جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې

85. چرګه معلومه نه، چرګوړي اسمان ته وختل.

86. چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي

87. چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي.

88. چې اوښان ستې، دروازې به لوړې جوړوې.

89. چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې

90. چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله

91. چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي

92. چې شوه تير هغه شوه هير هوښيار نه ګرځي په تېرو پسې ډير

93. چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي

94. چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته

95. چې اوږه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي

96. چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي

97. چې غورېږي هغه ورېږي نه.

98. چې کار په هغه دې کار ، چې نه کار په هغه دې څه کار

99. خپل عمل د لارې مل دی.

100. خپله لاسه ګله لاسه

101. خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې

102. خر د ګل په بوې نه پوهېږي

103. خط له ټکي شروع کېږي

104. خوله يې د سوي شخوند وهي د اوښ.

105. د خدای قانون نه بدلېږي

106. د خره مينه لغته ده

107. د خلکو زور د خدای زور دی

108. د درواغو مزل لنډ دی

109. د دو پېسو شادي د لسو روپيو زنځير ويوړ.

110. د شيدو سوئ مستې پوك کوي

111. د صبر ميوه په مراد پخېږي

112. د صبر مېوه خوږه وي.

113. د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي

114. د غله په غره کې ځاې نشته

115. د غله په ږيره کې خلی ده

116. د لمدو خټو لږ اوبه پکار دي.

117. د لوګري چې لو ته زړه نکېږي نو لور په لوټه اچوي

118. د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.

119. د واده او ګور شپه نه په کور کېږي.

120. دړندو په ښار کې يوسترګى پاچا ده

121. رښتيا چې راځي، دروغو كلي ړنګ كړي وي.

122. د کبرجن سر ټيټ وي

123. درست کښت يې وخور دی يې لا مږه بولي.

124. درواغ د ناپوهه وزر دي

125. درواغجن حافظه نلري

126. درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي

127. دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي

128. دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې

129. دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي

130. دومره ښه مکوه چې پرې ستومانه شې

131. زور يې د ملخ پټې وهي په مخ.

132. ژرنده که د پلار ده هم په وار ده

133. ژوند په اميد خوړل کېږي

134. ساده سړی خدای ساتي

135. سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري

136. سپور د پلې په حال څه خبر دی

137. سترګې له سترګو شرمېږي.

138. سل روپۍ پور کړه د ژمي شپه په کور کړه

139. شپه که تياره ده، مڼې په شمار دي.

140. غر که څومر�