Wb/ps/قصې او افسانې

From Wikimedia Incubator
< Wb‎ | ps
Wb > ps > قصې او افسانې

قصی او افسانی

د نړۍ بیلا بیل او لسونو ځانله خاصی قصی او افسانی لری ، چی ځینی یی به هماغه اولس یاقوم پوری خاصی پاتی کیږی ، او ځینی یی بیا د خپل مقبولیت له آمله د نورو او لسونو او قومونو فولکلور او ادب ته هم د ځینو خاصو وجوهاتو او ځانګړو تاریخی ، اقتصادی ، سیاسی او کلتوری شرایطو له امله ور داخلیږی او دیوه بل ملت یا قوم افسانی د نورو اولسونو او قومونو په افسانو ، شفاهی روایاتو او لیکنی (تحریری) ادب کی ځای نیسی . زموږ پښتون اولس هم د خپلو شفاهی او لیکنیو افسانو او قصو له پلوه د لوړو شرایطو تابع دی . د پښتو د شفاهی او لیکنی ادب ډیری افسانی او قصی ددغه میړنی اولس د پراخو پرګنو خپلی قصی دی چی قهرمانان او د داستان چاپیریال یی په پښتنی محیې او ماحول پوری اړه پیدا کوی . په دغه اولس کی جوړی شوی او په همدی اولس کی خوری دی . دغه ډول افسانی او نکلونه ددوی د ژبی او ادب مال مال ګڼل کیږی ددغو ملی قصو تر څنګه موږ داسی قصی او روایتی افسانی هم لرو ، چی دمذهبی او یاځینو نورو کلتوری سیاسی او اجتماعی عواملو له لیاری زموږ اولس ته راننوتی ، کلیوالو پښتنو یی شفاهی اشکال لو لیکوالو هغویی تحریری او لیکنی ډولونه موږ ته پریښی دی . زموږ په ژبه او ادب کی قصی که شفاهی دی او یا تحریری د نظم او نثر په بڼه موندلی کیږی ، چی منظومی هغه یی بیا په فورمی او شکلی لحاظ ګڼ انواع لری . سربیره پر شکلی خصوصیاتو زموږ د اولس افسانی د نورو اولسونو د افسانو ا قصو په څیر ، عشقی ، حماسی ، مذهبی خرافی او انواع او اقسام لری . زموږ هغه قصی او افسانی چی خاص زموږ د خلګو معنوی شتمنی ده ، که په موضوعی لحاظ هر مضمون ولری ، خو بیاهم زموږ د اولس د روحیاتو ، اجتماعی ژوند ، او مشخصو کلتوری شرایظو نمایندګی کوی . او موږ له خپلو قصو ا افسانو څخه د خپل اولس په باب په اتنوګرافیکو ، سوسیولوژیکو او نورو ساحو کی د څیړنو لپاره پراخه استفاده کولای شو ، او حتد زموږ ملی حکایات ، افسانی ، قصی او نکلونه د بشتنو د ملی او اجتماعی تاریخ د څینو برخو په سپړلو کی هم د پوهانو لپاره د څیدنی او ګرویږنی پراخ ډګر لری . نو ځکه ماکسیم ګور کی (1936ع) په عمومی ډول دافسانو په باب ویلی وو : « د لرغونو انسانانو قصی او افسانی ددغو خلګو دهغو هیلو او خیالونو ښکارندویی کوی ، چی دوی یی د تر سره کیدو امکان په زړوکی پاله ». او بیا زیاتوی چی : « هیڅ داسی ذهنی محصول نشته چی دیښی یی په واقعیت کی نغښتی نه وی » (۲) په همدی اساس که موږ له خپلو قصو ، افسانو او نکلونو څخه د علومو به لوړو یادو شوو څانګو کی د څیړنی امید لرو نو بی څایه خبره نه ده ، او معاصر سوسیولوجسټان هم په دی باب کلکه عقیده لری ، چی د خلکو فولکلوری افسانی د ټولنپوهنی د څیړنو لپاره د پام وړمواد لری (۳). له لوړو مقدماتی خبرو وروسته اوس غواړم اصلی موضوع ته داخل شم ، او دقصو افسانو په باب د پښتو په شفاهی (ګړنی ) او تحریری (لیکنی) ادب کی څیړنه وکړم : ۱-- په پښتو ګړنی ادب کی : زموږ ګړنی ادب قصی ، افسانی او نکلونه زښت زیات لری په دغو قصو کی ځینی لنډی او ځینی یی هم اوږدی دی چی نکل چیان یی په ویلو د ژمی اوږدی شپی انډوی او حتد د یوه نکل په ویلو څو شپی تیریږی . زمو ږ شفاهی اوږدی قصی او افسانی (نکلونه ) معمولا حماسی عشقی ، مذهبی او بعضا خرافی موضوعاتو پوری اړه پیدا کوی . دغه اوږدی قصی ، داستانونه او نکلونه که پښتنی دی ، او یا له بله محیطه راغلی ، دنکل په بیلا بیلو برخو کی ځینی منظومی هم لری ، چی زموږ د اولسی ادب څیړونکی یی د نکلونو ناری بولی . داهم د هیرولو نه ده چی زموږ په فولکلور کی د خپلو غیر پښتنی قصو هم اوس زموږ د کلتور رنګ اخیستی او ډیر پښتنی عناصر په ګډ شوی دی . دغه ډول نکلونه زیاتره لرغونی تاریخ لری ، خو ژبی او مضمون یی د زمانی په تیریدو سره څینی تغیرات منلی دی . په هره تاریخی مرحله کی یی څه موضوعات او روایات له لاسه ورکړی ، او څه نور نوی عناصر پکی زیات شوی دی ، د خلکو له ژوند سره یی جوخت یون کړی دی ، او د ځینو اړتیاوو له پلوه یی ځینی تاریخی پیښی او اجتماعی حالات هم په ځان کی هضم کړی دی (۴). همدارنګه دیوه مسلط کلتور او یا یوه قوم او لولس له خلکو نه د رامنځ ته شوو نکلونو ، قصو او افسانو »» په روایاتو کی هم له یوی سیمی څخه بلی سیمی ته توپیرونه لیدلای شو ، او دا په دی معند چی د یوه نکل یا یوی قصی څو روانته یا وریانته په جامعه کی موجود وی ، او دغه ډول تغییرات پکی دراویاتو ډیرښت او له یوی سیمی نه بلی ته د یون په مرحله کی ورداخلیږی . له دغو اوږ دونکلونو سربیره زموږ په شفاهی ادب کی ځینی لیډی قصی هم شته ، چی په هغو کی زیاتره اخلاقی انتباهی او ټوکی قصی شاملی دی او په څینو د غو وړو قصو کی اخلاقی او اجتماعی مسایل هم په خاصو کلیوالی او لولسی رموږوکی نغښتی وی . همدارنګه په دغو وړو قصو کی ځینی قصی د زویو یا حیواناتودی . چی په سمبولیک ډول د عبرت او پند د پاره ویل کیږی . په همدی اساس کله چی s.sthorburn د پښتنو له ځینو سیمو څخه دغه ډول لنډی قصی او افسانی را ټولی او په انګریزی ژبه ترجمه کړی او بیایی په خپل کتاب bannu or our Afghan frontier کی چاپولی ، نو یی د تضیف له مخی پر دغو لاندی دریو څانګو وویشلی : Class I Hamorours and moral Class II comic and jocular Class III Fables (5) دغه ډول وړی قصی او یا لنډ شفاهی داستانونه زیاتره د پښتنی محیط دبیلا بیلو برخو د خلکو د شفاهی روایاتو زیږنده دی ، خو ځینی دغه ډول انډی کیسی له ځینو کتابو ، لکه ګلستان ، بوستان ، منطق الطیر ، طوطی نامه ، کلیله و دمنه ، الف لیله مثنوی معنوی ، جوامع الحکایات او نورو دغه ډول حکایتی او قصصی کتابو څخه هم په راګډی شوی دی ، او زموږ محیطی عناصرو او د پښتنو د کلتور خاصو خصوصیاتو داسی پکی ځان ورنغښتی دی ، چی اوس یی له نورو دغه ډول پښتنی سوچه قصو سره پیژندنه او بیلونه یوڅه ګرانه ایسی . زموږ شفاهی ادب په بیلا بیلو څانګو کی د نثر دیوی ډیری ستری خزانی تر څنګه دنظم یوه ذخیره هم لری ، اما د پښتنو شفاهی منظوم ادب بیا په لوی سرکی به دوو عمده څنګو ویشل کیږی : ۱ – عامی سندری چی ویونکی یی نه دی معلوم . ۲- خاصی سندری ، چی ویونکی یا موجدین یی معلوم دی ، او زموږ د شفاهی ادب څیړونکی یی ویونکی اولسی شاعران بولی . دغه اولسی شاعران زیاتره بیسواده او د اولس په منځنی رالوی شوی دی ، له خپله محیطه او جامعی متاثره دی ، راویان او حاملین یی خلک بلل کیږی . داولسی سندرو دغه فورم حکایی هم لری ، او د اوږدو چاربیتو په چوکاټ کی یوه قصه هم رانغښتلی شی ، چی دغه ډول منظومی اولسی قصی د شکل له پلوه د چاربیتی په فورم پوری اړه لری ، مګر موضوعات یی لکه د منثورو هغه متنع او مختلف دی البته داهم د هیرولو نه ده چی دچاربیتو موضوعی سکښت یوازی د قصو او حکایو د بیان لپاره خاص نه دی ، بلکه په چاربیتو کی د قصو او افسانو تر څنګه ملی ، اجتماعی ، تاریخی ، عشقی ، دینی او نور موضوعات هم د شاعرانو له ذهنی سیر سره سم بیانیږی . د چاربیتو په فورم کی د ویلو شوو قصو ځینی نمونی په تحریری ادب او حتد د ځنیو شاعرانو په دیوانونو کی هم شته لکه : دعبدالطیف اڅکزی ( ددولسمی پیړۍ شاعر ) د اوښ لو سوی قصه چی د پښتو د اولسی شاعرۍ په ملی اوزانو کی نظم شوی ، او د پټی خزانی په وسیله تر موږه رارسیدلی ده (۶). او یالکه د عمران بیشوری په دیوان کی د طوېی او سوداګر قصه چی د چاربیتی په فورم کی نۍم شوی ده (۷). زموږ د لوړی ادعا لپاره سندونه دی . داهم باید ووایم چی عمران دغه قصه دمولانا جلال الدین بلخی د مثنوی معنوی له لومړی دفتر څخه منظومه ترجمه کړی ده او داستاد رشاد څیړنی له مخی دغه قصه د مولوی احمد د تنګی ( ۱۲۶۱- ۱۳۰۰هق ) په ګنج پښتو کی هم له مثنوی څخه ترجمه شوی ده ، او ددغه کتاب په حکایاتو کی تر دیرشمی نومری لاندی راغلی ده ، او مولوی – جلال الدین بیا دغه قصه د شیخ فرید الدین عېار ( ۶۲۷ هق مړ) له اسرار نامی څخه اخیستی ده (۸) . سر بیره پردی په لیکنی ادب کی به اولسی شعری فورمونو ویلی شوی قصی د مولوی قدرت علد هزاروی دی ، او ده د « فتح خان او رابیا » او « رت وپدم » قصی د چاربیتو او مقامونو د اولسی شاعرۍ به قالبونو کی ویلی دی ، چی به « خزینة السلطان » نومی اثر کی خوندی دی (۹) . تورسم خان د « دوه سرو » هم له دغی ډلی شاعرانو څخه ګڼل کیږی ، چی په « ګنج یاقوت نایاب » (۱۰) نومی کتاب کی یی د چاربیتو په قالب کی ویلی شوی قصی راوړی دی . دده له قصو څخه – چی د چاربیتو په کالب کی ویل شوی – د فتح خان اورابیا ، ظیف خان اوامۍ قصی د هیرولونه دی . داوسنیو پیښوریو شاعرانو د اشعارو په مجموعو کی دغه ډول حکایی زښتی زیاتی دی .، چی د ټولو له تفصیل سره زماکار نشته . خو څه چی پر دغه بحث زیاتول غواړم دادی چی : زموږ په اولس کی په سلګونو حکایتی چاربیتی د خلک په سینو کی محفوظی دی ، او تر اوسه نه دی ضبطی شوی ، او د ضبط لپاره چی یی کوم کار شوی ، په هغو کی د ډار مستتر ( ۱۸۴۹-۱۸۹۴ع) کارونه د ټولو په سر کی دریږی ، نو موړی مستشرق د نورو اولسی ادبیاتو تر څنګه ځینی حکایتی چاربیتی هم د خلګو له خوا لیکلی او د « پښتونخوا د شعر هار و بهار » (۱۱) نومی کتاب په پاڼو کی یی خوندی کړی دی . په وروستیو وختو کی چی د اولسی سندرو کومی مجموعی چاپ شوی په هغو کی د « پښتنی سندری » (۱۲) دوهمه برخه دغه خصوصیت لری ، چی د اولس له سینو څخه راټولی شوی سندری پکی خوندی دی ، او حکایتی چاربیتی هم پکی راغلی دی . له چار بیتو سربیره – چی حکایه یی د بیان یوه نوعه ده – په اولسی خاصو سندرو کی د حکایو او قصو د بیان لپاره موږ خاص اولسی فورم هم لرو چی هغه ته « داستان » ویل کیږی ، او زموږ ډیری عامیانه اولسی افسانی چی په موضوعی لحاظ مختلفی دی په دغه زوړ آریایی فورم کی بیان شوی دی . داستان د لولسی نظم یو داسی فورم دی چی د اولسی ادب د خاصو سندرو څیړونکو یی تعریف په دی ډول کړی دی : « داستان هغه شعر دی ، چی د مثنوی په شان ویل کیږی ، سر نه لری ، او دیوه بیت ددواړه مسریو فافیه یی یو شان وی » . دغه داستان چی په شکلی لحاظ له مثنوی سره ورته والی لری ، زموږ ځینی پښتانه یی بدله بولی ، د اولسی داستان لپاره ددوی دغه نومونی ته موږ په درنه سترګه ګورو ، خو دوی په دی څیړنو کی دغه اولسی داستان او کتابی مثنوی ته چی – په یوه ارزښت اما مثنوی ( کتابی ) سملاسی په تقلیدی فورمونو کی شمارل کیږی (۱۳). زموږ اولسی شاعرانو په سلګونو اولسی داستانونه هم نظم کړی دی ، مګر ډیره اږ برخه یی خوندی شوی ده ، که ګرده دغه ډول حکایوی بدلی سره راټولی شی ، نو پنډی پنډی مجموعی به ځنی جوړی شی ، او زموږ دملی کلتور په غنا کی په پراخه برخه ولری .

۲—په پښتو لیکنی ادب کی :

زموږ لیکنی ادب ته هم حکایوی فورمونه د ترجمو له لیاری ، او یا هم د اولس خپلو حکایو لاره ورپیدا کړی ده . دغه حکایوی فورمونه هم لکه ګړنی هغی په لوی سرکی په نظم او نثر سره بیلیږی . په لیکنیو ادبیاتو کی د پښتنو خپلو قصوته ملی اوله نورو ژبو او ادبیاتو څخه واروو شووته پښتو شوی قصی ویلای شوای . په تحریری ادب کی منظومی او منثوری حکایی هم لنډی او اوږدی دی ، چی زه به یی لاندی لږ نورهم پسی وڅیړم .

أ -- منظوم لیکنی ادب :

په منظوم پښتو ادب کی ملی افسانی او حکایی لکه : آدم خان درخانی ، دلی او شهو ، ظیف خان اوامۍ ، فتح خان او رابیا ، موسی خان او ګلمکۍ ، شیر عالم او مامونۍ او نوری دغه ډول قصی ... او په پښتو ترجمه شوی په لس ګونو کتابی قصی زموږ په منظومو ادبیاتو کی شته ، لکه : ګل صنوبر ،بهرام او ګلندامه ، ، حسن ودل ، سبزپری و زردپری ، هشت پیکر ، جهاندار افسانه غم امود ، سیف الملوک او نور ... چی ثره قصه یی که ملی ده او پښتو شوی ، کتابی بڼه اری ، او مختلف روایات یی د بیلا بیلو شاعرانو له خوا نظم شوی دی ، او دا په دی معند چی هره قصه دوو ، دریو ، حتد تردی زیاتو شاعرانو نظم کړی ده (۱۴) . او په هره قصه کی د شاعر خپلی خبری او ذهنی څرګندونی هم لیدلی کیږی . په منظوم حکایوی ادب کی له اوږدو کتابی قصو ( هره قصه د ځانته کتاب په بڼه ) سربیره موږ وړی منظومی حکایی هم لرو ، لکه د سعدی ( ۶۹۰ یا ۶۹۱ هق مړ) د بوستان ( ۶۵۵ هق تألیف ) ترجمه چی زرغونی کاکړی په ۹۰۳هق کی پان ته رسولی ، او یو کوچنی حکایت یی د پټی خزانی پاڼو تر موږ پوری رسولی دی . همدارنګه دلوی خان خوشحال خان خټک ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هق) په اخلاقنامه (۱۵) کی هم ځینی کوچنی حکایی راغلی دی ، او د مهین ( ۱۱۲۷هق حدود ) تذکرة الأبرار (۱۶) خو د کوچنیو حکایو مچموعه ده ، چی د شیخ فرید الدین عطار له آثارو او طوطی نامی څخه یی لنډ لنډ منظوم ترجمه کړی دی . د محمد نومی پښتانه له خوا د مثنوی معنوی د ځینو حکایاتو منظومه ترجمه چی د خزانة القرآء (۱۲۶۱هق تألیف ) په بیلا بیلو برخو کی راغلی دی (۱۷) . هم ددی لړۍ یوه کړۍ ده . همدا ډول له ماسره د لنډو کیسو یو منظوم کتاب شته ، چی د سر او پای پاڼی یی لویدلی ،، خو د چاپ له خصوصیاتو یی څرګندیږی چی کابو سل کاله د مخه به د زاړه هندوستان په ښارو کی چاپ شوی وی و په دی کتاب کی ډیری لنډی لنډی قصی په دینی جامه کی راوړل شوی ، چی ځینی اجتماعی نتیج هم پر بنا کیدای شی ، او دیوی لنډی قصی عنوان یی دادی : « دوه ځامن » چی ټوله قصه ۱۷ بیته ده . او په دی بیتونو پیل کیږی : واورۍ تاسو دا بیان ځان پری پوه کړۍ په داستان د یو کس وو فرزندان ښایسته دوه تنه ځوانــــــــــان هغه یو له لاړشه پلار ورتی وکړ دا ګفتـــــــــــــــار ای فرزنده باغ له ځه ته پکی کار کړه په مزه تـــــــه هغه وی چی نه شم تللی پکی کار نه شم کولــی ولی پسته شه پښیما نـــه باغ ته لاړشه زما جانانـــه

همدارنګه دملا نعمت الله ( ۱۲۷۵ هق زوکړی ) له خواد الف لیله د قصو منظومه ترجمه هم زموږ په منظوم لیکنی ادب کی دوړو قصو یوه غنیمت مجموعه ده . دغه او داسی نوری لنډی او اوږدی ملی او یا پښتو شوی منظومی قصی د فورم په لحاظ زیاتره مثنوی دی ، خو ځینی یی بیا په نورو شعری قالبونو ، لکه : غزل او قصیده کی هم نظم شوی دی . اما په موضوعی لحاظ حماسی ، عشقی ، قسما اجتماعی ، دینی ، اخلاقی او خرافی محتوی لری . ب: په منثور لیکنی ادب کی : په منثور لیکنی ادب کی هم موږ ملی او پښتو شوی حکایی او افسانی لرو . دغه حکایوی نثرونه هم کله اوږده په کتابی بڼه او یاهم لنډ لنډ دی ، چی له څو حکایو څخه یی یوه حکایوی منثوره مجموعه جوړه کړی وی. په ملی منثورو حکایوی کتابی قصو کی د مسعود بن عبد الله آدم و درخانی او یاد نور محمد (۱۱۷۴هق ) زوکړی د بریښنا او خدۍ قصه (۱۹) او نور راځی ڼ او د پښتو شوو په لړکی یی ځینی دینی منثور داستانونه هم لرو چی تفصیل به یی موضوع اوږده کړی ، خو په لنډو هغو کی یی د ګلستان (۶۵۶ هق تألیف ) د حکایتونو ترجمی داځی (۲۰) او یاهم د افضل خان خټک (۱۱۸۳ هق مړ) له خوا د « کلیله و دمنه » ترجمه (۲۲) د مولوی احمد د تنګی ګنج پښتو (۲۳) زموږ په قدیم ادب کی د لنډو منثورو حکایو ډیری ښی نمونی دی . دغه ډول قصی هم د مضمون له پلوه له منظومو هغو سره ورته والی لری .

۳— پښتو معاصر ادب کی : پښتو معاصر اب د نوی عصر له مدنی غورځنګونو سره سم خپله جوله سمه او نوی کړه ، له اروپایی ادبه سره د بشتنو داشنایی له امله په حکایوی فورم کی د زړو قصو ، افسانو او نکلونو بر څای ناولونه ، داستانونه ، رومانونه او لنډی کیسی له نویو اصطلاحاتو او قصری مفاهیمو سره زموږ په ادب کی رواج شوی ، خو د دغو نویو فورمونو تر څنګه زموږ په معاصر و لیکوالو کی هم ځینی داسی لیکوال را پیدا شول چی زړی لاری چاری یی پری نښودی ، او قدیمو کارونو ته یی هم شانه کړه ڼ بلکه د نویو روشونو د خپلولو تر څنګه یی زړی اولسی یا کتابی قصی هم په نظم او نثر ترجمه او یا وکښلی ، په دی لړکی د عبد الغفور قاسمی له خوا د انوار سهیلی منثوره ترجمه (۲۴) د عبد الاکبر خان اکبر (۱۳۵۶ش مړ) له خوا د مثنوی معنوی د یوی برخی پښتو منثوره ترجمه (۲۵) او بیا تر ټولو د مخه په معاصره دوره کی د منشی احمد جان (۱۸۸۲-۱۹۵۱ع) د «قصه خوانی ګپ» او «هغه دغه »(۲۶) د حکایوی نثر د شو نمونو په لړۍ کی د یادونی وړدی . د نظم په برخه کی د مولوی صالح محمد خان هوتک (۱۳۳۹ هش مړ) له خوا د مثنوی د ځنیو حکایاتو ترجمه (۲۷) د صوبه سرحده ضلع کوهاټ د تحصیل هنکو د اوسیدلی مولوی عبد الجبار بنګش (۱۳۴۵ ش حدودمړ) له خوا د مثنوی معنوی منظومه پښتو ترجمه (۲۸) او یاهم د مرحوم استاد الفت (۱۳۵۶ ش مړ) په غوره اشعار (۲۹) کی د مثنوی معنوی د یوه حکایت منظومه ترجمه په معاصر ادب کی دزړو حکایوی فورمونو د ژوندی ساتلو ډیری ښی نمونی دی . دغه رنګ زموږ ځوان لیکوال ښاغلی رفیع د پښتو ځینی شفاهی قصی د اولسی شاعری په ځینو قالبونو کی د اولس په ژبه نظم کړی ، او له دغو قصو څخه یی یوه کوچنوټی مجموعه جوړه کړی ده (۳۰). له لوړی اجمالی بحثه څخه زما مقصد دادی ، چی زموږ په ژبه کی د قصو او افسانو مختلف انواع د ادب په شفاهی او تحریری اشکالو کی لیدل کیږی . او حتی په معاصر ادب کی هم دغه زاړه روش ته میلان موجود دی ، او زموږ ځینو ښاغلو لیکوالو او شاعرانو زاړه شراب په نویو جامونو کی په داسی ډول اچولی چی کیف او خمار یی د معاصر ادب له ټولو تجارتی لیکنو او شعرونو څخه ډیر او معیار یی د ادب ، هنر او ښکلا پوهنی له پلوه لوړ دی . د « قصی او افسانی » دغه کوچنوټی مجموعه هم زموږ په اوسنی ادب کی د حکایوی فورم د یوه باارزښته اجتماعی او هنری اثر په توګه د یادونی وړ مقام لری او ددغی لړۍ یوه کړی ده . زه اوس ددغه اثر معرفی او ارزښتونه په لاندی ډول لیکم : أ – د اثر پیژند ګلوی : دغه اثر چی شاعریی ورته د « قصی او افسانی » نوم خوش کړی دی ، ټولی یوولس وړی منظومی کوچنۍ قصی پکی تر دغو سر لیکونو لاندی خوندی دی : « نقاش – ۷۳ بیته ڼ نیشه موږک – ۵۳ بیته ، شکمنه مینه ۵۲ بیته ، ورۍ او لیوه – ۳۲ بیته ، دری غوشتنی- ۵۳ بیته ، تقلب – ۲۴ بیته ، لیوه – ۳۲ بیته ، زوړ حمام – ۵۴ بیته ، ویش – ۲۸ بیته ، د عشق افسانه – ۱۴ بیته ، انسان او شیطان – ۲۰ بیته ، چی په دی حساب یی د ټولو بیتونو شمیر ۴۲۵ بیتوته رسیږی . ب – د اثر شکل او مضمون : کله چی په معاصر ادب کی څیړونکی هنری او ادبی آثار تر څیړنی او کره کتنی لاندی نیسی ، ود نویو اصولو او کړنلارو پر بنادی ته اړوځی، چی د اثر محتوی د شکل او مضمون دواړو له پلوه تحلیل او وڅیړی ، ددغه اثر په باب د تحقیق په لړ کی دی ته اړیم چی دغه اثر د شکل او مضمون له پلوه ښه بسی و پلټم : د شکل له پلوه : که د شکل له پلوه د منظومو حکایو دغه مجموعه د کلاسیکو شعری فورمونو په تله و تلو ، نو یی شکل مثنوی ( دوه ییز) دی ، چی زموږ په لیکنی ادب کی پراخه ونډه لری او د پښتو ډیر حکایوی ، دینی ، تاریخی او نور کتابونه په دغه فورم کی نظم شوی دی ، او د پښتو د قدیمو لنډو کتابی مثنویاتو په چوکاټ کی یی موږ په لرغونی ادب کی د مهین د تذکرة الأبرار له قصو سره انډولولای شو او په معاصر ادب کی یی په ځانګړی کتابی شکل بل انډول ما ته نه دی معلوم ، البته د مثنوی په قالب کی واړه حکایات په متفرق شکل به اوسنی ادب کی ډیر دی ، خو دا چی د « قصی او افسانی » د مجموعی ځانګړنی دی ولری په دی برخه کی زه بل ساری ورته نشوای پیدا کولای . که چیری له کتابی شکله تیر شو ، او د خپلی اولسی شاعرۍ د اصنافو په چوکاټ کی یی مطالعه کړو ، نو بیا ددی مجموعی ټولی قصی او افسانی د اولسی داستان یا د پیښوریو ځینو پښتنو په اصطلاح د « بدلی » په فورم کی ویل شوی دی ، چی دغه فورم خو راز وړدی ، اوله آریایی ادبیاتو سره یی په نښتون کی د شک او تر دید لپاره هیڅ دلیل نه لیدل کیږی . د مضمون له پلوه : د مضمون له پلوه ددی مجموعی ټول اشعار دیوه عادی لوستونکی لپاره په لومړنی نظر کی د څو لنډو فولکلوری منظومو قصو په بڼه ځان ورڅرګندوی ، خوکه دادبی کره کتنی د اسالیبو له نظره وکتل شی ، او محتوی یی په هر اړخیز شکل تر څیړنی لاندی ونیولی شی ، نو یاید ووایو چی دغه افسانی تشی زړی قصی نه دی چی د شلمی پیړۍ یو شاعر را ولاړ شوی یی ، او هغه یی یا له کتابو او یاهم د اولسی وایاتو له مخی نظم کړی یی ، او دادی نن په کتابی شکل د پښتو د اوسنی ادب دیوه غوره اثر په توګه د پښتنی کلتور او ادب علاقمندانو او مینانو ته وړاندی کیږی ، دا موضوع دومره ساده نه ده ، څنګه چی ددغه اثر فورم او شکل په ادبی او هنری لحاظ ځینی خاصی ښیګڼی او مزایاوی لری ، دغه رنګه یی په مضمون کی هم دغه ډول متره شته ، چی ځینی عمده اجتماعی ، اخلاقی او حتی سیاسی او په ټولنه کی نابرابر اقتصادی پروبلمونه پکی دنن ورځی دیوه متعهد شاعر له وظایفو او دوخت او خلکو له غوښتنو سره سم رانغښتل شوی دی . ددغه اثر هره قصه او افسانه په یوه ، اجتماعی نتیجه بنا کیږی ، او دا د شاعر خپل ابتکار دی ، چی زړو مضامینو ته یی د بیان اوشرح داسی شیوه غوره کړی ده ، چی د شاعر د خپل فکر مجری هم تری له ورایه څرګندیږی او سربیره پردی د زمانی له تقاضو سره سم یی نوی رنګ او نوی خوندهم ورته ورکړۍ دی . د اثر له محتوی څخه څرګندیږی چی ددغو افسانو به نظمولو کی شاعر دیوه مترجم او یا ناظم حیثیت نه لری ، چی لکه پخوانی یا اوسنی ځینی شاعران او ناظمان یوه موضوع او یا یو فولکلوری روایت ترجمه او یا را نۍم کړی ، بلکه زموږ شاعر هغه زړو قصو ، افسانو او کلیوالی روایاتو ته نوی سا وړکړی ، او په داسی ادبی او هنری پیرایه یی بیان کړی چی زموږ د ځوانی پښتو شاعرۍ له له عمومی محتوی او جریانه سره هم د شکل او هم دمضمون له پلوه اوږه په اوږه ځی ، او د اجتماعی ربړو او د ژوند د بیلا بیلو خواوو د انځورولو له پلوه د اوسنی پښتو ادب د اجتماعی او هنری ادبیاتو په لومړی صف کی ددریدلو حق لری . له کومو نوښتونو څخه چی شاعر ددغه اثر د شکل او مضمون د ښکلی کولو او اجتماعی کولو په برخه کی کار اخیستی ، هغه به یی د ارزښتونو د څرګندونی په بحث کی وڅیړل شی . ج – ددغو قصو او افسانو مأخذ : د شرقی ژبو په حکایوی منظومو او منثورو زیاترو فورمونو کی مؤلفینو او ناظمانو خبل مأخذ ښوولی دی ، او ثر حکایت چی یی له کومه کتابه را اخیستی نویی د کتاب نوم او حتد مؤلف هم ښوولی دی . دغه روش په ځینو پښتو حکایو کی هم راغلی دی . لکه مهین (۱۱۲۷ هق حدود ) چی د شیخ فرید الدین عطار له الهی نامی څخه درابعی او بکتاش قصه په پښتو نظم را واړه ول نو یی د خپل مأخذ یادونه په دی ډول کړی ده : په خپل مراد دی رسیدلی شیخ عطار دلی ویلی یا لکه مسافر مروت (۱۳۲۰ هق حدود ) چی ویلی وو  : خدای دي دۍ وبخښی هم دده مور او پلار سنایی نه مقتبس سو مسافــــــــــــــــــــــر ( د مسافر خطی دیوان )

عمران پیښوری (۱۹۰۰ ع حدود ) چی له مثنوی معنوی څخه د بندی طوطی او سوداګر قصه په پښتو نظم کړی ده په پای کی یی ویلی دی : هغه محمد عمران دی خفه له خپل جانان دی مقام می د بهادر کلی په مومندو کی څرګند ابیات می لری خوند مثنوی کتاب می وروره هغه ورځ کتلو ګوره طوطیان چی ووله شوره لیدلی می پکی هم د طوطیانو دغه باب و عجب سوال و جواب و مرحوم صالح محمد هوتک چی دمثنوی کوم حکایتونه په پښتو نظم اړولی ، هر ځای یی خپل مأخذ ښوولی دی ، لکه : حکایت د مثنوی دی روایت د مولوی دی اما په ځینو نورو حکایوی آثارو کی د حکایی د مأخذ نوم نه لیدل کیږی ، د پښتو او پارسی په ځینو دغه ډول آثارو کی له دی دوش څخه هم کار اخیستل شوی دی ، لکه میر حسینی هروی (۷۱۸ هق مړ) چی د طرب المجالس په ځینو حکایو کی کښلی دی « در کتابی دیدم که یکی از علماء نزدیک ...» (۳۱). یا لکه ملا احمد جان د مردانی چی ویلی دی : راویان ګوهر سنجان د اخباراتو د ګلزار دمعانی د نادراتو

او یاهم استاد الفت مرحوم چی د مثنوی یو حکایت په غوره اشعار کی اخیستی پيل یی داسی ورته کړی دی :

اوریدلی می قصه له راویانو که یی اوری ای د عقل خاوندانو

لوړ مثالونه ما ددی لپاره ورکړل چی ځینو لیکوالو او شاعرانو ده یوی حکایی په لیکلو یا نظمولو کی خبل مأخذ ښوولی او ځینو نه دی ښوولی، دغه دواړی طریقی په پښتو او پارسی او نورو شرقی حکایو کی لیدل کیږی . زموږ شاعر هم له دوو دریو افسانو پرته چی د روایاتو منشأ او یا مأخذ یی پکی ښوولی ، دنورو افسانو په نظم کی یی ټول کار په روایاتو بنادی، او البته دغه کار زیاترو حکایه لیکونکو کړی او جایز عمل ګڼل کیږی ، شاعر خپل اوریدلی روایات د شعر په رنګینو الفاظو ښکلی کړی ، او په پښتو اوسنی ادب کی یی د زاړه او یا ګړنی ادب زړی بولګی په نوی رنګ رنګولی دی . ما زیار ایستلی چی له خپلی وسی سره ددغه اثر د ځینو قصو د اصل او منشأ په باب څیړنه وکړم ، او په لاندی توګه یی ګرانو لوستونکو ته وړانی کړم : زما په عقیده او د محترم شاعر د خپلو یادونو له مخی د « نقاش ، لیوه ، د عشق افسانه » تر سر لیکونو لاندی راغلی قصی او افسانی له اروپایی حکایوی ادب او فولکلور څخه اخیستل شوی او د نړۍ ددغی سیمی په شفاهی او یا کتبی روایاتو پوری اړه لری . دغه ډول حکایوی تبادلی د شرق او غرب تر منځ ډیری شوی دی ، زموږ ډیرو حکایوی فورمونو د غربیانو په فولکلور او حکایو کی ځای یبولی او ځینی حکایی بیا له غربه شرق ته راغلی ، او کله کله داسی هم شوی دی چی شرقی قصه غرب ته تللی او بیا بیرته له غربی منابعو څخه د شرق په ژبو ژباړل شوی او د شرقیانو په کحایوی ادب کی یی د غربی قصو او حکایو په نامه ځای نیولی دی ، دا د تحقیق یو په زړه پوری باب دی ، او د څیړونکو پام ځانته را اړوی . هغه قصی او افسانی چی په اولس کی په روایی او شفاهی شکل له لرغونی زمانی مشهوری دی ، خو له دی سره سره یی تحریری اشکال په ځینو کتابو کی هم موندل کیږی ، ددغه اثر لاندی افسانی دغه خصوصیت لری : 1- نیشه موږک : دغه ډول قصه د « ګربه و موش » (۳۲) په نامه د عبیدزاګانی ( ۷۷۱ یا ۷۷۲ هق مړ) په کلیات کی هم راغلی ده ، چی د موضوع په لحاظ زموږ ددغی مجموعی له دغی افسانی سره اړخ لګوی ، او څو بیته یی دادی :

ای خــردمند عـاقـل دانــــــــــــا قصه موش و ګربه بر خوانـــــا قصه موش ګربه منظـــــــــــوم ګوش کن همچو در غلطانـــــــا از قضای فلک یکی ګربـــــــــه بود چو اژدها به کرمانـــــــــــا شکمش طبل و سینه اش چو سپر شیر دم و پلنګ چنګانــــــــــا از غریوش به وقت غریــــدن شیر درنده شد هراســانــــــــا سر هر سفره چون نهادی پای شیر از وی شدی ګریزانــــــا روزی اندر شیرا بخانه شدی از برای شکار مو شانــــــــا در پس خم می نمود کمیـــــن همچو دزدی که در بیا بانـــا ناګهان موشکی ز دیــــواری جست برخم می خرو شانــــا سر به خم بر نهاد ومی نو شید مست شد همچو شیر غرانــا ګفت کو ګرته تا سرش بکنم پوستش پر کنم زکاهــــانــــا ګربه در پيش من چو سګ باشد که شود روبرو به میدانـــــا

ب – وری او لیوه :

په لیکلو حکایوی ادبیاتو کی دغه حکایه د ایسپ حکیم په قصو کی داغلی ده . د ایسپ حکیم قصی د نړۍ په ډورو ژبو اړول شوی دی ، او په پښتو ژبه دغه قصی هانری جارج راورټی ترجمه کړی. دده د دغی پښتو ترجمی په حکایاتو کی هم دغه افسانه داغلی ده ، چی د « لیوه او وری » سر لیک لری ، او دغو قصو په پښتو منثوره ترجمه کی ددغه حکایت پیل په دی الفاظو شوی دی : « هغه وخت چی یو لیوه په سرد یوی چینی اوبه چښلی یو وری اواره شوی ولیده ، چی څخو لری ، په پای د چینی یی په اوبه کی پڼانکی وهلی ، نور له ځانه سره یی نیول ددی مقرر کړه ، په فکر شه چی بهنه د پاره د ظلم جوړه کړم ...»(۳۳). د حکایاتو هغه مجموعه چی د « لقمان حکیم » (۳۴) به نامه په پارسی ژبه په کابل کی چاپ شوی ده ، د مجموعی لومړی حکایت د « ګرګ وبره » سرلیک لری ، او همدغه ددی مجموعی د لیوه او وری افسانه ده. ج -- تقلب : دغه قصه په تحریری ادبیاتو کی د امیر خسرو دهلوی (۶۵۱-۷۲۵ هق) په مطلع الأنوار (۶۹۸ هق تألیف) کی تردی عنوان لاندی داغلی ده : «حکایت آب ریختګی شیر فروش و آب بردګی رمه وی » چی د پیل څو بیته یی دادی :

داشت شبانی رمه در کهسار پیر وجوان ګشته ازو شیرخوار شیر که از بز به سبو ریختی آب در آن شیر در آمیختـــــــی بردی از آن آب ملمع به شیر نقره چون شیر زبرر ناو پیـــر روزی ازآن کوه به صحرای خاک سیل در آمدرمه را برد پــــاک

د – ویش : 	

دغه افسانه مولانا جلال الدین محمد بلخی په مثنوی معنوی کی راوړی ده ، او هوری یی سرلیک دا دی : « رفتن ګرګ و روباه درخدمت شیر به شکار .. وامتحان کردن شیر ګرګ را ګفتن که این صیدها را قسمت کن » ددی حکایت پیل په مثنوی کی داسی شوی دی :

شیر وګرګ وروبهی بهر شکار رفته بودند از طلب درکهسار کان سه باهم اندران صحرای ژرف صیدها ګیرند بسیار وشګرف تابه پشت همد ګراز صیـــــــدها سخت بربندند بازو قیدهــــــــــا

دغه حکایت مولوی احمد د تنګی به ګنج بشتو کی به خواږه نثر پښتو کړی هم دی ، او د دغه کتاب ( ګنج پښتو ) پنځه څلویښتم حکایت د « قصی او افسانی » د « ویش » افسانه ده . مولوی احمد ددغه حکایت پیل په ګنج پښتو کی په دغو ټکو کړی دی : « زمری او سرمښ اولونبړه یوه ورځ جمع شول ، نو په ښکار روان شول ، ناګهانه یو ګاوز یوه ثوسی او یوه سویه په لاس ورغلل ..» (۳۷) پوهاند رښتین په « پښتو قصی » نومی اثر کی د « دا ویش دی له چانه زده کړ؟» تر سر لیک لاندی د روایاتو به ډیر لږ اختلاف هم دغه قصه داوړی ده (۳۸) . فاضل استاد پوهاند رشاد د « قصص و تمثیلات مثنوی » به حوال کښلی دی چی : « دغه نکل د راغب اصفهانی په محاضرات الأدبا ومحاورات الشعراء واللغاء د ابو الفرج عبد الرحمن ابن جوزی (۵۱۰-۵۹۷ هق ) په کتاب الأذکیاء د سعدابی په نثر ادرر او فواید السلوک کی داغلی دی » . په همدی اساس موږ هم دا ویلای شو ، چی ددغه اثر « قصی او افسانی » د هغو افسانو کتابی مأخذونه چی لوړ وښوول شول ښایی د شرقی ژبو په نورو حکایوی او قصصی کتابو کی هم داغلی وی ، چی البته ما د موضوع د اوزدوالی د مخنیوی لپاره صرف په لوړو یادو شوو مأخذو اکتف وکړه ، او په نورو کتابو کی می و نه پــلټــل.

۴ – پر شفاهی روایاتو بنا یا زموږ فولکلوری أفسانی : ددغه اثر دری افسانی : « دری غوښتنی ، زوړ حمام ، انسان او شیطان » ماته زموږ له شفاهی ادبه زیږنده اوله افغانی فولکلور سره اړیکمنی ایسی ، او دا ځکه چی : د « قصی او افسانی » د « دری غوښتنی » افسانه استاد محمد ګل نوری مرحوم ( ۱۳۵۲ هش مړ ) په خپلو راټولو کړو فولکلوری وړو ټوکی قصو ( خوږ بانډار) نومی مجموعه کی په دی بڼه ضبط کړی ده : « یو طالب وسبق یی نه زده کیدی نو رهی سو ولاړ ... له چی مطالعه می خلاصه سی ، د ... پر زیارت یی لس کاله بیر کړه . طالب ته خورا درد ورغلی دی ، به دغه انتظار کی دی چی اوس به ږغ را باندی وسی چټی به می مهر کی اوس به یی وکی ...» (۳۹) . ددغو دواړو کتابو ( قصی او افسانی – خوږ بانډار ) قصه یوه ده ، مګر په روایاتو او د انتظار په موده کی فرق سره لری . استاد نوری یی د انتظار موده هر ځل لس کاله شوولی او قصه یی په طالب پوری جوړه شوی را وړی ده ، مګر د قصی او افسانی محترم شاعر دغه قصه د یوه لرګبه ښوولی، او هر ځل یی د پیر د مراقبی موده دری کاله ښوولی ده . دغه رنګه د « زوږ حمام» قصه زموږ مخی د هرات د خلکو په فولکلور او شفاهی ادب کی شامله ده، او دوی وایی چی دغه متل یا اصطلاح « همه ګردپا اند » د همدغی افسانی زیږنده ده ، او یا دغه افسانه ددغی اصطلاح یا متل عامیانه فلسفه یا تعبیر دی ، او ضبط شوی شکل یی د فولکلوری افسانو په مجموعو کی ما نه دی پیدا کړی . همدا ډول د « انسان او شیطان » افسانه هم زموږ له اولسی او فولکلوری ققصو څخه ګڼل کیدای شی ، چی منشأ یی زموږ عام خلک او اولس دی ، او په ځینو سیمو کی دغه افسانه به روایتی ډول شته . له لوړی تشریح سربیره ددی خبری یادونه هم ضروری بولم چی : ښایی دریمه کټه ګوری افسانی – چی ما د اولسی او شفاهی روایاتو محصول یا ممثل وبللی- په ځینو حکایوی او قصصی قدیمو کتابو کی هم راغلی وی ، چی متأسفانه زه نه یم پر پیښ شوی ، او سملاسی می د هغو د منشأ لپاره د شفاهی قصو تعبیر غوره وباله . ددغه اثر یوه بله افسانه د « شکمنه مینه » عنوان لری ، او زموږ شاعر یی پیل داسی کړی دی : دلرغونی زمانو په افسانو کی د« د بخدی په اوسنیو ویرانو کی راته کړی یو بزګر سړی قصه ده » د یو ښکلی ژوند غمجنه افسانه ده. ما ته ددی قصی اصل نه را معلومیږی ، ښایی قدیم دوایت ولری ، او دغه رنګه ددی افسانی د منشأ او یا هم د نظم د اساسی محرک به باب زما بل ګمان دادی ، چی زموږ شاعر دی د ایرج میرزا ( ۱۲۹۱-۱۳۴۳ هق ) د کلیات د مثنویاتو د برخی د « هدیه عاشق» د مثنوی تر اغیزی لاندی دغه افسانه نظم کړی وی ، او لکه څنګه چی ددغه اثر د قصو په نظمولو کی د شاعر عمومی خاصه داده چی خپل محیېی عناصر په قصه کی داخلوی ، او د افسانی د چاپیریال او کردارونو په ښوولو کی د خپلو محیطی ، پښتنی او افغانی خصوصیاتو ځایولو ته رجحان ورکوی . نو ښایی د ایرج میرزا هماغه مثنوی ته ( چی په دی بیت پیلیږی ) :

عاشقی محنت بسیار کشید تالب دجله به معشوق رسید(۴۰) د « شکمنه مینه » تر سرلیک لاندی خپله وطنی او محیطی بڼه ورکړی وی ، په موضوعی لحاظ هم د محترم لایق د قصی او افسانی د « شکمنه مینه » افسانه او د ایرج میرزا د « هدیه عاشق » مثنوی ورته والی سره لری ڼ اما بیا هم زه په خپل دغه استنباط ټینګ نه یم ښایی زه په دوهمه نظریه کی تیروتی وم او یا ښایی همداسی وی ؟ ماله خپل وس سر سم ددغه اثر د مأخذو او منشأ په باب دغه لوړه ناقصه څیړنه وکړه ، چی ښایی ډیری کمبوتی ولری ، خو هیله ده چی د اثر تر خپریدو وروسته به زموږ ځوان څیړونکی ددغه اثر په باب خوندوری او ګټوری څیړنی وکړی ، او زما نیمګړتیاوی به رفع کړی .

!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!دلته یو څه حذف سته !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! لکه : ددغه اثر ارزښتونه. ددی لیکنی مأخذونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

« دا ځکه چی د کتاب په چاپ کی بعض صفحی سمی نه دی راغلی ......»


                            دکتاب فهرست


  ګنه
            عنــــــــــــــــوان
   ۱
              نقـــــــــاش
   ۲
        نیشــــــــــه موږک
   ۳
        شکمنه میـــــــــــــنه
   ۴
        وری او لیــــــــــــــوه
   ۵
        دری غوښتـــــــــــــنی
   ۶
             تقلــــــــب
   ۷
             لیــــــوه
   ۸ 
             زوړ حمام
   ۹
            ویــــــــــش
   ۱۰
            د عشق افسانه 
   ۱۱
            انســــان او شیطــان


نقاش

اوریـــدلی می له چـــــــا نه دا قصـــــه ده که می لوستی یوه کتاب کی کومه شپه ده

یو نقــــــــاش چی زمــــانی وو خور ولی بی خوبیـــو ، لــــــــــوږو ، تندو کړو لی

د هنــــــــر کرښی یی تللی وی بیځــــایه د نبـــــــوغ شغــــــله یی پته وه له ښایه

د آسمــــــان له ړندو سترګــــونه لویدلی بد بختۍ او کـــــــــــــړاووته زیږیــــدلی

د حقیرو په حلقــــــــه کی حقیــــر شوی د غنی هنـــــــر په اړخ کی فقیــــر شوی

یوه ورځ یی لوږه زیاته شوه په کور کی دجوپیا کوزه نسکوره شوه په شور کی

که لویان وو که واړه وو په فریاد شول ژوند کړۍ شوه،همه واړه په داد داد شول

مور چی ولیدل بی وزله ماشومان خپـــــل خپل دزړه کتری ، په نس وږی بچیان خپل

چی په لوږه کی ناری وهی غوغا کړی سر تنـــدی وهی ډوډۍ پسـی ژړا کړی

رڼا ورځ یی توره شپه شوه د غمونو لار تری ورکه کړه هر خوا مصیبتونو

توفانی بیړۍ شوه واخیسته موجونو اوشکو ډوبه کړه دنیا شوه د غمونو

پښی لوڅی سر سر تور ګریوان شکیدلی رنګ الوتی شونډی ژیړی مخ شکولی

فریادی په تلوار راغله مصورته خپل خاوند ته د غمونو مفسرته

ورد مخه شوه بیباکه لمبه ناکه وی یی ای زړه ډبرینه ای سفاکه

څه د پاره داد غم نقشونه باسی کومه ورځ به د بچو تپوس له راسی

هغه ونه دا آسمان او دا دریــــاب چی دی کښلی دی د خپل زړه په خوناب

هغه ړوند چی بی امسا په لا روان دی هغه سپور چی معرکه کی په جولان دی

ها مرغه چی رپوی وزر جوړی ته هغه زوړ چی لاس یی پورته دی توبی ته

دغه نور عبث شیان چی رسموی ته کوم لباس کومس ډوډۍ کومی اوګری ته

دی بی ځانه تصویرونو نه څه غواړی په دی خوار فن باندی ولی دومره ویاړی

دغه دړی عبث ولی رنګوی ته دا رنګونه خوشی ولی خرڅوی ته

په دی خوار او بی روزی هنر کی څه دی بی له لوږی او خوارۍ نه چی خواره دی

ماشومان دی وږی تږی اسکیرلی بربنډ شوی رنځور شوی ځوریدلی

را ولی په ژوند و سارو بدی چاری د بی ځان تصویر لپاره باسی لاری

ځان داران دی له بی ځانونه قربان کړل خپل بچیان دی له خپل لاسه پریشان کړل

دغه څنګه عاطفه څنګه هنر دی دغه بیږه ده که زړه دی د بشر دی

نور دی نشم دا رسوا ژوندون زغملی نور دی نشم دا حقیر هنر منلی

د نهنګ له خولی نه واخله خپله برخه نه بل لور شته نه بل ورځ نه بله ګرځه


د همت مرغه دمرد دی ورپسی شه څه ستومان څه سرګردان شه څه خولی شه

مصور چی واوریدلی دا خبری له مسکایی توییدی د غم شکری

په خندا خندا یی ووی دغم یار ته د ترخه ژوند د مزلونو و فادار ته

همدا نن شپه دمه راکه چی سبا شی ستا د زړه او د خاطر غوټۍ به واشی

سری طلاوی دولتونه به پیدا کم ستا په شونډو به روان رود د خندا کم

دا حقیر خلک به وبولم حقیر دا غنیان چی په فطرت کی دی فقیر

د فلک زړه کی به و خوټوم وینی د زمان سترګی به کم به ژړا سپینی

به اوس وځه او ما پریږده اندیښنو ته خپل تصمیم خپلو رنځو ، خپلو غموته

شا او خوارانه چاپیر دی ځنځیرونه په کړیو کی می سوځی سره اورونه

پښی تړلی خوله تړلی لاس تړلی د نجات ورونه له کوز وپاس تړلی

لوږی تندی بی ارزښته بی عزت کړم نشتمنۍ پخپل وطن کی بی حرمت کړم

نور به نکړمه ستومان چاته دماغ خپل بل به نکړم بی بصروته څراغ خپل

د رسام ښځی چی واوریدی خبری په غومبورو یی رالړ شوی مرغلری

پوهیده د زوند ملګری څومر سوځی چی له زوره یی د لاسو ګوتی خوځی

نو په پټه خوله روانه شوه ستنه شوه تابه ویلی له غیرته پښتنه شوه

شپی تری یووړلی د اوښکو مرغلری زمان هیری کړی د شپی ترخی خبری

پښیمانه وه له تیرو جنجالونو را اوچته شوه له ځایه په سوالونو

پولادی زړه یی زهیر او نرم شوی په تسل تسل رام شوی ګرم شوی

د خاوند کوټی ته راغله شرمیدلی پښیمانه عذر خواه خجلت وهلی


چی کاته یی ځای خالی دی آشنا نشته د نادمو تللیو اوښکو دوا نشـــــته

نا ببره سخته ویره ورپیدا شوه لکه پاڼه په لړزه او ریږدیدا شوه

شودا یی مخ په انګړ غبرګه شوه بیرته ترینه ورکه شوله لار چی ځی به چیرته

سره لمبه شوه په انګړ غبرګه شوه بیرته ترینه ورکه شوله لارچی ځی به چیرته

سره لمبه شوه په انګر را ګرزیدله ګرزیدا کی پخلنځی ته وختله

چی په وره د پخلنځی یی قدم کیووت دغوایی په یوه ورون یی نظر پریووت

په افسوس سره یی وکړه دا خبره بی سنجشه بی له ځنډه نا ببره

اوه ! دی خوار به چاته لاس وی غځولی بیا به چاته محتاج شوی شرمیدلی

د چا ور بی دومړه وخته وی وهلۍ څومره څومره به شرمونو وی ځپلۍ

وی یی راشه څه کباب ترینه تیار کم بیا به ورشم ماشومان به را بیدار کم ګوندی دی هم له کوم خوانه راپیداشی زما بده وزه هیره کړی پخلا شی

چی چاړه یی کړه تیاره غوڅیدو ته لاس یی وړاندی که ورانه له پریکیدو ته

مسخری ورسره پیل کړی تقدیر غوښه نه وه په دیوال وو یو تصویر

چاړه ونښته دیوال کی را کږه شوه د بیوزلی مورا سره د غم لمبه شوه

وی یی دغه ابدی زموږ تقدیر دی دخوړو په ځای په برخه کی تصویر دی

دنرګس پیالی یی ډکی په خوناب شوی دغمونو ترانی کتاب کتاب شوی

دی خپل فقر ته ژړل لا ناخبره چی د یار د مرګ ناره شوه ناببره

دروازه کی نااشنا سړی ناره کړه چی رسام په سر چپه د مرګ پیاله کړه

له خپل لاسه یی لاهوکه ځان دریاب ته د خونی څپو منګولو ته ګرداب ته

ښځه ورانه شوه بچوړی را بیدار شول را بیدار شول له کټونو را ګوزار شول زړونه ونیول پنجوکی فریادونو سترګی پټی کړی د اوښکو سیلاوونو

له کړکیو دروازو او دیوالونو سر را وایسته دردونو او غمونو

په کاله د یتیمۍ لمبه خوره شوه د فلک چاړه د مرګ په وینو سره شوه

زمانه په تیریدو وه څرخیدله د د مطبخ تابلو بازار ته ووتله

په لکونو باندی خرڅ هغه اثر شو یو کاغذ له کوټه زرو برابر شو

هر اثر سره چی جوخته قربانی شی بی زواله بی همتا جاودانی شی

عادی خلک قربانۍ نه قهرمان شی قهرمان شی چی له خلکونه قربان شی

دغبرګولی ۱۰ ۱۳۴۲-کابل



نیشه موږک ‌ یو زلمی موږک له تندی نه بیتاب شو له سوری نه را دباندی په شتاب شو

چی راووته نو و دریده له ویری هسی نه چی پیشو پټه وی کوم چیری

یوه شیبه هلته ولاړو حیرانۍ کی د بیشو به فکرو ذکر او پریشانۍ کی

وی یی څه وکړم له تندی نه مجبور یم که خطر دی که مرګی دی زه معذوریم

یا به ځان کړم له منګی څخه سیراب یا به کړمه دا خراب ژوندون خراب

خوار صورت به می مرګی ته نشانه شی که اجل ونو پیشو به بهانه شی

اوکه نه سیراب به راشمه سوری ته بیا به نوی لغم پری کمه وری ته

دایی ووی په اوبو پسی روان شو راغی ودریده یو مټ ته او ایران شو

وی یی ګوره چی عجب شانی منګی دی جوړ له خاورو هسی ندی چی لرګی دی

ګوندی وی چی کی بیدا کړم د زړه تاب په اوبو د ژوندانه شمه سیــــــــــــــراب

د منګی په ګمان مټ ته په ختو شو د مټ خولی نه چارچاپیر په ګرزیدو شو

پښه یی وښوییده ولویده دلاندی په شرابو آلوده شولاندی باندی

په لامبو ، لامبو راوخوت دخم سر ته په رحمت باندی راوووت تری بهر ته

دم در حاله یوه نیشه ورباندی داغله د مستۍ مسته څپه ورباندی راغله

ویره لاړه له غیرته شین زمری شو له غرورا و حماقته لیونی شو

په بریتو کی یی بیدا د زور شغله شوه ژوند تر پایه ورته ښکلی یوه نغمه شوه

د لذت او تکبر له لیونتوبـــــــــــــــــــــه بی اشوبه سر یی لاړه تر اشوبــــــــــــه

دی لا ناست و چی پشکه را پیدا شــــوه دلکۍ په تاویدو شوه ، په ګډاشــــــــــوه

وی یی هر کله زما د سترګو توره دغه لمر دی راختلی لو کوم لوره

دغه څنګه یی راغلی ناببـــــــــــــره ما ړنده کړی چی زه نه یمه خبــــره

ستا راتګ ته کرۍ شپه ومه بیداره بخت ته ګوره چی داځی په رڼا لاره

اوس نو وایه څه دی حال څه دی روزګار دی بیا دی کوم جوال ته ایښی دام د ښکار دی

ځوان موږک چی ومستۍ بیواکه کړی د شرابو کیفیت بیباکــــــــــــــــه کړی

پخپل ځان یی دا ګمان شو چی زمری یم او که نه یمه نو کم تر کمه سپـــــــــی یم

نو یی پرانیستله خوله او درفشان شو له چاټۍ نه مخامخ پی ورروان شـــو

وی یی څرنګه جرأت کوی پیشو چی راغلی یی دربار ته د زمرو

زه زمری یم ګوره پام که موږک نه یم پروا ګیره د پیشو او تلک نه یــــــــــــم

له غضبه که یوه چیغه کمه پورته څه به کاندی وایه تښتی به کوم لور ته

ته له کومه وایه دغومره جری شوی چی په مخه را روانه په زمری شوی

دغه دومره موږکان چی تا نیولی په کوم حق او کوم جرأت دی ټول خوړلی

که می کیښکودی له خولی به دی باران شی تری راتوی به په زرګونو موږکان شی

باید وباسی توبه او پښیمان شی کلی پریږدی او د غرو پلور روان شی

کنه ژامی به دی هسی کړمه مــــــــــاتی چی عبرت شی ټول عالم ته ځنی پاتــــی

لوی جهان به درته تنګه یو کړۍ کـــــړم له غضبه به دی یوه ګوله مړۍ کـــــــړم

وایه ژرشه ای بد بـــــــــــخته بی ادبــــه ځواب راکه کنی پری به دی کم ژبـــــــه

تأخیر مه کوه پښوله را ګذار شــــــــــــه وعده راکه له ظلمونو توبه ګار شــــــــه

له موږکه چی پیشو واوریدی بـــــــــاټی وی یی ستا له خولی را اوری دغه ګاټی

وی یی هو احمقه چوپ شه زه زمری یم له غصی نه سره لمبه یم لیــــــــــونی یم

داته نه وینی صورت می ټول رپیږی له غضبه می ماغزه درته ایشیــــــږی

پیشو وخندل موږک ته وی یی جانــــــه راته ښکاری چی موړ شوی یی له ځانه

دا قدرت دی وایه څنګه پیدا کــــــړی راته ښکاری پریشان خوب دی لیدلی

ته د نورو موږکانو وکالت کـــــــــړی وایه ځان به له ما څنګه سلام-ت وړی

اوس به وګوری د ژوند وروستنۍ لوبه را بیدار به شی له خپله درانه خوبـــــه

شیبه وروسته نشه ولاړه موږک سم شو تری چاپیره د ژوندن د بقا غـــــــــم شو

پــــــیشو وویل اوس وایه څه فرمان دی مخاطب زما زمری که موږک جان دی

موږک وویل ما بد کړی او خر شـــــوم خو خوشه وی زه تر خره هم لابتر شوم

شرمسار یمه ما وبخښه امیــــــــــــــره له دی لوبی ادبی له دی تقصیـــــــــــره

ستا مقام زما تر جرمه ډیر اوچــت دی زما په پلو کی ستا له فیضه حرکت دی

په دی کلی کی چی چیری موږکـــان دی همه واړه لاس تړلی بندګـــــــــــــان دی

چیری زه او چیری ته عالی مقامـــــــــه خوله می ماته کړی به ستا له احترامـــه

مګر زه ستا به نیوو یمه مأمــــــــــــوره پخپل قتل به ما وبولی معـــــــــــــــــوره

فکر وکه چی دا مرګ ندی خمـــــــاردی ژوند هر چاته یوه نیشه ده بیا قمـــــاردی

دلیندۍ – ۸ ۱۳۴۳- کابل


شکمنه مینه

د لرغونو زمانو په افسانو کـــــــی د بخدی په اسنیو ویرانــــــــــو کی

راته کړی یو بزګر سړی قصه ده د یو ښکلی ژوند غمجنه خاطره ده

وایی هغه وخت چی دغه ښار آبادو د نړۍ له توفانونونـــــــــه آزار وو

پدی سیمه کی استوګن و یو ځــــــــــوان یو بی ساری ، بی رقیـــــــــــبه پهلـــوان

تا به وی د صورت غوښه یی پولاد ده جګه ونه یی له نسله د شمشـــــــــاد ده

د غیرت آواز یی تلی په ملکونــــــــــو هم یی ناسته د ځوانۍ مینه په زړونــو

مګر ځوان زړه یی له لاسه ووتلــــــی د یوی پیغلی نجل په مینه یی بایلـلــــی

معشوقه یی اوسیده په بخارا کـــــــــــی د آمو د زورور سین هغه خواکـــــــــی

عاشق ځوان په هره میاشت کی یو واری لنډ ولی بخــــــــــــــــارا ته اوږدی لاری

پریکول یی بی اوبو بیابانونـــــــــــــــــه د یخنۍ په شپو کی واوري بارانونـــــــه

بی ګدره به امو غیــــــــــږی ته پریووت له څپو او له ګرداب سره به کیــــــــووت

په وحشی سین به یی وروړل یرغلونـــه ایــلول به یی سرکشه سیــــــلاوونـــــــه

پولادی لاس یی په هر شی باندی بـــــرو که دریاب ، که بیــابان و او که غـــــــرو

هیڅ یی نه لرله ویره ، اضطــــــراب تا به ویلی چی موجــــونه او ګــرداب

دده مخکی ذلیل شوی محکومـــــان دی بی ارزښته او نا چیزه غلامـــــــان دی

په رګو کی خوځیــــدلی ګرمی وینــــی د هیچـــا پروایی نه وه بی له مینـــــــی

یوه ورځ له ورځو راغی بخارا تـــــــه زړه یی کیښوده پښو د تمنـــــــا تـــــــه

نیمه شپه د آسمانی حصار د پاســـــــــه بی له ویری ، اندښنی او بی وسواســـه

را د ننه شو د مینی منزلــــــګا تـــــــــه زړه یی و سپاره رنګینی مشغولا تــــــه

جنتی شپه د ځوانۍ په سرو لمبـــــــو کـی په ګیلو کی ، په قصو کی ، په بوسو کــی

په مسکا کی ، په خندا کی ، په ژړا کـــی د آسمان د رڼو ستورو په ځــــــــــلا کــی

په ورو ورو د سبـاوون ساحل ته تـلـــــله د آسمان په شنه دریاب کی بهیدلـــــــــــه

خو سپیــــدو د شپی ترتوری پردی لاندی آخر سترګی واړولی لاندی بانـــــــدی

آخر هغه ښایسته شپه سبــــــاوون شوه د وصال پلوشه جګه شوه بیلتــون شوه

وخت ددی شو چی بلخی زلمی جلاشی د بخدی خواته روان له بخـــــــــاراشی

خدازده څه یی په زلمی زړه کی پیدا شول چی سونډان یی را غنچه شول په مسکاشول

ناڅابی یی نجل ته وویل ای ګلـــــــــــــــه ای زما د زړه شهۍ دعشق بلبــــــــــــلـــه

که هر څو ستا ښکلی مخ یو بل څراغ دی خو افسوس چی پیدا شوی پـــکی داغ دی

هسی نه چی ستا د ګلو باغ تــــــالان دی زما د مینی ابدی برجل ویـــــــــران دی

بخاری پیغلی د ګل غنچه کړه خلاصه ځوان مین تی هسی ووی له اخلاصـه

دغه وار چی ځی له ښکلی بخــارا نه د عشقونو وصالونـــو له مــــــــاوا نه

ګوره پام که ځان وانه چوی لامبو ته د چیحون خونړی سین مستو څپو ته

ستا د مینی په باغ ګډ د شک تالان دی دا ځل هغه آمو ندی یو بل شــــان دی

ته د مینی په بیــــــــړۍ را تیــــریدلی چی په موج او په توفــان به بـــریدلی

اوس د شک په څپو ډوبه شوه کښتۍ ستا د دریاب کړۍ به ونــــــــیسی مرۍ ستا

ګوره پام که ای زما خیالی دلبــــــــــــره هسی نه چی په سین ګډشی ناببــــــــــره

د سپیــدو چرګانــــــو وکړل آذانــونـــــه ځوان روان شو مات زړګی ساړه آهونه

بله شپه بیا د جیحون دریاب ته راغی د اوبو یوه ژور تــــــــالاب ته راغی

ده وی ګوره د یار زړه کی به څه تیرو چی زما زړور زړه ور څخه هیـــــرو

دی ګمان کاوه چی ګوندی دا دریاب د آمو مستی څپی او یا ګـــــــــرداب

زما د اوسپنو دا مټی به کړی ماتی زما د مینی خاطری به شی میراثی

نه نه ! زه هسی بزدله مین نه یــــــم زه په مینه کی په مال او په تن نه یم

زما نه به خامخا زما فرمــــــــــان وړی سین او غر به زما سوری ته امان وړی

دایی ووی ناپا یاوه سیـــــــن ته پریــــووت له جیحون سره په جنګ جګړه کی کیووت

مګر دا ځلی بل سیــــــن بله څپــــــــــه وه بل ګرداب و بـــــله لوبه بـــــله شپـــــه وه

ددریاب ګیډه کی بل خپل انقـــــــــــلاب و په اوبو کی بل قوت بل اضطــــــراب وو

ایشیــــدل د دریاب زړه کی غضبــــــونه د څپو له خولی وتل سرکش ځګـــــــــونه

قهر جنی زخمی غیږه کړله خلاصـــــــه د اوبو سیلاب یی پریښود پی د پاســـــــه

پولادی مټی یی تاو شوی یو تر بــــــــله خو تیر وخت تکراریده نه بیا هیڅکــــله

پهلوان زلمی خوراک شو د جیحــــــون عشق ونه زغمل نازونه د جنـــــــــــون

د عشق کار کی چی رښتینی صفا نه وی سر ایستل ترینه آسانه ســـــــــودانه وی

مجنون ځکه پایښتــــــی جــــــاودانی شو چی د خپلی لیـــــــلی مینه کی فانــــی شو

د لیندۍ – ۱۲ ۱۳۴۱ – کابل


وری او لیوه

مازیګر وو زیړی لمر به ډوبیـــــدو وو له مشرقه نرم باد په چلیــــــــــــــدو وو

و ورشو کی د شنیلو وږمه خـــــوره وه د شفق لمن د وینو په شان ســــــــره وه

هره خوا راپور ته شوی وو ګلـــــــونه د بیدیا په لمن پلن وو سره لالـــــــــونه

د سنځلو بوی خور شوی و بیدیــــا کی د شنیلی فرش غوړیدلی و ســـــارا کی

شین آسمان تانده هوا ښایسته غــــرونه په هر پوله د خاټولو څراغــــــــــــونه

یوه رمه له لری ښکاریده په تلـــــووه له سارا یه آبادی ته په وتـــــــــــو وه

په ورشو کی له رمی نه پاتی وری و برګکی و پستکی و ګــــــــــــــلالی و

ببر سر اوږده غوږونه ښیښی ستـــــرګی سور پوستکی د مخ پښی پی سپینی غبرګی

آزاد ګرزیده نه شپون و نه رمــــه وه نه یی زړه کی له بل چانه اندیښنه وه

ناببره به یو ځل په نڅیــــــــــــــــدو شو له خوښۍ به په خیزو او په ټوپــــــو شو

بیا بی منډه کړه اوجګ ځای ته به وخوت آزاد ډاګ به یی په مینه مینـــــــه وکوت

یو ځل تږی شو اوبو په لــــوری راغی د لښتی مستو څبو به لــــــــوری راغی

په ژوړه زۍ راښکته شو اوبــــــــــو ته ده لاشونډی سمولی خپلو چښـــــــــو ته

ناڅاپی یی تر غوږ سخته یوه غورا شوه په ماشوم صورب یی تبه را پیـــــدا شوه

چی کاته یی یو لیوه ولاړ و پــــــــــورته دواړه سری سترګی یی ورته ولی اورته

سپینی داړی یی چړی د قصابـــــــــــــانو توره خوله یی لکه ګور د دوزخیــــــــانو

وری چی ولیده دا حال له حــــــاله ووت خپل اجل یی روغ پخپلو سترګـــو وکوت

لیوه پورته په غرور ورتــــــــــــــه ولاړو وری لا وخته له خپل ځان جهانــــه ولاړ و

د ورشو سندری هیری شوی ورشــــو کی د ټوپو خوندونه لاړل په خوبـــــــــــــو کی

لیوه وری ته ویل و دریږه مه شــــــــــوره دا اوبه دی ولی خړی کړلی ګـــــــــــــوره

زړه می غواړی درنه پریکم غوږ او ژبــه ای رزیله بی حیا او بی ادبــــــــــــــــــــــه

وری په عذر او عـــــــــــــاجزۍ او په ژړا ویل پلاره زه اولاد یــــــــــــــــــــــــمه د تا

زه به څنګه ستا اوبه در خـــــــــــــــړومه یا به خاوری په هغو در ګـــــــــــــــــډومه

کاشکی ړوند شمه پخپلو دواړو ستـــــرګو که دا کار وکم یا ګوډ شمه په غبــــــــرګو

دا اوبه خو ستا له خوانه را بهیـــــــــــږی زما په لوری را روانی دی تیریـــــــــږی

ښایی پورته کوم پسه وی بی ادبــــــــــــه کوم سپین سترګی بی حیا او بی نسبــــــه

خړی کړی یی اوبه وی ستاسی چښــوته که رخصت وی زه به درشمه کتـــــــوته

لیوه وخندل او وي وی نا بــــــــــــــــــبره ای سپین سترګیه بی حیا او غټــــــــه خره

به لا ماته څنګه وایی دلیـــــــــــــــــــلونه مګر ماته معلوم نه دی دا چلـــــــــــــــونه

اوس به ستا د سپین سترګیۍ سزا درښیم زه لیوه یمه کم عقــــــــــــــله پسه نه یم

خوارکی وری یی را ونیوه له غـــاړی د مظلوم په مرۍ خښی شولــــی داړی

ظالمان همیشه خوری د مظلوم غوښی په کمزور د زورور منګولـــــی خښی

د میزان – ۹ ۱۳۴۱

=[edit | edit source]

دری غوښتنی

یو لر ګــــــبه چی غریبۍ وکــــــړولی لوږی تنـــــــــدی پــــه اورونــو اړولی چاودو پښــــــو یی پارولی وو دردونه خوږ من زړه یی خوځولی وو موجونه

تمامی عمر له خپـــــــله بخته تنګ و له خپل غم او غریبۍ سره په جنګ و

یوه ورځ دلوی ځنګله په لور روان شو د چرتونو په دریاب کی لاهـــــــان شو

لار په منځ کی مخامخ شویوه سړی ته یوه سپین ږیری شان بوډاته ګلالی ته

په پوښتنه کی دستی سره اشنا شول په خواله شول ددردونه په افشا شول

لرګبه پرانیستی د زړه غوټی بوډا ته بوډا وژړل بد مرغی بی نوا تــــــــه

بیوزلان ښه یو د بل په ژبه پیـږی یو دبل لپاره سوځی او ګــــړیږی

لرګبانه د لرګبنو سره ژړای شی بزګران د بزګرانو خپلیــدای شی

بوډا وویل لرګبه ته ګرانه وروره یوه لاره درته ښیم ماتــــــه ګوره

دی ځنګلو کی یو فقیر مشکل کشادی لوی عارف دی ستا دردونو ته دوا دی

نامرادان رسوی خپـلـو مرادوتها کار وکم یا ګوډ شمه په غبرګو


4848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848484848 دولتوته مقــامو ته مقشوقـــو ته

کال د مخه یو جونګی له مانه ورک و دغه کار ته زما عقــــل هک او پک و

چار اوښــــــــوده درک ددغه پیـــــــــــــر چی خدای دوست دی او عارف دی او فقیر

زه روان شوم په اخلاص د هغه خواته د امید مخه می خلاصه کړه رڼـــــا ته

لازه نه وم رسیدلی دده ځــــــــای ته لامی خاوری بادولی په سر خدای ته

ناڅاپی می د ځنګله په یوه خوا کی د ماښام په تور بخونه شان رڼا کی

تر نظره یو بوده په خوځیـــــــــــــدا شو چی کاته می زما جونګی دی را پیدا شو

دا فقیر به د تاکار هم ګوره ســــم کړی ته خو ورشه هماغه به دی یو غم کړی

دلرګبه په سترګو پړق شو او رڼا شوه د ژوند هیله یی په زړه کی را پیدا شوه

وی یی ځان سره چی خامخا ورځمه داستا نه سړی به حتما ننګــــــومه

ګوندی وی چی بهانه راته پیدا شی کومه پټه خزانه راته پیــــــــدا شی

دم در حال یی خپل سپین ږیری بوډاهیرشو حرص د زرو او د مال ترینه چاپیــــــر شو

بی تکبیره بی دعا او بی سلا بی پوښتنی له بوډا شو راجلا

په تلوار تلواری راغی د پیر ځـــای ته د غمونو او دردو مشکل کشـــــــای ته

چی کاته یی پیر خاموش په ځای کی ناست دی استغراق کی خپل خاوند لره په خـــــواست دی

که جهان وای همه واړه ښوریدلی دی به نه وله خپل ځایه خوځیدلی

خوار لرګبه همالته تیر کړل دری کلونه رایی نه وړل د مراد غنچی ګــــــــلونه

پیر هماسی پخپل ځای ناست وسرخوړی تابه وی چی سم و دم دی لکـــــــه مړی

آخر یوه ورځ د لرګبه صبر تمام شو ناڅاپی یی د خپل کور پلوته پـــام شو

ورپه یاد شول خپل بدمرغه اولادونه خپل د درو کلو بی ځایه خدمتــــــونو

لکه مار له ډیره درده په ځای تــــــاو شو له غصی په ملا غبرګ شو تاو را تاو شو

په دی وخت فقیر له خوبه را بیدار شو قهرجن لرګبه ته هسی په ګفتـــــار شو

وایه څه غواړی چی درکم مرادونــه عزتونه خــــــــزانی که ثــــــــوابونه

لرګبه ووی له غضبه خوټی راکه دامی بس دی خزانی ځانته بسیاکه

فقیر بیرته خپلی سترګی کړلی پټی د لرګبه تمام وجود شو خوټی خوټی

شونډی خوټی پوندی خوټی سبوږمی خوټی پوزه خوټی وروځی خوټی پښی خـــــــوټی

څولرګبه له غصی کیناست او ارام شو سر تر پایه پی د خوټو کار تمــــــام شو

غریبګوټی وی توبه می له دی ګـــــــټو چی تر خوټو پوری ډوب شومه په خوټو

وی یی څوک چی د خپل نفس تابع دار وی دا زما په څیــــــــــر به هسی لعنت باروی اوس به ګالم بیا د دری کلو غمونه تیروم به په چوپړ کی تاړاکــــــونه

بیا به ژاړم دې ناپوهه لوړ مقام ته پام بی اړوم دخوټو سر انجـــــام ته

په همدی همدی کی تیر شول دری کلونه د لرګبه انتظار وسپړل ګــــــــــــــــلونه

قلندر له استغراقه را بیـــــــــــــدار شو چی بیدار شونو مخلص ته په ګفتار شو

ای زما خاصه مخلصه رانه غواړو یا دنیا یا آخرت یا دغـــــــــه دواړه

لرګبه وویل دا خوټی رانه واخــــــــلــه دا د ننګ او شرم ګټی رانه واخـــــــــله

پیر سر ښکته که او بیرته پخپل ځان شو لرګبه بیاله خپله سواله پښیمـــــــان شو

دده خوټی هم لــــه نورو سره ولاړی سپیره پاتی شو غموته جینګـــی داړی

بیا یی وګالل ددرو کلو غمـــــــــــونه دایزکو عذابو نه کــــــــــــــــــړاوونه

پیر پخپله موده بیا سر را اوچـــت که په لرګبه یی تمام هسی خپل حجت که

وایه څه غواړی چی دریی کم غریبـــــــه ای کم بختــــــــــــــه دربدره بد نصیبـــــه

لرګبه ووی چی له دی شرمه می خلاص که غلط نشی خپلی خوټی را په لاس کــــــــه

نور به نه غواړم له لویو خلګـــــــــو ګټی که می یو ځلی تر لاس شوی خپلی خوټی

د تلی – ۱ ۱۳۴۱- کابل


                 =============


تقلــــــــــــــب

یو کوچی و چی شودې یی خر څولی نیمایی به یی اوبه پی ګـــــــــــــډولی

په ټګۍ او تقلب کی دولـــــت من شو په جاهل قوم کی لوی شو عزتمن شو

څلور میږی یی په کم وخت کی رمی شوې له روو اوښونه یی جوړی قافـــــــلی شوې

ډیر نیږدی و چی د نورو غلو په شان یو ستر مشر شی د قوم او والا شـــان

یوه ورځ دغه سړی ته په بـــازار کی کار پیدا شو او روان شو په تلوار کی

ماسپښین چی بیرته ووته له ښاره د شدو بی له پیسو سره سر ښاره

ناڅاپی یی سترګی ولویدې په غرونو پاس په غروکی د اورو په انبـــارونو

ښکاریده چی پاس په غرونو باران راغی ویروونکی او بی ساری توفـــــان راغی

په اورو کی باران کړلی غاښ چیچنی وریځی پلنی شوی د غرونو تر لمنی

د آسمان دروازی خلاصی شوی اوبه ته غرونو کوز کړل سیلاوونه ډوبیـــدو ته

ماښامی کوچی په ویره اندیښنـــو کی رانیږدی شو خپل ټاټوبی ته غمو کی

را الوتی ووله غرو ساړه بـــــــــادونه خواره شوی وو د وریځو تور فوځونه

یوه ژیړچکه شان سپوږمۍ په راختووه یوه غمجنه شان رڼا په خوریــــدو وه

عاقبت راغی کوچی خپلی ورشو ته خپلی سیمی د کیــــــږدیو او رمو ته

چی کاته یی د همه وو کار تمـــــــام دی که رمی دی،که پیسی دی،که یی کام دی

نه رمی شته ، نه د کور نام و نشان شته نه یو څاروی نه یوه نښه د انســـان شته

هک او پک شو سایی ونښته سینه کی اوښکی وچی شوی د سترګو آئینه کی

لکه بت بیحرکــــــته په ځـــــــای ودرید بیا بی حس شو لکه زوړ دیوال را ولوید

چی په حال شو نو په منډو ، منډو سرشو خدای دربار ته هسی شان په شور وشر شو

ما خو یو پل نه وایښی څه بیځایه دا اوبه له کومه راغلی لویه خدایه

هلته چیری کوم بوډا و ژوندی پــــــاته ورو ورو راغی رانیږدی شودده خواته

ویلی دا ستا د شودو اوبه دی وروره ستا عمل دی په رټو سترګو یی ګوره

تا اوبه چی په شودوکی خرڅولی هغه واړه غونـــــډیدلی زیاتـیدلی

شولی زیاتی دا سیلاب یی را روان که ستا دلاسه یی زموږ کورګی هم وران که

دتلی د میاشتی – ۳ ۱۳۴۱ - کابل

============

لیــــــــــــوه

یو لیوه وله تازیانو تښتیـــــــدلی د یوه کلی په خوا راغی سانیولی

خوار له ډاره لکۍ پښوکی وه نیولی چونګیده او د ماشوم غوندی ژړلی

ډیر بی حـــاله وار خطـــا او منقــلب و لار تری ورکه وه بی حده مضطرب و

دښکاریانو هره خوا پسی هاها وه بده پیښه خطرناکه مشغــــــولا وه

تور ګردونه ورپسی وو د تازیـانو پسی لیکــــه یو پلټـــــن د هلکــانو ماتیدو ته یی خونی غاښونه سم وو رسیدونکی یم انجــام ته نور ستم و

خپــــــلو بدو له هر خوا په مخه کړی په هر ګام کی یو ټوپک په خزه کړی

سایی نښتی وه « امان امان» یی وغوښت یو ساتلی او مصئــــون مکان یی وغوښت

عاقبت د کـــــــــــلی لاری ته راسم شو اوچی کلی ته نیږدی شو زړه یی تم شو

دایی خوښه کړه چی ننه شی کوم کورته لاره وتړی د سپیــــــــــو شر و شور ته

خو تړلی وو له بده مرغه ورونه دروازو ته وولویدلی ځنځیــرونه

په ځغستا شو په کوڅو کی کته پور ته په دی هیله چی ورننه شی کوم کورته

د ښکاریانو شور و شر په زیاتیدو شو دلیوه تمام صورت په لړزیدو شــــــــو

ښایسته نړۍ یی غاړه کی کړۍ شوه یوه شیبه یی په غمونو کی پیړۍ شوه

هلته ناسته په دیوال یوه پیشو وه په کوڅه کی د لیوه په نندارو وه د لیوه نظر چی ولویده پیشـــــــــو ته خوله یی پرانیسته زاریو او عذرو ته

ای بی بی پیشو تلوار که راته وایه چاته ننګ یوسم یوه سمه لار را ښایه

ته پوهیږی په ماڅه سختی تیریږی داجل چاړه می ستونی ته خوځیږی

داد سپیو او ښکاریانو چی هاها ده بل څه ندی داپه ماپسی غوغـــا ده

چیری شته دی دغه کلی کی یو ځوان کوم زړه سواند ، او شریف شانی انسان

چی ما وساتی له سپیو او تازیانو امن راکړی له دی سختو ظالمانو

هله وایه وخت تیریږی چی ورځمه اجل نیغ راته ولاړ دی او زه مرمه

پیشو وویل سور ګل یو ښه انسان دی د هغه کور هم پناه دی هم امــــان دی

لیوه وویل هغــــــه ته می مخ تور دی یو پسه می تری خوړلی په ما پور دی

پیشو وویل چی ورشه نو انځر ته ددی کلی ننګیــــالی او زورور ته

لیوه وویل هغه ته نشم تــــــــللی یو سیرلی می له هغه نه تښتولی

ګناه ګار یم ګناه ګناریم ګناه ګار خدای د پاره راته ښیه بلـــه لار

پیشو وویل نو هله او تــــــــلوار که ځغله ځغله د زمرک کاله ته لار که

لیوه وویل یو وری می تری داړلی دا لاڅه یو خوسکی می تری خوړلی

زه هغه ته په شرمویم شرمیدلی ګناه ګار ، بی حیثیته ، ښوییدلی

پیشو ووی چی نو څوک به در په لاس کم ګمان نه کوم چی اوس به دې زه خلاص کم

تا پخپـــــــــــــله د نجــــات ورونه تړلی څوک وژلی،څوک داړلی،څوک خوړلی

د سلواغی – ۴ ۱۳۴۱ – کابل « دا موضوع له روسی فلکور نه اقتباس شویده»


==========

زوړ حمـــــــام

دا څرګند شو یوه ورځ یو دردیدلی یو انسان ، یو مرور ، یو پاریدلی

د ظلمونو نارواوو په لور سوی د نظام او منتظــــم په دودا لوی

په ځوانی کی له غمــــونو کمان شوی مریض شوی زهر شوی ناتوان شوی

که آسمان و او که ځمکه وه کنځل یی که کشران وو که مشران وویادول یی

له خـــــــــــاينو امیرانو یی شکوه وه له انسان غوندی دیوانو یی شکوه وه

ازرده و له مفسد او له فســـــــاده له راشی نه ، له خاینه ، له جلاده

له خپل کار او خپل دفتر نه یی زړه تورو تابه ویلی درست جهـــان ور باندی اور و

رانه وی غوښتل یو کار ورته پیدا کم یو شریف شانی روزګار ورته پیدا کم

هسی کار چی له فساده یی کارنه وی له لیوه سره یی واک او اختیار نه وی

ماچی واورید دا ناشونی شان مقصود زړه می وسو په دی پاک ساده موجود

چی ته ګوره دی د څه شی امیــــدوار دی څومره پاک څومره ساده څه بی آزار دی

دا مشوم لا منتظر د صفــــایی دی په ماښام باندی ګمان د سبایی دی

په کراره او نرمۍ می ورته ویلی دا دفتری واړه یو دی نه دی بیلی

په هر ځای کی هغه یو شانی رنګریزدی که هرات دی که غزنی دی ګردیز دی

دی لپاره چی دی پوه کمه تمــــــــام ورته سرمی کړه قصه د زوړ حمام:

« یو سړی د شپی شیطان ووغوله ولی نیمه شپه له خپــــــــــله کوره را وتلی

ضرورت یی ولمبا او استحمـــام ته برابر شو یوه زاړه غوندی حمام ته

ور دننه شو دهلیز ته بی وســــواسه ځان یی سم که لوڅیدو ته سمد لاسه

تن یی لوڅ که ، لونګ یی وتاړه د پاسه چی شرنګا شو له اوچتــــه له هر تاسه

په لیندۍ د هر ګنبدی کی ناری شوی له هر وره نه را اوچتی نغاری شوی

پنجری یی د باوو توری خولی شوی دیوالونه د وهمونو قــــــــافلی شوی

په وهمو کی لمبا ځی ته شو دننه ګوندی هلته د بل چا وکړی لټـنه

به نظر کی یی یو بل سړی پیدا شو چی پیدا شو نو یی زړه پی تسلا شو

ده لا ځیر ، ځیر د ملګری تماشــا کړه چی کاته یی دواړو سترګو یی رڼا کړه

څو ګامونه تری را لری شو په زغر ده چی کاته یی دپښــــــــو تله یی وه ګرده

تا به وی د پښــــــو تلی یی د پیــل وی نیلی سترګی یی کاسی،کاسی د نیل وی

بل څوک نه وو او حمام واړه خالی وو نه یی سوری ، نه یی نښه ، نی کالی وو

په دې بش حمام کی ویره ورپیدا شوه په تمام صورت یی ګډه ریږدیدا شوه

زړه یی واچاوه سړی او وار خطـــــا شو په ورو ورو په ویره ، ویره را په شا شو

د کالیو اغوستو کوټی ته ستون شو بیچاره له ډیری ویری نه زبون شو

د حمام یو خدمتګـــــــار شو را پیدا لیږ را تم شو ، څه یی زړه شو تسلا

خـدمتګــــــار تی هسی وویـل د واره اوس می زړه نیږدی چاودلی وله ډاره

په حمام کی راته ښکاری چی پیري دی پښی یی ګردې دي پخپله سم سړی دی

لا پخوا وم ویریدلی اوس بتر شوم په ناولی ځان را ووتم بهـــــر شوم

د حمام خادم ویران شو له خنــــــدا وی یی داسی خوبه نه وی لکه زما

دی چی ځیر شو ، دده پښی هم رفیدی وې د پیریانو غوندې ګردې وې کلــــچی وې

په هــډوکو کی یی ننـــــــــوته ویره سړه تبه یی په زړه شوه را برسیره

د نایی کوټی ته راغی نیم عریان رنګ الوتی ، سانیولی او ستومان

خپل آشنا نایی نارې کړې پی چی ولی چیری تښتی څه له دانګی ولی ځغلی ؟

وې یی مه می پوښته بده واقعــه ده په حمام کی د پیریانو هنګــــامه ده

راټول شوی په جهان چی څه پیریان دی پښی یی ګردی ته به وایی چی پیلان دی

ډم په بریتو کی ملګری ته مســــکی شو لونګ یی لری له که پښونه او پیری شو

وی یی ګوره زما د پښو غوندې خونه وې هسی ګردی هسی غونډې منـــــډې شوې !

سړی و ډار شو په چیغو او سوران شو دحمـــــــام آخری وره ته را روان شو !

د حمام خاوند چی ولیده دا منډه تر غاښو لاندې یی ونیوله شونډه

وې یی خیر دې وي وروره چیرې تښتی دغه ولی هسی لوڅ او کالی نغښتــــــــی

وې یی مه پوښته زاره می په چاودو ده روغه سا می له هیبتــــه په ختـــــــو ده

دحمام په منځ کی واړه ګرد پښـــــی دي که نایان ، که خادمان دی ، که سړي دي

دحمام خاوند د لونګ په راښکودو شو په خندا شو د پښو په لوڅیــــــــدو شو

د سړی چی په ګردو پښـــــــو نظر شو سد یی لاړ ، له تورو خاورو برابر شو»

ماچی خلاصه کړه قصه د ګردو پښو مخاطب شو ناڅــــــــاپی په غریــــدو

وې یی ها سړی خو یوه شپه ځوریدلی له څلورو ګردو پښو نه ویـــــــــریدلی

ما ته ګوره چی بندی یم شا مدام ځوروی می ګرد پښی علی الدوام

هره ورځ وینم سلګونه شیطانان بی غوږونو بی نظره بی ایمان

ځوروی می پاروی می خوځوی می ژړوی می ویروی می سوزوی می

۱۲- ۱۲ – ۱۳۴۲


             ============

ویــــــــــش

یو زمری او یو لیوه او یوه ګیــــــــدړه مخامخ شوو په ځنګله کی مخ په ځوړه

زمر وویل لیوه ته « سر یا وره! » ای زما خوږه ملګــــــریه زړوره

دا له لوږ پیدا شوی چی وســــواس نن باید ورسیږی پای ته زموږ په لاس نن

ته نن لاړشه درمو په حال خبر شه کوم چاری یا پشیرلی ته برابــر شه

ګیدړ ګله دی کوم کلی ته ځــــان سم کړی کومی چرګی ته دې جوړ د نیوو چم کړی

زه که څه هم نن بی وسه او ستومـــان یم ستاسی غم خورم په غوایی پسی روان یم

زورور زمری چی وکه دا فرمان ګیدرو غوښته له ده د سر امـــــان

وې څنګه دی فرمان وروسته له ښکــــاره په کوم ځای کی بیا یو ځای شو له سرکاره

زمری وویل همدلته را پیـــــــــــدا شئ په همدې ځای کی زما حضور ته راشئ

په همدې ځای په خوښۍ کی شریکان شو بیا به ځو برو ځنګــــــــلو ته به روان شو

وروسته درې واړه په دریو لارو سم شول دم در حاله د خپل ښکار په فکر او غم شول

ورځه وروسته چی له ښکاره را ستانه شول سره کینــاستـل د زړونو په خــــواله شول

زمری وویل لیوه ته « حوالداره ! » دغه غوښی را تقسیم که ښیه لاره

لیوه وویل سلطان ته حق معـــلوم دی چی زما څه ، دګیدړ ځه دده کوم دی

ډنګر چرګ دګیدړخان ، پسه زما دی دغه غټ مزی غــــویی واړه د تا دی

په دې ویش به د غلام زړګی مسرور شی که د تاسی لوړ حضور لړه منظــــور شی

د زمری سپوږمی له قهره تکی سری شوې ستـــرګی ننوتی مخ کی او وړې شــــــوې

خو له یی پلنه شوه را ویی وتی داړې له غضبه یی ځګونه شولی نـــــــاړې

سره تاوشو پخپل ځان کی او ببــر شو له غصی نه سور خطر شو لا بتر شو

له لیوه نه یی سر غوڅ که په یوه منډه د ګیدړ لکۍ له ویرې شوله غونـــــډه

له هیبته ګرده یو موټی وړۍ شوه سره ننوته ، نیمه شوه کمکۍ شوه

په دې وخت کی زمری وویل چی وایه په دې ویش کی د تا څه ده خپلـــه رایه

ګیدړ وویل سلطـــانه ویش روښان دی حقیقت ځــلانده لمردی او عیـــان دی

چرګ دتا سبا ناری ، پسه غرمنی دی دا غویی ستا د حضور ماښـــامنی دی

زمری وخندل او وې ویل ګیـــدړ جانه دا انصاف دې پیدا کړی له کوم خوا نه

دغه ویش چی تا له ما سره منلی دغه عقل وایه چا درته ښوولــی

ګیدړ ووې تا چی پرې دلیوه سر که شاهه ما له هغه زده دغه هنــــر که

څوک چی مشرسره ویش کی چالاکی که له خپل سر سره جفــــاکــه بیبـــــاکی که دحمل – ۱۵ ۱۳۴۳

==============

دعشق افسانه ( له یونانی روایاتو څخه )

یوه ورځ خدایان له سولی څخه تنګ شول د جنون او مینی خدای سره په جنګ شول

د جنـــــــون ګــــــذار به مینی برابر شو عشق یی ړوند که اوجنون ورباندی برشو

خوار په خپلو داړو سترګو نابینا شو د خدایــــــانو مرکی ته په ژړا شـــو

چی زه ړوند کړمه په سترګو لیونتوب مبتــــــلایی کړم د عمر په آشــــــوب

اوس نه پاڼ وینمه مخه کی نه لاره نه ژوره نه غونډۍ او نه هــــواره

باید وشی دا بوشتنه له جنـــــونه چی یی وایستمه ولی له ژوندونه

دوی چی واوریده له مینی دا بیان دغه ځلی یی ورکیښوده تر میان

باید عشق له لیونتوب سره پخـــلاشی د دوی شخړې ته د حل لاره پیدا شی

لیونتوب چی عشق په سترګو نابینا که ټول عالم ته یی له لاسه ځان رسواکه

پس له دې چی لیونتوب کومه خوا ځغلی عشق دې هم له خپــــــله ځانه سره ولی

دابه ګالی که خپه وی او که خوښ وي باید تل د عشق د لاری عصا کـښ وي

له هغی ورځی را هیسی عشق جنـــون شو څوک چی چا باندې مین شو ځیګرخون شو

بی جنونه عشق هیڅ لوری ته تلی نه شی بی رهبره یو قدم خوځیـــــــــدای نه شی

د فرهاد هدف خو ځکه بیستـــــون دی چی له عشق سره لازم قوی جنون دی

د تلی – ۱ ۱۳۴۴- کابل

============== انســان او شیطــان

اوریدلی می له چانه دا قصـــــــه ده لنډکۍ ده خو معنی کی ښه اوږده ده

را روان و په سارا کی یو لاروی یو بیباکه بی پروا د ژوندون روی

په صورت باندی تکړه په زړه غښتلی د ځوانۍ په هر پیچومی اوښتــــــــلی

دا سړی په لویه لار کی شهوانی شو شهوت واخیسته په سر او توفانی شو

پام یی وکه چی د زړه تسل پیدا کــــړی خپل سرکشه ضرورت چیرې روا کړی

هلته څیرمه یوه اوښه څـــــــــــــریدله د زړه غوټه یی ورو ورو را سپړیدله

پښه یی ونیوه له ټکه یو څه تم شو څو پخپله فیصله کی مصمــــم شو

یو د لاستی شان لرګی یی را پیدا که لنګوټی یی له خپل سره را جـــلا که

اوښه څروده هماسی په ورشو کی سړی وتاړه لرګی ورته ورنو کی


د شاخوا نه ی ورجوړه یوه زینه کړه بیا پی ودریده او یخه یی سینــــه کړه

چی تسکین شو پښیمان شو له خپل کړلو شرمنده و د زینی له جــــــــــــــــوړولو

وې یی تو لعنت په کار شه د شیطــــــان درزیل د بی شرف د بی وجـــــــــــــدان

کنی چیرې زما خیال چیـــــــرې دا کار ولا حول په دې سپی په بــــــــــد کردار

په ګناه او په زنا یی مبتـــــــــــــلا کړم په دې کار یی ملائکو ته رســـــوا کړم

ده لاروی په بی غرض شیطان تورونه د باران غوندې کــــــــــــنځلی لعنتونه

چی څرګند شو ناڅاپی ورته ابلــــــیس سپینه ږیره تر بیډیــــــــــــو یی کمیس

وې یی اې حـــــــرامزاده او زنا کاره تاته کله ماښوولـی دغــــــــــــــه لاره

ځکه هیڅکله زما دا تــــــــــکل نه و چی په ذهن کی می هسی اټکل نه و

تا چی هر چیرې پخپله غول خوړلی بیادې زما په سپینه ږیره را تپـــــلی

زه شیطان یم مګر دومره رزیل نه یم دا د تا غوندې وحشی او ذلیـــل نه یمشیطان======

قوی جنون دی
شی	=============