Wb/ps/شلېدلی امېل

From Wikimedia Incubator
< Wb‎ | ps
Wb > ps > شلېدلی امېل

شلېدلی امېل



افضل شوق



له اړخه دَپښتو ادبي ملګري سهېلي پښتونخوا





حقوق محفوظ

دا شعري مجموعه ، چي دَ" شلېدلی امېل" تر عنوان دلاندي په كال ۱۹۸۷-۸۸ع كي دَ افضل شوق په نامه ماركيټ كي په لومړي ځل خپوره شوې وه او اوس یې دویم بریښنائي جلد چې په کال ۲۰۰۷ - ۸ ع کې په لیکه کېږي .. همه حق يې دَ شاعر دَ زامنو عزيزيارخان، اولس يارخان، حكمتيار خان، قام يار خان او لُور هديل برېښنا افضل خان ( سکاني هدیل) په نامه محفوظ ساتل كېږي ­

دَ كتاب په باب …

کتاب شلېدلی امېل شاعر افضل شوق له اړخه دَ پښتو ادبي ملګري سهېلي پښتونخوا دَ چاپ کال ( لومړی چاپ) ۱۹۸۷ – ۸۸ ع دَ چاپ ځای یونائیټډ پرنټرز ـ کوئټه شمېر ۱۰۰۰ کاپۍ خطاط دَ اول جلد شهزاد اورکزئ ـ کوئټه کمپوزنګ دَ بریښنائي جلد قامیار خان او حکمتیار خان ټائټلونه کلیم خان - کوئټه عکسونه محمد حسېن - کوئټه بيهه - ( آن لائن) ۱۵۰ كالداري پاكستانۍ/ ۲۰۰افغانۍ/۱۲ امريكائي ډالر


دَ كتاب تر لاسه كولودرك

         - يونيورسټي بُك اېجنسي خېبر بازار پېښور
         - صحاف نشرياتي موسئسه كاسي روډ كوئټه
         - عظيم پبليشرز سوئيكارنو چوك پېښور
         - دانش كتابتون ډهكي  قيصه خوانۍ پېښور
         - پښتو اكېډمي بُك سټال ، پېښور يونيورسټۍ
         - ګوشه ادب جناخ روډ كوئټه

انتساب دَ کتاب ....

           ـ ـ ـ ( ( دَ پخواني چاپ ))

په نامه دَ هغې جذبې ، چې ژبه په پښتو وئیلو، سترګې په پښتو لوستلو او قلم په پښتو لیکلو پارَوي –

په نامه دَ خپل محترم اُستاد پروفېسر ربنواز مایل، چې دَ پښتو او اُردو ادب په اړه دَ لفظونو په لوبه کې دَ فکرونو دَ یو نامتو لوبغاړي په حېث پېژندګلوي لري –

            ـ ـ ـ  (( دَ اوسني بریښائی چاپ ))

په نامه دَ خپل وجود دَ هغه نیمي خوا، چې زه یې په زمیني سفرونو باندي په نیمي نړۍ کي او دَ ویښو سترګو دَخوبونو په خیالوَرو فکري جهانونو کې تر دې دمه نه یوازې کړَولی یم بلکې اوس خو مې لا دَ ځان سره دَ لا محدودو آسمانونو په لور دَ بوتللو دپاره دَ تکمیل په غرض په داسې زینو هم خېږوي لګیا ده ، چې بیرته ورباندي راکُوزېدل په ممکناتو کې نه راځي -

په نامه دَ هغه چا، چې پښتنه نه ده خو زما دَ ځینو پښتوکتابونو دَ چاپَولو سره سره یې زما دَ پښتني شعري افکارو په انګلسۍ کې ژباړل شوې کتاب (ټوئیسټ آف فېټس) په نړۍ کې دَ خپرَولو دَ پاره دَ الې بولنګ سره تر خپله وسه کومک هم شامل کړی دی – هو ـ ـ ـ زما اشاره دلته زما دَ ګرانې کور وداني ډاکټر وهیبه سکاني افضل په لور ده، چې زما دَ ژوند دَ اصل روح او خوږې لورکۍ هدیل بریښنا افضل خان )سکاني هدیل) مثالي مور هم ده - ـــــــ افضل شوق څه خو به وایم

افضل شوق خپله شعري مجموعه چاپ کوي او ولې به یې نه چاپ کوي چې اوس په شعر وئیلو کې پوخ کاره یادېدی شي – او برسېره پر دې، دَ ځان دَ انفرادیت دَ مُشخص کولو په کار، دَ ملګرو نه که زیات اخته نه دی نو کم هم نه دی – دَ ده هسې شعرونه آخر څه ته اوچته غاړه غزَوي ...

مازي دَ یار دَ موسولو په نیت ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده ـــــــــــــــ دَ زړه په لورې هره تلونکې لاره ازغي ازغي ده سر تر پایه څله؟ ـــــــــــــــ لمحه لمحه مې له وسواسه دَ مرګ ځي او راځي زړه ته دَ ډار اندېښنې ـــــــــــــــ یو احساس دَ ژوند دی شوقه چې ما وژني بل مرګي ژوندی ساتلی یم په وار وار ـــــــــــــــ

دا رنګ ګوا دَ ده په اړه دَ فکري اثباتیت رنګ دی چې که هم دغه یې رنګ او ګرځېدو ، نو دَ ده په لوی شاعر جوړېدو کې به هیڅ شک نه شي پاتې - په اصل کې شعر وئینه یو عجب فن دی ، چې په یوه وخت دَ فکر پوخ والی هم غواړي ، دَ جذبې نرماي او تودش هم او دَ ټکو مناسب او ښکلی چُوڼ هم - په دې کې که یو څه کم شي نو خبره پوره یا په زړه پوری او یا دَ واړو زمانو غږ لرونکي نه ښکاري - دَ مثال په طور صرف دَ ماضي ذکر هم کُلیت موندلی شي که چرته دغه پورته اسباب په کې برابر وي –

یاد ماضي عذاب هی یارو چهین لې مُجهسې حافظه مېرا

اوس زما دَ خیال دَ تصدیق دپاره شاید چې نور بحث ضروري نه وي .... هن نو وئیل مې دا چې ــــــــ دَ افضل شوق پر دغه حقیقت نظر دی او چې تظر یې پوره وي نو مخکې ذکر شوي شعرونه ترې په آسانه خپل وجود مومي ، ګنې دائی هم دَ تېر بېر ښکار شي او هسې شیان هم یقیناً په دې مجموعه کې شته -

افضل شوق زما په نزد دَ نظم او په نظم کې هم دَ مختصر نظم شاعر دی – دلته دَ ده کړاؤ، فکري وحدت او دَ موضوع تفصیل زیات پرله پوری لیده شي ــــــــــ دَ مثال په طور دوه نظمونه وړاندي کوم –

"" پیسې""

دَ سهار له لمر ختو دَ ماښام تر خورېدو ټول اقدار دَ ژوندانه ورکړه راکړه ، بد او ښه ګوا هر څه او تقاضې نن سبا ښکاري پیسې ـــــــــــــــ

"" پېژندګلوي""

خبر نه یم چې زه څوک یم ؟ دَ چا خپل یم ؟ پرېدي څوک دي ؟ بس فقط دومره پوهېږم چې ساه اخلم کاڼی نه یم وینم ، اورم بُوټی نه یم خو په ژبه ، زه بې ژبې دَ بې حسه بُت په شان یم زه انسان یم هو، انسان یم ـــــــــــــــ

لکه ما چې اووئیل چې دائی دَ مختصر نظم شاعر دی نو په دې اړه پورتني دوه نظمونه په اختصار کې تفصیل هم ښاي او دَ ده دَ فکر په تجربې کې ــــــــــــ دَ تجربې بیان هم – هم دغسې دَ ده نظم" تفس" او " دَ ضمیر ژغ" او ځینې نور نظمونه پوره نظمونه یادېدی شي –

دا یو عجبه حقیقت دی چې دَ نظم ویونکي شاعر به دَ شعریت خوا اکثره دَ ده په نظر کې نه وي او یا به یې کمزوره وي- دَ دې سبب له نورو اسبابو نه علاوه دا هم دی چې نظم وَ فکر ته زیات دَ ملګرتیا لاس ورکوي او غزل وَ جذبې ته - ځکه نظم ګو شاعر اکثره نظم ویونکی یواځې نه پاتې کېږي .. غزل هم لیکي – او دَ شعریت هغه خوا دلته پوره کړي - په افضل شوق کې دا څه قدرتي غوندي مجبوري ده چې څه کم څه زیات کم چرته نا چرته پاتې کېږي - دَ دې باوجود که دَ ده نظمونه دَ اختصار دَ صفت له کبله دَ ده په وس کې ځان په ډېرو ځایو کې ښاي نو دا به یې زیار هم ګڼو او کمال هم –

افضل شوق موضوعات لري – نظم ویونکی شاعر دَ غزل ویونکي په مقابله کې په دې اړه فوقیت لري چې هغه که هر څو مخته تګ اوغواړي نوچوکاټ نه له سره نه شي وتی – دَ مثال په طور غزل دَ حُسن له لطافت او دَ عشق له سرخمۍ نه دېخوا آخوا څومره تلی شي ، دَ معاملې یو پوهاند ښه بوهېږي – کائنات یې موضوع دی خو لطیف او خواږه اړخونه به یې تر بحث لاندي وي – لاکن نظم کمپیوټر هم موضوع ګرځولی شي ، که جُزیات یې سم بیان شي – ګوا دَ نظم شاعر مفکر او تر حد دَ پاسه دَ یو شي نفسیات بین ضرور وي ، ګنې تفضیل ته معامله څنګه وتی شي ؟ او بیا هر نظم نوې بیان . یوه نوي اډاڼه او یو نوې ښار عمارت کوي- ځکه تر کُلیو لاندې نه شي راتلی او پدې اړه دَ نظم ویونکي ذهن زیاته زرخېز (Fertile) ګڼلی کېدی شي –

هن ... لکه پورته چې ما اووئیل ، افضل شوق دَ نظم وئینې ملکه زیاته لري - ذهن به یې که پوره فکري نه وي نو له څلورو نه درې برخې خو به ضرور وي او که داسې نه وای نو دا کار دَ بېکارۍ به یې ولې په سر اخیستو چې مروجې سانچې ( دَ غزل) پرېږدي او نوي سانچې ( نظم ) خپلې کړي –

ما لکه اول چې اووئیل چې ښه ښه نظمونه یې شته او زما له ده سره نیږدې تعلق هم دا راته په ګوته کړي ده چې که دائی نظم ته پوره متوجه شي نو ..... دَ کار شاعر به اوګرځي او پښتو ادب به له موضوعاتو نه ډک او په موضوعاتو به موړ شی –

په آخر کې به دا اووایم چې دَ عبدالغني مبارز او عبدالسلام جوهر نه یې راواخلې تر محمود ایاز او سهېل جعفر خټک پورې ، دَ دغه کهول ( چې دَ تېرو لسو دولسو کالو نه شاعري کوي) یو داسې شاعر دی چې خپله څېره هم لري او خپل انفرادیت په قائمه ولو کې بوخت هم - دَ دغه کهول المیه دا ده چې شاته یې سم دستي دَ سید خېرمحمدعارف، ابوالخېرځلاند، ګل شاه خوستي، سعیدګوهر، عبدالکریم بریالی، عمرګل عسکر او سرور سودائي کهول ولاړ دی او څه وروسته مقدس خان معصوم، صاحبزاده حمیدالله ، زه او نور یُو ـــــــــــ دا ټول ګوا دَ دغې صدۍ دَ دویمې پنځوسمې بعد تحریکونه دي چې که دوئ خپل تشخُص په نوي فکر او نوي موضوع نه په کې اولري نو دَ روایت تسلسل به یو خوا ختم شي او دَ نوي موضوعاتو راتګ به بل خوا –

زه په یو څو ټکو کې ګوا دَ افضل شوق په اړه خپله دا وینا دغسې تمام ته رسَولی شم چې دائ دي غزل او نظم دواړه لیکي ولې چې زه ورته په دواړو کې اُمېندونه لرم – که هسې مه وای نو ما به اول دَ ده دَ غزل شعرونه نه ورکول – لاکن نظم ته دي دومره توجه ورکړي ( دَ پورته شعریت هم درلولو په خیال ) چې دائ زمونږ دَ ادب لمنه په موضوعاتو ډکه کړي - اقبال غزلونه دَ نظم په ژبه اووئیل ، دائ دي نظمونه دَ غزل په ژبه اوواي – دا به دَ ده دَ شعریت حرف هم پوره کړي – په موجوده حال دَ ده دا مجموعه نوې هم ده او زړه راکښونکې هم چې نظمونه په کې جدا رنګ لري او غزلونه هم څه هسې رنګ ....

تنده به وژني ما تر څو دَ آرزوګانو په دشت کله به بخته!! راکوې ماته بلنه دَ ژوند

ژوند لکه لوُخړه ، زما وَ سترګو ته ټول څېزونه هیڅ کړي په ګړځنه لار

ناپوهه نه ده ، خو دَ نوي پېغلتوب دَلاسه نه پوهه وي په مینه ځان او نه سړی ګڼي ما

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پروفېسر رب نواز مایل


دَ کتاب لومړی فلېپ

افضل شوق زمونږ دَ سیمې یو نامتو زُلمی او مخَور شاعر دی - په خصوصي توګه په نوي کهول او په نوی ادبي دُنیا کې ځان له یو داسې لوړ مقام لري چې دَ دوئ نوم دَ نوي کهول دَ لومړي قطار په لیکوالانو کې په ویاړ اخیستل کېدای شي - دائ یو خپل انداز، خپل اُسلوب او خپل یو فکر لري ــــــ او دائ دَخپل لیک او انداز له کبله په جوت ډؤل پېژندل کېږي - دَ فکر ژورتیا او دَ خپل چاپېرچل دَ مسائلو کتنه .. او مخته راویستل دَ افضل شوق دَ شاعرۍ غوره خصوصیت دی –

په شاعرۍ کې نظم او غزل جلا جلا میدانونه دي لاکن افضل شوق په دې دواړو میدانونو کې دَ خپل فکز آس برابر زغلولی دی - لاکن دَ ده دې مجموعې " شلېدلی امېل " څخه دا څرګندېږي چې نظم دَ ده دَ خوښې میدان دی او هیله ده چې په آئنده څو کالونو کې به دائ ځانته ډېر لوړ مقام پیدا کړي - په لنډ نظم کې په خصوصي توګه افضل شوق چې څومره په قدرت خپل مافی الضمیر څرګندولی شي ، هغه ډېر کم شاعران کولی شي –

هم دا رنګه زه هیله کوم چې دَ افضل شوق دَ شاعرۍ دا مجموعه به په پشتو ادب کې دَ ویاړ وړ زیاتوب وګرځي او په درنه سترګه به ورته وکتلی شي –

                                                                                                        ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ   سرور سودائي
                                                                                                                                                                            ۳/۲/۱۹۸۸                                               

دَ کتاب دویم فلېپ

افضل شوق په حقله په څو کرښو کې دَ خپلې رائیې اظهار، که اووایم چې نه صرف ګران دی بلکې ناممکن هم دی - ولې چې افضل شوق زموږ دَ نوې قبیلې ځوان او ډېر ښه شاعر دی - هغه که نظم لیکي او که غزل .. دواړه ښه لیکي - او کله کله خو زه دَ هغه په شاعرۍ ګې ډېره بې ساختګي محسوسوم او زما په نزد په شاعرۍ کې تر ټولو لوی کمال هم دغه بې ساختګي ده - په خالي الفاظو او دَ فن په پېچیدګیانو شاعري ، شاعري خو وي خو شاید چې دومره اثر په کې نه وي - او ښه شاعر کله هم دا پابندیاني نه قبلوي - هغه خو دَ زړه خبره کوي او هغه خبره که په ځان پسخوند وهل وي هم، نو ځان ترې نه ژغوري .. لکه شوق چې واي

مازې دَ یار دَ موسولو په نیت ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده

افضل شوق په حقله زه کم از کم هیځ پېشن ګوئي نه شم کولی، ولې چې پېشن ګوئي خو به هغه خلګ کوي چې په دا فن ډېر ښه پوهېږي او دَ دغه فن په پېچیدګیانو پوهېږي - زه پخپله اوس دا وئیل غواړم چې په دا لږ عمر کې افضل شوق چې څومره کار کړی دی .. ډېر ښه دی او مخ کې خو به هغه نور هم ډېر څه کوي - نو باید چې په دې لږ عمر کې دَ افضل شوق وَ دې کار ته په درنه سترګه اوګورو –

                                                                                               ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ سهېل جعفر 
                                                                                                                                                                       ۳/۲/۱۹۸۸

نو وَ به وایم ....

ښه مې په زړه دي .... چې تکه سپینه ورځ به وه ، خو په ما باندې توره شپه .... ځکه چې زما دَ ویدې نصیبې تورو زُلفو به دَ ګڼې وریځې په چم له ما څخه دَ رُوڼ لمر ژېړې وړانګې ژغورلې - لاکن دَ خوب وَ پستې غېږې ته به په دې نه ورتلم چې زه دَ خپلې نصیبې دَ کټ وَ سر ته ناست له مودو راهسې دَ هغې دَ ویښېدو په انتظار وم ـــــــــ ما وئیل داسې نه ، چې دلته زه ویده شم او هلته نصیبه را ویښه شی - ولې چې ما غوښتل ، چې څنګه یې سترګې دَ خوبه رُوڼې شي نو زه به ورته خپله خالي لمن نیسم او دا به یې دَ سکون په پیرزؤینو راډکوي - وروسته له دې به یې زه په سترګو کې دَ مُراد هغه چینه لټوم چې دَ امکان په لاره زما رسېده ورته ګران ؤ .... بېخي ګران –

ولې چې ما په یو داسې کور کې سترګې غړَولي وې چې دَ زَړې کنډوالې غوندي به یې دېوالونو خپل تېر هېر وختونه ژړَول ، دَ کوټو دروازو به دَ تړلو په وخت په هغه کور کې دَ اوسېدونکو لوږه او خلاسولو په وخت دَ هغوئ دَ ځواني مرګو تلوسو دَ وٍیر ترانې ژغوَلې - لا چې یادېدلو خوبه کور، لاکن ؤ به په مثال دَ یو قفس ، چې دَ بندېځونو ګړدکې خو به یې په اوسېدونکو راجارباسلي وې ... خو دَ باران له څاڅکو، دَ تیارو له یرغله او دَ ژمې او دوبې له تودو سړو بادونو به یې نه شولو ژغورلی –

نو ځکه .... که ما دَ خپلوانو او خواخُوږو مخته خپلې فطري تقاضې تر سره رسَولو دپاره دَ حالاتو دَ دېبانو سره غېږ نه شوله ایستلی نو پټ په پټه خو مي نو سر دَ دېوالونو سره وهلی شو ..... هو .... ما به خپلي محرومیاني ژړَولې او څنګه چې به وخت مخ په وړاندي تېرېدلو ، نو زه به دَ خپلو ګُماني اوښکو په سېلاؤ کې ـــــ دَ غمونو دَ یوغټ او ژوَر سمندر په لور بهېدم - او لا، کله چې به دَ سمندر په اوبو ورګډ شوم ، نو یو لاس به زما په لورې راوَغزېدو او زه به یې دَ وچې په خوا ورکښ کړم - دغه لاس ، لاس نه ؤ ... یوه حوصله وه، یو همت ؤ ـــــــــــ حتی چې پښتو وه ، چې په ما کې یې دَ ژوند دَ تېرَولو او دَ حالاتو سره دَ جنګېدلو یوه تکړه جذبه پیدا کړه –

بس .... بیا نو څه ؤ چې زه دَ رښتیا وَ نړۍ ته راستون شوم او نصیبه مې هغسې دَ حالاتو په مات کټ ویده پرېښوله ..... دا کست مي وکړو چې زه به هغه ټول نیمګړي ارمانونه پوره کوم چې ما ړومبی په نصیبې باندي پوره کول غوښتو- اوس به یویو دَ تدبیر په تار کې پئیم او دَ هغې دَ کټ په پښې به یې راټالوم -

دلته چې ما څنګه امېل وَ پئیلو، نو هلته مې سم دستي نصیبه په کټ کې له خوبه جګه راکښېنسته او ما هم دَ کټ دَ پښې په ځای دَ خپلو تدبیرونو هغه امېل دَ نصیبې په غاړه کې واچولواو دَ یو فاتح په حېث ورته په ډېر ویاړ وَ موسېدم ــــــــــــــــ خو نصیبې راته دَ منني دَ یو دوؤ تورو وئیلو په ځای زما دَ تدبیرونو امېل دَ لاس په جټکه وَشلولو او په سینې پوري یې داسې په ټینګه وَ نیولم چې دَ ژوندون په اړه لیدل شوي ټول خوبونه یې رارښتیا کړو - خو ... له بده مرغه مې دَ مُراد هغه چینه بیا هم وَ نه لیده .. چې ما به دَ ورکو غوښته- او لا ، چې یې غواړم اوس هم .... ګوا دَ وخت ترټلي او لمر سېځلي هر انسان دَ تندي دَ ماتولو چینه - هم ځکه خو زه په فطرت هغه پاته شوم څنګه چې ړُومبی وم -

                                                                         ــــــــــــــــــ  افضل شوق ـ  کوئټه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دَ غزل برخه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( نعتیه غزل)

تږې اروا یم ...... اوبېده غواړمه تا ته دَ ژوند چینې در تله غواړمه

فقط مې ته زړه ته بیا ځې او راځې مقصد چې زه دَ ژوندانه غواړمه

یخ شي لفظونه زما دَ ژبې په سر ستا په بابت چې ژغېده غواړمه

خوښَوم ځان هم وچه پاڼه لاکن زه ستا په پښو کې رغړېده غواړمه

ټولې کړه زُ لفي زما له سترګو دَ شپې ځلنده لمره !! ویښېده غواړمه

راکړه په ګُوتو خپله لار اشنایه ! منزل ته زه شوق رسېده غواړمه ـــــــــــــــ

(غزل)

لاخو دَ باد مسته څپه یې ، چې په لاس نه راځې لا خو جل نه یې ، فرښته یې چې په لاس نه راځې

لاخومې بخت دی ستا په وار باندې تورسپي څټلی لا خو بیا ته زما نصیبه یې ، چې په لاس نه راځې

لا خو چُړتو دَ سباؤن یم زه اخیستی په سر لا خو بیا ته تېره لمحه یې ، چې په لاس نه راځې

لا خو ځنګېږم شپه او ورځ ستا دَ یادو په ټال کې لا خو دَ شعر هغه مصرعه یې چې په لاس نه راځې

لا خو زه ړوند یم ، سترګې هسې ټپوم درپسې لا خو بیا ته خیالي وړانګه یې چې په لاس نه راځې

لا خو زه خپله په قفس کې دَ خپل شوق قیدي یم لا خو بیا ته په ځان غره یې چې په لاس نه راځې ــــــــــــــــ

(غزل)

دا  دَ  مینې   لېونتوب   دی   ،   که   جنون   دی   نه   پوهېږم

زما دَ ویښو سترګو خوب دی ،که ژوندون دی نه پوهېږم

پاڼه پاڼه غوړېده کړم ، چې ښکلاؤ تخنوي ما دا اثر دَ زُلمیتوب دی ، که افسون دی نه پوهېږم

څه سوب دی چې تاوېږم دَ لمبې غوندې له جوشه زړه زَما یو سَوی چوب دی ، که مجنون دی نه پوهېږم

یو سېځل په اور دَ مینې ، بلې خوا پسخوند او ظلم دا عجبه شان زیاتوب دی ، که قانون دی نه پوهېږم

دَ یار سترګې په ما سرې وي خُدای خبر چې مُدام ولې دا یې خوُی دَ ماشومتوب دی که هسکون دی نه پوهېږم

تر سهاره په سرو اوښکو ټوله شپه رُوڼوَل شوقه ! له سکونه یاغي توب دی ، که مرګون نه پوهېږم

ـــــــــــــــ

(غزل)

چې پلمه ستا دَ ګودر یم ، نو هم ښه یم که په ژوند ژېړ مازیګر یم ، نو هم ښه یم

چې بې تا نه رښتیا کېږي په سهار لا که دَ خوب هغه منظر یم ، نو هم ښه یم

چې مَړې مې کچکولۍ سترګې په دید وي که دي بیا ملنګ دَ در یم ، نوهم ښه یم

چې په سر دَ یار له خپله پخلا بخته که ټول عمر مرَور یم ، نو هم ښه یم

چې زه شوق لا دَ زړګي په حېثیت ستا که بندي ستا دَ ځیګر یم ، نو هم ښه یم ـــــــــــــــ

(غزل)

زه دي مزل کوم په پلونو باندې ته مې ږدې پښې په ارمانونو باندې

زه دي له لمره په خپل سیوري ژغورم ته کړَوې ما په اورونو باندې

زه دي په لپو اوبَومه تنده ته وژنې ما په سرابونو باندې

زه دي په مینه احساسات تخنوم ته مې ږدې مالګې په زخمونوباندې

زه په تا خورمه دَ زړه غوښې په شوق ته کوې یَه په وصالونو باندې ـــــــــــــــ

(غزل)

څوني دروغ شوله رښتیا دَ ژوند لا چې باوري نه شوه یوساه دَ ژوند لا

ته دَ لمر سیال او زه دَ شپې علامت تیارې ورکېږي په رڼا دَ ژوند لا

که وَ څیښمه سمندر په لپو پاته به تږې وي اروا دَ ژوند لا

دَ زړه ویښتل په بڼو نه دی عجب پلمه دَ وٍیر ښکاري ښکلادَ ژوند لا

شوقه ! دَ مرګ له فرښتې څه ګیله وایم چې بد دی نیت په تا دَ ژوند لا ـــــــــــــــ

(غزل)

تور په تندي تپَل څه ټوکه نه ده دَ چا په نوم کېدل څه ټوکه نه ده

په زیژو کاڼو دَ حسرت تر چینې دَ لڅو پښو مزل څه ټوکه نه ده

مازې دَ یا ر دَ موسَولو په نیت ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده

پښتو وئیل خو دي آسانه لاکن پښتو ته ملا تړل څه ټوکه نه ده

یوازې زړه په بدل چاته شوقه! سر په ورغوې ږدل څه ټوکه نه ده ـــــــــــــــ

(غزل)

څوک چې دَ ځان ګڼمه زه هغه پرېدی ګڼي ما پسخوند وهي را باندې تل او لېونی ګڼي ما

نه مې ربلېږي په یار غم او نه سخترې دَ ژوند که څه هم دای دَ لارې یو تېره ازغی ګڼي ما

ناپوهه نه ده ، خو دَ نوې پېغلتوب دَ لاسه نه پوهه وي په مینه ځان او نه سړی ګڼي ما

زه یې دَ زړه وَر ټکوم ، خو دا کڼه غوندې ده نه اوري زما دَ مینې ژغ او هم ګونګی ګڼي ما

مینه مې ټوکه سنجَوي ، پوهېږم نه چې ولې لا خو به وي خپله وړه او لا کوچنی ګڼي ما

په ځان کې ورک دی هر سړی او ځان ځاني ده شوقه! چا ته به ژوند سپارمه زه ، څوک به زړګی ګڼي ما ـــــــــــــــ

(غزل)

څنګه به لنډ شي په ستړیا دا دَ عمرونو مزل په ستړي لار دَ ستړو ستړو ساعتونو مزل

دلته ژوندون هم بې قراره دَ قرار په لټون سم له انسان سره کوي په سرو اورونو مزل

اوس خومې خپل خوشمړی رُوح هم دَ الوت په تمه دَ مرګ وَ خوا ته لنډَوي دَ دې عمرونو مزل

په منډو ترنډو به تر څو داسې کوم په هیله دَ آرزوګانو په دې دشت دَ اُمیدونو مزل

په تورو شپو کې مې دَ غم ځوانې سرتورې تیارې دَ سپین سهار په لور کوي دَ تورتمونو مزل

دلته به شوقه !! تږی ته تر څو په تږو لارو وَ هرې تندې ته کوې دَ سرابونو مزل ـــــــــــــــ

(غزل)

یو ، غاښو دَ وخت چیچلی یم په وار وار بل ، نصیب خپل کړَولی یم په وار وار

یو ، خو ته لوُر یې دَ غرونو .. غرسنۍ یې بل ، پښتو درته تړَلی یم په وار وار

یو ، خو ستا مینې ویده کړمه په ویښه بل ، دي خوب را پاسَولی یم په وار وار

یو ، اڼَلی دَ رنجو په نیت هم تا یم بل ، دي خپله خاک ګڼلی یم په وار وار

یو ، مې ته برخه ګڼلې دَ وجود یې بل ، له ځانه در وتلی یم په وار وار

یو، وسواس دَ ژوند دی شوقه چې ما وژني بل ، مرګي ژوندی ساتلی یم په وار وار ـــــــــــــــ

(غزل)

زه چې په تا باندې شیدا یمه ، لا نور څه غواړې ستا په وجود کې چې فنا یمه، لا نور څه غواړې

یو دي دَ مینې په لوظونو یم ولاړ لکه غر بل دي لالیه په رضا یمه ، لا نور څه غواړې

ما خو هر څه درباندې وَ بائیلل په مینه مینه زیاته خو ستا په نامه پایمه ، لا نور څه غواړې

غم دي اشنا که خوشحالیانې نه پرېږدي وَڅنګ ته زه چې سوب ستا دَ خندا یمه ، لا نور څه غواړې

لکه مجرم زه لاس تړلی ستا په مینه کې نن ویښته ویښته ګوره رسوا یمه، لا نور څه غواړې

اوري که شوقه! د َ ږلۍ غوندې هم کاڼي په ما زه چې ملهم ستا دَ شفا یمه ، لا نور څه غواړې ـــــــــــــــ

(غزل)

چېرې دَ چا غریبي ، چېرې رسمونه دَ ښار چېرې ستړیا ستوماني ، چېرې خنډونه دَ لار

ورک به له یو بله کړي ، دغه تیارې ما او تا چېرې دَ غلا اشنائي ، چېرې وختونه دَ څار

څنګه به نه وي مانده مینه په تول دَ خلوص چېرې دا زما بې وسي ، چېرې ظلمونه دَ یار

دَ ژوندانه فلسفه .... ښکاري دغه یو تپوس چېرې خندا خوشحالي ، چېرې چُرتونه دَ ډار

شوقه زړه کښونکی سپرلی لیدل په ویښه هم خوب چېرې ښکلا کاغدي ، چېرې ګلونه دَ هار ــــــــــــــــ

(غزل)

زړه مې وَ سپړي زخمونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي مړه مې هم شي حسرتونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي

تلوسې مې لکه ستورې ، وړاندې زما سترګو ته ټولې واغوندي سپین کفنونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي

دَ مئین سړي په برخه ، په سوب دَ یار ناترسه وي سُلګی، وٍیر او آهونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي

څوک په اوښکو،ځوک په مینه،څوک دَخپل وجود په وینه بل کړي هر څوک څراغونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي

ځان سره مې رڼاګانې ، یُو سي ټولې آرزوګانې پاته شو زه او غمونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي

څه دي شوقه په سکون کې ، رنګ، رڼا او په ژوندون کې تت کړي هرڅه تورتمونه ،چې دَ شپې تیارې خورې شي ــــــــــــــــ

(غزل)

که ژوندی ومه هم ، پښتو به کوم که مړکېدمه هم ، پښتو به کوم

مازې یوه پلا دَ بڅرکې غوندې که برېښېدمه هم ، پښتو به کوم

قسم په خدای چې دَپښتون په نامه که ګارېدمه هم ، پښتو به کوم

دَ باد وَ مخې ته دَ خلې په چم که رغړېدمه هم ، پښتو به کوم

تر سیورې لاندې دَ اورونو شوقه! که اوسېدمه هم ، پښتو په کوم ـــــــــــــــ

(غزل)

شُونډي دَ حالاتو کله نه شي موسوَلی څوک غم دَژوند فطرت دی، فطرت نه شي بدلولی څوک

سترګې خو مئینې شي ناڅاپه په یو چا ، ګنې ځان دَ خپله لاسه اور ته نه شي غورځولی څوک

پلو غوندې به پاته شي سړی سړی تر شا په لار ژوند دَ تمنا تر منزل نه شي رسَولی څوک

نن دَ تورو اوسپنو او کاڼو په قدرونو کې ونډې له هیچا دَ خلوص نه شي خپلولی څوک

خپل ځان دي فنا کړه په وجود کې زما وېرېږه مه بې له مرګه رُوح له تنه نه شي بېلولی څوک

ته خوار به تر څو لټوې شوقه ! دَ سکون چینې زړه خو هغه دشت دی چې یې نه شي اوبولی څوک ـــــــــــــــ

(غزل)

ټولې سرې سکروټې مړې شوې دَ ساړه اور په یره کې پاته نه شو تود خلوص زیاته دَ مینې په جذبه کې

مازې ، یو بل خطا باسو دَ دروغو په خبرو ګنې غله یُو موږ له اصله دَ رښتیا په معامله کې

زما له سترګو که عکسونه بیرته وران هم کړې لالیه! ستا یادونه به ژوندي وي زما دَ زړه په جزیره کې

که شهید هم شوم په مینه کې دَ یار په سر یَه خلګو! زما دَ ګور سنخته به ښکاري ژوندی یاد په ادیره کې

ته ګڼې خپله ښکلا یاره! په څه دَ کاڼې کرښه؟ داسې ډېر ګلان وچ شوې دي دَ منې په غرمه کې

ښکاري شوقه! دَ غمونو ما ته بېلې بېلې ګونڅې هر ساعت دَ ګونڅلکې زندګۍ په دې څېر ه کې ـــــــــــــــ

(غزل)

دَ خوشحاله ژوند په تمه کله چېرې کله چېرې مَړی بخت په اوږو وړمه کله چېرې کله چېرې

دَ خپل تږو حسرتونو دَ یو ګوټ تسکین دَپاره زړه په لاس کې ګرځومه کله چېرې کله چېرې

دَیوګل وَ نندارې ته په سپېره ویجاړه دشت کې مړاؤې سترګې غړَومه کله چېرې کله چېرې

زه هم ځانته شنه لُوخړه یم په څیر دَ محرومیانو په سر خاورې بادَومه کله چېرې کله چېرې

زه یو پاڼه ، وچه پاڼه ، دَ سیلۍ دَ مخې پاڼه ځان دَ مرګ له پښو ساتمه کله چېرې کله چېرې

دَ بې کوره ژوند دَ لاسه په تودو غرموکې شوقه! ځانته سیوری لټومه کله چېرې کله چېرې ـــــــــــــــ

(غزل)

دوې لمحې مې هم بې غمه نه پرېږدي تنده او لوږه ما په ځان پسې پسې تل زغلوي تنده او لوږه

لا مې مړ کړه لویه خدایه ! لا مې کاڼی په وجود کړه چې نه دغه زندګي وي او نه وي تنده او لوږه

دَ ناترسه وخت څاپېړې زما په مخ لګي او ژاړم خود به ژاړم، چې مې اوښکې ماتوي تنده او لوږه

نه خو کورلرم،نه کلی،نه مې بل ښکاره مسکن شته لور په لور مې په دې ژوند کې ګرځوي تنده او لوږه

په هر ګام ، په هره لاره ، دَ انسان په برخه وي تل ژړاګانې او غمونه ، محرومي تنده او لوږه

راشه شوقه چې په ګډه هغه ژوند ما او تا خپل کړو چې همېش په یوه حال وي ، نه لري تنده او لوږه ــــــــــــــ

(غزل)

لکه هوا ، په سُرت ګُلېږې راته وینم دي نه خو محسوسېږې راته

ویلې شوم زه ماښام ته ستا دَ زُلفو ته لا په لمر حُسن کوکېږې راته

پام دي غلط په شاعرۍ کړم څنګه

قسم  په   خدای   ډېره  یادېږې  راته

کله رانجه هم شه په سترګوکې زما تر څو به زړه زړه کې کُوټېږې راته؟

هرې څېرې ته شوقه ګورم ځکه چې په هر چا کې ته ښکارېږې راته ــــــــــــــ

(غزل)

وینم له ځان سره سره زه همېشه ملګرې دَ ورځې دا خپله سایه ، دَ شپې تیاره ملګرې

لا خو بد بخته یمه زه ، لا به یم سوړ په خلوص چې نه لرم خوا خوُږی یار، نه یو خوږه ملګرې

په هیله هیله دَ سپرلي مې ټولې پېغلې لمحې دَ وچو پاڼو په شان شوې له باد سره ملګرې

زه هم هغه ، ته هم هغه ، خو نن دَ مینې په څیر نه شولو پاته زه او ته یاره ! هغه ملګرې

چرته چې ځم ،سره سره مې وي دَ سیورې په شان دَ ژوند احساس او دَ مرګي یو وسوسه ملګرې

که څه هم ښکارم بې اشنا ، یوازې نه یم شوقه! لرمه زه هم په جهان یو اندېښنه ملګرې ــــــــــــــ

(غزل)

چرته جهان،چرته دَخوار اندېښنې یو دَ ماښام ، بل دَ سهار اندېښنې

واي وَ ماته ښه راغلی په خندا دَ ژوندانه په هره لار اندېښنې

چېرې به ځغلي دا انسان له ژونده پرتې دي لورپه لورامبار اندېښنې

سړی سړی نن ژړَوي په سل ډؤل یکې یوازې دَ روزګار اندېښنې

لمحه لمحه مې له وسواسه دَ مرګ ځي او راځي زړه ته دَ ډار اندېښنې

دَ تللي دړد دَ بیا راتګ په هیله لوبَوي شوق دَ انتظار اندېښنې ــــــــــــــ

(غزل)

تر څو به لویه خدایه ! زه ګالم خوږمنې څړیکې دَ سرو سرو پُرهرونو او دَ غم خوږمنې څړیکې

ساړه ساړه آهونه او سُلګی مې دي په برخه که ویښ یم که ویده یم،تل زغمم خوږمنې څړیکې

ځګېروی لرم له دړده دوې شېبې مې آرام نه شته په ما کې مسلسل کوي ماتم خوږمنې څړیکې

زه هم دَ ژوند دَ لاسه په وجود لکه یو زخم په خوږو کې راګېر یم ، لوبَوم خوږمنې څړیکې

دَ مینې له ړومبۍ ورځې په تاؤ دَ خپلو ساهو تر اوسه لا دَ زړه ټکورَوم خوږمنې څړیکې

لا څه دي که یې وَ چاؤدي سل ځایه دَ زړه غوښې په برخه دي دَ شوق هغسې هم خوږمنې څړیکې ــــــــــــــ

(غزل)

غم به تر څو درَوي غرونه وایه؟ زما او ستا تر منځ سکونه! وایه؟

چپ له ستړیاؤ او له لوږو تندو په تا کې نورڅه دي ژوندونه! وایه؟

راشه په مینه مې مرئیی کړه جنۍ غلا کوې څله زما خوبونه ، وایه؟

زه یمه شل په پښو او ته غرسنۍ څه به مو یو شي قسمتونه ، وایه؟

په مورنۍ ژبه که شولې ګونګی شمله دي څوک مني پښتونه! وایه؟

ترڅو به شوق وي وچه پاڼه غوندې نصیبه! څه شول بهارونه وایه؟ ــــــــــــــ

(غزل)

ستا په څېره دَ زُلفو لوېږي سیورې که ماځیګر شو ، چې خورېږي سیورې

بېلتون دَ یار نه دی عجب په ماښام له سُرته هم په شپه بېلېږي سیورې

په پښو کې ستا ږدمه زړګی له خیاله که دېوالو خوا ته ټولېږي سیورې

چې لمر دی اور، نو به په مځکې هم خود سم له انسان سره سوځېږي سیورې

شپه که هر څو وېرَوي سترګې شوقه! رڼا ته بیا هم نه تم کېږي سیورې ــــــــــــــ

(غزل)

لمده لمده غوندې په اوښکو یوه سپینه څېره ګړۍ ګړۍ مخته راځي دَ چا غمګینه څېره

مینه خوپرېږده، اقرار پرېږده،چې په ترڅ کتوهم خوله خوله شي دَ اشنا یخه واؤرینه څېره

ما دي په غلو سترګو کې غلا دَ مینې وَ نیوله پټه چې تا کړه په پلؤ له ما سپوږمینه څېره

کله سپوږمۍ ، کله دَ لمر، کله دَ ستورو په نوم لمانځم په مینه دَ ښائیسته یار نازنینه څېره

ښکاري اوس هم راته هغئ لا دَ ګُمان په سترګو دَ بُت په شان هغه ګونګۍ غوندې حسینه څېره

شوق هم اکثره په خوبو کې منتظره دَ ځان ویني په اوښکو کې لمده دَ چا مسکینه څېره ــــــــــــــ

(غزل)

اَوړې تر ټاک له خپله ګائیه څله ؟ جامې څیرې په ما اشنایه څله؟

هلته په سترګو کې ګائېږې راته دلته په ژبه ګونګ شې وایه څله؟

که نصیب نه وای دَ ماڼیانو ملنګ کېږدۍ به څیرې وای سل ځایه څله؟

دَ زړه په لورې هره تلونکې لاره ازغي ازغي ده سر تر پایه څله؟

لوې لمنې که ډکېږي په خواست منګول دَ شوق خالي ده خدایه! څله؟ ــــــــــــــ

(غزل)

ته مې رُوح ، ته مې زړګی ، ته مې بڼه له خپله ځانه ، ځانته ما نیږدې ګڼه

څه به وکړي ، دَ غماز درانه ژغونه که زموږ مینه شي په غوږ ور ته کڼه

دَ وصال په تمه یاره! ورځې شپې زما دَ فراق په مېچن دومره مه اڼه

خپلو اوښکوغوندې ما سترګو ککو نه دَ بڼو په چاڼ له دړده مه چڼه

دَ وجود په وچ چمن شنېزه نه غواړم بس سپرلیه! دَ زړه ګل مې وَ سپڼه

تورې شپې که رُوڼوَل غواړې اې شوقه! تر سپوږمۍ هم دَ دړد اوښکه وي رڼه ــــــــــــــ

(غزل)

زړې کړلې حالاتو زما تورسرې تلوسې هغه له خپله بخته مرَورَې تلوسې

دَ وخت په ستړو لارو ، په هر ګام ، هره شېبه نُوکان وهي ډُوبرېږي سرببرې تلوسې

همېش مې سترګو وړاندې دَ ټپي مارغه په شان بې وسه ټپَرېږي پرې وزرې تلوسې

نه ځان سپاري وَ مرګ ته او نه توان لري دَ تګ پرتې مې ګور په غاړه دي سپین سرې تلوسې

کله چې یرغل دَ محرومیانو په ما وَشي هم ماتې مې په ملا شي زورَورې تلوسې

وینم شوقه تل دَ زړه په خلاسو دربچو کې دَ وخت وَ ښو لمحو ته منتظرې تلوسې ــــــــــــــ

(غزل)

چې زما په وینو پرېمنځې منګولې بیا به وَ بل ته نه کړې سرې منګولې

ستا دَ څېرې ښائیست څه کم دی چې لا دَ بُوډۍ ټال ته اچوې منګولې

ګوره چې زما په غم ، غمجنه نه شې ګنې په ځان به لګوې منګولې

ستا دَ نصیب کرښې له ما ژغېږي له چا او چا به پُټوې منګولې ؟

زړه که دي شوق ته ټالۍ نه وهي نو څله په مخ له شرمه ږدې منګولې ــــــــــــــ

(غزل)

کوڅه کوڅه دَ ژوندون سپېره پرته ده څونې لمحه لمحه دَ سکون په وٍیر اخته ده څونې

دَ نوې ژوند په لانجو او دَ خلوص په زوال څېره څېره دَ پرون نن غمزده ده څونې

مینه رښتیا ده اشنا ، رښتیا پُټېږي کله ؟ قیصه قیصه دَ مجنون ، ګوره ښکاره ده څونې

نه شته ریښتونی خلوص، ښکاري یوازې غرض جذبه جذبه دَ تړون ، په خوند ترخه ده څونې

دَ ورځې شپې تر وصال، شوقه په لار کې دَ عشق شېبه شېبه دَ بېلتون ، په کچ اوږده ده څونې ــــــــــــــ

(غزل)

نخښې په لاره ستا دَ پښو غواړمه خیالي اشنا تا له مُودو غواړمه

مځکه بې تا را ته سور اور ده ځکه لاره آسمان ته دَ ختو غواړمه

زیاته خو ورک شومه له ځانه زه هم لا به ستا سترګې څو تر څو غواړمه

په ویښو سترګو ستا لیدل لکه خوب ورک دي دَ خیال په جزیرو غواړمه

وَځم دوه لاسه چې دَ ژوند له ښاره خود به مسکن په ادیرو غواړمه

راشه چې خپل شو،له پرېدئیو شوقه! پښتو به درکړم ، خو پښتو غواړمه ــــــــــــــ

(غزل)

کله چې ژوند عبث دَ مرګ یو وسوسه وګڼم نو خپل وجود هم په ژوندي ځان ادیره وګڼم

بیرته راغبرګه شي زما چیغه له هر لورې دَ غره دا خپل احساس چې دَ ژوندون په تول مانده وګڼم

اور اور بدن هم په دې خیال شي یخه واؤره زما چې کله ځان دَ لمر لالي سړه سایه وګڼم

دَ سترګو وړاندې راته تت شي څرکېدونکی لمر هم چې نصیبه دَ ژوندانه په ورځ ویده وګڼم

زړګی مې وَغواړي چې اوښکه اوښکه شم په وجود شوقه! چې ستا خیالي ماڼۍ هم کنډواله وګڼم ــــــــــــــ

(غزل)

نه رسي سر ته یو منزل یوازې ګران دی دَ ژوند په لاره تلل یوازې

لایې په ګور کې ، لا دَ کور په غولې اور دی سوراور دی اوسېدل یوازې

یو وسوسې دي، بل دَ مرګ علامې دی زنکدن شپه تېرَول یوازې

که اوسېده کړم په جهان کې،نو څه؟ بې تا خپل ځان ګڼمه تل یوازې

په کُوبۍ ځان خو هیڅ امکان نه لري دَ غم په سېند کې ژوند کول یوازې

له ځانه لاس وینځل دی شوقه! فقط بڅرکې غوندې غورځېدل یوازې ــــــــــــــ

(غزل)

نه مې پرېږدي سیلۍ بادونه دَ سپرلي په غېږ کې پاڼه وجود رغړم زه خوار دَ زندګي په غېږ کې

چا خو له خوبه ولاړ وَلید دَ خپل خوښې محل او لا دَ چا کیږدۍ کړه څیرې ، بې وسي په غېږ کې

دَ پېغلتوب په هیله هیله زما ماشومه مینه مړه په ارمان شوه له مُودو دَ محرومي په غېږ کې

کله خو ته هم غړَوه سترګې سهار په سپېدو ترڅو به بخته! توره شپه تا کړَوي په غېږ کې

دَ هجر شپې ستا دي قسم وي په دې خپلو تیارو

خوب ته مې پرېږده،چې ما یار ته وَر ولي په غېږ کې

وَ سپاره شوقه ! اُمېدونه هم وَ هغه کور ته چېرې چې مرګ ستا آرزوګانې ویدَوي په غېږ کې ــــــــــــــ

(غزل)

له تا مې ژوند ، له تا مرګی دی بې تا مې کور هم کورَکی دی

تمه له چا دَ خپلوۍ څنګه ؟ ما ته لا خپل وجود پرېدی دی

هرې قفس غوندې سینې کې تندې نیولی یو زړګی دی

دَ یوه کور په غولې هم .... لا څوک سکنی، څوک مېرنی دی

هسې دي سترګو کې تلمه ګنې خو زړه مې ستا مرئیی دی

په لاس کوې ، که ماتوَې یې شوق دَ شیشې نازک بنګړی دی ــــــــــــــ

(غزل)

نه کړي ثمر دا بې ثمره شینکۍ ونه دَ ژوند تش په اُمید پاي هر څېز ، هره غوښتنه دَ ژوند

زړګیه! مه غواړه فرار، ته په کوګل کې ښه یې دَ بخت په تا دغه پیرزؤ شي، پیرزؤینه دَ ژوند

تنده به وژني ما تر څو دَ آرزوګانو په دشت کله به بخته! راکوې ما ته بلنه دَ ژوند

دَ بخت په دې یو څو ګلرنګه دقیقو څه باور یادېږي لار هغسې هم درسته ازغنه دَ ژوند

اریان په دې یم چې کوم کوم پُرهار به زه ګنډمه ښکاري سل ځایه راته څیرې دا لمنه دَ ژوند

مه بلوَه په خپل مزار شوقه! دَ اوښکو ډیوې څوک به دَ ګورله مړي څه کوي پُوښتنه دَ ژوند؟ ــــــــــــــ

(غزل)

خدای دي را وَباسه په فال دَ مینې چې په تندي دي کښېږدم خال دَ مینې

دلته خو سترګې مېلمستیاوي کوي هلته په زړه کې دی ډُو کال دَ مینې

ازغو په څُوکو دَ مزل له جوره سترګې هم ژاړي لا په خیال دَ مینې

دَ نفرتونو په دې سرو اورونو خوُنې تورېږي کال په کال دَ مینې

ستا دَ خیالونو په ویدې نړۍ کې شپه او ورځ ځانګي شوق په ټال دَ مینې ــــــــــــــ

(غزل)

لرمه دَ ځیګر په نغرَي کې سره سکروټه توده او تړکېدلې دَ زړګي وړه سکروټه

یو ځل مې لا نصیب کړه په ساړه ژوند کې خالقه! هغه رنګه سور اور ، هغسې تاؤ ، هغه سکروټه

تر اوسه مې لوګېږي لا دَ زړه په پستو غوښو هغه دَ پخوانۍ مینې یوه یوه سکروټه

یو ورځ به په وجود خپله یره شې له غروره لالیه! څه پروا ده ، که نن یې توده سکروټه

لمدې سترګې به ستا څوک په دُسمال پاکوي شوقه هر څاڅکی دي دَ اوښکو دی په شان لکه سکروټه ــــــــــــــ

(غزل)

تږي اروا یمه دَ ژوند ، ما کې اوسېږي تنده څومره چې زړه اوبه م کوم ، دومره زیاتېږي تنده

خارمړې ژونده! ته په تریخ ځان دونې خوږ ولې یې خدای دي میرات کړه،چې په تا هم نه ماتېږي تنده

څنګه به زما تلوسې رَسي دَ مُراد چینې ته نه شته په ما کې توان دَ تګ ، په ما غمېږي تنده

مه ځغلوه دَ ژوند په دشت دَ اُمېدونو اسپې ستړی به ځان کړې په سفر ، سفر یادېږي تنده

تږي آرزو یم دَ خلوص ، لکه سپېڅلې مینه دَ چا په مینه مې دَ مینې نه ماتېږي تنده ــــــــــــــ

(غزل)

کله دي نه وي دَ جسمونو تړون که دائمي وي زموږ دَ زړونو تړون

تر څو به زړونو له اوږې راکوي په سپین کاغذ دَ شنو لفظونو تړون

مرګی به څنګه ما او تا بېلوَي لرُو تر منځ چې دَ رُوحونو تړون

دَ سر لوړۍ او دَ انا په غال کې وَ خوړ نفرت زموږ دَ کلونو تړون

سپور که دَ باد په اوږو شې هم شوقه! نه رښتیا کېږي دَ خیالونو تړون ــــــــــــــ

(غزل)

زه دَ لېونتوب وَ انتها ته رسېده غواړم ځکه خو دَ مینې وَ صحرا ته رسېده غواړم

مازې په دروغو دَ دروغې تسلۍ په نیت څومره لېونی یم چې رښتیا ته رسېده غواړم

ځان پوهی کړه غمازه!په معنا دَ مجازي مینې مه مې تړه لاره ... ګوره چا ته رسېده غواړم ؟

مینه که ګناه ده ، نو بیا ګورئ غمازانو څه؟ زه هم ګناهګار یم وَ سزا ته رسېده غواړم

نه خو لېونی یم ، نه مجنون، فقط شاعریمه تل په تخیل کې وَ ښکلا ته رسېده غواړم ــــــــــــــ

(غزل)

ستړي زندګي ده ، که ستړجنه لار دا ... کږه وږَه اوږده ازغنه لار

نه لري منزل دَ ژوندانه مزل تش په وړاندې تله دي په غمجنه لار

نن سبا خو مینه دَ جذبې په څیر ښکاري دَ اغراضو فرېب جنه لار

ژوند لکه لوُخړه زما وَ سترګو ته ټول څیزونه هیڅ کړي په ګړذجنه لار

مخ په وړاندې تېرې شوې دَ وخت کډې پاته زه تنها شوم په خوړجنه لار

کله به رسېږي وَ منزل ته شوق ده ...، تر لرې لرې ارمان جنه لار ــــــــــــــ

(غزل)

دَ خوُشي خیال په رنګه زه هم لېونتوب دَ لاسه اوسم له ځانه بې خبر دَ مئینتوب دَ لاسه

دَ نن په دې ناولې وخت او په لړلې ژوند کې خلګ سړی نه مني څوک دَ سړیتوب دَ لاسه

ګیله به څه کوم له تا ، لا دَ ګیلو نه یې اوس وړم به دي هر زور او زیاتی دَ ماشوم توب دَ لاسه

ستړی ستومانه شوم په ژوند، خو دَ رڼاؤ په ځای شومه ملګری دَ تیارو ، دَ یاغي توب دَلاسه

دومره مجبور یم چې غندلی نه شم ظلم دَ یار دَ خپلې مینې دَ جذبو دَ مرئیتوب دَ لاسه

بیهه دَ مینې شوه ارزانه په بازار کې شوقه! نن دَ پیسو دَ ډېر لالچ او دَ زیاتوب دَ لاسه ــــــــــــــ

(غزل)

مینه دي یاره! څه جنجال شوه راته چې دُنیاګۍ هم خوب او خیال شوه راته

څله به نه زَړېږم ستا په هجران هره لمحه چې په کې کال شوه راته

ستا په جنون کې ړُومبۍ ورځ خو لا څه شپه هم اریانه زما په حال شوه راته

وَ رسېدمه وَ معراج ته دَ عشق

که   رسوائي    په    تندي  خال شوه  راته

دَ شوق په سترګو کې لاهو انجلۍ! هره نخره دي هم مثال شوه راته ــــــــــــــ

(غزل)

نور مې په اوښکو نه بلېږي څراغ سهاره! رُوڼ شه ټپَرېږي څراغ

دَ باد په شان ظالم غماز دَ مینې په چا هم بل نه پیرزؤ کېږي څراغ

اې دَ اُمید لمره! سهار که په ما نه شپه تېرېږي ، نه رُوڼېږي څراغ

زما دَ وجود په وران مزار کې همېش غمجن زړګی لکه لوُګېږي څراغ

دَ غم په شپه مې لکه ستوري په مخ قطره قطره اوښکې ځلېږي څراغ

تل دَ شهیدو آرزوګانو په ګور شوق هره شپه لکه سوځېږي څراغ ــــــــــــــ

(غزل)

اکثره خو دَ مینې په درک دَ غوښې زړه ما هم وَ ژړَوي دغه کودک دَ غوښې زړه

بریښنا غوندې مې پړَک وهي په تریخ مانده احساس په هیله دَ ژوند پروت له غمه ډک دَ غوښې زړه

په ښار کې دَ سپین پوستو هر یو موم غوندې سړی کوګل کې ګرځوي تر کاڼې کلک دَ غوښې زړه

تر څو به خوري څاپېړې دَ حالاتو په ووړ قد؟ دا زما یتیم بې کوره ، خوار هلک دَ غوښې زړه

په ژېړ ناروغه لمر دَ خپل لالي ساړه خلوص بس مه چاؤده نور شوقه دا ګزک دَ غوښې زړه ــــــــــــــ

(غزل)

عجبه ښهر ؤ چې نن یې خرابې لټوم تر خاورو لاندې یې زَړې ورکې کوڅې لټوم

لکه یو ستړی مسافر دَ اُمیدونو دَ دشت زه هم وَ ځانته دَ دروغو حوصلې لټوم

ستا دَ غرض له بله اوره ، زه الوتی لُوګی اوس په فضا کې دَ وجود خس او خاښې لټوم

شپه  که  سهار لري ،  سهار جوړ کړه باداره په ما

زه هم له ستورو سره ویښ، سپینې سپېدې لټوم

تش دي په خیال تنده دَ رُوح زه ماتوَلی نه شم ته خو سراب یې ، زه دَ ځان تږې څپې لټوم

دَ پرونۍ ورځې دَ عشق په ښکلې ښار کې شوقه دَ آرزوګانو نړېدلې کنډوالې لټوم ــــــــــــــ

(غزل)

کوي به څوک په پرېدۍ خُلې څه باور نه شته په ځان لا دَ شېبې څه باور

لالیه! پام کوه چې مات یې نه کړې زړه خو شیشه ده، په شیشې څه باور

کله به وي جار جار او کله نفرت په موسمي ډؤل یارانې څه باور

هر څه به خاورې شي له خاورو سره په ښکلې نقش، ښکلې څېرې څه باور

ورک به له ځانه شې تیارو کې دَ غم شوقه! راځه په تورې شبې څه باور ــــــــــــــ

(غزل)

دَ سترګو دَ بڼو له غشو ځان ژغوره زړګیه! په چل چل به دي مړ کړي، په ډېر پام ګوره زړګیه!

وړه غوندې دُنیا به دي تباه شي له هوسه په زور زور مه درزېږه ، په قرار ښوره زړګیه!

دا ستا خیرن وجود به په خلوص که خدای کول زه وینځم په مینه مینه دَ اشنا توره زړګیه!

اریان دي په خپل ژوند کړمه،بادار دي تا میرات کړي دا دومره ولې دیغ یې له دې خپل کوره زړګیه!

تاؤونه که دَ مینې دَ سره اور سهلی نه شې بیا ولې دَ شوق غوښه سوځوَې نوره زړګیه! ــــــــــــــ

(غزل)

لا به دَ غم کډې بارېږي کله ؟ لا به دَ ژوند شونډې موسېږي کله؟

خوله خوله شو وَ سره لمر ته انسان لا به آسمان ګوره ...، ژړېږي کله ؟

زیاته خو زما حوصلې هم شلې شوې لا به مزل سر ته رسېږي کله ؟

رڼا هم تته غوندې شوه دَ ستورو لا به دَ شپې اوربل ټولېږي کله ؟

ګوره .. چې اې سراب سراب زړګیه ! لا به ستا وچ کوُمې لمدېږي کله ؟

هره څېره شوه ګونڅې ګونڅې دَ ژوند لا به دَ شوق احساس ځوانېږي کله ؟ ــــــــــــــ


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دَ نظم برخه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


­نظم ۱ ـــ ّ نعت شریف ّ

چې دَ شپې له ګڼ اوربله

دَ سهار څېره ښکاره شوه نو دَ وازګو جوړ خدائیان هم ټول په کوُزو کوُزو سترګو په شیشه غوندې کورو کې دَ غرور په دالان ناست ناست په وړانګو دَ لمر شول ویلي ــــــــــــــ


نظم ۲ ـــ ّ ماتې څانګې ّ

که څه هم لوُند دی حلق دَ تږو زړونو دَ باراني سترګو په اوښکو باندې که څه هم رُوڼې یښېدلې خولې دي ګرځېدلې دَ ماڼیانو خښتې خو بیا هم ګورئ ، تکه سره ده مځکه دَ ژوندانه تر ونې لاندې دلته او هر زیارکش دَ ماتې څانګې په چم په پرې پرې غاړه راټالېږي مُدام دَ قصابې دَ سره پُسه په رنګه چې ګوټ ګوټ وینې ځینې څاڅي کښته ــــــــــــــ


نظم ۳ ـــ ّ مړه پلونه ّ

دلته چې ګام اُوچتُومه وړاندې هلته مې سم دستي وَ زړه ته راشي داسې یو سام چې ما به مړ کړي مرګی داسې یو وام چې زه به هم خاورې شم دَ باد په چم دَ تېر وتلو خلګو چې لا یې نخښې دَ پښو ښکاري په لار ــــــــــــــ


نظم ۴ ـــ ّ اور او اوبه ّ

یاره ! مه پورې کوه اور زما دَ زړه وړې نړۍ ته ګنې، زما دغه لوګی به دَ اوبو ډکه وریځ شي ستا په سر باندې دَ وَسې بیا به خپلې لمبې ژغورې دَ باران له سړو څاڅکو ــــــــــــــ


نظم ۵ ـــ ّ ژوندی مَړی ّ

سړی مړ دی دَ دننه تش وجود دی چې ښورېږي دَ هوا په رُخ هر کله لکه مَړی په تابوت کې په اوږو باندې خواخوُږې راولي خپل ادیرې ته له پرېدي لرې ولاته ــــــــــــــ


نظم ۶ ـــ ّ څوک خپل، څوک پرېدی ّ

ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس ځینې زبېښل کړي وینه ، دَ چا په سترګوکې اور ځینې په خوُی فرښتې ، دَ چا شیطان سکه ورور

ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس ځینې آسمان ته ګوري ، دَ چا نظر دی په ځان ځینې سپېره په خاورو ، دَ چا نوموَړی دی شان

ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس ځینې خواږه ژغېږي ، دَ چا لستوڼې کې مار ځینې دي کاڼي په زړه، دَ چا مثال دی دَ خار

ټوله لمن کړم له چا ، وَ غزَوم چا ته لاس ځینې څېرې لري سل ، دَ چا شېوه ده لبا س څینې مانده دي په تول ، دَ چا کوټه دی اخلاص ــــــــــــــ


نظم ۷ ــــ ّحېرت وړې سترګې ّ

پراخ تندی دَ سړیتوب لا ګوُنځې ګوُنځې دی وَ ګورئ نن په وٍیر دَ هغو خلګو چې په دغه اېټمي دور کې لوږو تندو له سوبه په تن ښکاري تش هډوکي وچ هډوکي ، وچ هډوکي په مثال دَ هغو وَنو چې خزان وي رېږَولي خو، بیا هم دي حیرت وړې هغو زړونو ته دَ غوښې چې لږ هم دَ خلې هومره ښکاري نه پرې دړدېدلي ــــــــــــــ

نظم ۸ ـــ ّ په شېبو ګې دَ هجر ّ

غواړم چې ستا دَ ویده عکس په تندي دَ خپل نامه وَ لګومه ټیکه خو چې نرۍ څُوکه در وړم دَ قلم ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دُونې چې دَ یو شنه وړوکي خال په ګمان ستا په څېره باندې اشعار وَ لیکم ــــــــــــــ


نظم ۹ ـــ ّ سل څېرې ّ

ستاپه کاڼو به غمازه! زما دَ زړه وړه اینداره کړیچې کړیچې شي ، منمه خو، دا یاد لره نا پوهه! که مات شوی هر توکری وَ ایندارې ته مُونېږي نو کوربه مې دَ زړګي هم سل ځېرې شي زېږَولی ــــــــــــــ


نظم ۱۰ ـــ ّ تسلیمې جذبې ّ

اوس به لا ما بېرغ په لاس په غال غال دَ پښتنې مینې په نوم اخیسته ستا دَ زړه مځکه په خپل واک کې ګله چې مړامو سترګو دي له ما دَ مخه په خوبَولو او په مړو مړو کتو زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې دَ بې همته عسکرانو غوندي یوه یوه ځانته تسلیمه کړله ــــــــــــــ


نظم ۱۱ ـــ ّ کور کور یو مزار ّ

لا تر څو چې دَ نُکریزو په ارمان کې دَ پښتو ناوې په اور سېځي لاسونه نو تر هغو به کور کور دَ پښتانه هم لا په سیورو کې دَ سرو شنو بېرغونو ښکاره کېږي یو مزار وَ نور عالم ته ــــــــــــــ


نظم ۱۲ ـــ ّ بې حسه دېوال ّ

لارې لنډېږي ورځ په ورځ لګیا دي دَ شنه آسمان او سپېرې مځکې تر منځ خو فاصلې پرتې هغسې دي لا دَ زړو تر میانه دَ غوښینو خلګو چې ښکاري هر یو په خپل ځای باندې ښخ لکه دَ خټو جوړ بې حسه دېوال ــــــــــــــ


نظم ۱۳ ـــ    ّ ویدې لمحې  ّ

ما خو خوبونه ټول په ټکي ټکي رښتیا کول په سپینه ورځ درباندي ځکه مې سترګې هم ړُومبی له خوبه را ویښَولې ستا په عکس هر سهار او لټولې به ما تل معناوي غرسنۍ پېغلې! په نقشونو کې ستا ..، خو چې خبر په حقیقت شوم کله نو دَ خپل ژوند ویښې لمحې لا راته ویدې ویدې غوندي محسوسي شولې ــــــــــــــ


نظم ۱۴ ـــ ّ پښتني هوډه ّ

اې دَ سپېره منې ناترسه سیلۍ! اې تکې سرې او زورَورې سیلۍ! بلد یم ډېر ښه له تا چې رېږَوای شې پاڼې وړای او راوړای شې وریځ او هم له رېګه دروای شې غرونه منم منم دا به دې هم وَ منم چې دُوړَوای شې خاورې زما دَ بې حسه سُرت په قبر باندې او نړَولای هم شې زما دَ نامه ولاړه سپینه کتبه خو ، دومره واوره اې غاورې سیلۍ!

ما هم څیښلې دي شُودې دَ مورکۍ

زه هم یو ځوان دَ پښتني هوډې یم نه یم کُوبۍ دَ اوبو او نه کیږدۍ یم چې به څیرې شمه، نو ځکه پوهی شه چې وژلی نه شې په زور دَ مستو څپو زما دَ اُمید بله روښانه ډیوه تر سپين سهاره پورې او لا تر هغه دمه چې پورته شوي نه وي په ما پسې لاسونه ــــــــــــــ


نظم ۱۵ ـــ ّرسوائي ّ

یو نوم دی چې یې وینم ځای په ځای پر دېوالونو دَ خپل نوم سره لیکلی لکه زه او زما سیوری چې په یو بل پورې اړ یُو خو تر شا چې لار ته ګورم ښکاري زما پلونه یوازې ــــــــــــــ


نظم ۱۶ ـــ ّ دَ ضمیر ژغ ّ

هغه یو ژغ چې زما تر غوږه راځي له ستړو سترګو مې خوبونه شَړي تل مې دَ شپې ویښ تر سهاره ساتي

هغه یو ژغ چې زما تر غوږه راځي ما دَ ژوندون په تقاضو خبرَوي هم مې دَ وخت په زولنو خبرَوي

هغه یو ژغ چې زما تر غوږه راځي ما ته سبق دَ سړیتوب راکوي ما ته لار لیکه دَ رښتیا راښاي ــــــــــــــ


نظم ۱۷ ـــ ّ دمامې ّ

سترګه سترګه ګنډل شوې په بڼو ده ژبه ژبه چیچل شوې په غاشو ده لاس او پښې هم ماتې څانګې دي، چې ځانګي لنډه دا، چې وَر دَ کور کور دی تړلی خو په ښار کې دمامې دَ خپلواکۍ دي ــــــــــــــ


نظم ۱۸ ـــ ّ شلې پښې ّ

لارې دَ احساس دي که رګونه دي دَ وینو چې دَ زړه له کوره وځي دَ رنځونو وَ نړۍ ته هم په ویښه هم له خوبه خو، چې وخت دَ مزل راشي نو دا غبرګې پښې شي شلې ــــــــــــــ


نظم ۱۹ ـــ ّ پلمه ّ

څنګه دي وَ شړَم له ویښو سترګو زما دَ ماشومې مینې ځوان ځوان خوبه! ستا دَ نړۍ په هر هر کاڼې ښکاري زما دَ نامه سره لیکلې ، ګوره هغه یو نوم دَ هغې لوړې هستۍ چې دی پلمه دَ شاعرۍ وَ ماته چې دی پلمه دَ زندګۍ وَ ماته ــــــــــــــ


نظم ۲۰ ـــ ّ څه شوه پښتو ـ ـ ـ؟ ّ

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو! هغه پښتو ـ ـ ـ توُره ، توپک او چې وفا یادېده هغه پښتو ـ ـ ـ ښېګړه ، پت او چې حیا ء یادېده

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو! هغه پښتو، چې په معنوي توګه وه ژواک او ژوندون هغه پښتو ـ ـ ـ چې خال او خط وه دَ ځلاند سباؤن

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو! هغه پښتو ­­­ـ ـ ـ چې کاڼو بُوټو او شنېزو وئیله هغه پښتو ـ ـ ـ چې اباسین او سېلابو وئیله


څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو! هغه پښتو ـ ـ ـ چې ژغېده به تناګانو غوندې هغه پښتو ـ ـ ـ چې پړکېده به برېښناګانو غوندې

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو! هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه تور سرو ته پېزوان او والۍ هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه ځوانانو ته سدرۍ او خولۍ ــــــــــــــ


نظم ۲۱ ـــ ّ هغه هم ته وې ـ ـ ّ

چا ، چې تر زړه راجوړَولې لارې لا ، چې دَ چا به ما څارَلې لارې څوک چې ؤ ما ته تر جهانه راتېر هم تر خپلوانو، هم تر ځانه راتېر دَ چا په یاد چې مې باڼه غورځېدل دَ چا په نوم چې مې وېښته درېدل لا، چې لیدل مې تل خوبونه دَ چا هغه هم ته وې ، بل څوک نه ؤ اشنا ــــــــــــــ


نظم ۲۲ ـــ ّ پټ لمر ّ

ما هم غوښتل چې شینکی خال وَ وینم دَ خپل زړګي دَ مېلمنې په تندي چې زه یې سترګه بولم دَ ړانده بخت هم دَ شپې شپې ژوندانه له تورپېکي پټ دَ ورک ورک رُوڼ سهار خو، درېغه درېغه په مزل کې دَ دید په نیمه لاره مې ویدې شوې سترګې په انتظار دَ یوې مستې څپې ــــــــــــــ


نظم ۲۳ ـــ ّ سپینې ماڼې ّ

دا دَ واؤرې سپین کورونه چې مُونېږي وَ شیشو ته ټولې خښتې یې دَ خوُنو لا خو دي دَ زیارکښانو دَ محنت دَ خولو څاڅکې لا خو دي دَ یتیمانو لپه لپه یخې اوښکې لا خو دي دَ مظلومانو ټکی ټکی وچې وینې …، بس ، که لږ هم ژړی تود لمر کښته راغلی مځکې خواته نو یې ګورئ چې ویلېږي دېوالونه خپل تر خپله ــــــــــــــ


نظم ۲۴ ـــ ّ اوږد مزل ّ

زما او ستا تر مابېن هغه دَ درو لوستو وړه فاصله دَ کمکۍ مینې ځوانېدو په هیله څونې اوږده شوه ، ګوره چې تر یو بله رسېدو له مخه ما او تا دواړه ګرانې! دَ لېونۍ ځواني تر ټاک واویښتو ــــــــــــــ


نظم ۲۵ ـــ ّ زړه ّ

نړېدلي دېوالونه جوړ شي بیرته رژېدلې څانګې هم وَنیسي پاڼې خو، یو دغه اوړ مارغه دی چې ټپَي شي دَ نفرت په یوه تریخ کاته هم دُونې چې وزَر کله تلي وَ الوتو ته نو اندام اندام یې وَ ژاړي له خوږُو ــــــــــــــ


نظم ۲۶ ـــ ّیوه پوښتنه ّ

که هر انسان په ژوندانه کې ځانته لري په ژوند باندې حق … نو، دا پُوښتنه کوم چې څوک دی هغه ماشوم دَ سړي زُوی دی که یَه ؟ چې په ټولنه کې نن په تشه خېټه او په وچو شُونډو خوار او ناهیله غوندې دَ ساتېري او کورَ کیانو په ځای له بودګانو سره دَ یو بوده په رنګه په امبارونو باندې ګرځي خواړه لټوي ــــــــــــــ


نظم ۲۷ ـــ ّ سترګې ّ

څونې ویدې سترګې په تک ژېړ سهار سمې له خوبه ویښېدو څخه بیا دَ ورک تعبیر دَ لټولو په ځای په خپلو اوښکو تور باڼه پرېمنځي

څونې اومې سترګې په سره غرمه کې دَ لوږو تندو دَ وژلو په نیت دَ ستړي زیار په یښېدلو خولو سوځوَي خپل نازک او وچ وچ لېمه

څونې ښائیسته سترګې په ضد دَ تیارو له توربخون غوندې ړُومبي ماښامه په ځای دَ اوښکو دَ زړګي په وینو بلوي ټوله شپه ډیوې دَ حسرت

خو، درېغه درېغه بیا هم نه شو راویښ ویده نصیب دَ دغو خوارو سترګو چې دَ ژوندون څېرې له ورایه په کې په نوې نوې رنګ ځلېږي همیش ــــــــــــــ


نظم ۲۸ ـــ ّ په خُله یوه او په زړه بله ّ

لارې اوږدې دي څونې دلته دَ زړونو تر منځ چې، دَ امکان اسپې هم ښکاري پرې ستړي ستړي خو، بیا هم سترګې ویني دغه غوړ ژبي خلګ دَ بېل بېل کلي خلګ اړکیه په سلو رښتو لکه کړۍ دَ زنځیر ــــــــــــــ


نظم ۲۹ ـــ ّ قلم ّ

که خبرې کړي لاسونه نو، به وَ منمه دا هم چې یې نه شي ړنګولی دَ بخت کرښې له ورغَوې نه دَ وخت سیلۍ بادونه نه دَ اوښکو سېلابونه نه باران باران چُړتونه لاکن بیا هم په تندي زما شي راغونډې یو څو ګونځې چې قلم وَ وینم کله په درو ګوتو کې دَ ّ ها ّ لاس چې په کښلو دَ څو ټکو یدلوي رابذلوي تل لیکل شوي قسمتونه ــــــــــــــ


نظم ۳۰ ـــ ّ ګونګۍ مینه ّ

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا! ستا دَ ښائیست په نظارو کې په کتو شمه بوخت نشه نشه شم او په تا کې په چُرتو شمه بوخت

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا! له ډېره وهمه وَ رپېږم او خوله خوله شم وَ سوځم اور غوندې په ځان کې او یره یره شم


چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا! راته څرګند شي ستا په سترګو کې انکار له ورایه په ځای دَ مینې دَ نفرت یو تریخ اظهار له ورایه

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا! یخ شي لفظونه بیرته ټول په سر دَ ژبې زما ځکه چې مینه وي ګونګۍ ، نه شي کولی وینا ــــــــــــــ


نظم ۳۱ ـــ ّ بڅرکې او یرې ّ

دَ ښائیست دغه بڅرکې چې له اوره دَ ځوانۍ ستا تل دَ ماتو ستورو غوندې یوې بلې خواته غُورځي ، هم دغه رنګه به ډېر ژر دَ غرور په نغري کې په لټون دَ سرو سکروټو مړې ایرې دَ دې وختونو وَ لړې را وَلړې ته ــــــــــــــ


نظم ۳۲ ـــ ّ دَ سبا په آئینو کې ّ

دَ پرون ښکلې مخونه که نن ګونځې ګونځې ښکاري نو باید چې دَ نن ورځې ځلنده ښائیست لرونکي چټې پېغلې او ځوانان ټول خپله خپله سر دَ پاسه دَ غرور ښکرونه مات کړي او په دې حقیقت پوهی شي چې هغوئ به هم ښکارېږي دَ سبا په آئینو کې لکه وچې شاړې ونې ــــــــــــــ


نظم ۳۳ ـــ ّ خالي ځانګو ّ

امېلونه دي دَ کرکو که هغئ هم یو په یو راته پئیل په تار دَ مینې نو دي څله دَ نامه لاکټ په جار جار راپه غاړه کړو په خپل لاس دَ زړه سره! چې اوس هم ګوره لا ځانګي په سینې زما دَ خالي ځانګو په رنګه دَ یو کوُنډې ــــــــــــــ


نظم ۳۴ ـــ ّ وام ّ

راغزېږي زما په لورې یو تک سُور او تړکېدونکی دَ سکروټې په شان بل لاس هم په ویښه هم له خوبه خو، چې زما تر مرۍ رسي نو باڼه پرې وَنښتېزم په وړو وړو سُلګیانو ــــــــــــــ


نظم ۳۵ ـــ ّ څه تمه ؟ ّ

خپله سایه مې هم یوازې پرېږدي چې دَ ماښام زُ لفې خورې شي په لمر ته خو څراغ لا دَ بل کور یې اشنا له تا به تمه دَ رڼا څه کوم ؟ له تا به تمه دَ وفا څه کوم ؟ ــــــــــــــ


نظم ۳۶ ـــ ّ دَ خپله لاسه ّ

بخت په ما پورې ګرم نه دی نه وختونو یم ترټلی ما خو خپله دَ خپل لاسه دَ ماشوم زړګي په خوښه دَ یو چا په خواخوُږۍ کې په صله دَ خوږې مینې په اثر دَ مړامو سترګو دَ سکون ډک ډک جامونه چَپه کړي دي پخپله ــــــــــــــ


نظم ۳۷ ـــ ّ بېلېدل ګران دي ّ

چې دَ اشنا دَ هېرَولو په نیت په واښ دَ صبر ځان تړمه څونې او لا یې عکس عکس پرېمنځل غواړمه دَ خپلو سترګو له ایندارو څخه، دُونې مې زړه شکوي تڼیانې ورته او راښخېږي له اوله هم زیات لکه په ځوزو پېچل شوي ورېښم چې خلاسَوې یې څنګه څنګه په پام هغونې دوئ په کې اړکېږي نور نور ــــــــــــــ


نظم ۳۸ ـــ ّ عدالت ّ

زړګی خو غواړي مُدام چې دَ مارغه په رنګه بالا بالا الوتی او دَ بورا په چم یې ګل ګل ښائیست څټَلی دَ ژوند له هرې څانګې خو، ویښ ضمیر یې تړي دَ فرار لارې ټولې په دلیلونو باندې ځکه خو هر انسان دی ځانته یاغي هم خپله ځانته قانون هم خپله ــــــــــــــ


نظم ۳۹ ـــ ّ هکله * ّ

دا چي دَ غره له لورې بیرته ورغبرګه شي ژر کلکه هکله دَ شپون نو دغه لوُڼې ، زامن دَ دنګو غرو هم باید چې ژبې وَ نه تړي دَ بودګانو غوندې که سرببره پښتو په چیغو چیغو له دوئ غواړي دَ سر پړونی


* هکله  ـــ  (په  ّ ترینو ّ پښتو کې ّ چیغه  ّ ته واي)

ــــــــــــــ


نظم۴۰ ـــ ّ لټون دَ سیوري ّ

وړاندې په لاره دَ ژوند اوچتَوم ګامونه تش په دې هیله همېش چې زه به هم وسا کړم کله په یخ سیوري کې ستړیا دَ ستړي وجود خو، دَ دې وخت ناترسه تودو تودو غرمو کې نه ښکاري چېرې راته له پاڼو ډکه ونه ــــــــــــــ


نظم ۴۱ ـــ ّ اشتهار ّ

هغه حیاء او دَ حیاء مجسمه هغه دَ کور او دَ عزت مېرمنه دَ نوې دور له تقاضو سره نن څومره بېباکه غوندې سترګو ته وړاندې وړاندې لکه لېبل دَ شُهرت لکه ټائیټل دَ کتاب دَ خپل ښائیست په سوب دَ ژوندانه په ښاریو کې ښکاري دَ هر بازار په دُوکانو کې دلته دَ شرافت په لمن دَ پېغلتوب او بې شرمۍ اشتهار ــــــــــــــ


نظم ۴۲ ـــ ّ دَ وخت زلزلې ّ

کرښې دَ لاس وي بېلې بېلې لارې دَ لیکل شوې نصیبې ـ ـ ـ منمه خو، چې منګولې دَ چا ډکې وي تل دَ ارمانوپه ځای په سرو تڼاکو نو، دَ هغوئ دَ خټو مېني څله نړَوي هر کله دَ وخت زلزلې ؟ ــــــــــــــ


نظم ۴۳ ـــ ّ خپلواکه کوچۍ ّ

په زړه منګولې لګول دَ کوچۍ څپه دَ باد نه ده نیول نو څه دي ؟ چې دَ نازکو بُوړبکیانو غوندې تل په ټولۍ کې له همزولو سره دَ ژوندانه دَ هر ماښام دَ مخه کله په دشت کله لمن کې دَ غره خپلې کیږدیانې درَوي په اوبو ــــــــــــــ


نظم ۴۴ ـــ ّ برخې ّ

ته هم ویده شه زیاته اې دَ ویده بخت سر ته ناست زړګیه! ویده وي مړي دَ ګور او مړي نه شي ورکولای چاته برخې دَ ژوند هیڅکله ــــــــــــــ


نظم ۴۵ ـــ ّ کرښې دَ یار په نامه ّ

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه چې ستا له جوره سترګه سترګه شومه لکه خورَه ورَه ښکلا دَ سپرلي چې په اؤو رنګوکې سترګې ګټي خو، دَ زړګي په برخه تل وي تیارې

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه چې ستا له جوره شومه سیال دَ خلګو لکه سره ځوانه یښېدلې وینه چې په رګو کې وي دَ ژوند علامت خو، هسې ښکاري سره سیاهي دَ قلم

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه چې ستا له جوره څړیکه شوم دَ پُرهار لکه تېره تېره ازغي دَ بُوټو چې پاملرنه دَ ګلونو کوي خو، پرانوي دَ احساس لارې په دړد

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه چې ستا له جوره تکه سره غرمه شوم لکه وختونه دَ اور اور پېعلتوب چې دَ وجود غوښه په تاؤ ویلوي خو، سوځېده لکه ققنس له ځانه

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه چې ستا له جوره ژوند ته لارې غواړم لکه دَ بر بېوان تنها مسافر چې لټوي خپل بې درکه منزل خو، فاصلې دَ محرومۍ اوږدې دي

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه چې ستا له جوره یم لاهو په ځان کې لکه تازه غوندې یو مړی دَ ګور چې ورته پورته وي لاسونه همېش خو ـ ـ ادیره کې نه وي نخښې دَ ژوند ــــــــــــــ


نظم ۴۶ ـــ ّ ویښه شپه ّ

سر دَ پاسه دا رُوڼ ستوري بل څه نه دي ، سرې بڅرکې چې له اوره دَ هجرانه الوتلي وي آسمان ته هم په دې خو حسرتونه په اوږو دَ اُمیدونو دَ سهار په هیله ستړي دَ وچ بُوټي په چم سوځي دَ بې خوبه سرو سرو سترګو ــــــــــــــ


نظم ۴۷ ـــ ّ ترانه دَ یاغي مینې ّ

دلته خو سترګې او ایندارې ووړ نظره ښکاري دلته تیارې دَ بېلتانه له مازیګره ښکاري دلته ګرېوان وي دَ غماز په لاسو چاک دَ مینې راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې

دلته کاختي ده دَ سکون ، وختونه سوځي په اور دلته آثار نه شته دَ ژوند، ښکاري کور کور لکه ګور دلته سړی سړی اویښتی دی تر ټاک دَ مینې راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې


دلته په لارو زیژه کاڼي او ازغي پراته دي دلته خو څلي په هر ګام دَ محرومي پراته دي دلته باران ته دَ خلوص تږی دی خاک دَ مینې راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې ــــــــــــــ


نظم ۴۸ ـــ ّ کورَ کی ّ

څونې به ښه وای که موږ خپله بیرته هغه ګړۍ وای نړولی هلته له خاورو جوړ هغه کوچنی کورَ کی هغه زموږ دَ ناوکیانو مسکن چې ما او تا جوړ کړی ؤ په مینه دَ ماشوالې په تودو غرمو کې اې دَ غریزي سیمې پېغلې جلۍ! نو به هیڅکله ګرځېدلې نه وای هغه ناورانه کورَ کی دَ یادو په تا چارپېره لکه شپول دَ شپوږمۍ او نه به ما وای سنجَولی کله دغه ستا کور دَ ارمانون زیارت ــــــــــــــ


نظم ۴۹ ـــ ّ ژوندۍ ادیره ّ

دا خو ګڼه ادیره ده چا وئیل چې ښاریه ده ؟ دلته دي ټوله قبرونه نه بازار شته ، نه کورونه مړ احساس دی ، مړې مړې سترکې مړې جذبې ، مړه ضمیرونه هر سړی دی کفن کښونکی ځکه ژوند په کې ساه اخلي هم په هر ګام دي ولاړي فرښتې دَ مرګ خارمړي ــــــــــــــ


نظم ۵۰ ـــ ّ خیالي تړون ّ

اې دَ اشنا په باب دَ ویښې خوبه! کله خو ته هم شه رښتیا په هېره چې زه هم وَ وینم دَ سترګو وړاندې دَ خپل خیالي یار نالیدلې سترګې چې مې زړګی تخنوي چې مې اروا موسَوي هوکه ، هغه چې تهمتي یم باندې له ننه نه ، زما له ژونده راهسې خو، بیا هم نه شوې ټولې ګڼې تیارې دَ هجران او نه سهار شو کله زما په دې شپه غوندې ژوند ــــــــــــــ


نظم ۵۱ ـــ ّ مینه ّ

مینه جذبه ده ـ ـ ـ منم مینه کڼه ده ـ ـ ـ منم مینه ړنده ده ـ ـ ـ منم مینه کتاب دی دَ ژوند مینه نصاب دی دَ ژوند هر څه هر څه ، خو انقلاب ده مینه پښتني هوډه ، مست سېلاب ده مینه غرونه دَ وخت دي ورته لُوټې لُوټې دَ روایاتو پړي پرې دي ورته مرګی هم ځان په ګوتو نه ورکوي ځکه خو هر مئین زړګی وي یاغي او دَ یاغي جذبو له اوره امان چې ... په سره تاؤ کوي خوله په کاڼو هوکه ، په هغه کاڼو چې دَ ږلۍ غوندې ورېږي په دوئ ــــــــــــــ


نظم ۵۲ ـــ ّ دَ ګل په نامه ّ

ویاړمه ـ ـ ـ ـ زه په ازغي ځان هر کله ځکه چې اې ناپوهه ښکلې ګله!

ّّ پاي له ژونده دَ فنا قدرونه پاي له خاورو دَ بقا قدرونه پاي له کاڼو دَ دُنیا قدرونه پاي له شپې دَ سپین سبا قدرونه پاي له خیرو دَ ښکلا قدرونه ّ

نو، ته هم پوهی شه که دانا یې ګله ګله! که ګل یې ، نو له ما یې ګله ــــــــــــــ


نظم ۵۳ ـــ ّ پټ پُټاڼې ّ

ځینې سترګې دي چې ما دَ ورکو غواړي ځینې سترګې دي

چې زه یې لیدل غواړم

خو نه لاره دَ طلب رسي وَ سر ته او نه دغه پټ پُټاڼې زموږ تر منځه درَوي دَ صبر جګ جګ دېوالونه ــــــــــــــ


نظم ۵۴ ـــ ّ پښتنه پېغله ّ

ته په خوُی دَ غرسنۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ته باران یې ، ته سیلۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

دَ پټکي شمله ده هسکه ستا له جوره دَ پښتون پلار ته په ښځه ځان زمرۍ یې ، تا په کوم نامه وَستایم ؟

ستا دَ سترګو په حجرو کې دَ خلوص مېلمانه اوسي ته نرګاړې انجلۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

ستا په مینه کې پښتو ده ، ما ته نه منې له مرګه ته هم لُور دَ ملالۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

له بنګړئیو او له ګوتکو،خوښې دي په لاس بېړۍ ستا ته بېرغ دَ خپلواکۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

ستا خندا ده دَژوند زېری ، ستا په خشم کې مرګی پټ ته وږمه یې ، ته سیلۍ یې، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا په ژغ کې خوږ سرور دی،خوندکوي تل ژغېده ستا ته نغمه یې، ته شپېلۍ یې، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا چې پټ وي تر څو پورې دَ حیاء په پلؤ مخ لا ته اومه غوندې غوټۍ یې ، تا په کوم نامه وَستایم؟

وچ دي شي هوس دَ ستورو،چې به ستا وړاندې ځلېږي ته سکه خور دَ سپوږمۍ یې، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا ښائیست دی له فطرته ، وَ نخرو ته دي حاجت څه ته بې تاجه هم راڼۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

ستا شېوه هم لکه شمعه دَ تیارو په ضد سوځېږې ته رڼا دَ زندګۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

هیڅ دي هرڅه بې تا دلته ، که ایندارې دي که سترګې ته دَ ژوند اصل ستنۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

شوق هم ستا په تصور کې ، تر مرۍ نیسي غمونه ته سوب دَ سوکالۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم؟ ــــــــــــــ


نظم ۵۵ ـــ ّ دي آئرن اېج ّ

دَ پرون ټوله خوبونه ټول سوچونه ټول خیالونه نن رښتیا دَ ژوندانه شول ارَبې له حرکته دَ اېټم له برکته خو، مرګی ، هغه مرګی دی چې دَ ّجین بم ّ په وسواس یې دَ روبوټ غوندې انسان هم په خپل غم دی لا نیولی ــــــــــــــ


نظم ۵۶ ـــ ّ یوازې نه یم ّ

یوازي نه یم ، اندېښنې لرمه دَ زړه په سر بلې لمبې لرمه

ّ ځکه خو کله خوب له خوبه ګرځم کله دَ شنې لُوخړې غوندې ترځم لا دَ تیارو دَ یو ملګري په چم په هر دویم قدم دَ ورځې پرځم ّ

یوازې نه یم ، وسوسې لرمه ځانته چارپېره څو ساې لرمه

ّ ځکه خوکله له خپل سیورې تښتم کله له وامه دلې دُورې تښتم دَ مرګ له خلې او دَ اجل له ګولې له ښاره زه دَ غره په لورې تښتم ّ ــــــــــــــ


نظم ۵۷ ـــ ّ سباؤن ّ

دَ پرونۍ شپې دَ ښائیسته غوندې خوب که تعبیر ّ نن ّ وَ ګڼم نو به دَ ژوند په غم لړلي لمحو او چارپېرچل کې دَ وخت زه خوار په وږي خېټه وَ لرم هیله په څه دَ خندني سباؤن ؟ ــــــــــــــ


نظم ۵۸ ـــ ّ پیسې ّ

دَ سهار له لمر ختو دَ ماښام تر خورېدو ټول اقدار دَ ژوندانه ورکړه راکړه بد او ښه ګوا هر څه او تقا ضې نن سبا ښکاري پیسې ــــــــــــــ


نظم ۵۹ ـــ ّ نفس ّ

هغه سړی

هغه نوموَړی سړی هغه غښتلی سړی چې ما ترځان دباندې خپل چارپېرچل کې چېرې نه کړو مونده کله هم

هغه سړی

هغه غاوٍره سړی هغه جابره سړی نن ورځ په خپله بڼه ما په خپل ځان کې وَ لید دَ زړه په سترګو باندې ــــــــــــــ


نظم ۶۰ ـــ ّ یوه خطا ّ

کشکې زه ړُومبی خبر وای فقط دومره هوکه ، دومره چې یو ورځ به زه او زړه هم سم سره له آرزوګانو دَ دې خپلو سرو سرو اوښکو په سېلاب کې وَ یهېږو لکه خټې لکه شګې او لا خړ کچه کورونه نو به نه وای ورګډ شوای کله هم داسې په مینه زه دَ مینې وَ دریاب ته لا دَ هغو ښکلو سترګو دَ خُمار ډکو چینو ته چې تر ننه یې نشو کې لامبوزن لامبوزن ښکارم ــــــــــــــ


نظم ۶۱ ـــ ّ عقیده زما دَ مینې ّ

چې له خدائیه که بل چا ته اجازه دَ سجدې وای نو به ما وای لګولی خپل تندی وَ هغه یار ته چې هم خپله تل ولاړ وي وَ بُتانو ته خاورو لاس نړلی ـ ـ لاس تړلی دَ اغراضو په مندر کې ــــــــــــــ


نظم ۶۲ ـــ ّ څوک به واي دَ ناز غاړې ؟ ّ

څوک به واي دَ ناز غاړې ؟ دَ ساه ګانو په دې لوبه چې یادېږي په نامه ژوند خو ښکارېږي دَ خوب غوندې خاورې خاورې سپېرې خاورې

ــــ ۲ ـــــ

څوک به واي دَ ناز غاړې ؟ دَ اُمېند په وږمو باندې چې ښکلاؤې زېږَوي تل خو څکَلی یې څوک نه شي لکه زهر تراخه زهر

ــــ ۳ ـــــ

څوک به واي دَ ناز غاړې ؟ دَ وختونو په دې ناوې تر سپرلي چې هم ده ښکلې خو همېش له غمه ژاړي لکه کونډه خواره کونډه

ــــ ۴ ــــ

څوک به واي دَ ناز غاړې ؟ دَ دې ژوند په موسمونو چې بدلېږي رابدلېږي خو سکون په کې هغئ لا همېش ښکاري یو پُوښتنه ــــــــــــــ


نظم ۶۳ ـــ ّ جنون ّ

ورک یم له ځانه زه په تا کې دُونې دَ انتها ، چې انتها ده څونې خو بیا هم زه دَ ویده بخت له جوره په ویښه لرې یم له تا هغونې

ورک  یم  له  ځانه  زه  په تا کې دُونې

چې زما دَ فکر ژورتیا ده څونې خو بیا هم زه دَ سترګو وړاندې مُدام ښکارم بندي دَ خپل وجود هغونې ــــــــــــــ


نظم ۶۴ ـــ ّ ړنده نړۍ ّ

لمر که خېږې که ډُوبېږي خو دا خُونه دَ زړه خُونه لکه تور لحد دَ مَړي چې وړانګه هم دَ رڼا لا نه شي کښلی ورته لاره ــــــــــــــ


نظم ۶۵ ـــ ّ ؟ ّ

یو خواته مري سړی سړی له تندې وَ یوه ګوټ ته دَ خواهش دَ چینې او بلې خوا، ډُوبېږي ښځه ښځه په خپل اوبه غوندې وجود کې خپله لکه سُوروۍ کشتۍ په شنه دریاب کې ــــــــــــــ


نظم ۶۶ ـــ ّ پښتو ّ

هغه څوک ده ؟ دَ چا لُور ده ؟ دَ چا وینه ، دَ چا خور ده ؟ چې په سرو سرو اوښکو ژاړي سر ببره، در په دره دَ ژوندون لارو کوڅو کې په مخ لُوځه په پښو لُوڅه په زَړو څیرو جامو کې سرګردانه ، پرېښانه په وجود ستړې ستومانه له خپل ځانه بې خبره له جهانه بې خبره دَ بې رحمه وخت په لاس کې لېونۍ سپېڅلي غوندې

په ارمان کې  دَ  نکریزو

يېغلتوب بائیلي زړېږي په فریاد فریاد ژغېږي چې ، اې خلګو! ړندو خلګو! ماته وَ ګورئ ، زه څوک یم ؟ دَ چا لُور او دَ چا خور یم ؟ زما په سر پړونی نه شته زما لاسونه بې بنګړئیو زما غوږونه بې والئیو آخر ولې ـ ـ ـ آخر ولې ؟ یَه دَ وخت زامنو ولې ؟ زه بې وسه ، بې آسرې نن زه بې کوره ، بې پړدې نن دَ خپلوانو په لټون تل دَ مُراد کچکول په لاس کې دَ سوالګیرې په شان ګرځم زه سوالګیره ؟ زه سواګیره ؟ سترګې رُوڼې کړئ یَه خلګو! دَ غفلت دَ تیارو خلګو! ما هم وَ پېژنئ خلګو زه دَ دنګو غرونو لُور یم زه پښتو یم پښتنه یم ــــــــــــــ


نظم ۶۷ ـــ ّ فاصلې ّ

یو قدم په زیژه کاڼي بل قدم په ازغن بُوټي خو، لا هغه فاصلې دي دَ ژوندون دَ خواهشاتو چې لنډېږي نه هیڅکله په دې لارو زوال جنو ــــــــــــــ


نظم ۶۸ ـــ ّ ازلي تړون ّ

کومه ورځ چې ستا دَ زُوکړې وه هغه ورځ ما لیدلي وه په ویښو سترګو باندې په اینداره کې خیالي غوندې څېره ستا

کومه شپه چې راته مرګ وله هغه شپه تا په مینه زما دَ زړه په واړه غولې دَ تیارو په ضد څراغ دَ ژوندون بل کړو ــــــــــــــ


نظم ۶۹ ـــ ّ دَ رڼا ملګري ّ

ته دَ رڼا سره سم ځغلې دَ ماښام په لورې او زه دي سیوری دَ وجود یم تا سره سره ځم خو، دَ بېل بېل فطرت له جوره ما او تا هم مُدام چې څونې دواړه لیدل کېږو څنګ په څنګ دَ ورځې ، دغونې ورک شو له یو بله په کوڅو کې دَ شپې ــــــــــــــ


نظم ۷۰ ـــ ّ دَ طلب تنده ّ

چې دَ سوچ هر یو نیلی مې دَ اُمید له هر ګودره دَ جانان په طلب ستړی او ناهیله غوندې بیرته دَ ماښام خواته ، راغبرګ شي نو، په اوښکو یې دَ سترګو اوبَومه تنده داسې لکه زه چې یې له ورکو ټوله ټوله ورځ غوښتمه ــــــــــــــ


نظم ۷۱ ـــ ّ ټپ دَ نامه ّ

که له سترګو زما دَ هر یو عکس په رنګه زما دَ نوم هغه تک شنه او مړه حرفونه چې تا کښلي په سپین لېچ ؤ په نرۍ ستن ، لا هم بیرته په پنر وَ پژَې ګله! نو هغسې به یو ټپ لکه اینداره زما دَ یاد هره څېره تل په تا ویني ــــــــــــــ


نظم ۷۲ ـــ ّ تلکې ّ

که تښتېده غواړي څوک له خپله ژونده چېرې نو به په کومه تښتي ؟ چېرې به مخه کوي ؟ ځکه چې ښکاري هر لور دېوال دېوال رسمونه غُونډۍ غُونډۍ خنډونه دریاب دریاب غمونه او لا ، قدم په قدم

ولاړي دي تلکې

ــــــــــــــ


نظم ۷۳ ـــ ّ آخري سندره ّ

نه شمه پاللی بس ...... نورې اندېښنې زیاته نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته

چاته لُوند ازغی ښکارم، څوک غمَوي ژوند په ما چاته خوارَکی ښکارم، څوک وهي پسخوند په ما نه شمه زغملی تل ، داسې مسخرې زیاته نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته

څونې چې نېستمن یمه ، دُونې مانده تول لرم څونې چې غمجن یمه ، دُونې تش کچکول لرم نه شم ټکولی زه ، بندې دروازې زیاته نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته

دلته مې لمر ملا سېځي ، هلته دَ کلو مزل دلته مې خپل بخت ترټي ، هلته په ارغو مزل نه غواړم ساتل شوقه! ساه سره رښتې زیاته نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته ــــــــــــــ