Wb/ps/د خپلواکۍ تړون

From Wikimedia Incubator
< Wb‎ | ps
Wb > ps > د خپلواکۍ تړون

د خپلواکۍ تړون کتاب په ۳۱ او ۳۲ پاڼه په دې اړه وائي چې په کال ۱۹۶۹ کې د کراچۍ نه یو پروګرام خپور شو. په دغه پروګرام کې یوه پنجابۍ ښځه ښودلې شوي ده چې د پاکستان نقشه یې په دیوال ځړولي ده او خپل ماشوم زوي ته جغرافیه لوست وائي ـ دغه ښځه وار په وار د پاکستان د برخو په توګه د پښتونستان او بلوچستان سیمي په ګوته کوي, بیا زوي ته وایې چې دغه ټولې سیمې زموږ دي ځکه چې پاکستان زموږ دی او دغه سیمې په پاکستان کې شاملې دي. بیا ورته وایې ګوره زویکه! دا پنجاب دی, په دې کې پنجابی قام اوسېږي لکه ډاکټر اقبال, عزیز بټي نشان حیدر والا, طفیل محمد نشان حیدر والا او ستا بابا ـ دا سند دی, دلته سندیان اوسېږي, قایداعظم هم په دغه ځای پیدا شوی وو. دا بلوچستان دی, دلته بلوڅان اوسېږي, بلوڅ قام بې سواده دی او وروسته پاتې شوی دی, اوس موږ کوښښ کوو چې دوې ترقي وکړي. تر ټولو وروسته دغه ښځه د پښتونستان سیمه په ګوته کړي او زوي ته وایې دا صوبه سرحد دی او په دغه سیمه کې پټان اوسېږي. بیا ورته وائي پټان پېژني او که نۀ؟ لکه دغه زموږ د بنګلې څوکیدار ماشوم سمدستي ځواب ورکړي. ښه ښه هغه پټان چې نسوار اچوي او موږ له بوټان پالش کوي مور ورته وخاندي او ووایي دا هماغه پټان دی ـ دا دی د پاکستان تلویزیون په نظر کې د پښتون قام قدر و قیمت. هغه پنجابیان چې پښتنو ورته اسلام ښودلی دی. نن په پښتنو د اسلام پر نامه لوبي کوي ـ د احمد شاه ابدالي د توري وارث دې نن په پاکستان تلویزیون کې ورته په جار د بنګلو څوکیدار, د نسوارو نشه یي او بوټ پالشیان وئیلې شي. د پاکستان تلویزیون دغه ټولې هلې ځلې یواځې د دې لپاره کوي چې پښتانه د احساس کمترۍ ښکار کړي او د دوهمې درجې د خلکو په حیث اردو ژبې او د یو پي سي پي کلتور ته غاړه کېږدي ـ د پنجاب پر رسنیو په پښتنو ملنډي وهل څه نوي خبره نه ده. د دې ملنډو پېل د پنجاب څخه د رسنۍ راتللو نه پس شوی دی. اوس دا نه یواځي د پنجاب پر رسنیو کېږي بلکې تعلیمي نصاب ته هم وردننه کړای شوې دي ـ ورسره ورسره دا عام پنجابي د خوي یوه خاصه هم ګرځيدلې ده. کوم پنجابیان چې عام پښتون یواځي ووینې او دوې شمېر پرې ګڼ وي نو بیا پرې دوې ملنډي وهې ـ څو ورځي وړاندې راته یو ملګرې د یو پښتون کیسه کوله. کوم چې د سعودي عربستان د یوې کمپنۍ په ورکشاب کې کار کوي ــ وئیل په ورکشاب کې ټول پنجابیان مستریان دي او دا پښتون پکښې یکي یو دی او دوهمه دا چې؛ دا پښتون نوی نوی مساپر هم دی ؛؛؛ ملګرې مې زیاته کړه چې دا پښتون به پنجابیانو د په پټان نوم په مخه اخیستی وو او نورې قسماقسم ملنډي به یې پرې وهلې ـ وئیل اخیر یې دا پښتون د احساس کمترۍ ښکار کړو, د خپل قومیت څخه يې انکاري کړو او اوس ځان د پښتون پر ځای ښاری پاکستانی بولي ـ دا په عربستان کې د یو پښتون حال وه. دې ته پام وکړئ چې په پاکستان کې دننه به د پښتنو څه حال وي؟ ځکه چې: ملک د پنجابیانو دی, نۀ شي تور اوربل پکښې