Jump to content

Wb/ps/دار ته هرکلی

From Wikimedia Incubator
< Wb | ps
Wb > ps > دار ته هرکلی

ثناء چې هر څه وغواړې ربه هغه کړى شې ټول نظام د سترګو رپ کې بدلوى شې ټول ژوندي په يوۀ امر مړۀ کوى شې بيا يې بيا ژوندي له خاورو پاڅوى شې دا جهان واړه په بل مخ اړوى شې بيايې څو وارې هم ښکلى جوړوى شې دا مغرور شاهان له تخت غورځوى شې

ملنګان شاهانه تخته ته رسوى شې

هر څه هر چاته چې غواړې ورکوى شې هر څه هر چا نه چې اخلې اخستى شې لوى خالق د مخلوقاتو يې خالقه رب د ټولو کايناتو يې خالقه ته جبار ، قهار ، غفار يې لويه ربه يکي يو يې خود مختار يې لويه ربه چې دې خوښه شي هر څه هغه کوې ته

څوک په غم اخته کړې څوک خوشالوې ته

يو مرغۍ له هوا راولې پنجرې ته بل له اوسپنې پنجرې ازادوې ته چې د عمر ګناه ګار درته په صدق توبه اوباسي توبه يې قبلوې ته نو زه هم يو سوال کوم د سوال نه مخکې هغه دا چې دغه سوال به مې منې ته ته رحمٰن يې هم رحيم يې هم قدير يې هم عليم يې هم ستار يې هم خبير يې عجيبه زورور ذات يې پاکه ربه ته القاضى الحاجات يې پاکه ربه زه د ستا يو ډېر عاجز غوندې بنده يم نفس شېطان را سره مل دى شرمنده يم زه خو نيک نام کوم چې پرهېزګار يم تا ته پته ده چې څومره ګناهگار يم زه د کمزورى يم بې وسه يم ناتوان يم زه په بدو عملونو پښېمان يم تا ته سوال کړم ته بښونکى يې خاونده ګناه ګار ته تېرېدونکى يې خاونده ته غفور يې ګناه ګانو نه را تېر شه ډېر رحيم يې سزاګانو نه را تېر شه رحمٰن ذات يې رحمتونو کې مې غرق کړه تاته خوښ محبتونو کې مې غرق کړه که ( مفتون ) يم مفتونيت راځنې واخله بدخويونه بد خصلت راځنې واخله د نېکيو توان کافي راته عطاء کړه زه معافي غواړم معافي راته عطاء کړه ژوند سپېڅلى مطابق د شريعت را يا الله آخر کې مرګ د شهادت را



پاکه مينه

که دې مينه کې بيمار شم بيمار نه يم که هجران کې دې ازار شم ازار نه يم

چې يو ځل دې اغياران په دار محکوم کړم که بيا سل ځله په دار شم په دار نه يم

که زر واره د جهاد په حقه لار کې ګړنګونو نه ګزار شم ګزار نه يم

چې د پاک حرم خادم او خاکروب نه شم که د درست جهان سردار شم سردار نه يم

که ( مفتون ) ددې فاني ژوند طلبګار شم که زه دغه شان هوښيار شم هوښيار نه يم

١٣٨٢ مئين شه اول پاک غني سبحان باندې مئين شه بيا نبي اخر زمان باندې مئين شه

بيا د ژوند د تېرولو قانون زده کړه په قرآن عظيم الشان باندې مئين شه

چې د خداى او د رسول فرمانبردار وي پس له هغې په انسان باندې مئين شه

کافرانو نه نفرت او کرکه وکړه مسلمانه مسلمان باندې مئين شه

شېطانان د استغفار په غشو وله زړه کې ساته په ايمان باندې مئين شه

مجاهد شه خپلې وينې نذرانه کړه د الله په هر فرمان باندې مئين شه

په جامه د شهادت يې ور سينګار کړه حقيقت کې په خپل ځان باندې مئين شه

دا بدرنګ لښکر ترې وشړه ( مفتونه ) په ښاېسته افغانستان باندې مئين شه

١٣٨٢ مجاهد شه

نېک بنده د پاک سبحان شه مجاهد شـه د حضور په لار روان شه مجاهد شه صــداقـت زده کـړه د حـضـرتِ صديـق نـه د حضور نور چشمان شه مجاهد شه عــدالــت راوړه د حــضـرتِ عــمـر بـيـا د مظلومو نګهبان شه مجاهد شه شــجـاعــت پـېـدا د حـضـرتِ عـلـي کـړه کافرانو ته طوفان شه مجاهد شه پــه قرآن عظيم الشان دې وينه توې کړه د وخت حضرتِ عثمان شه مجاهد شه نـوې نـاوې مـنـتـظـره تر قـيـامـت کـړه حنظله غوندې قربان شه مجاهد شه جلېبيب شه هم غازي شه هم شهيد شه د وخت داسې مسلمان شه مجاهد شه د جهاد د جنگ مېدان ته په غورځنگ ځه د خالد په شانته ځوان شه مجاهد شه ظالمانو لره سور اور شه ( مفتونه ) په مظلومو مهربان شه مجاهد شه

مـقـابـــلـه دا ژونـدون دى امتـحان مــقـابـــلــه ده

                                              د خپل نفس او شېطان مقابله ده 

خامـاخـه به پکـې سره ګـــلان رژيـــږي

                                              د بهار او د خزان مقابله ده 

نتيـجـــه به يې سپېڅــلى پسرلــى وي

                                             د نسيم او د طوفان مقابله ده 

حــــق خـــبـره کــــول دومره اسـان نه دي

                                            د تندي او د سندان مقابله ده 

اسلامي انقلاب کلک عزمونه غواړي

                                             په يو ځان د ټول جهان مقابله ده 

يوې خوا درسته کفري اېټمي نړۍ ده

                                            بلې خوا ته څو ځوانان مقابله ده 

بيا د ټول سر زور جهان مخ ته ولاړ دي

                                            نازولي طالبان مقابله ده 

د تـــاريــخ څــه عــجـيبه برخه جوړيـږي

                                            بم په ځان تړي زلميان مقابله ده 

دا يـــوازې پــه قــوي ايمان کېدى شي

                                            آن د زمکې او اسمان مقابله ده 

په رښتيا که څوک د حورو عاشقان وي

                                           دا يې ګز او دا مېدان مقابله ده 

اې ( مفتونه ) تل د هر چا نه ګټلې زمونږ ګران افغانستان مقابله ده

د اوښکو شبنم دا چې ربه بنيادم قېمتي کېږي ستا په فضل و کرم قېمتي کېږي څوک په ظلم او ستم باندې ذليل شي څوک په ظلم او ستم قېمتي کېږي

هغه ياد کړه چې حرم پرې قېمتي دى دا پرېږده چې په حرم قېمتي کېږي تور رانجه د تورو سترګو قېمت نه دى دا د تورو شپو په نم قېمتي کېږي

زما خوار زخمي زخمي زړه به جانانه ستا د شونډو په مرهم قېمتي کېږي رب ته دومره قېمتي يې پيدا کړى چې يې خوښ شې هغه هم قېمتي کېږي

کاشکې زه خاوره د هغه چا د ښپو وى چې يې خاوره په قدم قېمتي کېږي خوشحالي يوه نېشه ده سپکوي دې سړى هر وختې په غم قېمتي کېږي

وخته ښه ډېر تهمتونه راته راکړه سپين کاغذ په تور قلم قېمتي کېږي که د زړه ګل قېمتي غواړې ( مفتونه ) دا د اوښکو په شبنم قېمتي کېږي




د گلونو شونډې

ته چې مرګ په ورين تندي اخستى نه شې هغه مسته زندګي اخستى نه شې

چې د صبر سرمايه در سره نه وي د غم ښار کې خوشحالي اخستى نه شې

د مجاز مکتب چې نه يې ناکام کړى حقيقت کې کاميابي اخستى نه شې

ستا په عقل او شعور کې ډېر کمى دى ته لقب د لېوني اخستى نه شې

چې په تورو زندانونو مئين نه يې بيا نو سپينه ازادي اخستى نه شې

تا په سرو سترګو صحرا لوستلې نه ده د جنون لويه هستي اخستى نه شې

ته به څنګه د ګلونو شونډې ښکل کړې چې لاسونو کې اغزي اخستى نه شې

ستا په سترګو کې تصوير د ښکلا نشته ته له ژونده بدرنګي اخستى نه شې

ځان به مړ ځان به ذليل، ځان به تباه کړې خو طالب نه مې مستي اخستى نه شې

ته په خپله په پلورلو اموخته يې ته دا سپين او تور پټکي اخستى نه شې

اى په خپله بادشاهۍ باندې مغروره د ( مفتون ) نه ملنګي اخستى نه شې



د انـار خــوي

بائېد وي په مسلمان کې د ايثار خوي په دې کار کې پکار نه دى د انکار خوي

د کربوړي دا ډارن خوي به دې خوار کا ځوانه ځان کې کړه پېدا د قبچه مار خوي

د پروتې دا پرېوتى عادت پرېږده که عزت غواړې نو خپل کړه د چينار خوي

دا د آم او د کېلې خصلت ښه نه دى شا زلميو سره خوند کا د انار خوي

لکه لومه د چا ښپو ته مه غورځېږه د ليندې په شانته زده کړه د ګذار خوي


زمري رنګه غيرتي غرئيز خوي کړه د ګيدړ په څېرې مه کوه د ښار خوي

مچ ته ذهر شي مچېو ته ګبين شي شته په ګران افغانستان کې د کوکنار خوي

رنګين شال به د وطن په ناوې خور کړم

زه لرمه داسې مست بهار بهار خوي

د جنت له خونده ډک دى مجاهده ستا له ډېرې بې خوبۍ خمار خمار خوي

د سنګر طالب په زړه باندې بيمار کړم ستومانۍ کې يې کاوه بيمار بيمار خوي

ته چې ګنج د ښاېستونو يې جانانه په ( مفتون ) کې به ضرور وي د خامار خوي

١٣٨٢ تقريباً

جهادي خويونه ړانـده خـونه يـو پـه اغــزو ګـلونـه، نــۀ بــدلـــوؤ مونږه په نيمګړې خوشالۍ غمونه،نۀ بدلوؤ مونږه غافل نه يو مونږ ذهر او شات ښه پېژنو په خنداګانو دا خوږۀ دردونه،نۀ بدلوؤ کېدى شي وخت د چاپه لاس راته سزاوې راکړي خو په سروزرو نظرئيو فکرونه ،نۀ بدلوؤ زړونه، له زړونو بدلـوؤ خو په سـپـېـڅـلـو زړونـو خو حقيقت کې له مداره زړونه،نۀ بدلوؤ د قسماقسم سېلابونو کې غېژ کې ژوند تېرؤو لکه د خوړ کاڼي يو سپين رنګونه ،نۀ بدلوؤ نور به هم وزوريږو نور بـه هم حــالات بــدل شـي خو دا جنګي او جهادي خويونه ،نۀ بدلوؤ مونږه د رب په مرسته هر وخت بدلوؤ وخـتـونـه خو د وختونو سره خپل ځانونه ،نۀ بدلوؤ مـجـاهـد، وو، مـجـاهـد يـو او مـجاهـد به اوســو شان او نشان ساتو اوچت نومونه ،نۀ بدلوؤ په غفلت نه، مونږ په غېرت او سادګۍ مئين يو په ټول جهان دا نازولي غرونه،نۀ بدلوؤ سرۀ او سپين پېژنو خو سپينې اوښکې هم پېژنو په تشو کاڼو قېمتي لالونه،نۀ بدلوؤ ( مفتونه ) مونږ په ابدي مست ژوندانۀ مئين يـو په دې نيمګړي ژوند، ژوندي مرګونه،نۀ بدلوؤ


مسته تنده

توره په لاس ښپه په رکاب کې غواړو تسل د زړونو په حراب کې غواړو

د ارادو ټيکري کې بده ښکارې مينه د وينو په حجاب کې غواړو

د کوثر خوږ مضمون د جنګ مکتب کې د پرهرونو په کتاب کې غواړو

هغه مست جام د شهادت د زمزم په مسته تنده د شباب کې غواړو

مونږه بې درده ژوندون نه خوښوو شېبه شېبه ثواب ثواب کې غواړو

مزل په څوکو د اغزيو کوو د مه په غيږه د ګلاب کې غواړو

مونږه په ژوند کې انقلاب نه غواړو مونږ ټول ژوندون په انقلاب کې غواړو

د هر مظلوم د هرې اوښکې بدل د هر ظالم نه په حساب کې غواړو

مونږ له ممبره داسې غږ کړى دى جهان سر ټيټى په محراب کې غواړو

ژوند تباهي گڼو د ظلم ښار کې نجات د رب نه په درياب کې غواړو

دوي ورته جي او په جناب قايل دي مونږه عزت ترې اجتناب کې غواړو

جهاد، جهاد او الجهاد ( مفتونه ) د ژوندانه په هر يو باب کې غواړو

هدف نه خپل نوم او نۀ خپل شان زمونږ هدف دى نۀ دا ګران افغانستان زمونږ هدف دى

د تمام انسانيت غم راسره مل دى هسې نه چې څو کسان زمونږ هدف دى

مونږه تل په عقيده له سره تېر يو په هر وختې کافران زمونږ هدف دى

ملگرتيا د مظلومانو زمونږ کار دى هر حالت کې ظالمان زمونږ هدف دى

د تعصب او قوميت خبره نه ده مرګ د هر يوۀ شېطان زمونږ هدف دى

هر قانون محکومول په مخ د زمکې حاکميت د سپين قرآن زمونږ هدف دى

تر يو وخته تر يو حده محدود، نه يو تر قيامته ټول جهان زمونږ هدف دى

اول خاص د رب، رضا غواړو، ( مفتونه ) بيا جنت، حورې، غلمان، زمونږ هدف دى

د سپين غر لمنې ١٣٨٨



د خطر زنګ

شان شوکت کې د چينار په شانته دنګ يم خوي خصلت کې د ګلاب د ګل په رنګ يم

شرنګ د تورو زولنو پر ما مئين دى زه مستي لرم د سپينو تورو شرنګ يم

په غلامو عادتونو عادت نه يم غورځومه د غرور غرونه غورځنګ يم

زه د مرګ هېبتي سترګو کې ژوند وينم هسې نه چې په دې خپل ژوند پورې تنګ يم


په سينه د خپلواکۍ ليلىٰ ته پروت يم د باروتو په اور تور لکه لونګ يم

غېرتي يم ټنګ ټکور سره تضاد يم د غفلت پردې شلوم د تندر کړنګ يم

د تاريخ اسمان کې ستورى د سبا يم پېژندلى دې تمام جهان په ننګ يم

په يوه معنا پېغام د خوشحالۍ يم خو په بله معنا بيا دخطر زنګ يم

په مغرورو بادشاهانو مې قلنګ دى زه د ستړې زمانې داسې ملنګ يم

پکې راز د مينه ناکې زندګۍ دى په دې هيله د تور جنګ سره په جنګ يم

د ( مفتون ) زړه د ترخو خاطرو کور يم زه د ګران افغانستان په شانته ړنګ يم

عجيبه طاقت د غفلت شپې رڼــاګـانـو بـانــدې ولــو

                                             خنداګانې ژړاګانو باندې ولو

دسينې په للـمه کـړو باران د اوښـکـو

                                             بدرنګي په ښکلا ګانو باندې ولو

دا ثبوت د خپـلـواکـۍ لېلـىٰ ته ښايـو

                                             لېوني په صحراګانو باندې ولو

مونږ د ژوند په قدر دومره ښه پوهېږو

                                             چې ځانونه د شمنانو باندې ولو

مــظـلـومـان د تـرحـم څـادر کـې نـغـاړو

                                             د غم غشي ظالمانو باندې ولو

ماشومتوبه نه موجنګي زده کړه عادت ده

                                             مونږ مرغان په ماشومانو باندې ولو

مونږ په ښکلو باندې سرۀ ګلونه شيندو

                                             خو بدرنګ خلک بوټانو باندې ولو

پـاک الله داسـې عـجـيـب طـاقـت راکړى

                                             چې شاهان په ملنګانو باندې ولو

يـرغـلـګـر پـه بـاروتـي واسـکـټـو لمانځـو

                                             مېلمانۀ خلک ګلانو باندې ولو

د سروزور، زور پرې ځکه نه رسيږي مونږ ( مفتون ) په دعاګانو باندې ولو

دلمبو لوپټه

ښه نۀ ښکارى د تشو ارادو په لوپټه کې د ژوند شهزادګۍ خوندکا د جذبو په لوپټه کې

طالب زړه مې پرې ځکه ځان سيزي لکه پتنګ د دين شمع چې ګوري د لمبو په لوپټه کې

د هيلو سوى باغ ته به راؤړم د حسن ناوى د وينو د سپېڅلو پسرلو په لوپټه کې

زما پښتون تندي سره د زخم تاج مزه کا د ستا پښتنې سترګې د رنجو په لوپټه کې

د وخت هوښيار شلولى د وطن د پېغلې شال دى ګلونه ورته ايښې لېونو په لوپټه کې

جهان ددې يتيمې ماشومګۍ دى پوروړى چې تاؤ ده د دې څو رنګه ټوټو په لوپټه کې

د درد په تيلې بلې کړه دا مړې ډيوې د اوښکو خوند واخله د وصال د تورو شپو په لوپټه کې

سر تورو ته ډالۍ دي سينګارونه او سندرې نظر دى د زندان او زولنو په لوپټه کې

زما شوخه ځوانى په باروتي واسکټ ښه ښکاري د ستا نازک بدن د ستارو په لوپټه کې

پټکى کړي د ځوانانو د غېرت ترجماني عزت او ښاېئست وي د جينکو په لوپټه کې

آخ بيا بمبارۍ وشوې بيا به ډېرې پېغلې يوسي د هيلو جنازې د سلګکو په لوپټه کې

پټ سپين وزېرستان دى د لوګېو په څادر کې دا توره پنجابګۍ د رنګينو په لوپټه کې

دا څوک چې د پښتون په نوم خېرات غواړي پردونه همدوي داغونه کېښول د پښتو په لوپټه کې

( مفتونه ) چې نامه د شهيد تله راتله په شونډو حيأ محسوسوله اننګو په لوپټه کې


د سرونو تاوان

د ژوند هر رنګ امتحان سره بلد يو مهاجر يو د هجران سره بلديو

جنازې لکه ډولۍ په خوشحالۍ وړو د مرګونو د طوفان سره بلديو

سرې ګلولۍ لکه ږلۍ راته ښکاريږي د بمونو د باران سره بلديو

پښتنو مېندو روزلي يو سوزنۍ کې له زانګو، نه د زندان سره بلديو

د عزت بائېلل هېڅ شان زغملى نه شو د سرونو د تاوان سره بلديو

رنګينېو، نۀ د مينى لېونيان يو د ريښې ريښې ګرېوان سره بلديو

مونږ بچيان د انقلاب، مجاهدين يو د جنګونو د مېدان سره بلديو

مونږ ته پاتې دي کيسې د يرغلونو

د دردونو د داستان سره بلديو

د خندا او د خوښۍ خواږه مو هېر دي د غمونو تريخ دوران سره بلديو

آزادي مو، ده لېلىٰ مونږ مجنونان يو دښتو، غرونو، بيابان سره بلديو

پرديتوب مو په بنأ د ښکلي دين دى ګنې ښۀ د ټول جهان سره بلديو

اې ( مفتونه ) مونږ سپېڅلي بلبلان يو ګلستان افغانستان سره بلديو


خوب وړى دى

ستړى مزدور دى د غرمې سېوري ته خوب وړى دى که څوک مئين دى د وعدې سېوري ته خوب وړى دى

د حقيقي عشق د آغاز انجام به دغسې وي لکه پتنګ چې د لمبې سېوري ته خوب وړى دى

په باروتي لمبه شهيد ځوان پروت په وينو کې دى که نه وربل د لوپټې سېوري ته خوب وړى دى

هاغه د ګل نه نازک دنګ زلمى که ياد شي درته د دې وړې ماتې جنډې سېوري ته خوب وړى دى

بائېد زمونږ د بېدارۍ جرس همدا ماشوم وي چې د شهيد پلار جنازې سېوري ته خوب وړى دى

حفاظت کاندې ملائېکې د هغه مجاهد چې د جهاد تودې مورچې سېوري ته خوب وړى دى

د مجاز ستر فکر خاوند يې سلامۍ ته راځي کوم لېونى چې د جذبې سېوري ته خوب وړى دى

ړانده ضمير نه لاس نيوى کوي او لار ترې غواړي چې کوم احساس د ارادې سېوري ته خوب وړى دى

د دې طالب له ډاره ټول جهان ته خوب نه ورځي چې د شهيدې مدرسې سېوري ته خوب وړى دى

دا شېطاني فرېبجن شور يې ويښولى نه شي څوک چې د مينې د پردې سېوري ته خوب وړى دى

په گل مئېن بورا زړګى مې د سينې پنجره کې د سرو زخمونو د غونچې سېوري ته خوب وړى دى

هغه به ټول عمر په اور کې شبګيري تېروي څوک چې د ستړې زمانې سېوري ته خوب وړى دى

هغه سپېڅلي توند صوفيان ښائيي له ښاره تللي رياکار شېخ د مېخانې سېوري ته خوب وړى دى

را ويښوي به د غفلت غېږ کې ويدۀ ذهنونه خيال د ( مفتون ) د فلسفې سېوري ته خوب وړى دى


١٣٨٣ مست احساس توره ته چې سپين ارمان را باندې وژنې ړندوې مې او زبان راباندې وژنې د هوس په ټټو سپوره ځان خبر کړه هېڅ کړاى نه شې هسې ځان راباندې وژنې

اې فطر ته تا چې شان د زمري را کړو خاماخابه ګيدړان راباندې وژنې لږ شه تم د خپلواکۍ مسته احساسه هسې ولې غلامان راباندې وژنې

د ايمان جذبې، بې حده مې خوښېږې تل سرزوري کافران راباندې وژنې د مظلوم فرياده دومره دې غمجن کړم چې ضرور به ظالمان راباندې وژنې

اې غربي غداره څومره لوى شېطان يې ډالر خوښي افغانان راباندې وژنې دومره مست حسن لرې افغانستانه چې ډاکوان د ټول جهان راباندې وژنې

ته چې داسې شاعري کوې ( مفتونه ) مفسد فکره شاعران راباندې وژنې

زرگري مدرسې ته په لاره برخه لمر چې د غره شاته پناه يوړله شپې رانه پلو کې رڼا يوړله

تا چې په زخمي شونډو سلګۍ وکړې مانه دې د عمر خندا يوړله

ټولو کې ممتاز به وي هغه زلمى چا چې سينه سره په وفا يوړله

ماچې د شپې زړه په اوښکو وتخڼو عرش ته فرشتو مې دعا يوړله

چا چې په دنيا کې دنيا پرېښوده هغو له دنيا نه دنيا يوړله

سپين وطن مې هر چا ته تور داغ شولو برخه د عظمت ترې ملا يوړله

چاچې بدرنګي په کاڼو وويشته هغو په بدل کې ښکلا يوړله

پوى نه شو ( مفتون ) په لېونۍ ځوانۍ زر ترې د غمونو بلا يوړله

علي مسجد ١٣٨٣


اجل

چې په کوم لور نظرونه تاوه وو په مغرورو باندې غرونه تاوه وو

زر او زور او د تور زړو، نه نفرت کړو په سپين زړه کې سپين سپين زړونه تاوه وو

لوى خالق لرو د وخت غلامان، نه يو مونږ د ځان پسې وختونه تاوه وو

جنگ ته ځو په شهادت باندې مئين يو له سرونو کفنونه تاوه وو

نېکټائي خو د غلام ژوندون ثبوت دى مونږ خپلواک کمر بندونه تاوه وو

هر يو ول ئې سم اجل کفر ته ښکاري پټکي ځکه ولونه ولونه تاوه وو

فدايان يو ټول جهان رانه ډاريږي له ځانونو، نه بمونه تاوه وو

ځان زندان ته جوړؤو د ماشومتوب نه په سوزنيو کې ځانونه تاوه وو

مظلومان سينې ته نيسو ښکلوؤ ئې په ظالمو ورمېګونه تاوه وو

هغه څوک چې دې غريب ولس ته غله دي په دې خلکو به لاسونه تاوه وو

چې زمونږه غږ څوک نه اوري غافل وي خاماخه به پرې غوږونه تاوه وو

مونږ پرې فخر کړو پرې نه ژاړو ( مفتونه ) شهيدانو نه ګلونه تاوه وو


زېــرى

څوک چې نا مه د دهشتګر په کوم قانون راکـوي

                       په حقيقت کې اجازه دوي د خپل خون راکوي

د خــطــر غـېـږ کـې د تـريـخـجـنـو خـاطــرو پــه ژبـه

                      حالات خبر د يو سپېڅلي اوښتون راکوي

خاموش درياب يمه خو بيا مې د زړګي په تـل کــې

                      انقلابي طوفان رالوتى راته يون راکوي

طوفاني شپه کې هئېبتي څړيکې د سپينې برېښنا

                       راته خوږ زېرى د خوښۍ د سباوون راکوي

ځـــان او جــهــان تــرې ځـــارومــه د جــنـت پـه هـيـله

                       چې کوم جانان جذبه د مينې د جنون راکوي

د مـــاذيــګـر د لــمـر وړانــګې د زنــدان پـنـجـرو کـې

                      راته پېغام د ازادۍ د مست ژوندون راکوي

داړه مـــــاران لــــېـوان بــــه وژنـــي ګــيـدړانـــو ســــره

                     رب، به تالا ترغه رمې ته داسې شپون راکوي

داســـې پـېـغـام د زولــنـېـو هــر يـو شــرنــګ راکــوي

                    چې اې ( مفتونه ) خداى په خاماخه خلاصون راکوي

بنو زندان – ماذيګر – ١١\ ٤ \٢-٧- د غرغرو غېږ مـجــاهــد يــم د جــګــړو غــېـږه کــې اوســـم

                                                     لکه ګل يم د اغزو غېږه کې اوسم

ړانـــده خـــلـک مـــې پـه قــدر نـه پـوهـيـږي

                                                     لکه لال يم د ايرو غېږه کې اوسم

ځــــکــه زړه د خــــزانـــــونــو راتـــــه ډک دى

                                                      چې د مستو سپرلو غېږه کې اوسم

پـــه تــنــدي مـې د توحــيد کليمه ليک ده

                                                       مست پتنګ يم د لمبو غېږه کې اوسم

د ســهــار ګـــنــډلـې سـتـرګــې بـه پرانــيـزم

                                                      په دې نيت د تورو شپو غېږه کې اوسم

زه پــه ســپـيـنـه ازادۍ بـانــدې مــئين يـــم

                                                      زه به تل د زنځيرو غېږه کې اوسم

لــوى الله بــه مــې د مــخ خــولــې زمـزم کـا

                                                      زه د ټکندو غرمو غېږه کې اوسم

وخـت لـه سـتـرګـو، نه جدا کړم ارمانجنه

                                                     لکه اوښکه د لېمو غېږه کې اوسم

مينه راکړه نا اومېد سينـد غاړى گل يــم

                                                    د بلا بلا څپو غېږه کې اوسم

زه د وخـت هغه جـنګي افــغـانـسـتــان يــم

                                                   چې مدام د حادثو غېږه کې اوسم

زه ( مــفـتـون ) د جنت مسته غېږه غــواړم

                                                  ځکه زه د غرغرو غېږه کې اوسم

د عقيدې رشته مونږ د خزان بادونه ، نه يو چې سپرلي ماتوو مونږ نسيمونه يو غوټۍ د سهارګي ماتوو

مونږ مجاهد يو ماتوو مغرور ظالم سرونه مونږ هغه نه يو چې ازار اخلو زړګي ماتوو

د شهادت جام پسې دومره تږي تږي ګرځو چې ددې تندې ماتېدو پسې تندي ماتوو

د جينکو په شان په کور او په ګودر کې نه مرو په سنګرونو دا چينار چينار ځواني ماتوو

د خپلواکۍ احساس مو دومره په مستۍ کې دى چې غلامان وژنو او بادار ته ئې مستي ماتوو

دا چې د خپلو د پردونه په پرده کې ګرځو نور به د وينو په بدل دا پابندي ماتوو

مونږه سپېڅلي فدايان د رود نيل په شان يو د وخت وحشي کفري لښکرې فرعوني ماتوو

د عقيدې په وريښمين تار چې تړلې نه وي ( مفتونه ) مونږ هغه رشته هغه دوستي ماتوو ننگرهار اچين عدلخېل ١٣٨٧ د حق لاروي مــجـاهـد يــم مـينـه زړونــو بـانـدې شـيـنـدم

                                             خونفررت په نفرتونو باندې شيندم

د مــظـلـومـو د خــدمـت پـه خــاطــر بــانــدې

                                            خاطرې په خطرونو باندې شيندم 

دا خپل ځان ښاېئسته کـوم د رب حضـور تـه

                                           خپلې غوښې په بمونو باندې شيندم 

حـــق پــرســت يــمـه بـاطـلــو تــه طـوفـان يـــم

                                           هئېبتونه وحشتونو باندې شيندم

د ســـتــومــانــه مـجـاهـد د مــخ خـولــه يــــم

                                           د سکون ساه ولسونو باندې شيندم

تــــورو شــپــو کــې بــلــوم ډيــوې د اوښــکـو

                                           رڼاګانې تورتمونو باندې شيندم 

د شـــهــيــد سـپـېـڅـلـى ويـنـه يـم سپرلى يـم

                                           رنګينۍ په دښتو غرونو باندې شيندم 

پـــه ګـــودر مــې نـښــې مـه ګـوره زلـمـى يــم

                                           زه ځواني په سنګرونو باندې شيندم 

مــا مــلـکونــه پـه هېڅ شـان شيندلى نه شي

                                          انقلاب به په ملکونو باندې شيندم 

څـوک ( مـفـتـونـه ) مـطـمـئېن کړم په شعرونو

                                           چا ته مالګه پرهرونو باندې شيندم 


ستړى غازي

چې د يتيم نازکې شونډې اسويلي وسپړي د درد په ګوتو مې زخمونه د زړګي وسپړي

په خاورو خړ زخمي بشر د شهيد داسې ښکاري لکه چې مست نسيم غوټۍ د سهارګي وسپړي

مشک وعنبر ئې سلامي کا د خولو خوشبو ته چې کمر بند ملا نه د جنګ ستړى غازي وسپړي

سېل ئې کوي د جنت حورې د اسمان فرشتې چې ګرم جنګ کې طالبان ځوانان پټکي وسپړي

خزان، خزان به شي خزانه ستا بدرنګه څېره د شهيد وينې به سپېڅلي پسرلي وسپړي

د وخت ځوانانو بائېد تاسو خو بيا ذهر وخورئ چې د سنګر بادونه پېغلو ته پيکي وسپړي

که د زلميو احساس دغه شان ويدۀ پاتې شي جونې مجبورې دي چې لاسو، نه بنګړي وسپړي

کامياب هغه دى چې د مستې زندګۍ دروازه د تورو غېږه کې په چيغه د مرګي وسپړي

هلته چې ټول دغلامۍ پړي په غاړه لري

څوک به لاسونو، نه زنځير د لېوني وسپړي

پښتنې خپل بچيان روزي د انقلاب لپاره کله ئې وتړي او کله ترې سوزني وسپړي

پکې به ولولي د ستړي ژوند ترخې خاطرې که هر څوک راشي او کتاب مې د زړګي وسپړي

( مفتونه ) بيا به دې د حورو سره مينه منم که د سينې پرهر دې شونډې ګلابي وسپړي

د زړه حرم د خــوښــــــۍ زخـــم تـــه مــرهــم ســـــاتـمـه

                                                     مدام د زړه په جيب کې غم ساتمه

د مــايــوســۍ جـــل مــې وهــلـى نـه شــې

                                                    د مخ خولې لکه زمزم ساتمه

د طــوفــانـونـو غـېـږ کـې ژونـد تـېـروم

                                                     عزم دغره په شان محکم ساتمه

راتــه هـېـڅ نـه دي کـږ لـېـچـونه د وخت

                                                    هدف سپېڅلى او نيت سم ساتمه

ځــکه مـــې تــل تــازه وي ګــل د زړګـي

                                                   د تړمو اوښکو پرې شبنم ساتمه

د ازادۍ نـــيـمــــــګـــــړي نـــوم لـــپـــــاره

                                                   په زخمي ګوتو کې قلم ساتمه

خـــامـــار تـــه غـــشــي او لـيـنـده لرمــه

                                                  مار او لړم لپاره دم ساتمه

د وخـت کــږو تــور فــکـرو خــلکـو لــره

                                                 دا کږه سپينه توره هم ساتمه

د حال کتاب کې د نفاق مضمون ته

                                                 عنوان دا تور او خړ طورخم ساتمه

اې د ( مـفـتـون ) طـالب، طالبه غمه

                                                په تا آباد د زړه حرم ساتمه

١٣٨٨ مهربان سيمه

د مرګ مينه

مونږ د ژوند په شان ګڼلى حقيقت مرګ ډېر په مينه ساتو زړه کې هر ساعت مرګ

بې غېرته زندګي که بادشاهي وي په سل ځل مو ترېنه خوښ دى د غېرت مرګ

چې له مرګه کوي ډار په ژوند مئين وي هغو خلکو ته را درمي د ذلت مرګ

چې د حق په سر په اور کې سوى سکور شم ما ته ښکاري بس همدغه د عزت مرګ

د جهاد سنګر کې خوښ ټوټه ټوټه يم ربه را نکړې بستر کې د راحت مرګ

يا الله ته خو ( مفتون ) ته ور نصيب کړه په پرهر پرهر سينه د شهادت مرګ


مسته خاطره

د غــازي جــانـان کـيسـه ئـې مـستـه مـستـه

                                   زنګوې زړونه نېشه ئې مسته مسته 

دا چـــې ســـېــورى دې اثـــر لـــري د اېــټــم

                                  د طالب زلمي شمله ئې مسته مسته 

سپينې تـورې سپينې حورې درته ښکاري

                                 د جهاد سپينه جذبه ئې مسته مسته 

چې ته راشې نو د زړه غوټۍ مې ګل کړې

                                د سهار خوږه وږمه ئې مسته مسته 

طـــوفــانــي غــېـږه کې سـاتې هــئېبتـونـه

                                د کونړ د سيند څپه يې مسته مسته

ويښوې چې مېوندي احساسـه لــه خوبــه

                                هغه چيغه او ټپه ئې مسته مسته

د شــهـيــد طـالـب زخمي زخمي سينه ئې

                               که د سرو ګلو غونچه ئې مسته مسته 

چې دردمن زړه ته تسل د(غرق مفتون) ئې

                               د ژوند هغه خاطره ئې ئې مسته مسته 

١٣٨٥ د مهمندو سيمه د کونړ طرف ارادې

هغه څوک چې زمونږ خاوره زمونږ زر خوري خاماخا به ګذارونه د خنجر خوري

مسلمانه ځان ساته کفري ساحر نه ايمانونه د ډالرو په منتر خوري

بيا راغلي بلاګانې دي د غرب نه زمونږ خلک زمونږ دښتې زمونږ غر خوري

په نامه د بشر دوست او تروريزم دا مکار پردي حقوق په دې هنر خوري

خو پوره لا دا ارمان د هيچا نه دى هر يو وږى تل دې خاوره کې خپل سر خوري

الوتکې راته هېڅ نه دي (مفتونه) ارادې زمونږ اسمان سره ټکر خوري

١٣٨٤ ګران وطن خپله سيمه




کله کله

دومره ډېر زيات شي خفګان کله کله چې په ما تنګ شي جهان کله کله

مدام سمسور نه وي ګلزار د ژوندون ورته رادرومي خزان کله کله

دا يو دستور دى چې د حق په لار کې

په درا خېژيږي ځوانان کله کله 

د ازادۍ د ژوند سبق ورکوي ملګرو ښه وي زندان کله کله


چې بخت او وخت سره ټکره وخوري ملنګانه شي شاهان کله کله

شي د ملت د افتخار ګلونه دا سرببر لېونيان کله کله

ور سره للمه شي د زړه زرغونه ښۀ وي د اوښکو باران کله کله

افسوس چې وړاندې وى وروستيه عقله کومه دغه ارمان کله کله

مغرور چې نه شې د ځوانۍ په سپرلي خيال کې ساته بوډاګان کله کله

( مفتونه ) زړه ور پورې مه تړه ډېر بې وفا کېږي ياران کله کله


١٣٨٨ سارخېل آباد


شــعـار د شـهيـد

مــونږ مــجـاهـد يو ځـو بـه خــامــاخه پــه لار د شـهـيــد

                   مونږه خپل شان او کاميابي ګڼو کردار د شهيد

مــونږ تـه پـېـغـام دى د خـوښـېـو د سـپـېـڅـلي ژوندون

                   څاڅکي د سرو وينو پراته په سپين رخسار د شهيد

مــونږ تــه يو ګل د جـنـت ښـکاري خوشبوي ترې اخــلو

                   ښکلوو ځکه په ټټر باندې پرهار د شهيد

د دې جــــهـان د شــاهــانـه ژونــد نـه ئـــې غــوره ګــڼـو

                   د زنکدن وړو سلګېو کې ديدار د شهيد

يـا بــه غــازيــان شــو او ارزو بــه د يــتـيــم پــوره کــړو

                   يا به ورځو او ختموو به انتظار د شهيد

خـــزانــوو هــر وخــت مــونږ ځــکه دا ګـلـونـو ځــوانـۍ

                   چې راولو د هيلو شاړ باغ ته بهار د شهيد

د ژونـــدانــه لــحــظــه لــحــظــه بــانــدې فـــخـر کــوو

                   د زړه پر پاڼه مو ليکلى دى يادګار د شهيد

نــه د ډالـــر مــنـتـر ګــونــګــيـان کــړو د اېـټــم لــوګـو

                   ( مفتونه ) دى زمونږ په خوله باندې شعار د شهيد

ننګرهار ١٣٨٤ لــټـون ژونـــد د ژونـــــدون بـــازار کـــــې مـــه لــټـوه

                                  ګل د خارونو ښار کې مه لټوه

صـــحــرايــي خــوي لــرمــه شـوخ جــنـون يــم

                                  ما رواجي خمار کې مه لټوه

پـــــه ګــل زړګــي لــکـه خــوشـــبـو پــرته وي

                                  مينه اقرار انکار کې مه لټوه

مړاوى ښاېئست نه يم پښتون احساس يـم

                                  ما بازاري رخسار کې مه لټوه

د خـــنـداګــانــو د مـــســتـېـو طـــبـېـعـت

                                  دا دوه د زړه بيمار کې مه لټوه

دار د ســـپــېـڅــلــو لــېـونــېـو شــان دى

                                   دغه هنر هوښيار کې مه لټوه

د مــــلـنـګـۍ د ژونــدانـــه خــونــدونــــه

                                   په شاهانه در بار کې مه لټوه

د شــــازلـمـو نــښـې ســنـګـر کــې ګــوره

                                   دا د ګودر په لار کې مه لټوه

بـــــې لــــه خــــــزانـــه چــــې ګــلان رژوي

                                   نور څه د ژوند ګلزار کې مه لټوه

( مــــفــتـونــه ) شــپــې ورپــســې ولــټـوه

( ١٣٨٦د پېخې غر )           هغه په سپين سهار کې مه لټوه

-





د ښکلو کلى

ډيوه که د اخلاص لرې بې ډاره به راځې د شپې هئېبتي غېږ نه تر سهاره به راځې

يوه دانه قسمت که دې هم وي د ژوند بازار کې تر داره به دې يوسې خو، له داره به راځې

څو وار راتګ نه پس د معافۍ وار به دې راشي خو بيا هم په دې شرط چې څو څو واره به راځې


دا چم د داسې ښکلو دى چې دلته غرور مات دى په پاک نيت په راځې او په کراره به راځې

زه داسې عاجزي لرم زما په سر سرمسته که زر واره منکر شې بې اختياره به راځې

مدام که په ګلونو کې ژوندون د سکون غواړې د ژوند په دې ازغنه ستړې لاره به راځې

اقرار کې مې قرار د ناقرار زړګي ويده دى اې درده چې راځې نو له انکاره به راځې

په ژوند به درته خېر دى زه درځم خو پس له مرګه اشنا وکړه وعده چې تر مزاره به راځې

په خپلو وينو سور لکه انار له قندهاره طالبه د اسلام تر ننګرهاره به راځې

ملنګ د زمانې دى هېڅ توښه ورسره نشته ( مفتون ) ته چې راځې د خداى لپاره به راځې

شاکڅ ١٣٨٢ د فکر باز

د وحـــشـت شـپــو تــه زوال درســره راوړه

                                       وخته سپين د حق مشال درسره راوړه 

چې غـوږونـو کې پـردې دغـفـلـت پرې کا

                                      هغه چيغه د بلال درسره راوړه

زه پــه خــپـل خــلـيـلـي عـزم مـطـمـېن يـم

                                     نمرودي لمبې او ټال درسره راوړه 

د ســــــهـار بــاده راځــه پــه زانـــدانــونــو

                                   د بندي ملګرو حال درسره راوړه 

چـې ځـوانانو تـه احسـاس د غېرت وشـي

                                   د شهيدې پېغلې شال درسره راوړه

چـــې راځـــې زمــونـږه کـلــي تــه اخـــتـره

                                   يو خوږ زېرى د وصال درسره راوړه

مــجـاهــده دا د حــورو فـرمــاېـئــش دى

                                   په تندي د وينو خال درسره راوړه

جــــهــادي وطـــن تــه ځــه د فــکــر بـــازه

                                   عزليز مرغه د خيال درسره راوړه 

چـې پـرې مينه د دردمـن ( مفتون ) کـړم

                                 ترې په اوښکو لوند دسمال درسره راوړه


( عالم ګودر لره پښتونخوا ) د زړه مکتب پـه دې سـبـب چــې د ثــواب پـه ټـکـي نـه پـوهـيـږي

                       غافلان ځکه د عذاب په ټکي نه پوهيږي

جـاهــلان تـل د خـواهـشاتـو په نـېشه کـې ډوب وي

                       دوي د محشر يوم الحساب په ټکي نه پوهيږي

د ســـپـــيــن قــرآن د لارويــانــو قــدر څـــه پــېــژنــي

                       دا د وخت ځوي خانه خراب په ټکي نه پوهيږي

خـېـټـه پـرسـت خـلـک ړنـدې لـري د عـقـل سـتـرګـې

                       عمل يې دى شر او شراب په ټکي نه پوهيږي

هــــغــه امــــام د نــجــات نــه د تـبـاهــۍ الـــهـام دى

                       چې ځي ممبر او تر محراب په ټکي نه پوهيږي

خــــاونــد د عـــقــل او شــعــور حــيـأ عــزت پــېــژنـي

                      ځناور څه کوي حجاب په ټکي نه پوهيږي

چې د مرګ سترګو کې ژوندون محسوسولى نه شي

                       مجاهد نه دى د شباب په ټکي نه پوهيږي

د ښــاېئـسـتونـو د سـپـېڅـلـي بــڼ بـلـبـل بـه نـه شــي

                       چې د پرهر پرهر ګلاب په ټکي نه پوهيږي

هــغه انـسان د ژونـد اصـلـي مـقـصـد ته نه رســيـږي

                       چې سوال کوي او د ځواب په ټکي نه پوهيږي

د زړه مــکـتـب کــې يـې مـونـږ نه دا خـلـوو ( مفتونه ) ١٣٨٨ څوک چې د مينې د کتاب په ټکي نه پوهيږي


خواږه سزا

چــــې پـــه چــــا لـګــــي دنــــيــا خـــــوږه خـــــوږه

                        هغه نه کوي خندا خوږه خوږه

کـــه د مــيـنــې د جــــنـون پــه خـــوږو پــوه شــې

                        درته ښکاري به صحرا خوږه خوږه

چـــې يــو شــړک د زلــفــو حــورې پـه مــخ راکـا

                        رب نه غواړم دا سزا خوږه خوږه

چـــې تــرخــې خــاطــرې نــه لـــري پـــه زړه کـــې

                        ذده يې کله وي وېنا خوږه خوږه

پــه نـــصـــيــب بــه ورتــه ذهـــر او ذقـــوم شـــي

                        که څوک وګڼي ګنا خوږه خوږه

تـــه پــه دې زه پــه هـــغـې بــانــدې مــئـيــن يــم

                        ما ته هغه تا ته دا خوږه خوږه

ګــرانـې مــورې زنــدګـي مـې شــوه بـې خـونـده

                        راته زر وکړه دعا خوږه خوږه

کـه دې تـريـخ ژونـدون نـه خـوند اخـلـې (مفتونه)

                        هره شپه کوه ژړا خوږه خوږه 

١٣٨٧ شاکڅ علاج روغ دې نـاروغـه خـيـالات کـړه چـې عـلاج دې وشــي

                 ختم دا خوشې خواهشات کړه چې علاج دې وشي 

د وخـــت رنـــځــوره طــبـيــبـانــو پــسـې مـه ګــرځـېـږه

                 يقين د رب په شافي ذات کړه چې علاج دې وشي 

بـې درده خـلـک پــه نــصـيـب کـې روغـه ورځ نـه لــري

                 ګرانه دردونه زړه کې زيات کړه چې علاج دې وشي

پـــه رواجـــي قــــربـــانــۍ مــه تــړه اومـــېــد د عــــلاج

                 لږې د تن وينې خېرات کړه چې علاج دې وشي

د ډار مــرض بــه دې دې ټـــول جـــهــان تــه وشــرمـوي

                 خپل جهادي جنګي صفات کړه چې علاج دې وشي

پـه تــشـو لـپـو د زخــمــي زړه مـرهـم ډېـر مـشـکـل دى

                 سر په بدل کې ور سوغات کړه چې علاج دې وشي

د غـــــلامـــۍ جـــراثـــيـــم ووژنــــه تــــبـا بـه دې کـــړي

                بيا را ژوندي مړه احساسات کړه چې علاج دې وشي

د زړه کــــعــبــه کـــړه پـــه ايـــمــان او پــه يــقــيـن آبـاده

                ما ت د شکونو لات منات کړه چې علاج دې وشي

د غــــــريـــــــبــانـــو د اخـــــلاص دعـــــــا دوا وګــــــڼـــه

                شېطان در کړى پرهېز مات کړه چې علاج دې وشي

( غـرقــه مـفـتـونـه ) کـه نــجـات لـه غــرقـېـدلـو غـواړې

                جاري په ژبه مناجات کړه چې علاج دې وشي

د پرهرونو کتاب

زه مئين ستاد يادونو کتاب وايم ډک له خونده د دردونو کتاب وايم

لکه مړاوى ګل د ژوند نيګړي باغ کې د اجل د خزانونو کتاب وايم

ګرانه زه د يتيمانو د وطن يم تل د سويو فريادونو کتاب وايم

په لمدو سترګو او ماته ماته ژبه د شهيد د ياد ګارونو کتاب وايم

زما ټوله زندګي ټپي ټپي ده زه مدام د پرهرونو کتاب وايم

زه شاګرد د انقلاب د مدرسې يم ډېر په مينه د جنګونو کتاب وايم

زه د حورو عشق کې دومره وارخطا يم فدايي يم د مرګونو کتاب وايم

مجاهد يم سينګار شوې عنا غواړم ځکه تل د سنګرونو کتاب وايم

زه د نورو رنګينېو وږى نه يم زه د وينو د رنګونو کتاب وايم

چې په خيال کې هم بلبل د زړه د بڼ شم د زخمونو د ګلونو کتاب وايم

ازادۍ د ستا د مينې له آثره د زندان او زنځيرونو کتاب وايم

زه ( مفتون ) اکثر د خپل زړه په مکتب کې د نيګړو ارمانونو کتاب وايم

١٣٨٤ سينګار د زولنو حورې منتظرې دې ديدار د زولنو ته مې ټول ښکلي حېرانه دي سينګار د زولنو ته مې

شونډې د جانان څه دي ګلاب څه دى غاټول څه دى ډېر حسن ورکړى رب پرهار د زولنو ته مې

شور د کائېناتو شي خاموش احساس په شور راشي هر قدم سره مست شرنګهار د زولنو ته مې

دا د وخت تور زړې ظالمان او زورور خلک هېڅ نه دي که رب کول ګذار د زولنو ته مې

دا له غرور ډکې خو نخورې سپينې او سرې ماڼۍ نه شي تم کېدى سوي ازار د زولنو ته مې

مړه جذبه ژوندۍ کاندي ويده احساس راويخ کاندي دا اثر ورکړى رب يادګار د زولنو ته مې

زه خو، ښه په فخر خپل دردمن وار تېروم خو، ته شې به وار خطا غليمه وار د زولنو ته مې

وه ګرانه ( مفتونه ) ترې پېغام د ازادۍ واوره غوږه شه په ګونګۍ ژبه اظهار د زولنو ته مې

د وخت ستر ديني عالم د قلم او د توري اتل او سپېڅلي جهادي رهبر د مولوي محمد يونس خالص بابا د شعر په انداز. د اهونو طوفان

شــوخـې ســتـرګــې د جــانــان مــړې شـــوې دي

                            که غوټوۍ دي په خزان مړې شوې دي

خــپل ښـــاېـئـسـت نــه خـبـر نــه ئــې مــجـاهـده

                             جينکۍ دې په ارمان مړې شوې دي

هـــغــو پـېـغـلــو تــه غــافـل ځـوانـان لـوګـى شـه

                             چې په تورو په مېدان مړې شوې دي

داســـې ښــکـاري چــې چــا ويــنــه نـذرانـه کـړه

                             خو شبويانې د رېحان مړې شوې دي

د جـــهـان پــه نــظــر مــړۀ افــغــانـــســتـان کـــې

                             ارزوګانې د جهان مړې شوې دي

د جـــنـګ تــاب د شــېــطـانــي لــښکـرو نـشـته

                             تل په چيغه د اذان مړې شوې دي

دلــــتــه ډېــرې کــکـــــرۍ لـــــه غــــــرور ډکــــې

                             د آهونو په طوفان مړې شوې دي

ويــنــه رنــــګ کـــړه او قــــلـــم ځــلانـــده تـــــوره

                             راشه شمعې د عرفان مړې شوې دي

ســپــين جــنـون دې ژونـدى شـوى دى ( مفتونه )

                             چې دې اوښکې په ګرېوان مړې شوې دي

تيرا – ١٣٨٧ د مينې فصل تنکو غوټېو ته نسيم راشه سيلۍ رامه شه د مينې فصل ته باران راشه ږلۍ رامه شه

غم د شهيد جانان د زړه وطن رنګين کړو راته دې پسرلي پسې خزان د خوشالۍ رامه شه

د شهادت پېغام او سور تش کمر بند دې غواړم بغېر له دې نه ستا لخوا بله ډالۍ رامه شه

چې فرشتې مې سور بدن لکه ډولۍ وړي ګور ته زما خوښيږي دا ډولۍ ماته ډولۍ رامه شه

د شهادت مرګ که مې ربه په نصيب کې وي نو سنګر ته ما وروله ما پسې ګولۍ رامه شه

چاچې د رب کور ته د سوال تشه ځولۍ وروړې داسې ښاېئسته سائېل هېڅ وخت تشه ځولۍ رامه شه

د بچو حق کې پښتنې داسې دعا کوي چې جهاد ته لاړ شه په سيالۍ خو په سيالۍ رامه شه

نور ئې وړوکې خور ته پاکه ربه صبر ورکړه د ورک ورورک په انتظار کې تر بلۍ رامه شه

انقلابي دوران افغانستان د لمبو کتاب ځان به بندي ګڼي که چا ولوسته ما په صحيح معنا دنيا ولوسته د رب تخليق ته حېران پاتې شومه د زړه په سترګو مې ښکلا ولوسته

بيا به خندا پورې خندا در درومي که فلسفه دې د ژړا ولوسته کيسه د مينې د لمبو کتاب کې

لکه پتنګ طالب ملا ولوسته 

د ازادۍ سند به زه اخلمه

د انقلاب مدرسه ما ولوسته 

بيا به ګونګټ واجب القتل ګڼې که زندګي دې د بورا ولوسته

بېګامې ستا د انتظار کتابچه ګرانه په ډک زړه تر سبا ولوسته ژوند به د وينو قرباني وګڼې که دې ويرجنه کربلا ولوسته

( مفتونه ) بيا به دې مجنون بولمه که دې په سرو سترګو صحرا ولوسته

لره پښتونخوا - ١٣٨٥ ما وپېژنه لــه تــا نــه ځــار پــه تــا قــربــان يــمـه مـا وپـېـژنـه

                     جانانه زه د ستا جانان يمه ماوپېژنه 

چـې ستــا ارمـان ته سـره ګلان د امـېدونـو راوړي

                     ګرانه زه هغه سپين ارمان يمه ماوپېژنه

هــسـې بـدرنـګـو بـد نـظــرو تــه اغـزى ښـکارمـه

                     ګنې يو ګل د ګلستان يمه ماوپېژنه

ګــوره زه هـــغـه پـســرلــى يـــم چــې خــزان نـلــري

                     خو خزانونو ته خزان يمه ماوپېژنه

د انــســـانـيــت قــاتــلـه تــاتـه وايــم ســتــا لــپـاره

                     زه يو مقتل او قبرستان يمه ماوپېژنه

څوک مطمئن کړم څوک راويخ کړم او څوک ولړزوم

                     بلالي چيغه د اذان يمه ماوپېژنه 

د ســپـينو تـورو پــه پـړقـا کـې خپل ارمان وينمه

                     د سپينو حورو طالب جان يمه ماوپېژنه 

د وخــت ســرزوره پـه زور مـه راځه ذلـيـلـه بـه شـي

                     سرزور مغرور افغانستان يمه ماوپېژنه

د جـــنـګ ســبـق انــقـلابـي افـغـانـسـتـان راکـړى

                     زه يې شاګرد وزيرستان يمه ماوپېژنه

د لـېـونـېـو پـه قــطـار کـې بـه (مـفـتـون) درځـمــه ( وزير ستان - ١٣٨٦ ) په سرببر څيرې ګرېوان يمه ماوپېژنه

شال په لمبو ګام اخله کوثر ته ورځم دارته لبېک وايم دلبر ته ورځم

راپارولى يم ترخو خاطرو ډېر بې خطره هر خطر ته ورځم

د سلائي په شان کفن کړم رانجه چې د اشنا قاتل نظر ته ورځم

د مئين خيال په بدرګه بدرګه درد يم د عشق د زړه پرهر ته ورځم

د پښتونخوا ناوې يم شال مې نشته خيبر مې غم نه خوري سپين غر ته ورځم

د ګودر لاره ماته مه راښايه زه شازلمى يمه سنګر ته ورځم

ډال د مظلوم يمه تندى د ( مفتون ) تل به د هر ظالم خنجر ته ورځم

سور ډنډ - ١٣٨٤ د نور هيندارې چا ظالم د سر، سرونه رانه يوړل چا شملې او د ستارونه رانه يوړل

هر سهار لکه بلبل ورپسې ژاړم خزان ډېر ښاېئسته ګلونه رانه يوړل طالبان لکه طوطيان يتيمان ګرځي وخت د علم ګلشنونه رانه يوړل

څوک د سرو زرو تاجونه را نه اخلي چا د فخر مينارونه رانه يوړل څوک په بدو بدو سترګو راته ګوري چا د رحم نظرونه رانه يوړل

چا بدرنګو غمازانو جادوګرو د خوږې مينې خوندونه رانه يوړل چې تورتم کې پرې ډاډه او مطمئېن وم طوفان هغه مثالونه رانه يوړل

چا په زړه باندې داغونه راته راکړل چا د سترګو نه خوبونه رانه يوړل چې د رب د نور هيندارې وې ( مفتونه ) وحشت هغه سپين مخونه رانه يوړل

لره پښتونخوا _ د سميع الله طالب العلم په ملگرتيا وليکل شو بندي زړه د ويـــــنـــو خــــال چــــې پـــــه تــــنـــدي پـــــروت وي

                                           لکه غمى چې په غمي پروت وي

کـــائــــېـــنـــات فـــخــر کـــړي پـــه هـــغــه طــالــب

                                           چې په سنګر زخمي زخمي پروت وي

د دې نــــه لـــــويـــه خــــــــوشــــــــالـــــي بـه څــه وي

                                           د مينې غم چې په زړګي پروت وي

خــــوب کـــــــې ګــــــــودر د کـلــي داســـې ګــورم

                                           پرې شوى لاس په مات منګي پروت وي

د دنـــــيـــا غـــــــــېـږ بــــه يــــې زړه څــه وغـــواړي

                                            څوک چې په خوله کې د مرګي پروت وي

څــــــــــومـــــــره مــــــزه کـــــوي د اوښــکو شــبـنـــم

                                            چې په دې ګل ګل اننګي پروت وي

راځـــــــــي پـــه ســــتـرګـــــو کــــــې اثــر د زمـــري

                                           احساس چې زړه کې جهادي پروت وي

مـــــــا تــــــــــــه هــــــــمــدومـــره آزادي پــــکـار ده

                                           چې زړه مې تا سره بندي پروت وي

هــــــــــــغــه بـــــه وي زمــــــــا د کــلــــي ښــــکلـــى

                                          چې بلا  ګرد يې په پيکي پروت وي

د خــــــــــپــــلـــو قــــــدر بــــــــه څــــــــــه وپـېــژنــــي

                                         څوک چې په واک کې د پردي پروت وي

مــــــــلــنــګ طـــالــب اخــلـي قــلنـګ لــه هـــغــو

                                         څوک چې په تخت د بادشاهي پروت وي

د ( غــــرق مــــفـــتـــون ) غـــــزل کــه نــه پـــېــژنــې ( بټي کوټ ننګرهار – ١٣٨٥ ) پکې به خيال انقلابي پروت وي

تنکۍ ارزو ته دومره ډېر ښاېئسته يې چې جهان په تا ښاېئسته دى طالبه غېرتي افغانستان په تا ښاېئسته دى

يو ګل ئې مسته مسته خوشبويي لرې د مينې زما د زړه دا مړاوى ګلستان په تا ښاېئسته دى

لېلىٰ دې دين دى اې مجنونه مجاهده د ګران وطن هر غر او بيابان په تا ښاېئسته دى

سينګار دې اې زلميه د باروتو کمر بند دى سنګر په تا سينګار د جنګ مېدان په تا ښاېئسته دى

جنت دې ښکاري سترګو کې يو غر د امېدو ئې زما تنکۍ ارزو زما ارمان په تا ښاېئسته دى

الله دومره ښاېئست درته در کړى مجاهده که هر څومره بدرنګ دى خو زندان په تا ښاېئسته دى

جانانه ګوره دا زما کوم خپل خصوصيات نه دي زما هر يو غزل او هر داستان په تا ښاېئسته دى

( مفتون ) درنه قربان شمه د خپلې مينې توره ښاېئسته به دومره نه وي خو جانان په تا ښاېئسته دى

( ننګرهار ، باندر ) راته ګران مجاهد بندي ملګري عبدالقدوس مجاهد ته ډالۍ سنګر سنګر هېواد کـــــه د پـــېــغــلـو مــړونــدونــو کــې بــنــګــړي شـــتــه

                                                  زمونږ لاسو کې هم داغونه زنداني شته

جــــيــنـکـــۍ کـــه پــــه خـــــالــــونـو بـانـدې نــاز کــړي

                                                  زمونږ هم د جنګ زخمونه په تندي شته

د مـــــلالـــــې پـــــه څـــــېـــر پــــېـــغـــلـې بــه ضـــرور وي

                                                  هم ځوانان شته هم جنګونه مېوندي شته

د وطـــــــــــن نــــــــاوې بـــه پــــرې نـــــږدي ســـــرتــــــــوره

                                                  لا  تر اوس يو څو ځوانان د تور پټکي شته

ســـرۀ کــوکــري او خـــړلـــېـوان بــه پــکــې سـر خــوري

                                                 د وطن په دښتو غرونو کې زمري شته

د ســــنـــګــر او د زنـــــدان ژونــــــدون ئـــې خــــوښ دى

                                                مونږ کې دغه شان سپېڅلي لېوني شته

يـــرغـــلــګــر بــــه مـــات او ګـــــوډ پـــــه ژړا درومــــــــي

                                               مجاهد ملا عمر غوندې سړي شته

حــــــــيــأ دارې جـــيــنــکـــۍ دې پــــه کــــــــور کــــيــنــي

                                               سنګرونه لا ساړه نه دي زلمي شته

دا شــــــهــيــد شـــهــيــد ســـنــګــر ســـنـګــر هــېـواد دى

                                              دلته هر چا سره خيال انقلابي شته

د دې ټــــــــول ســـــــرزور جـــــــــهــان پــرواګـــيـر نــه دي

                                             مجاهد شهادت خوښي فدايي شته

اې ( مـــفــتــونــــــه ) څــومــره ښــه د جـــهــاد وخــت دى ( ١٣٨٥ ) هم کافر شته هم جذبه شته هم ځواني شته

سـور کـفـن که مړ تاريخ بيا ژوندى نکړم افغان به نه يم که مردار دا د وخت بچى نکړم افغان به نه يم

د قرا قول او نېکټايي په غلامانو باندې که بيا حاکم خپلواک پټکى نکړم افغان به نه يم

د حق په سر کې که لمبو ته غاړه ورنکړمه که زه ځان داسې لېونى نکړم افغان به نه يم

که د دې وخت په دې سرزو رو ظالمانو باندې يخ د مظلوم ولس زړګى نکړم افغان به نه يم

د مجاهدو ادې ستا ريښې ريښې ټيکري ته که دا رنګېن جهان لوګى نکړم افغان به نه يم

ستا عاجزۍ ته د وختونو دا مغروره شاهان هر يو په سور اور سپېلنى نکړم افغان به نه يم

ستا په وصيت که د وطن د آزادۍ ناوې ته په وينو سور کفن ټيکرى نکړم افغان به نه يم

( مفتونه ) ان شاء الله دې خزان وهلي باغ ته دا خپلې وينې پسرلى نکړم افغان به نه يم

١٣٨٨

د شهادت ارزو

فدايي يم هر ساعت مرګ پسې ګرځم دارته خاندم د غېرت مرګ پسې ګرځم

د جنت تصوير مې سترګو کې غړيږي ډېر په مينه محبت مرګ پسې ګرځم

د ژوندون په مقصد دومره ښه پوهيږم چې هر وختې د عزت مرګ پسې ګرځم

ټول غافل انسانان مړه راته ښکاريږي ځکه داسې په جرأت مرګ پسې ګرځم

د باروتو هېئبتي لباس مې کړى طلبګار يم د جنت مرګ پسې ګرځم

جنازه به مې ( مفتونه ) فرشتې وړي په اخلاص د شهادت مرګ پسې ګرځم


کجورۍ – ١٣٨٥ زېــرى کــــه نــوې مــيـاشـت د نــوي کـال زېـــرى دى

                                نو زوړ تاريخ د نوي خيال زېرى دى

بــيــا بـه پـه زوړ رانـګ راځــي نــوى بــدلــون

                                دا د مظلوم ملت د سوال زېرى دى

د بــنــدي يــار د زولـــنــو پــه شــرنـــګ کــې

                                پروت د يو نوي استقلال زېرى دى

دا پـــه ســـرو ويــنــو ســور کــفـن د شـهـيـد

                                د ازادۍ ناوې د شال زېرى دى

غـمجـنـو شـپـوکې سپينې سپينې اوښکې

                                د خوشحالۍ د سپين مشال زېرى دى

زمــونـږ زوال کـــې چـــې خـــوښـــي لـــټـوې

                                آغياره دا دې د زوال زېرى دى

د نــيــکـه تــــــوره ډال يــې ځــــکـه ورکــړل

                                چې چا ورکړى د مډال زېرى دى

غـــربــي ســــوغــات د غــريـبـانــو پــه نــوم

                                د نفرتي برلېن دېوال زېرى دى

خــود بـه خــامـار غـونـدې هـېـئـبـت لــرمـه

                                ځکه چې خوله کې مې د لال زېرى دى

د ورک ( مــــــفـتـون ) نــه چــا راوړى راتـــه ( ١٣٨٣ – شمشاد لمن ) پـه تړمو اوښکو لوند دسمال زېرى دى

غني زړه

چې ژوند غواړم د مرګونو دنيا اخلم ستړې ستړې د غمونو دنيا اخلم

دا چې ګرځم د باروتو په جامو کې ساده نه يم د ګلونو دنيا اخلم

چې مغرورو، نه د مينې امېد ساتم مظلوم کېږم د ظلمونو دنيا اخلم

ګوره دا مې د ازاد ضمير اعلان دى چې د تورو زندانونو دنيا اخلم

دا ترخې شبګيرۍ ځکه ډېر په شوق کړم چې د مينې د خوندونو دنيا اخلم

ښکلوم د جهاد ګرم سنګرونه د جنت د سينګارونو دنيا اخلم

شاعر زړه غني کوم ګرانه ( مفتونه ) مئين کېږم د دردونو دنيا اخلم

علي مسجد – ١٣٨٣ سپېڅلى لښکر خيال مې د خال غلامي کله مني ملا د مال غلامي کله مني

په سنګري، سينګار اثر نه کوي پټکى د شال غلامي کله مني

زما احساس او د ستا خام خويونه خنجر د ډال غلامي کله مني

ماته ماشومې نخرې ولې کوې لمر د مشال غلامي کله مني

درې اويا حورې د پاک رب نه غواړي ستا د مډال غلامي کله مني

زما ضمير د لوى خالق غلام دى د دې کلال غلامي کله مني

د وخت مهدي سره سپېڅلى لښکر د برګ دجال غلامي کله مني

يقين لري د کاېئناتو په رب ( مفتون ) د حال غلامي کله مني

باړه – ١٣٨٧ اختلاف

څنگه چې رنگونه مختلف لرو دغه رنګې زړونه مختلف لرو

خدا کا سره جوړ شو سره وژنو به مونږه نظرونه مختلف لرو

هېڅ وخت به يو نشو د جهان سره دوي نه تاريخونه مختلف لرو

دا سر سري جوړه سرته نه رسي مينځ کې هدفونه مختلف لرو

څرنګ به يو بل سره همغږي شو يو بل نه فکرونه مختلف لرو

دوي سره زمونږه مينه نه کېږي مونږ ترې طبيعتونه مختلف لرو

دلته مو ( مفتونه ) لارې بېلې دي هلته منزلونه مختلف لرو

لواړګى _ جمعې شپه - ١٣٨٤ نيمګړى اذان دا چــــــې تــــه نــــه بــــــولـــې خـــــپــل ځـــان نــيــمــګــړى

                                                         ورکوې رب ته امتحان نيمګړى

تــــــش پــــه دې نــــــه کـــــيـــږي چـــــې شــــــــاه و ګــــــــدا

                                                        دنيا کې دى هر يو انسان نيمګړى

چــــــــا چــــې نــــــيــــمــــګــــړى ځــــان پـــوره ګــــڼـــــلـــى

                                                        وړى ئې قبر ته ارمان نيمګړى

غـــــــــــافـــــلــه مــــــــه ګــــــرځــــــه د کـــــــــبـر پــــــــــه آس

                                                      دى د ځوانۍ دغه دوران نيمګړى

پــــکـــې مــــــــــې شـــــــتــــه د ژونــــــد پـــوره فـــلســفـه

                                                      چې مې په غاړه دى ګرېوان نيمګړى

د زړګــــــــــــي لـلـــــمــه بـــــه ســــمســــوره نــه شـــــــــي

                                                      چې پرې د اوښکو وي باران نيمګړى

د انـــــــــــــقـــلاب ســـــــــپـــــــــېــــره خـــــزان لــه لاســــــه

                                                     دى مې د ګل غوندې جانان نيمګړى

پـــــــــــه بــــــــــم الــــــــوتـــــــــى مــــــجاهــد زلــمــى دى

                                                    که پروت دى لال د بدخشان نيمګړى

پـــــه دار نــيمـګــړى شـــه چـــې څـــوک يـــې غــــواړي

                                                     زمونږ د مينې دا داستان نيمګړى

لــکـه چــــې بـيـــاپــــــــه جــــومــــات بـــــــم پـــــرېـــوتــو

                                                     ځکه چې پاتې شو اذان نيمګړى

د چـــــا ارمـــــــان بـــــــه پــکــــې څــــــه پــــــوره شــــــي

                                                     چې ژوندون دى د دې جهان نيمګړى

( مــفــتــونــــه ) هــر څـــه دې نــيــمــګـــړي وي خــــېـــر ١٣٨٥ خداى مو دې نه کاندي ايمان نيمګړى

واک

ځان زما او زه د ځان په واک کې نه يم ډېر بې واکه يم هېڅ شان په واک کې نه يم

ښاېئسته ګل يم خاماخه به خزان کېږم خو بيا هم زه د خزان په واک کې نه يم

په مجاز کې د زندان په غېږ کې پروت يم حقيقت کې د زندان په واک کې نه يم

ربه ستا په هر يو حکم ډېر راضي يم شکر دا چې د انسان په واک کې نه يم

زه ( مفتون ) سپېڅلي عشق کې غرق و پرق يم دې مغرور سرزور جهان په واک کې نه يم




ازار ســـتـړى ژونــــدون دى قــــرار نــشـتـــه نــشــتــــه

                                                     کلى وطن نشته يار نشته نشته 

کـــــــــړى بــــــــې رحــــــمــو غـــمــــازانـــــو يـــرغــل

                                                     د مينې ګرم بازار نشته نشته 

د مــــــړاوي ګـل تــنــده بـــــه څـــه مــــاتـــه شــــــي

                                                      خشکه غرمه ده سهار نشته نشته 

پــه مــظــلـــوم ځـــکـه ســـــرې لــمــبــې بــلـــيـــږي

                                                     چې ظالمانو ته دار نشته نشته

مـــســتـې جــذبــې د وخــت فـرېــب خــوړلـــي

                                                     په غليمانو ګذار نشته نشته

شــپـونـکى جــانــان تــرې انــقــلاب وړى دى

                                                     غرونه خاموش يکه زار نشته نشته

ښــــــــکاري خــــــطـا مـــــو کـــــړه د کــلـــي لاره

                                                     د وينو څاڅکي قطار نشته نشته

زمـــــــا د اوښـــــکــو بـــــــه څـــــه قــدر وکـــــړې

                                                      چې ستا په زړه کې پرهار نشته نشته

تــــوبـــه تـــــوبـــه داســـــې مـــې هـــم واورېـــدل

                                                      چې د مئينو ازار نشته نشته

( مــــــفــتــونــــه ) شاکڅ کــــې غـــزل خـــامـيــږي

                                                      دلته نختر او چينار نشته نشته 

1382 را باندې ګران دي

که مې خپل دې که پردي راباندې ګران دي خو په دين مئين زلمي راباندې ګران دي

د پردېو شهزادګانو په بدل کې د خپل کلي لېوني راباندې ګران دي

راوړي ستا د ښاېئستونو تصويرونه اشنا ځکه پسرلي راباندې ګران دي

دا چې څوک مې خند وي نه مې خوښيږي دا چې څوک مې ژړوي را باندې ګران دي

يو دې ټکندې غرمې ګرانه وطنه بل دې مست ماذيګري راباندې ګران دي

اې ( مفتونه ) د ګلونو څوکۍ کاندي په دې يو صفت اغزي راباندې ګران دي

١٣٨٨ – روژه مبارکه.

ديو څو شاعرانو ملګرو – تحسين الله ( تحسين ) ، وحيدالله ( خاکسار ) او عمادالدين ( دوران ) په ملگرتيا د – دوران په هستوګنځى کې وليکل شو .

د وينو پسرلى

چـې ښــکاري لــېـونـو تـه لــېـونــى څــومــره مــزه کـا

                           په ټول کلي ولس کې دا سړى څومره مزه کا

سـينګار چې يې ځواني پـه کمـر بند او په ټوپک وي

                          زلمېو کې همدغه شازلمى څومره مزه کا

طـالـبه ښـاېـئـسـتـه ږيره تورې زلفې خو دې زړه وړي

                          خو بل درسره ګرانه تور پټکى څومره مزه کا

د مــسـتـو حـورو عـشـق کې د سنګر په خاورو خړ پړ

                          سورى سورى ټټر زخمي تندى څومره مزه کا

ســاده ســاده وطـن چې په شرعي ښکلا سينګار شي

                          رنګين رنګين د وينو پسرلى څومره مزه کا

غازيان چې جنګ نه راشي او سرې تورې ور سره وي

                          د کلي دغه مست ماذيګرى څومره مزه کا

مــلـګـرو پــه خــنـدا او خــوشــالـۍ کـې مــزه نــشتـه

                          هر وختې ډکې سترګې ډک زړګى څومره مزه کا

جــانـان تـه چـې لـوګـى شـي د بـاروتـو پـه لـمـبـو کـې

                          ملګرو دا سپېڅلى سپېلنى څومره مزه کا

ځـــوانــي پــــه ســنـګـرونــو زنــکـدن پــه ســنـګـرونــو

                        ( مفتونه ) داسې ژوند داسې مرګى څومره مزه کا

١٣٨٧ – باړه د غېرت غر د وخت عمر دى کافران ورځنې وېره لري د غېرت غر دى غداران ورځنې وېره لري شوم تدبيرونه جوړوي ورته لمبې بلوي ثاني خليل دى نمروديان ورځنې وېره لري ښاېئست د ګل خوي د بلبل لري اثر د شاهين داسې ماليار دى چې زاغان ورځنې وېره لري الله ورکړي د زمري څه عجيبه خصوصيات وحشي لېوان او ګيدړان ورځنې وېره لري هر يو قدم هره وېنا ئې ده پېغام د سپرلي ځکه قاتل سپېره خزان ورځنې وېره لري د انتقام جذبه يې تل ځلوي سپينه توره مظلوم ته ډال دى ظالمان ورځنې وېره لري غوټۍ د زړونو ګل کوي مسته خوشبو خوروي د سهار باد دى خو طوفان ورځنې وېره لري نور به يې څه درته ستا يمه خو بس لنډه دا چې داسې ملنګ دى چې شاهان ورځنې وېره لري هر يو زلمى مو بېت الله او دادالله په شان دى دا ټول کفري مغرور جهان ورځنې وېره لري ( مفتون ) طالب په الله دومره کلک ايمان لري چې د مادياتو غلامان ورځنې وېره لري

غلجو سيمه

لېونۍ جذبه

خدايه يو ځلې محکوم ټوله نړۍ شه پرې حاکم سپينه جنډه سپينه پګړۍ شه چې د تورې بوړې زړه ورباندې يخ شي تکه توره په لمبو سپينه ماڼۍ شه چې د وخت د کبرجنو غرور مات شي مجاهده احساسات دې په مستۍ شه چې دا سپينې تورې ښکل کړې لکه حورې دا جنګي جذبه دې دومره لېونۍ شه د سنګر په خاورو خړ زخمي طالبه سپيلنى درته بې شماره جينکۍ شه چې پرې ګرم د جهاد د جنګ مېدان وي خدايه ډېرې په وطن داسې ځوانۍ شه هر زلمى ملاعمر او دادالله شه هره پېغله دې وطنه ملالۍ شه د مکين د مجاهدو ماذيګره درنه ځار اسلام آباد او کراچۍ شه ته د وخت له بادشاهانو قلنګ اخلې آفرين ( مفتونه ) ستا په ملنګۍ شه

(  وزيرستان  )

مينه مينه په سر ټيکرى د سپينو واورو لرم جامه د کاڼو او د خاورو لرم زلفې نختر لرم او لمنځې لرم مست طوفانونه يې ږمنځې لرم په مخ خالونه د سرو وينو ساتم ياد د زمرو مجاهدينو ساتم د شهيدانو هار په غاړه لرم وفا او حسن ګوره دواړه لرم شته مې دى ښکلې سيتارې په لمن خړ پړ قبرونه او جنډې په لمن لکه د عطرو خوشبويي لرمه غېږ کې ګلان تنکي تنکي لرمه اصلي بچيانو ته راحت غوندې يم خو غدارانوته هېئبت غوندې يم هر مجاهد لره زړګى يمه زه خو غدارانو ته مرګى يمه زه زه د سپېڅلو بلبلانوګلشن د مسافرو عربانو مسکن که څوک مې ښکل کړو که چا ښکل کړمه زه د تاريخ غېږ کې به يې ګل کړمه زه حسين تاريخ لرمه حسينه يمه ( مفتونه ) ټوله مينه مينه يمه داسې عجيب انداز کې جوړه يمه ١٣٨٧ زه مجاهده توره بوړه يمه شکونه زما د زړه للمه ګلونه کوي زما پرې سترګې بارانونه کوي چا چې به ماپسې ښېرې کولې اوس مې سلګو کې ارمانونه کوي هغه مثبت نظر کې مړه وبوله څوک چې د ژوند منفي سوچونه کوي د ستاسو کلى آدم خور غوندې دى د ستاسو خلک غېبتونه کوي دلته مئين په لېونو ياديږي دلته په سپين لباس شکونه کوي دوي سره هېڅ ګزاره نه ده پکار دوي په مظلومو ګزارونه کوي دا خلک ووژنۍ ثواب وګټئ دوي د کافرو عادتونه کوي مونږه د هغو په چل ښه پوهيږو څوک چې د دين سره چلونه کوي ستا د خواږه هجران ترخه غېږه کې زړه مې خواږه خواږه دردونه کوي چې جنګ ته درومي طالبان شازلمي

                                ( مفتونه ) حورې يې سېلونه کوي

١٣٨٨ – غنډى ښه دى زوړ ښه دى او ځوان ښه دى غم په هر يو شان ښه دى هر څوک چې غم نه لري ډېر ورنه حېوان ښه دى

مړ درنه تاريخ نه شي مړ ورباندې ځان ښه دى وايي د وصال وږي

زنده باد هجران ښه دى

ژوند باندې يې اخلمه دومره مې ارمان ښه دى سوله په کې ساه اخلي دا د جنګ مېدان ښه دى

څوک چې سپرلى نه غواړي هغو ته خزان ښه دى سپينو ته سپېڅلى ژوند تورو ته طوفان ښه دى

مونږ په ازادۍ مئين مونږه ته زندان ښه دى زه په جهان څه کوم ماته مې جانان ښه دى

ټول عمر که ژوند ګټې بيا د سر تاوان ښه دى غم ته چې په غېږ ورځي داسې پهلوان ښه دى

ورانو ته چې سم ښکاري دغه کلى وران ښه دى حورې پرې مئېنې دي شان د طالب جان ښه دى

مور چې پکې نه ګورې کورنه بيابان ښه دى مستو مجاهدوته مست افغانستان ښه دى

برګو جاسوسانو ته

سپين وزيرستان ښه دى

اوس آ لېونى ( مفتون ) نه شلوي ګرېوان ښه دى

شاکڅ ١٣٨٨ د ملګري شاعر امېد آفريدي په انداز د ډالرو بلا پسرلى د خزانونو بلا وخوړ ماذيګر د ماښامونو بلا وخوړ

ګلستان زما د تاندو پاکو هيلو د باروتو د اورونو بلا وخوړ

دا د ګل په شان ښاېئسته افغانستان مې د درنو درنو بمونو بلا وخوړ

ستا په ياد کې مې نظر بندي جانانه د ترخو انتظارونو بلا وخوړ

نازک زړه مې مجاهده د زړه سره ستا د هجر د دردونو بلا وخوړ

هغه څوک چې الجهاد به يې شعار وو د کافر د فرېبونو بلا وخوړ

يو طالب مجاهد ځوان دى چې خپلواک دى نور هر څوک د ډالرونو بلا وخوړ

د ځوانۍ په دوران پوى نشوم ( مفتونه ) رانه ډېر زر د غمونو د بلا وخوړ

١٣٨٦ – د تيرا لمن

سپېڅلي طالبان

نظر کې مې غړيږي ژړېدلي طالبان ډېر زيات راته ياديږي غمڅپلي طالبان سکون وو اطمينان مئېن زړونه پرې ډاډه وو خاونده بېرته راولې د کلي طالبان تنکي تنکي ګلونه مړاوي شوي غوندې ښکارې که بيا شبګير وهلي دي څو ښکلي طالبان دا چا نفرت پرستو بدرنګي په چم پېرزو وه چې شاړې مدرسې دي خفه تللي طالبان دا هره يوه اوښکه هر يو آه به يې ايټم شي د دين په مينه دومره دردېدلي طالبان حېران يمه حېران چې مېلمستيا يې څنګه وکړم د زړه ورانې حجرې ته مې راغلي طالبان ممبر ګردو وهلى اذان نشته خاموشي ده ښکاريږي چې دې سيمې نه وتلي طالبان يو ورځ به رسوي سپينه جنډه سپينې ماڼۍ ته دا تورو زنځيرونو کې تړلي طالبان ( مفتونه ) ذليل شويدي له تخته غورځېدلي چې کومو کبرجنو سپک ګڼلي طالبان ١٣٨١

استاذ يم

زه د پاکې او خوږې مينې آغاز يم چې به زړونو کې وسيږي هغه راز يم

راولي چې انقلاب په خپلو وينو زه په هغو شازلمېو کې ممتاز يم

مجاهد يم د رب مرسته را سره ده ابوجهل د وخت وژنمه معاذ يم

د سپېڅلو عاقلانو د زړه سر يم خو ناپوهو ته اغزى يم اعتراض يم

دا منم چې چې حورې فخر دى اعزاز دى خو زه هغه يم چې حورو ته اعزاز يم

ټول بدرنګه ټپوسان مردار ومه زه د ګران افغانستان د غرونو باز يم

چې سبق د انقلاب ښائي ( مفتونه ) د جهاد د مدرسې هغه استاذ يم

غلجو – ١٣٨٧ فولادي هوډ که دنيا راته سور اور لمبه لمبه شي زمکه هم لکه تبۍ را لاندې سره شي په وحشي تورو ترخو لوګو کې ډوب شم د بدن غوښه مې وسوزي وريته شي که د وخت دا فرعونيان شي په زرچنده دا د خولې مسلمانان هم ورسره شي د منصور غوندې مې وخېژوي دار ته ټول جهان زما د مرګ په ننداره شي که مې يو لحظه وخت پاتې شي اعدام ته جلا دان راته تيار او آماده شي که دې وخت کې رانه هم دا تپوس وشي تسليمېږي که انجام دې غرغره شي نو که رب راته توفيق د وېنا راکړو د زما په خوله به دارنګه نعره شي چې مؤمن يم مجاهد، جهاد مې لار ده بې له دې نه زما کله ګزاره شي د ژوندون مقصد مې خاص د رب رضا ده که مې زرواره د سر په بدله شي زه ( مفتون ) تېرېدى نشم دې مرام نه ( باجوړ – ١٣٨٣ ) که بدن مې په چړو ذره ذره شي مسته هيله نه دنيا نه مافيها درځنې غواړم ربه صرف ستا رضا درځنې غواړم

ځواني مسته د خالد بن وليد را شهادت د حنظلا درځنې غواړم

چې اثر پکې د سپينې مينې پروت وي هغه درد هغه ژړا درځنې غواړم

چې تر مرګه راسره وي په سنګر کې داسې ورور داسې اشنا درځنې غواړم

مخه ښه کې تسلۍ ته مجاهده اوښکې نه خوږه خندا درځنې غواړم

د دې پاک وطن په پاکو خاوره باندې واکمن بيا طالب ملا درځنې غواړم

مورې نور به په جنت کې سره ګورو انقلاب دى اوس دعا درځنې غواړم

چې مې مستې حورې ووهي په زلفو ( مفتون ) خدايه دا سزا درځنې غواړم

باندر شينواري - ٢١ / ٥ / ١٣٨٧ دوشنبه غزا او غذا جانانه تا چې جفا نه پېژانده ما انتظار او سزا نه پېژانده زه د همغه وخت ارمان کومه چې مې ګناه او تقوىٰ نه پېژانده د زړه په خونه کې ځاى مه ورکوه چې کومو سترګو ژړا نه پېژانده هلته غفلت نه وي نفرت به نه وي چرته چې خلکو خندا نه پېژانده د مار لړم په نظر ګوره ورته ملګريه چا چې وفا نه پېژانده که مې جنون بدرګه شوى نه وى ما خړه پړه صحرا نه پېژانده زه ځکه ټولې دنيا وپېژاندم چې ما دا ټوله دنيا نه پېژانده هغه به قام شرموي ځان شرموي چاچې شمله د بابا نه پېژانده حيأ يې ځکه په غذا خرڅه کړه دې غلامانو غزا نه پېژانده که مې طالب ( مفتون ) نظر کې نه وى ١٣٨٧ سپرليه ما دې ښکلا نه پېژانده د لېمو پيالې اول به خپل زړه ته تسل ورکوم بيا به د بل زړه ته تسل ورکوم

ځکه شعرونو کې طالب ستا يمه چې د کابل زړه ته تسل ورکوم د ژوندانه په دې ستونزمه غېږ کې په يو اجل زړه ته تسل ورکوم

زه د خوبونو وږى نه يم اشنا ستا په څنګل زړه ته تسل ورکوم ګلابي شونډې يادوم د جانان مئين بلبل زړه ته تسل ورکوم

نم ورلېږمه د لېمو پيالو کې زه مې دې ګل زړه ته تسل ورکوم ښار او بازار کې ازاريږي زړونه ځم په ځنګل زړه ته تسل ورکوم

که رب وس راکړو حلالې به کوم اوس په غزل زړه ته تسل ورکوم ما وېل په توره شپه کې ولې ژاړي ( مفتون ) وئيل زړه ته تسل ورکوم

١٣٨٣د ګوشتې سيمه ارمان د ځوانۍ دومره ډېر زيات اوچت دى شان د ځوانۍ چې ارمانجن دي بادشاهان د ځوانۍ سر صدقه شه شکرانه کې ترېنه چې په چا شوى دى احسان د ځوانۍ خوب د شپونکي دومره نيمګړى نه وي لکه نيمګړى وي دوران د ځوانۍ په سنګرونو به يې ورژوي که پوى په قدر شي ځوانان د ځوانۍ چې د باروتو په لباس سينګار شي حېران شي حسن ته جهان د ځوانۍ چې کله وزغمي ترخه وختونه هله بيا خوږ لګى داستان د ځوانۍ د مستو حورو سره مينه لري پرواګير نه دي فدايان د ځوانۍ د ژوند کتابه بيا دې څه کومه چې درنه لري شي عنوان د ځوانۍ سينګاروي يې په سرو وينو باندې په قېمت پوى دي طالبان د ځوانۍ د شهادت په پسرلي خاونده راته سمسو کړه ګلستان د ځوانۍ که دې جهاد سنګر ته وقف نکړه ( مفتونه ) بيا به کړې ارمان د ځوانۍ پاکه تنده مونږ د حق په سر کې نه ګورو خپل سر ته غاړې وځو په خندا خندا خطر ته ګل ځوانۍ لمبه کوو خو سينګار نه کړو په مستۍ ځو د جهاد د جنګ سنګر ته اې د سپينې ماڼۍ ځويه ځان خبر کړه سرې ماڼۍ هم سجده ايښې سپين غر ته مجاهد يو ډار مو نه ذده په ډاډه زړه ښه په ډاګه دانګو هر جنګي ډګر ته دا کافر او غلامان زېړ سترګي خلک پورته نه شي راکتى زمونږ نظر ته سره ګلونه حېران پاتې دي شهيده ستا زخمي زخمي نازکه سپين بشر ته زمونږ ګران افغانستان داسې جنت دى چې دوزخ شي يرغلګر کفري لښکر ته د وطن په غرو چې ځي د سهار باده سلام وايه مجاهد ملا عمر ته د خپل دين او د وطن په ننګ شهيد دى لوپټه جنډه کوم غازي دلبر ته مونږه ځکه په لمبو لامبو ( مفتونه ) ١٣٨٦ خپله تنده زياتوو آب کوثر ته د خپلواکۍ لېلىٰ مونږ مئېنان يو د دردونو سره مينه لرو د انتظار او شبګيرونو سره مينه لرو مونږ د جنت د سرو ګلونو د خوشبو په هيله په خپل ټټر د پرهرونو سره مينه لرو جينکۍ نه يو چې مو ډول او سينګار خوښيږي مونږ شازلميان يو سنګرونو سره مينه لرو د انقلاب خو نړۍ غېږه کې واړه را لوى شو غم کې خوشال يو خطرونو سره مينه لرو تل د باروتو هېئبتي لباس کې ځکه ګرځو مونږ فدايان شهادتونو سره مينه لرو د حق په لار کې د نازک بدن پروا نه ساتو مست پتنګان يو مشالونو سره مينه لرو الله راکړي د ازل نه د زمريانو خواص د ګيدړانو د مرګونو سره مينه لرو مجاهدين يو د سپېڅلي شهادت په خاطر د بمباريو او جنګونو سره مينه لرو د خپلواکۍ مسته لېلىٰ به خاماخه ښکلوو سپين مجنونان يو غرو رغونو سره مينه لرو چې د ( مفتون ) په شانته ستا يي جهادي زندګي داسې شاعر داسې شعرونو سره مينه لرو

خيبر منشور مونږ د الله بندګان – مونږ د ايمان خاوندان مونږ د اسلام دعوه گير - مونږ د حضور عاشقان زمونږه لار جهاد دى – زمونږ شعار جهاد دى مونږه بچيان د خالد – زمونږه کار جهاد دى مونږ د فساد مخالف – مونږ د الحاد مخالف مونږ د مظلوم ملګري – د استبداد مخالف مونږ بل واکي نه منو- مونږ سرزوري نه منو مونږ له ازله آزاد – مونږ غلامي نه منو مونږ په قرآن مئين يو – ديموکراسي نه منو مونږ جهادي ولس يو – انقلابي ولس يو مونږه په جنګ اموخته – غازي غازي ولس يو مونږ په سنګر کې عادت – د جنګ ډګر کې عادت زمونږ ښاېئست دى ټوپک – خوف و خطر کې عادت مونږ له زندان بې پروا – له ټول جهان بې پروا مونږ له الله وېريږو – له هر شېطان بې پروا حيأ عزت غواړو مونږ – ژوند د غېرت غواړو مونږ مرګ پسې اور ته دانګو – خو شهادت غواړو مونږ زمونږ حوصلې دي لوړې – زمونږ ارادې دي لوړې تاريخ کړي فخر په مونږ – زمونږ کار نامي دي لوړې مونږ سپين جنون خوښوو – عشقي مضمون خوښوو چې پکې وي دردونه – داسې ژوندون خوښوو چې عشق کې غرق وپرق وي – هغه ( مفتون ) خوښوو پخوانى لېونى لکه په دار شو پرونى لېونى همداسې واخله نننى لېونى

دا د کسرونو لېوني به وژني بيا به را درومي صحرانى لېونى

خداى به يې ګل کا د اسياه د وربل دا نن د کلي خندنى لېونى

نظر وهلي لېوني جانان ته ورته به ځان کا سپېلنى لېونى

په زنځيرونو مې ضد نه ماتيږي زه يم اشنا ډېر پخوانى لېونى

چې جادوګر حسن سلام راته کا زه يمه هغه پېريانى لېونى

د بل وطن د شهزادګانو ځنې سل ځل مې خوښ دى وطنى لېونى

خدا ذده وهلى به د چا ازار وي ( مفتون ) چې ګرځي لېونى لېونى

تقريباً ١٣٨٢ مجاهد يم د غره تړې مې بالښت او تور شک خاورې د مرغانو غوښې خورم اوبه د واورې

تور ټوپک او کمر بند مې معشوقه ده په سنګر کې تېرومه شپې بېدارې

تورې څڼې تور پټکى لکه ملنګ يم غرونو دښتو کې وسېږم په نهارې

مجاهد يمه جنګونه مې خوښيږي کيناستل مې عادت نه دى په کرارې

يم په دين وطن مئېن جهاد مې لار ده آن تر مرګه به وانه وړم له دې لارې

په ژوندون د بادشاهۍ به يې ورنکړم د جهاد دا يو څو شپې ورځې د ګارې

په طلب د شهادت ګرځم ( مفتونه ) يوه ورځ به همدا اوازه وارې

سپين غر غېږ - ١٣٨٥ – تقريباً افغانيت

ددې جگو غرونو مېنځ کې د نخترو سره خوا کې څه به ښه واى چې زه ناست واى د ملګرو سره خوا کې کاشکې زه هم مرور واى د ژوندون د رنګينو نه واى صحرا کې لېونېو مرورو سره خوا کې د شپېلۍ نغمه خاموشه سوى سوى فرياد خيژي کوم شپونکى په بم الوتى د ګور ګورو سره خوا کې داسې ښکاري چې دې چم کې هم سپېڅلي مېئنان نشته څه خوږه خوږه ژړا ده د سندرو سره خوا کې دغه سپين محل چې ګورې د ملت د خاېئن کور دى د شهيد د کنډواله کور د کنډرو سره خوا کې ستر تاوان مو د ايمان دى سپکاوى د افغانيت دى افغانان زلمي چې ګرځي يرغلګرو سره خوا کې دا زمونږ د شان توهين دى بې وجدانو کچکول نه دى د سوالګرو پېغلو پېغلو مهاجرو سره خوا کې دېموکرات خبيث بدنام کړو ګران وطن ټولې دنيا ته ورکې سره ټپوسان ګرځي د کوترو سره خوا کې

د ( مفتون ) مړى هم مه وړئ په دې وخت کې خپل وطن ته بل وطن کې يې دفن کړئ مسافرو سره خوا کې

د سپين غر سيمه – ١٣٨٤ ننګ خپل همزولي څنګ په څنګ درسره خوند کا په غليم باندې غورځنګ درسره خوند کا

مسلمانه مجاهدشه ځه سنګر ته جهادونه کوه جنګ درسره خوند کا د اسلام په شمع وسېزه وزرې مست خويونه د پتنګ درسره خوند کا

بې ننګي دې د تاريخ پاڼو کې نشته د افغان بچى يې ننګ درسره خوند کا ستا ښاېئست کلاشنکوف او کمر بند دى پېغله نه يې چې لونګ درسره خوند کا

ځوانه تاسره نکريزې مزه نه کا ځان په سرو وينو کې رنګ درسره خوند کا د زمري غوندې ښه ښکارې زنځيرو کې په قدم قدم کې شرنګ درسره خوند کا

ټنګ ټکور د بې اېمانه خلکو کار دى د راکټ هېئبتي کړنګ در سره خوند کا د وطن دردمنه مينه کې ( مفتونه ) ببر سر لکه ملنګ درسره خوند کا

ښاېئست ځوانانو سره لاس کې زېړکۍ ښکاري ښاېئسته په غاړو کې د پېغلو غاړکۍ ښکاري ښاېئسته ښاېئست د شازلمېو دى ژوندون په سنګرو کې په کور دننه ناستې جينکۍ ښکاري ښاېئسته بنګړي کوي مزه په مړوندونو کې د پېغلو لاسو کې د ځوانانو زولنۍ ښکاري ښاېئسته د هر مسلمان ځوان لپاره ږيره لوى ښاېئست دى تور سرو جينکو سره نتکۍ ښکاري ښاېئسته سر تور سر ګرځېدل د بې غېرتو وي عادت پښتون او مسلمان سره پګړۍ ښکاري ښاېئسته زرين ښاېئسته شالونه خو د ناوې په سر خوند کا په وينو د شهيد سرې جامکۍ ښکاري ښاېئسته نازکه زندګي سکون سينګار خوښ وي د جونو ځوانانو ته جګړې او بمبارۍ ښکاري ښاېئسته خندا، ناز، او ادا، د جينکو ورته لوګى شه په شونډو د شهيد وروستۍ سلګۍ ښکاري ښاېئسته غليمه ستا د سل چته رنګينو محلو، نه زما په خړو دښتو کې کېږدۍ ښکاري ښاېئسته ( مفتونه ) په سنګر کې او په تکه توره شپه کې الله ته په ژړا د سوال ځولۍ ښکاري ښاېئسته

خړ غلام


څوک بدرنګ دې په بدرنګو ښکلا پلوري څوک بربنډ دې په بربنډو حيأ پلوري

څو کم اصلو يو څو سرۀ کافر راوستي د ګنا په بدله پرې تقوىٰ پلوري

دا خبيث د څو ډالرو په بدل کې په غليم باندې شمله د بابا پلوري

څوک چې نوم د آزادۍ اخلي وطن کې خړ غلام په سرۀ بادار باندې دا پلوري

د ( مفتون ) ګرانه هېواده بدنصيبه ستا بچي ستا په دښمن باندې تا پلوري

١٣٨٣ – د خبيثې دېموکراسۍ دواران خپله خاوره اې د اسيا زړه کې پرتې خاورې د غليمانو هديرې خاورې د دنيا وږي دې تالا ته راځي په سپينو سرو زرو مړې خاورې د سپکو سپک قدم مې نه لوريږي د ستا په ځان باندې درنې خاورې افغان زلمى يمه ستا پت به ساتم زما پتمنې پښتنې خاورې زما ترخه ژوند ته خوښي راکوې ما ته د مور غوندې خوږې خاورې مرګ او ژوند دواړه مې په تا ښاېئسته دي زما کفن زما جامې خاورې د ستا ګردونه مې د زړه پرهر ته لکه دوا ده معشوقې خاورې درته د سرو وينو خالونه ږدمه د ملالۍ او ناهيدې خاورې د شهيدانو په هار ښه ښکارېږې سينګار سينګار يې د لېلې خاورې ستا له برکته يې جهان پېژني

      د ( مفتون ) شان ، شوکت، شملې خاورې

د شمشاد سيمه ١٣٨٤

ټکور

په خندا شنه شه او ټکور مې کړه خوږه خوږه شه او ټکور مې کړه

بورا زړګى مې غېږ کې ولوبوه ګل شه غونچه شه او ټکور مې کړه

په چيغو سر د سهارګي بلبل يم مسته وږمه شه او ټکور مې کړه

چې پکې شرنګ د سپينو تورو پروت وي داسې نغمه شه او ټکور مې کړه

د جهاد ګرانې مينې تاته وايم بس په جذبه شه او ټکور مې کړه

ما ( مفتون ) ولېږه د حورو چم ته په وينو سره شه او ټکور مې کړه

١٣٤٨ - لواړګى پسېدخېل توند صوفيان که مو يو ځلې دغه لويې حوصلې ماتې شي د ډېرو خلکو به سرونه پوزې خولې ماتې شي

بيا به د عدل سپين ځوانان له تورو غرو راوځي د ظالمانو به د ظلم سلسلې ماتې شي

يو سور سېلاب ته ضرورت دى چې دا سوې تندې يو ځلې بيا د شهيدانو د لېلې ماتې شي

بيا به دا توند صوفيان يرغل په مېخانو وکاندي رندان به ووژني په سر به يې پيالې ماتې شي

د اسيرانو، يسيرانو آه، به رب قبول کا زندان به وران شي او له ښپو به زولنې ماتې شي

ذهير ولس ته به شي زېرى د سکون د سهار چې په سپين مخ د مجاهد سپينې خولې ماتې شي

د رب نه سوال کوم ( مفتون ) د يوه داسې لمر چې پرې يو دم د وحشتونو تورې شپې ماتې شي

١٣٨٣ - مهمندو سيمه ننګرهار شور چې زورورز سره زور نکړې لکه چې مرسته د کمزور نکړې

زه له ازله سپين تاريخ لرمه په تهمتونو به مې تور نکړې

چې يې منشور ورسره ونه منې د عقيدې دشمن به ورور نکړې

دلته لګيږي د خزان بادونه د هيلو باغ په ترې سمسور نکړې

د هجران درد مې هسې نه ښه کېږي چې په وصال مې زړه ټکور نکړې

په وينو سور پټکى جنډه کړه راته ګوره چې شال راباندې خور نکړي

لکه چې ګونګ کړې د ډالرو منتر د زګيروو شور اورې او شور نکړې

( مفتونه ) مينه کې دې غرق نه منم په شبګيرو چې ځان شمکور نکړې

١٣٨٤ جنګي افغانستان درنه جنگ ته يم روان راپسې گوره بيا به ورسته کړې ارما راپسې گوره

په دعا کړه لاس اوچت شهيد مې غواړه له ژړا نه ډک چشمان راپسې گوره زه د دين او وطن مينه کې مجنون يم دښتې غرونه او بيابان راپسې گوره

پېغله نه يمه سرتېرى شازلمى يم د جهاد د جنګ مېدان راپسې گوره خاماخه که مې ديدن غواړې ملګريه يا سنګر او يا زندان راپسې گوره

انقلاب دى د جنګونو ورځې شپې دي خپل جنګي افغانستان راپسې گوره هلته بيا د مجاهدو شهيدانو هاغه خړپړ قبرستان راپسې گوره

يو سورى سورى پټکى رنگين په وينو په هر قبر دا نشان را پسې ګوره که په ژوند دې پېدا نکړمه ( مفتونه ) بيا قيامت کې شهيدان راپسې گوره

زندان - بنو عنبري يادونه غزليز کا هر منظر د ستا يادونه انځورګر دي انځورګر د ستا يادونه

د هجران د يرغل وس را باندې نشي ما سره ګرځي لښکر د ستا يادونه ماشوم زړه مې لوبوي د ستا په شانته تل زما وي همسفر د ستا يادونه

شهادت په چوپو شونډو باندې ستايي وينې وينې په سنګر د ستا يادونه همېشه مې په زړګي باندې پراته وي لکه واورې په سپين غر د ستا يادونه

دغه يو خوي يې په شان د پسرلي دى ګل کوي سمه او غر د ستا يادونه زړه ته راشي زړګى مست ذهن راويخ کا لکه مشک وعنبر د ستا يادونه

د زړه غر مې پرې اباد دى پکې ناڅي لکه لمنځې او نختر د ستا يادونه در پسې به غرق و پرق شمه ( مفتونه ) ما نه مه شه مرور د ستا يادونه

ننګرهار – سپين غر ګلابي يادونه

سره ګلونه رژوي بادونه لګي بيا نا ترسه خزاني بادونه لګي دا غنچه غنچه ځوانۍ يې سره لمبه کړې جنګ جګړې دي باروتي بادونه لګي جنازې دي فريادونه دي سلګۍ دي شپه او ورځې د مرګي بادونه لګي ماتوې سپينې جنډې د شهيدانو بوګنونکي هېئبتي بادونه لګي تور وي د يتيمانو سپين مخونه بيا سپيره سپيره وحشي بادونه لګي

دلته سرې ډولۍ په وينو باندې سرې شوې

سرۀ بې رحمه صليبي بادونه لګي دلته پاتې شول نيمګړي ارمانونه دلته هر وختې جنګي بادونه لګي خو په دې وجه مې خوښ افغانستان دى پکې تل انقلابي بادونه لګي ګران وطن به ګلستان د شريعت شي بيا د فتحې د سپرلي بادونه لګي زمونږ وينې يې ښکل کړي دي ( مفتونه ) غرو، رغو کې ګلابي بادونه لګي ١٣٨٧ ترخې خاطرې روژه مې په خوله پاتې شوه اختر دې رانه واخست د تږي زړه قاتل مې شوې کوثر دې رانه واخست

د ژوند خواږه دې يوړل د بندي جانان هجرانه سينه دې کړه را ماته د زړه سر دې رانه واخست

وطنه ډېر ښاېئسته يې خو بس ما ته کنعان ښکارې يوسف دې رانه يوړلو نظر دې رانه واخست

اوتر اوتر مې ځکه نظر بوراګان ګرځي خزانه آ د ګل پشان بشر دې رانه واخست

وطن دې را بدرنګ کړو، شې طوفان، غربي طوفانه چينار دې رانه واخستو نختر دې رانه واخست

ظالمه په هېڅ شان معاف کېدل دې ګوره نشته ملګرى د جهاد او د سنګر دې رانه واخست

افسوس افسوس د وخت په ګيدړانو دې اختر کړو بېلتونه د زمري غوندې دلبر دې رانه واخست

لا نور به څه ترخه راوړې ( مفتون ) ته انقلابه چې باز د دنګو غرونو د سپين غر دې رانه واخست

راته ګرانو خوږو مجاهدو قهرمانانو ملګرو. مولوي محمد يحىٰ هجرت شهيد، عبدالقيوم حمزه شهيد او مولوي محمد زاهد شهيد ته ډالۍ. د احساس خنجر خيال مې الوزي چکرې رانه غواړي صحرا ګانې لرې لرې رانه غواړي

بيا مې شوى په ضمير د شاهين سېورى تنکۍ زرکې او کوترې رانه غواړي خدايه څه عجيبه يار مې په نصيب دى په ګونګۍ ژبه خبرې رانه غواړي خپل نادان غوندې هوس ته حېرانېږم ويرجن کلي کې سندرې رانه غواړي په ماشوم زړه مې د مينې پيريان ناست دي ستا د مړو سترگو منترې رانه غواړي خيال مې بيا د غزل تار راته را خيستى ستا يادونه ملغلرې رانه غواړي د احساس خنجر مې نه مني عذرونه د دشمن په ټټر زغرې رانه غواړي جهادي جذبه مې دومره په مستۍ ده چې جهان سره ډغرې رانه غواړي

زړه مې سم غرئيز ښکلى دى ( مفتونه ) دندانه غواړي ګورګورې رانه غواړي

ننګرهار سيمه ١٣٨٣

زمريتوب

د زمريانو نه مو غرونه خالي مه شه د ګلونو نه رغونه خالي مه شه

خېر که کلي او کورونه مو خالي شي مدرسې او جوماتونه خالي مه شه

سړيتوب دى زمريتوب دى او ثواب دى زولنو نه مو لاسونه خالي مه شه

بې غمي د بې شعورو سره ښايي له غمونو نه مو زړونه خالي مه شه

ګودرونه دې شاړيږي پروانشته شازلمو نه سنګرونه خالي مه شه

دا د سر ساتنې فکر مو خوښ نه دى مفکورو نه مو سرونه خالي مه شه

اې ( مفتونه ) مړ احساس پرې ژوندى کېږي د جذباتو نه شعرونه خالي مه شه

کوهاټ ١٣٨٥ کفري ګونګټان د خوشالۍ سپرلى د زړه په ګلستان راوله خدايه خزان د دې غمونو په خزان راوله

په ځمکه بلې دي ترخې د عذابونو لمبې ورباندې زر د رحمتونو خوږ باران راوله

اسمان ته رسي د مغرورو د غرو برجونه نړېدل غواړي پرې د نوح پشان طوفان راوله

ربه تباه کړه ظالمان او بې حيأ واکمنان عمري دور يو ځل بيا په ټول جهان راوله

په مرګ ترې لرې کړه خاونده دا کفري ګونګټان دې ګلستان ته بيا سپېڅلي بلبلان راوله

راته سمسور کړه دا غربي خزان وهلى ګلشن خاونده بيا ورته ګلونه طالبان راوله

زولنې ماتې کړه ترخې شپې د بېلتون ختمې کړه په خندا شين لکه ګلاب بندي جانان راوله

خدايه ( مفتون ) درځنې دا دعا قبوله غواړم دې ګران وطن ته فاتحان زما ياران راوله

د حبيثې دېموکراسۍ په دوران کې وليکل شو ١٣٨٧ سپينې جنډې

خشکو دښتو او مېرو باندې ښاېئسته دى هېئبتي هېئبتي غرو باندې ښاېئسته دى

دا فحاشې رنګينۍ يې سينګار نه دي ګران وطن مې سنګرو باندې ښاېئسته دى

محلونه او بنګلې يې بدرنګي ده خړو پړو هديرو باندې ښاېئسته دى

ټنګ ټکور يې غېرتي تاريخ کې نشته بمبارۍ او جنګ جګړو باندې ښاېئسته دى

د غفلت نشانې بدې پکې ښکاري دا هېواد سپينو جنډو باندې ښاېئسته دى

د جهاد يوه سر مسته مدرسه ده مستو مستو حماسو باندې ښاېئسته دى

هره ورځ مو اختر ځکه وي ( مفتونه ) چې مو ژوند په جنازو باندې ښاېئسته دى

برقمبرخېل ١٣٨٧ ګزار او ګزاره چا په خوبونو کې مزې ليدلي چا شبګيرونو کې مزې ليدلي څوک ګزاره کوي بس سر ټيټوي چا ګزارونو کې مزې ليدلي څوک په ټيټ سترګې ازادۍ مئين دي چا زندانونو کې مزې ليدلي څوک په ښارونو کې خوندونه اخلي چا تورو غرونو کې مزې ليدلي څوک هجړا خويه ټنګ ټکور خوښوي چا په جنګونو کې مزې ليدلي څوک بې غېرته سينګارونه کوي چا سنګرونو کې مزې ليدلي څوک غلامان په نېکټايې کې خوشال چا زنځيرونو کې مزې ليدلي څوک خنداګانو خوشالو پسې ځي چا په دردونو کې مزې ليدلي څوک د ارام او د سکون غلامان چا تکليفونو کې مزې ليدلي چا د غليم غلامي غوره کړله چا غور ځنګونو کې مزې ليدلي ( مفتونه ) څوک له مرګه کرکه کوي چا په مرګونو کې مزې ليدلي د خبيثې دېموکراسۍ دوران کې وليکل شو.

د خوښۍ زېرى

که چا وکړه د دردونو زندګي خداى به ورکا د خوندونو زندګي

په اغزيو دې ويدۀ شي په سنګر کې که څوک غواړي د ګلونو زندګي

شاهانه ژوندون نه سل ځله خوږه ده د جهاد د سنګرونو زندګي

پاک الله خواص را کړي د زمرو دي ځکه مونږ کوو د غرونو زندګي

عاليشانه مدرسه د ازادۍ ده د زندان او زنځيرونو زندګي

زمونږ شان زمونږ ارزو زمونږ ښائيست دى د بمبار او د جنګونو زندګي

راته زېرى د خوښۍ راؤړي ( مفتونه ) دا ستومانه د غمونو زندګي

١٣٨٦جهادي سفر کې ننګرهار زېب او زينت زه مجاهد ځوان يمه په دين وطن غېرت کوم زه د هر دښمن مقابله په شجاعت کوم

زه د سپين قرآن د پاکې لارې لاروى يمه زه د هر مفسد او هر غدار مخالفت کوم

ګوره مسلمان يم او بچى د ابدالي يمه فخر په اسلام او په سپېڅلي افغانيت کوم

زه خو پېغله نه يم چې به ډول او سينګار کوم زه په خړو پړو سنګرو کې سکونت کوم

تېر يمه له سره باروتي جامو کې ګرځمه ډار له مرګه نه کوم طلب د شهادت کوم

هر يوه ظالم او د قاتل د سر قاتل يمه زه په مظلومانو خوارو زارو شفقت کوم

ډېر مې تور پټکى کلاشنکوف او کمر بندخوښ دى زه به آن تر مرگه بس همدا زېب او زينت کوم

څوک چې ګرم ساتي اې ( مفتونه ) د جهاد سنګر زه هغو زلميانو سره مينه محبت کوم

شلوبر ١٣٨٧

خواږه دردونه

د شهيد ښائيسته يادونه راسره دي ډېر خوشال يمه غمونه راسره دي

اشنا ځکه راته هر څه ترخه ښکاري ستا خواږه خواږه دردونه راسره دي

د زړګي باغ مې هر وخت پسرلي وي د زخمونو سره ګلونه راسره دي

ټول باطل لکه خشاک راته ښکاريږي د تکبير د اېټم غرونه راسره دي

تورې شپې به ماتوؤ ځو به سهار ته د اخلاص سپين مشالونه راسره دي

په سرو وينو به سينګار ورځمه رب ته د جهاد مست سنګرونه راسره دي

تسلي پرې ورکوم ناقرار زړه ته د ( مفتون ) دردمن شعرونه راسره دي

١٣٨٥ خيبر دردمن يادګار که شهيد شوم دا ارمان به پوره کړئ چې په دغو يرغلګرو سرو کافرو زمکه سره کړئ

پرهري سينه مې پټه کړئ مور پلار نه چې مې ښکل کا زما مخ ورته ښکاره کړئ

ټول خواږه خواږه دوستان به مې راټول کړئ په ښکاره مخ به مې پورته جنازه کړئ

چې مې کله هديرې ته وړئ ملگرو ما د يار کوڅه کې لږ شانته دمه کړئ

آ د لويې لار په خړه غونډۍ باندې راته جوړه خړه پړه مقبره کړئ

سپينې تيګې به مې قبر باندې کېږدئ هسې نه چې لوپټه په ما خوره کړئ

د زما نوم او تاريخ سره په شناخته مجاهدو ته سلام به نوشته کړئ

چې دردمن يادګار مې پاتې شي ( مفتونه ) خپل په وينو سور پټکى راته جنډه کړئ

١٣٨٧ لره پښتونخوا ټولټا کنې د غفلت پرده خوره ده هر بېدار ضمير ويدۀ دى د نظر دعوه کونکي هم په دواړو سترګوټپ دي انتها د جهالت ده شعور، عقل ترې وتلى کوپړۍ هسې تش کدوان دي غلبه پرې ډالر کړې هر بچى د وخت بچى دى حق پرستو ته سپک ګوري د باطلو غلامان دي د کفري مکتب نه وتى هر سړى ځانته قاضي دى ورسره دى غربي فکر د شېطان ترجمانان دي ډېر ذهنونه يې چپه کړل نازک زړونه يې دوکه کړل خپل مرام يې پرې تطبيق کړو ترې يې جوړې کړې لښکرې ښځې نر په ګډه درومي هر مرکز د ګمراهۍ ته د ايمان خبره نشته د غېرت خبره نشته د نېکونو ميراث توره د نفرت په ژبه ستايي هر يو چا دى پاک قلم پخپل پليت لاس کې نيولى پرې ناوړه فېصلې کا ناروا ته روا وايي دا خبيث دېموکراسۍ ته په اخلاص هر کلي وايي دا بربنډ قانون يې خوښ کړو د غفلت پرده خوره ده هر بېدار ضمير ويدۀ دى نن هغه غيور ملت چې يې لقب د مجاهد وو د فرېب جال کې راګېر شو د ډالرو په بدل کې د فرعون تابعدار شو د موسىٰ نه مخالف شو ځانته يې دا جهان جنت کړو ښه په خوښه يې دوزخ ته لبېک وويل نو! ( مفتونه ) اوس د هغې محشري ناترسې ورځې انتظار دى چې دا ټول ملک رود نيل شي فرعونيان په کې لاهو شي ابدي نجات په برخه شي د وخت د موسايانو د خبيثې دېموکراسۍ د ټولټاکنو په مناسبت وليکل شو. ١٣٨٨ افغانستان قربان دې شم له دښتو او له غرو افغانستانه وطن يې د باتورو شازلمو افغانستانه کوکري او ګيدړان در تللى نشي پاکې غېږ ته يو ځاله هېئبتي يې د زمرو افغانستانه خپلواک ازاد وطن يې غلامي دې کړې نه ده ښکاره يې لکه لمر په تاريخو افغانستانه مفسدو ته دوزخ شې ورته ورکړې عذابونه سنګر د مجاهدو توريالو افغانستانه پتلون او نېکټايي او سرتور سر او قراقول ته مرګونى شان ګزار يې د شملو افغانستانه خواص انقلابي لرې جنګي جنګي وطن يې د کلک عزم خاونده د جذبو افغانستانه کفري خزان دې غېږه کې ګلان کړل پاڼې پاڼې دا ځکه معطر يې په وږمو افغانستانه واړه واړه بچيان دې قرباني کړل په بدل خو ودې کړه دفاع د مېلمنو افغانستانه په دين باندې مئين يې په پښتو باندې مئين يې د پاکو غېرتمنو پښتنو افغانستانه ستا غېږ کې مو کرلي دي ځوانان لکه ګلونه اومېد درنه لرو د پسرلو افغانستانه د پاکو شهيدانو جنتي غوندې منظر يې ( مفتون ) به دې ستايم په ترانو افغانستانه

شان د صحاباؤ

چې خادم بولي څوک ځان د صحاباؤ په منشور به وي قربان د صحاباؤ

يو ذره به ترې نه اخوا دېخوا نه ځي وي په لار نېغ روان د صحاباؤ

همېشه به سمسور ساتي په سرو وينو دا سپېڅلى ګلستان د صحاباؤ

مخالف به د دنيا د رواجو وي ژوند به يې ټول وي ترجمان د صحاباؤ

هر عمل کې به يې خاص متابعت کړي جوړوي به ځان په شان د صحاباؤ

هغه چا لره به تندر د اسمان وي چې هر څوک نه مني شان د صحاباؤ

هم به ځان شهيد وي ګران ( مفتونه ) په ارزو او په ارمان د صحاباؤ

پاکه يارانه چا په صدق دوستانه راسره وکړه يو چا هسې چل دوکه راسره وکړه

چا په نيمه کې لار کې پرېښودم يواځې چا تر مرګه بدرګه راسره وکړه چا نه جوړ شول د نمرود د اور کربوړي چا په سرو لمبو کې شپه راسره وکړه څوک فرعون ته د وخت لاس په نامه شول چا لوى رب ته سجده راسره وکړه

چا مې واخستې په سر باندې ډالرې چا غليم باندې حمله راسره وکړه يو څوک ځان ته مسلمان وايي ما وژني چا خوږه د ورور کيسه راسره وکړه چا کافر ته خپله غېږ کې امن ورکړو چا د وينو نذرانه راسره وکړه

مسلمان او منافق يې راته وښود وخت څه پاکه يارانه راسره وکړه ما ( مفتون ) چې د طالب د ژوند کيسه کړه ونو بوټو هم لمبه راسره وکړه

١٣٨٥ لوى شلمان سيمه رنځور جانان

ډار يې نه وي شازلمي همداسې وي مرګ ته خاندي لېوني همداسې وي

چې سپېڅلي دين نه مسته ځواني ځار کا حقيقت کې قرباني همداسې وي

د باروتو په لمبو رنځور جانان ته لوګى کېږي سپېلني همداسې وي

د ټوپک او کمر بند سينګار به غواړي له غېرت ډکه ځواني همداسې وي

اې ( مفتونه ) تل به سوي اسويلى کړې خفه نشې زندګي همداسې وي

کجورۍ سپين قبر ١٣٨٥




انقلاب دى مزه نه کا سينګارونه انقلاب دى جوړؤو به سنګرونه انقلاب دى

په هر ځاى کې دى اختيار د ظالمانو په مظلوم کېږي ظلمونه انقلاب دى اې ملګرو ځان سختېو سره بلد کړئ را روان دي تکليفونه انقلاب دى لوږو تندو مرګ او درد سره اشنا شئ په اسلام به کړو جنګونه انقلاب دى د غفلت دغه سپېره خوبونه پرېږدئ تېرؤو به شبګيرونه انقلاب دى

د ښارونو دا بې خونده ژوندون هېر کړئ قبلوؤ به دښتې غرونه انقلاب دى خوبېدل ذده کړئ په کاڼو او په خاؤرو بيا به نوي بالختونه انقلاب دى يو او بل ته به دعا کوو ملګرو سره کړو به بخششونه انقلاب دى

په کوثر به ملاقات کوو ( مفتونه ) اوس مشکل دي ديدنونه انقلاب دى

١٣٨٤ جنتي ښکلا اې د خداى د دين سپېڅليه مجاهده د حق لار کې جنګېدليه مجاهده

د وحشت خزان ناڅاپه رانه يوړې د ګلاب د ګل نه ښکليه مجاهده افتخار کوه دا شان دى د زمريانو زنځيرونو کې تړليه مجاهده

هره اوښکه دې پېغام د انقلاب دى اې په چيغو ژړېدليه مجاهده هر يو آه دې د غرور بام ته طوفان دى په زندان کې زورېدليه مجاهده

په لېمو کې دې ښکلا د جنت ښکاري د سنګر شبګير وهليه مجاهده ستا د تن ايره به سترګو ته رانجه کړو د باروتو اور سېزليه مجاهده

اوس دې غم خوري د ( مفتون ) د زړګي غوښې اې د کروز ګزار خوړليه مجاهده

١٨٣ باجوړ سپېڅلى نور باتوريمه د حق باطل تربور ماتوم د ظلم زور واکي به يې ضرور ماتوم

حرامه پاتې شونې له باداره لکه سپى خوري اول خو يې خولۀ ځکه د مزدور ماتوم زه داسې فولادي توره لرم د عاجزۍ چې ډال پرې هر مغرور ته د غرور ماتوم

دا نن چې يې کوم خلک بندګي کوي دا بت به د دغو بت پرستو په حضور ماتوم د کفر او د ظلم دغه تورې وحشي شپې به ډېر زر په اسلامي سپېڅلي نور ماتوم

مؤمن يمه خاوند يم د کامل شعور او عقل د دې ځناور قوم به هر منشور ماتوم په يو خداى عقيده لرم قانون مې دى اسلام وحشي کفري قانون دود او دستور ماتوم

( مفتونه ) مجاهد يم په خندا فدايي بريد کړم نمبر په قربانۍ کې د منصور ماتوم

١٣٨٥ ملا ګوري وفا ځان مې هېر نشي خو دوستان به مې هېر نشي د تحريک هغه دوران به مې هېر نشي

د فريب په جال کې ګير جنګي کلا کې لاس تړلي طالبان به مې هېر نشي

په وحشت چې شول د فن دشت لېلا کې آ سپېڅلي شهيدان به مې هېر نشي

سره کڅوړه کې مخ پټ په سرو جامو کې مجاهد بندي ځوانان به مې هېر نشي

په ډالرو چې جفا ور سره وشوه د حضور وطنداران به مې هېر نشي

په دې خپل کنډواله کور باندې نا ترسه وحشتونه د جهان به مې هېر نشي

اې ( مفتونه ) که څوک زر پاريسه راکا خو خړ پړ افغانستان به مې هېر نشي

١٣٨٣ لواړګى سپينه څوک رود نيل غرونه يې غرور لري هئېبت لري دښتې د وطن زما دهشت لري ګرځي ظالمانو ته دوزخ دوزخ هسې خو ښکلا لکه جنت لري تل ورکې غرقيږي فرعوني لښکر سم د رود نيل غوندې عادت لري ځکه ورته ټول جهان لېواله دى هر څه يې د سرو زرو قېمت لري هېڅ کله به هيچا ته سرټيټ نه کا هر چا نه تاريخ او شان اوچت لري تښتي سره کوکري او ګيدړان ورنه شنه زمري يې غېږ کې سکونت لري شنډ په د شمال شي دغه شوم نظر غرب او جنوبي ډک له غېرت لري ورک به شي له شرقه شرمنده مشرک خلک د خالص بابا خصلت لري نوم د مجاهد ملاعمر اخند کفر ته مثال د قيامت لري کندې د قندوز به شي جهنم ورته هغلته ځوانان جنګي حکمت لري يا الله پوره يې کړه ( مفتون ) لره ١٣٨٣ غېږ کې يې ارمان د شهادت لري خپلواک زلمى سپين لمر تور تمون ختموم سباوون يم ماښامونه ختموم

د رنگين پسرلي خوږ تړم نسيم يم د خزان ترخه بادونه ختموم د سېلاب په شان په مخ باندې روان يم د فساد کچه بندونه ختموم د باروتو اور ورين لباس مې کړى فولادي کفري ټانکونه ختموم

د عاجز د اسوېلېو توند طوفان يم د غرور دنګ محلونه ختموم غذابي ترخه سيلۍ يم د سلګيو خندور غافل قومونه ختموم د مظلوم د تړمو اوښکو سمندر يم ظالمان سره لښکرونه ختموم

د دعاؤ ډال لرم د ازار توره زورور وحشي فوځونه ختموم جهادي جنګي جنګي افغانستان يم دا مفسد کفري ملکونه ختموم د ( مفتون ) په شان سر مست خپلواک زلمى يم دا غلام غلام سرونه ختموم

د پرهرونو هار دا دستور دى د ژوندون د بهارونو چې تل نه کا شفقت په سرو ګلونو يو ځل مستې شان غوټۍ په خندا کاندي بيا يې پاڼې پاڼې کا په خزانونو د نيمګړې دنيا ډېر عجيب نظام دى څوک خنديږي څوک اختر په فريادونو يوه ورځ پکې د بلې په شان نه وي يو ډګر دى د نيمکړو ارمانونو چې د حسن او اخلاقو نمونې وې نن هغه مخونه پټ دي په ګردونو بيا د حق او د باطل مقابله ده انقلاب دى ورځې شپې دي د جنګونو څوک سينګار او رنګينۍ د ژوندون غواړي څوک پخپلو وينو سره په سنګرونو د تنکېو طالبانو مددګار شه ربه ستا لپاره تېر دي له سرونو د اسلام په خاطر مستې ځوانۍ لاړې سره لمبه شوې د باروتو په اورونو خو ډېر زر به د شهيد ارمان پوره شي دغه مسته تقاضا ده د وختونو زه ( مفتون ) طالب چې حورو ته ډالۍ وړم په سينه به ور وړم هار د پرهرونو


سلام ووايه

په سنګرونه کې غازيانو ته سلام ووايه د سهار باده طالبانو ته سلام ووايه

په چپه لاره مې تېريږه د خپلوانو ځنې د خداى په دين باندې جنګيانو ته سلام ووايه

په توره بوړه کې لږ تم شه شهيدانو سره وړو او لويو عربانو ته سلام ووايه

بيا د شمال په زندانونو يو دوره ووهه مجاهدينو اسيرانو ته سلام ووايه

دشتې لېلىٰ ته خاماخه ورشه چې هېر يې نکړې دې ارمانجنو شهيدانو ته سلام ووايه

د خوږو مېندو حال يې ور وړه تسلى لپاره ګېډۍ ګېډۍ ورکو بچيانو ته سلام ووايه

نسيمه بيا ور نه په مخ جنګي کلا ته لاړ شه د حق د لارې قربانيانو ته سلام ووايه

هغه د وخت دجال چې ګير کړل د فرېب په جال کې د عمري لښکر سپاهيانو ته سلام ووايه

چې يې ټانکونه په زخمي زخمي بدن تېرېدل هغو سپېڅلو شازلميانو ته سلام ووايه

چې يرغلګرو ته يې ورکړلو سبق د عبرت دې مجاهدو هېلمنديانو ته سلام ووايه

په سرو ورسانو يې راوستې د غم توره شپه ده چې هېر دې نشي چيچنيايانو ته سلام ووايه

بيا مدينې منورې ته په ورو ورو داخل شه په احترام يې هم مرغانو ته سلام ووايه

د حضور شنې روضې ته ډېر په احترام ودرېږه هم يې ترڅنګ خوږو يارانو ته سلام ووايه

بيا نوم زمزم ځان سره واخپله کربلا ته لاړشه آجل وهلو يتيمانو ته سلام ووايه

ټولو ښارونو کې يې وګرځه په ګوته ګوته په دين مئينو عراقيانو ته سلام ووايه

د اولياؤ زيارتونو ونې وځنګوه فولادي عزمو زرقاويانو ته سلام ووايه

بيا ترېنه راشه زوريدلي فلسطين په لورې هلته د ټول عمر پرېشانو ته سلام ووايه

چې په وحشت شهيدان کېږي ديوالونو لاندې د مېندو غېږکې ماشومانو ته سلام ووايه

بيا هغه بېت المقدس ځنې ګردونه پاک کړه هم يې سرتېرو فدايانو ته سلام ووايه

نسيمه بيا لاړ شه د کيوبا وحشيانه زندان ته ورکې خفه خفه بنديانو ته سلام ووايه

چې له زخمونو نه زورېږي خوب کولى نشي هغو بې وسو او خوارانو ته سلام ووايه

دا چې د مرګ په خوله کې هم غلامي نه قبلوي د اسلامي تحريک ځوانانو ته سلام ووايه

ملافضل ته وايه دا چې شماليان شوخي کړي خو د ده نورو سنګريانو ته سلام ووايه

ملا نوري کړه د مزار د ګمراهۍ نه خبر نورو مشرانو او کشرانو ته سلام ووايه

نسيمه بېرته بيا راستون شه د آسيا په طرف د وخت مظلومو کشميريانو ته سلام ووايه

بيا په ستنه ترې نه راځه وزيرستان ته راشه ټولو ميشته مسافرانو ته سلام ووايه

د مهاجرو چې دفاع کوي د سر په بدل د بېت الله شهيد قوميانو ته سلام ووايه

ورته پګړيو کې ګلان د افتخار وټومبه د نيک محمد شهيد يارانو ته سلام ووايه

نسيمه بيا ملا عمر او اسامه وګوره ور سره څنګ کې منصوريانو ته سلام ووايه

چې يرغلګر او غلامان يې له نامې ويريږي قهرمانانو حقانيانو ته سلام ووايه

د مولوي خالص، خالص ملګري ولټوه د دادالله شهيد بچيانو ته سلام ووايه

ور پسې وګرځه په غرو رغو خواږۀ وارۀ دي د امارت د بڼ طوطيانو ته سلام ووايه

که زه ( مفتون ) يې پېژاندمه او که نه نسيمه خو مجاهدو شاعرانو ته سلام ووايه


انقلابي دوران شهزاد ګان چې ښکاره په ټول جهان يو افغانانو يو د تاريخ قهرمانان يو افغانانو يو

سپين مو شان سپين مو نشان مو مرام دى لاروي د سپين قرآن يو افغانانو يو

شاګردان د انقلاب د مدرسې يو د جنګونو استاذان يو افغانانو يو

د ستومان ژوند د دردونو په کتاب کې هر يو باب لره عنوان يو افغانانو يو

راته وخت د ملنګۍ جامې راغوستي ګنې مونږ خو شهزادګان يو افغانانو يو

قلم توره او کتاب مو معشوقه ده مونږ سپېڅلي عاشقان يو افغانانو يو

زمونږه هره يوه پېغله ملالۍ ده شازلميان يې غزنويان يو افغانانو يو

ټول جهان مو اوتر کړى دى ( مفتونه ) سر شيندونکي طالبانو يو افغانانو يو

د هجرت دوران ١٣٨٧ تقريباً د امارت مينه نازک ځان به سوى سکور کړمه وطنه خو ستا زخم به ټکور کړمه وطنه

سپين طالب يم سپين مرام لرم په زړه کې هر غليم به دې مخ تور کړمه وطنه

پرې به راولمه سور سېلاب د وينو مړ به ستا د غېږې اور کړمه وطنه

د شرعي نظام سپرلى به درته راوړم ډېر ښاېئسته به دې سمسور کړمه وطنه

د وحشت ګرد به دې وڅنډم د مخ نه د سکون څادر به خور کړمه وطنه

پاک الله را سره مل دى کمزور نه يم ورک به دا ظالم سرزور کړمه وطنه

غرق په مينه کې ( مفتون ) د امارت يم صليبي واک به نسکور کړمه وطنه

١٣٨٤ طورخم

سپين مرام

مجاهد يم هجرانونو کې عادت يم په هر قسم تکليفونو کې عادت يم

مست پتنګ يم په عشقي جذبه کې ډوب يم په لمبو لمبو اورونو کې عادت يم

سپين مؤمن يم سپين هدف پسې ګرځېږم تورو شپو او تور تمونو کې عادت يم

سپين جنون را سره مل دى لېونى يم زه په تورو زندانونو کې عادت يم

ګوره زه سپېڅلي عشق کې غرق و پرق يم انتظار او شبګيرونو کې عادت يم

سپين غر – چينګا چاوې – روژه مبارکه د مجاهدو ملګرو هر يو شېر ولي، سېف الدين او د شهيد قاري عبدالسلام په ملګرتيا وليکل شو

خپل غدار

وخت د سنګر دى د سينګار سره به وروسته ګورو جنګي جذبه پکار ده کار سره به وروسته ګورو اوس خړ لېوان او سرۀ کوکري مردارول پکار دي د تور وربل د سپين رخسار سره به وروسته ګورو ټولو نه مخکې کړئ حلال دا بېګانه يرغلګر چېرته به لاړ شي خپل غدار سره به وروسته ګورو زمونږ د شان سره په کور کيناستل خوند نه کوي جنګ ته به دانګو درد او دار سره به وروسته ګورو اول به خاماخه تندى د ګران شهيد ښکلوؤ په خپل بدن د خپل پرهار سره به وروسته ګورو اوس به کوشش کؤو چې ځان ته زولنې پېدا کړو د ستا د دنګې غاړې هار سره به وروسته ګورو خپلواک هېلمند ته تګ پکار دى چې پرې اور وريږي د وخت بچى دى ننګرهار سره به وروسته ګورو ( مفتونه ) نن سبا بائېد جنګ نه خوندونه واخلو کور او حجره محفل بنډار سره به وروسته ګورو

١٣٨٥د هجرت دوران مجاز او حقيقت څوک اغزي او څوک ګلونه خوښوي څوک دردونه څوک خوندونه خوښوي

څوک مجاز څوک حقيقت باندې مئين دي څوک رنګونه او څوک زړونه خوښوي

څوک د پېغلو غوندې ډول او سينګار کا څوک سر ګرم سنګرونه خوښوي

څوک ګونګټ وي ډېرانونو باندې ګرځي څوک پتنګ وي مشالونه خوښوي

ګيدړ خويه په ښارونو کې خوشال وي زمري خلک دښتې غرونه خوښوي

څوک هجړا وي ټنګ ټکور سره نڅيږي څوک په دين وطن جنګونه خوښوي

څوک خوشاله وي آزاده غلامۍ کې څوک ( مفتونه ) زندانونه خوښوي

١٣٨٦ جهادي سفر د طالب وطن را ورېږې په زړګي افغانستانه اې زما زخمي زخمي افغانستانه

د سپېڅلو شهيدانو له اثره ډېر ښائېسته يې ګلابي افغانستانه

دې غافل کفري جهان ته لکه مرګ يې اسلامي انقلابي افغانستانه

د سر مستو مجاهدو زلمو کور يې مسته مسته او جنګي افغانستانه

تا کې هر وختې مغرور مرام بائللى اى مغروره هېئبتي افغانستانه

تاريخونه دې ګواه دي په مېړانه ستا بچي دي ننګيالي افغانستانه

د ( مفتون ) طالب وطنه تا کې شته دى دادالله په شان زلمي افغانستانه

ننګرهار ګوشتې سيمه


افسوس

په مظلوم چې کوم انسان نکړي غېرت هغه هېڅکله په ځان نکړي غېرت

تش په خولۀ دعوه کوي مسلمان نه دى چې په خوږ نبي(ص) سلطان نکړي غېرت

يو ذره ايمان په هغه چا کې نشته نن سبا چې په قرآن نکړي غېرت

افسوس نن د مسلمان عزت لوټ کېږي خو پرې بل يو مسلمان نکړي غېرت

اې ( مفتونه ) نه پښتون دى نه افغان دى چې په ګران افغانستان نکړي غېرت

١٣٨٤ مار غر سيمه

ژوند مو په وطن دى مرګ مو په بل وطن دى

                                      وه راځنې پاتې پاتې زمونږه خپل وطن دى

کلى ورانيږي زمونږ  مال تالا کېږي زمونږ  عزت لوټ کېږي زمونږ به ظلم زور نيولى کفري يرغل وطن دى

پردو لاسونو باندې درنو بمونو باندې په سرو اورونو باندې په کنډواله کنډواله بدل بدل وطن دى هغه ښکلا يې نشته  مسته مسکا يې نشته  بلبل بورا يې نشته د انقلاب خزان مو وهلى ګل وطن دى دا د غازيانو کور دى  د طالبانو کور دى  زمرو بازانو کور دى هر يو ټپوس ګيدړ ته اجل اجل وطن دى

د دنګو غرونو هېواد مستو سيندونو هېواد د ښائيستونو هېواد دا د اسياه د ناوې وربل وربل وطن دى په اسلاميت مئين دى په افغانيت مئين دى په ننګ غېرت مئين دى تاريخ سپېڅلى لري اتل اتل وطن دى

دې يرغلګرو لره سرو ځناورو لره د دوي ملګرو لره هېلمند، پکتيا، نورستان، خوست او زابل وطن دى انقلابي خاوره ده يو جهادي خاوره ده  جنګي جنګي خاوره ده د مجاهدو مسکن مورچل مورچل وطن دى ويدۀ ژوندون پاروي درد او جنون پاروي زړه د ( مفتون ) پاروي شاعرانه منظر دى غزل غزل وطن دى د خبيثې دېموکراسى دوران ١٣٨٤ ماتې ماتې

حوصلې که د افغان شي ماتې ماتې ارادې به د جهان شي ماتې ماتې

له دنيا نه به د ظلم ټغر ټول شي دروازې به د زندان شي ماتې ماتې

سرې لښکېې به دارنګ تالا ترغه شي لکه ونې په طوفان شي ماتې ماتې

جل وهلى ګلستان به بيا تازه شي پرې شېبې به د باران شي ماتې ماتې

ککرۍ به ددې وخت د ظالمانو د مظلومو په سندان شي ماتې ماتې

آيئنه به مې د زړه شي ماته ماته که وعدې مې د جانان شي ماتې ماتې

دې حالت کې د ( مفتون ارمانې اوښکې په مخ راشي په ګرېوان شي ماتې ماتې

١٣٨٢


مست وصال


داسې نه چې هر انسان را باندې ګران دى ربه تا ته چې وي ګران را باندې ګران دى

چې د جنګ ګرم سنګر ورباندې ګران وي هغه مست مجاهد ځوانان را باندې ګران دى

جهادونه پکې کړم او کافر وژنم په دې وجه دا جهان را باندې ګران دى

د لندن او د پاريس وږى دې نه يم خپل خړ افغانستان را باندې ګران دى

اې ( مفتونه ) د يو مست وصال په هيله دا غمجن ستړى هجران را باندې ګران دى

مجاهدينو ته ډالۍ

شعر ونه

په دې خو هر سړى ډېر ښه پوهيږي چې طالب څوک دى او مرام يې څه دى

څوک چې د شک په سترګه ګوري ورته ګورې به هغه چې انجام يې څه دى

مونږه دا ورځې د الله نه غوښتې چې زمونږ دشمن افغانستان ته راشي

بيا پرې زمونږ ماشومان لوبې کوي چې د چا لاس زمونږ ګرېوان ته راشي

په کوم جاسوس چې د مرګ سېورى وشي آ لېونى وزيرستان ته راشي

د دنيا داسې يو دستور غوندې دى چې هر سړى ګرځي د بل مرګ پسې

دا څوک چې نن زمونږ ورکه غواړي دا جاهلان ګرځي د خپل مرګ پسې

زمونږ د کلي عجيبه رواج دى دلته چې ښکلي راشي زړونه يوسي

چې بدرنګ راشي نو په بده ورځ شي پرې شوې ښپې او مات سرونه يوسي

زمونږه چم ته چې کمزوري راځي په هره لار ورته ګلونه کرو

خو زورورو ته لږ زور ورښايو ورته سکروټي او بمونه کرو

زمونږ ماشومان چې په خبرو پوى شي ښکار د مرغانو کړي ليندې غواړي

د ماشومتوب نه يې احساس جنګي وي مدام د ټوقو تمانچې غواړي 3 وزيرستان دنګ زلمى هغه دنګ زلمى څه شو کلى چې پرې ښکلى وو آخر لاړ شهيد شولو جنګ کې لګېدلى وو

وه ګرانه راڅه وايې زر را ته کيسه وکړه دا څنګه شهيد شولو کومې خواته تللى وو کله چې مو راغى ګران وطن ته دا وحشي لښکر هاغه ورځ خفه وو ډېر زړه يې دردېدلى وو

ځان سره جمع کړل نور مجاهدين ځوانان هېڅ منعه کېدلو نه ډېر جذبې نيولى وو تور پټکى او تور زلفان زېړ ماذيګر وو تو تور ټوپک يې لاس کې وو بند يې هم تړلى وو

ټوله شپه يې غرونو کې کړي مزلونه وو سم د سبا ئي په وخت جنګ ته رسېدلى وو بريد د جنګ يې کړى وو ناڅاپه دشمن باندې دا د ازمري پشان نېغ پرې ورختلى وو

ډېر يې مردار کړي وو دا خپل او پردي کافر يو يو يې مړ کړى وو بېل بېل يې ويشتلى وو

بيا نو آخر دۀ هم په سينه مرمۍ خوړلې وې چيغې د تکبير سره مخامخ لوېدلى وو

کله يې چې راوړلو کلي ته ملګرو يې وينو کې د ګل غوندې ښکلى لمبېدلى وو

شونډو کې مسکى مسکى ښکارېدو يقين وکړه نه ښکارېدو مړ غوندې هسې خوبولى وو

تلله خوشبويي ترېنه خلک وو حېران ورته ډېره عجيبه ورځ وه ډېر عالم راغلى وو

هر څوک دردېدلى وو ډېر غمجن غمجن وخت وو سترګې د هر چا سرې وي هر څوک ژړېدلى وو

زه يې هغه بله ورځ قبر ته ورغلى وم خپل په وينو سور پټکى پاس پرې غوړېدلى وو

پاڅېږئ جهاد وکړئ خوند د شهادت واخلئ مونږ لره په شناخته يې دا پېغام ليکلى وو

اې ( مفتونه ) ته يې هم پام کوه چې هېر نکړې څومره عجيبه ځوان وو تا خو هم ليدلى وو

شهيدانو ته ډالۍ دويم وېتنام ځکه خوږ لګيږي نام د تورې بوړې چې ډېر ښکلى دى مرام د تورې بوړې

ورته سرې سپينې ماڼۍ په سجده دي دومره دى اوچت مقام د تورې بوړې د سپېڅلو شهيدانو له اثره کائېنات کوي سلام د تورې بوړې

وخت د حال په ژبه داسې راته وايي دويم نوم به شي وېتنام د تورې بوړې دې مغرورو بادشاهانو ته هېئبت دى يو وړوکى شان غلام د تورې بوړې

د وخت هر يوۀ کفري وحشي يرغل ته قيامت شوى دى قيام د تورې بوړې يو مرکز دى د سرتېرو مجاهدو لازم بولم احترام د تورې بوړې

د جهاد احساس که ويخ غواړې ( مفتونه ) لږ شه غېږه کې ارام د تورې بوړې

١٣٨٤ هېئبتي سترګې

مجاهد دى د سنګر په لار ويدۀ دى که کوم ګل دى د وربل په دار ويدۀ دى

دا زلمى طالب شهيد دى په سنګر کې که غمى په ګرد وهلي هار ويدۀ دى

پرې کوترې د جهاد ترانې وائي د سنګر د افتخار چينار ويدۀ دى

هئېبتې سترګې شوې پټې د ځوانانو د آغيار په زړه کې ځکه ډار ويدۀ دى

د غرور په خنداګانو به ويخيږي ذهير زړه کې مې قاتل ازار ويدۀ دى

ناقرار نيمګړي ژوند نه ستړى شوى غېږ د خاورو کې يو څوک قرار ويدۀ دى

په خوږ غږ ئې د تکبير ويخ کړه ( مفتونه ) د غفلت ترخه پرده کې ښار ويدۀ دى


ټوټه

مانېزوړو تول کې ونه سېزئ

زه يم ګلاب سېلاب راوړى يمه

بې قدره ځکه يم بې قدرو کره

د انـقلاب سېلاب راوړى يمه

پېښور د هجرت دوران


پند

دا چې خوږ راته له ځان دى راته مرګ دى

 چې له هر چا راته ګران دى راته مرګ دى

چې خزان، خزان ژوندون ته مې سپرلى دى

چې ګل ځان ته مې خزان دى راته مرګ دى


آژدها مست بلبل يم د پرهار نه مې ډار نشته د ګلاب تر مخ د خار نه مې ډار نشته

را لوى شوى يم جنګ جنګ او انقلاب کې ستا د کروزو د ګزار نه مې ډار نشته

په خاطر د خپل عزت محتاط وسېږم ګنې هېڅ د يو کفار نه مې ډار نشته

اې د وخت نمروده زه د وخت خليل يم سرو لمبو او سره انګار نه مې ډار نشته

آمساه مې آژدها د وخت موسىٰ يم فرعوني باطل خامار نه مې ډار نشته

مسلمان يم د افغان اصلي بچى يم غل غلام او د غدار نه مې ډار نشته

شهادت مې ده ارزو جهاد مې لار ده مجاهد يمه د دار نه مې ډار نشته

حق پرست يم ( مفتون ) مل يم د نېکانو بت پرست او بد کردار نه مې ډار نشته

١٣٨٤ تقريباً د لالپورې د سيندغاړې سيمه تندر

حق پرست يم حقپالانو پسې گرځم زخمي زړه يم طبيبانو پسې گرځم

زه په سپينه مينه تور مئين بورا يم د اسلام د بڼ ګلانو پسې گرځم

په زړګي کې مې اور بل د انتقام دى د شهيد د قاتلانو پسې گرځم

مجاهد يم فولادي چاړه په لاس کې دې نجسو جاسوسانو پسې گرځم

زه هم ورور د دادالله او زرقاوي يم لکه تندر صليبيانو پسې گرځم

سپين طالب يم لکه سپين شاهين حملې کړم دې بدرنګو ټپوسانو پسې گرځم

د ( مفتون ) شاعر قلم کمزورى نه يم لکه غشى غليمانو پسې گرځم

١٣٨٦ وزيرستان ډاکوان

غمازان راځي جانان راځنې اخلي دا د ټول عمر ارمان راځنې اخلي

شاړوي سمسور ګلشن زما د هيلو خزانونه دي ګلان راځنې اخلي

سور غربي ساحر منتر د ډالر وائي په دې چل هنر ايمان راځنې اخلي

انقلاب د جنګ کچکول په غاړه ګرځي مجاهد تنکي ځوانان راځنې اخلي

د خزان بلا راغلې ګلستان ته بورا ګان او بلبلان راځنې اخلي

د مرګي قلنګ ته فکر يمه وړى ډېر خواږه خواږه دوستان راځنې اخلي

د دنيا ډاکوان راغلي دي ( مفتونه ) خپل ښاېئسته افغانستان راځنې اخلي

١٣٨٦

الهام

لږ اشنا راته راوګوره چې ځې کړم دعا راته راوګوره چې ځې

د ژړا انځور مې مات کړه په زړګي کې په خندا راته راوګوره چې ځې

انقلاب دى بيا ليدل يقيني نه دي يو ځل بيا راته راوګوره چې ځې

څو خوږې خاطرې سترګو کې ډالۍ کړه په مسکا راته راوګوره چې ځې

د غزلو الهام راکړه مجاهده لږ په شا راته راوګوره چې ځې

هسې نه چې ( مفتون ) بيا درپسې غرق شم خاماخه راته راوګوره چې ځې

١٣٨٦ خيبر جنتي منظر که دې سمه ده که غر دى نورستانه په هر څه کې دې اثر دى نورستانه

طالب خويه دي اتڼ کوي طوفان کې که دې لمنځه که نښتر دى نورستانه

لېونو ته جذباتي شې لېونى شې دا عادت دې خوندور دى نورستانه

نازولي شهيدان لرې په غېږ کې جنتي د ستا منظر دى نورستانه

هره تړه هر ګړنګ او هره لار دې د جهاد سنګر سنګر دى نورستانه

دې مغرور او يرغلګر کفري لښکر ته ستا نامه زنګ خطر دى نورستانه

د زمريانو او بازانو جنګي کور يې شان شوکت دې لکه لمر دى نورستانه

ستا بچي ور باندې ګران دي ته يې خوښ يې ( مفتون ) ځکه بختور دى نورستانه

د نورستان مجاهدينو ته ډالۍ ١٣٨٨ يتيم کلى نشته کور مې نشته پلار مې نشته مور مې نشته

چې همزولو کې پرې وياړم هغه شوخ دنګ ورور مې نشته

چې مې مخ له خاورو پاک کړي هم ذهيره خور مې نشته

سپور نظر ته مې چې آب شي څوک د سترګو تور مې نشته

د دردونو اور کې سوزم يخ د زړه ټکور مې نشته

د حال زړه راته لا ډک دى خو د تېښتي لور مې نشته

چې د پلار انتقام واخلم دومره وس او زور مې نشته

خوار يتيم د زمانې يم غم مې شته غمخور مې نشته

باجوړ ١٣٨٣ خاموش ماذيګرونه عجيبه غوندې وختونه ځي راځي رنګ په رنګ امتحانونه ځي راځي

زخمي شونډې مو خندا ته جوړ نشوې بس سلګۍ او فريادونه ځي راځي

خوشالېو چرته پېښه راو نکړه ټول غمونه او دردونه ځي راځي

د مستۍ او د سېلونو ورځې نه دي جنازې دي او ويرونه ځي راځي

رژوي راته ځوانان لکه ګلونه د مرګونو خزانونه ځي راځي

په جومات، ګودر، حجرو، بمبارۍ وشوې ډېر خاموش ماذيګرونه ځي راځي

اوس د زاڼو قطارونه نشته نشته د کافرو جهازونه ځي راځي

د ( مفتون ) د ارمانونو ګلستان ته د باروتو سره اورونه ځي راځي

١٣٨٥ شازلمي د ګلونو غوندې ښکلي شازلمي دي طالبان دي نازولي شازلمي دي

زه يې ځکه ښکلوم په دواړو سترګو په دې لاره باندې تللې شازلمي دي

سره ګلونه يې سرو سترګو، نه شرميږي د سنګر شبګير وهلي شازلمي دي

د يو سپين مرام او سپين قانون لپاره په سرو وينو لمبېدلي شازلمي دي

قربانۍ ته يې منصور ګوته په غاښ دى په خندا په دار ختلي شازلمي دي

کيدړان يې ټينګېدى نشي ګزار ته د زمرو په شان غښتلي شازلمي دي

اې ( مفتونه ) د جهاد له برکته په زلمېو کې ښاغلي شازلمي دي

خپله سيمه ١٣٨٦

د خنجرونو په سرونو

شاهين دى مجاهد ګرځي د غرونو په سرونو يو تندر دى د کفر د پوځونو په سرونو مئېن د دين په شمع يو سپېڅلى مست پتنګ دى تل اوړي او را اوړي د اورونو په سرونو له ژونده بې پروا دى او هدف يې شهادت دى مزل يې تر منزل دى د بمونو په سرونو مظلوم دى خو بيا هم د هر قاتل د سر قاتل دى سرونه ترې راوړي د خنجرونو په سرونو ستومانه مجاهده ستا په مخ خولې پرتې دي که پرخه ورېدلې د ګلونو په سرونو له ډېرې مستۍ داسې غورځنګونه په غليم کړي څپې لکه د مستو دريابونو په سرونو اثر د شبګيرو دى مجاهده ستا لېمو کې که، نه، نرى لوګى د مشالونو په سرونو تر مرګه به مو هېر نشې غازي شهيده ياره ليکلې ستا نامه مونږه د زړونو په سرونو په ننګ که شهيدان شوئ د ( مفتون ) خوږو ملګرو اشعار به ورته ليکم د قبرونو په سرونو

شين ډنډ ١٣٨٤


فدا يي يم

په اسلام سر ورکو فدايي يم بم په ځان پورې تړمه فدايي يم

د اېټمونو خاوندان مې اوتر کړي ايماني وسله لرمه فدايي يم

باروتي جامې مې کړي دي روان يم کافران مردارومه فدايي يم

د غرور دنګې ماڼۍ ته زلزله يم آن تر بېخ يې نړومه فدايي يم

اې ( مفتونه ) دې ښاېئسته ښکلې نړۍ نه بدرنګ خلک ورکومه فدايي يم

١٣٨٤

جنتيان

سلام، سلام،سلام اې قدر دانو فدايانو په دين باندې مئينو طالبانو فدايانو د اېټم دا مغروره خاوندان درنه ډاريږي جهان مو حېران کړى اتلانو فدايانو د وخت وحشي کافر ته مو دنيا دوزخ دوزخ کړه سپېڅلو مجاهدو شازلميانو فدايانو تنکۍ تنکۍ ځوانۍ مو پرې لمبه، لمبه، لمبه کړې د حق په سپينه شمع پتنګانو فدايانو د مرګ خزان که پاڼې پاڼې کړلئ پروا نشته خو ژوند مو معطر کړلو ګلانو فدايانو کوکريو، ګيدړانو ته نامه د ستاسو مرګ دى اثر لرئ هئېبت لرئ زمريان فدايانو دنيا درته حېرانه، کائېنات درباندې وياړي مرګي ته په خندا ورځئ ځوانانو فدايانو ملګرو په رنګونو کې مو ښکاري جنتونه ګلان درنه شرميږي جنتيانو فدايانو هم تاسو، يې سکون ياستئ او تاسو باندې وياړي ( مفتون ) ته له دې خپله ځانه ګرانو فدايانو

عالم گودر ١٣٨٤

نيازبين

تېر له سره په خپل دين يم مجاهد يم په وطن باندې مئين يم مجاهد يم

جنگي ځوان يم لکه ګل په خپلو وينو سينګار شوى يم رنګين يم مجاهد يم

يرغلونه ماتومه دا مې کار دى په خپل عزم کې سنګين يم مجاهد يم

لوږې تندې د اسلام په خاطر ګالم ګنې زه خو هم نيازبين يم مجاهد يم

چاته تريخ ذهر قاتل د مرګ سبب يم چا ته خوږ لکه ګبين يم مجاهد يم

اې ( مفتونه ) ټپوسان مردارومه د وطن د غرو شاهين يم مجاهد يم

دېمواکراسۍ زامن ځينې خلکو په ډالرو ايمان خرڅ کړو چا بنګله او په موټرو ايمان خرڅ کړو چا پرې خپلې تنخواګانې اضافه کړې چا پتلون او په نېکرو ايمان خرڅ کړو چا سرښکته کړلو بوش او اوباما ته خو يو چا يې په ملګرو ايمان خرڅ کړو د ملي اتلولۍ دعوه کونکو د دې وخت په يرغلګرو ايمان خرڅ کړو لوى خبيث شي او کانديد شي، ډګروال شي که هر چا په زورورو ايمان خرڅ کړو چا پرې واخستل چاکليټ او بسکټونه چا، جوارو، په ټېپرو ايمان خرڅ کړو په ټېپ، ټي وي، اورېديو غوندې شيانو ډېرو، زياتو ټنګه سرو ايمان خرڅ کړو افسوس ډېرو جاهلانو افغانانو په شرابو او سندرو ايمان خرڅ کړو د ښار خلکو ډرامو او په فلمونو د يورپ په لنډغرو ايمان خرڅ کړو اسلام څه چې انسانيت يې شرمنده کړو دوي د وخت په ځناور ايمان خرڅ کړو

١٣٨٨ د خبيثې دېموکراسۍ زامنو ته ډالۍ بې غېرته ځان ته شوې خطر کفر ته واوښتې ته چې په ډالر کفر ته واوښتې خټه دې افغانه مسلمانه وه ولې دومره زر کفر ته واوښتې هېڅ د عقيدې په مفهوم پوى نشوې شولې ځناور کفر ته واوښتې سپين قانون د امن دې ونه مانه خوښ دې کړلو شر کفر ته واوښتې دغه سره شېطان ته دې سرښکته کړو کار دې شرر کفر ته واوښتې موړ چې په کجورو، وې مؤمن وې ته لږ چې نهر کفر ته واوښتې تا نه به غوڅيږي د ( مفتون ) په لاس دغه غلام سر کفر ته واوښتې تقريباً ١٣٨٤ باريکاب





زور


خلک غافلان د خرافاتو ډېره ښه مني بل ددې دنيا د رواياتو ډېره ښه مني

تېر ورځنې هېر شي د راتلونکي نه خبر نه وي ټول د وخت بچي دي د حالا تو ډېره ښه مني

داسې وخت راغلى چې درنو هستو ته سپک ګوري دا کمزاته خلک د بې ذاتو ډېره ښه مني

دلته حق ويونکو لره ژبې مهر شوي دي دا مفسد واکمن د مفسداتو ډېره ښه مني

زور چې درسره نه وي ( مفتونه ) نصيحت مکړه دا ځناور خلک د کراتو ډېره ښه مني

تقريباً ١٣٨٤ د کراتو په کلب کې وليکل شو


ګران افغانستان


راياديږي هر زمان افغانستان زما زړه سترګې او ځان افغانستان

په ښاېئست کې ټول جهان ترېنه لوګى شه دومره حسن لري وران افغانستان

ډېر نيازبين دى په قلنګ کې رانه غواړي مجاهد تنکي ځوانان افغانستان

مونږه تل په خپلو وينو سمسور کړى دا سپېڅلى ګلستان افغانستان

د ( مفتون ) په ژبه تل دغه ګردان وي زما ګران افغانستان افغانستان

١٣٨٤ خېرات زار دې شمه دا عادت چې زيات نکړې ماته زړه په ماتو وعدو مات نکړې

پرېږده دا د تلو خبرې مکوه جوړ چې مې ګرېوان باندې برسات نکړې

خداى به درنه واخلي د ځوانۍ غنأ پام چې په مظلومو د زکات نکړې

خوږ به شې اشنا د کوه طور په شان ګرانه هېر د مينې خوږ تورات نکړې

زه د هر حالت ترجماني کړاى شم جوړ چې راته نوي روايات نکړې

زړه به درنه لاړ شي زړه به وبائېلې ګوره که قبول د زړه سوغات نکړې

ته خو اول خپل غم نه تپوس وکړه بيا ( مفتون ) ته وايه چې خېرات نکړې

کڅ ١٣٨٢ ذهرجن خاطرات سپرليه ستا په هجر کې رنګين زما غزل شو د تريخ خزان په غېږه کې شيرين زما غزل شو

د ستا پښتنو سترګو چې سبق د حيأ ورکړو جامه يې پښتنه شوله سنګين زما غزل شو

بوتان يې د شکونو د زړګي کعبه کې مات کړل چې کله حق پرست شو نو يقين زما غزل شو

هر بېت هر مصرعه کې يې هر چا ته ښکاري ځان د حق چې ترجمان شو نو آئين زما غزل شو

مئين چې دي په حق باندې سپېڅلې ښکلا لمانځي همدې مينې پرستو لره دين زما غزل شو

ستومان خولې خولې مجاهدين چې يې وستائېل ترې ووت پيکه والى او مالګين زما غزل شو

( مفتونه ) چې وخت کله ذهرجن خاطرات راکړل نو پس له هغې خوږ لکه ګبين زما غزل شو

باړه ١٣٨٣ حسينه کار نامه مرګ به دې مېلمه شي د ژوندون ورځې به تېرې شي را به شي بېلتون د پېوستون ورځې به تېرې شي

اې ساده زړګيه لږ د نورو زړونو خيال ساته بيا به داسې نه يې د سکون ورځې به تېرې شي

را به شي د کلي د اختر د خوشالۍ ورځې دا د صحراګانو د جنون ورځې به تېرې شي

خداى به مې د زړه په باغ باران د وصال راولي دا د وچکالۍ د خشک بېلتون ورځې به تېرې شي

پام د بوډا توب د مدرسې نه چې غافل نشې دغه د ځوانۍ د مست مضمون ورځې به تېرې شي

ګل به د مسکا په پسرلي شي دا غوټۍ شونډې دغه د خزان د زړه چاودون ورځې به تېرې شي

زړه يې د حسېن غوندې حسينې کارنامې ته دى ښکل يې کړه جانانه د ( مفتون ) ورځې به تېرې شي

باړه حسين اکبر دوکان ١٣٨٤ ګرانه مور ستا عظيم شان و شوکت دى ګرانې مورې رب درکړى ډېر عزت دى ګرانې مورې د بچو په غم دې تل سترګې لمدې وي دومره ډېر دې محبت دى ګرانې مورې د ژوند باغ ته پسرلى زړه ته سکون يې عجيبه دې حېثيت دى ګرانې مورې بې لتانه دا ښائېسته ژوندون بدرنګ دى ستا وجود د ژوند زينت دى ګرانې مورې کلى، کور او جهان تا باندې آباد دي ستا بېلتون ثاني قيامت دى ګرانې مورې تا ته يو نظر کتل حج اکبر دى ثوابونه دې صحبت دى ګرانې مورې د ښپو خاوره دې زخمي زړه ته مرهم دى زړه دې ډک له شفقت دى ګرانې مورې ستا په سترګو کې بلا خوښۍ پرتې دي ستا قدم لاندې جنت دى ګرانې مورې ستا رضا کې د الله رضا موندى شي حق دې ځکه کرامت دى ګرانې مورې که څوک غواړي کاميابي په دوه جهانه لوى سبب يې ستا خدمت دى ګرانې مورې د ژوندون د حادثو په غېږ کې ګېر يم ستا دعا ته ضرورت دى ګرانې مورې ( مفتون ) معاف کړه شفقت ورباندې وکړه ١٣٨٧ تا ته ډېر زيات ملامت دى ګرانې مورې عجيبه يو شان دي همزولې دي خور ګانې دي ښکلې دي نازکې شهزاد ګانې دي

تل يې د حيأ څادر اغوستى وي هر څومره که مستې دي او ځوانې دي سل ژبې يې زده دي، خو، څه،نه وايي ته به ګنې وايې چې ګونکيانې دي

ما ته پرې داټول جهان ښائېسته ښکاري ما باندې بې حده ډېرې ګرانې دي هېڅ قسم منفي اړخونه، نه لري رب ورکړي ټولې ښې خوبيانې دي

زغري لري غشي ورسره لري ګوره مجاهده دي جنګيانې دي هېڅ يو ټپوس خويه ورکتى نشي رعب لري دهشت لري بازانې دي

پاکه مينه غواړي په خاموش انداز داسې پاک لمنې ملنګانې دي بد نظر او بد خويونه، نه مني دې عادت کې کلکې طالبانې دي هېڅ سره بېلېږي نه جوړه ګرځي خو خصلت کې سمې يتيمانې دي

هر وختې په تور غلاف کې پټې وي ښکلې ثنا خوانې بلبلانې دي کله کله سپينې تسبې اړوي ډېر د حق پرست پير مريدانې دي

کله چې د چا غم کې شپه روڼه کا وائې به حفصه کې شهيدانې دي ډېر زيات په حکمت د زړونو ښکار کوي ډېرې عجيبه غوندې ښکاريانې دي

دا صفت يې ټولو کې ډېر خوند کوي دواړه پښتنې دي افغانانې دي نور هم ډېر بې شماره خصوصيات لري دا خو د ( مفتون ) څو تشبيهانې دي

اې ربه د ستا په نعمتونو کې سترګې څومره ډېرې قدردانې دي

١٣٨٨ لره پښتونخوا


آ ، ى

ګرانې زه دې يم بورا، ته شګفته ئې زه پتنګ يم پروانه ته مې ډيوه ئې

زه د عشق د نوې لارې لاروى يم ته مې ښکلې همسفره اراده ئې

په ما اوس دى د ځوانۍ سپرلى راغلى ته تياره غوړېدلې باغيچه ئې

ستا په يو نظر کتو هوا يي کېږم ګرانې ډېره عجيبه غوندې نېشه ئې

زه د مينې نابلده لامبوزن يم ته د حسن د درياب تنده خپه ئې

زه په نوې ځوانۍ مست نوى زلمى يم ته د مېو مستانه ډکه پياله يې

چې تا ښکل کړم نو د زړه غوټۍ مې ګل شي د سپرلي د سهارګي مسته وږمه ئې

د نظر بوراګان تا راځنې غواړي د ښائېست د باغيچې يوه غونچه ئې

ته زما د زړه د مړاوي ګل د پاسه ډېر په ناز د خوشبو يې غوندې خوره ئې

خيال او ذهن، زړه مې ټول تاته په ځير دي يوه ښکلې نازولې تماشه ئې

ستا نامه زما د ژبې مشغولا ده ګرانې ته زما د مينې ترانه ئې

تا به زه سينګاروم پخپلو وينو دومره ډېره راته ګرانه يې خوږه ئې

هغه ورځ به له قيامته کمه نه وي چې ته کله مروره يې خفه ئې

خطرونو ته چې خاندم ستا خاطر دى ته زما د ژوند ارزو او خاطره ئې

ستا بېلتون راته څپېړه د مرګي ده ګرانې ته مې د زړګي يوه تکړه ئې

زما سر او مال په تا باندې قربان دي ګوره ته مې د سپېڅلي عشق کعبه ئې

په فطرت کې دې غرور د افغانيت دى په ښکاره که عاجزي لرې ساده ئې

بيا کچکول په غاړه ګرځې ځوانان غواړې بيا غريبه شوې او ملنګانه ئې

خو هېڅ وخت چې نا امېده غوندې نشې مونږ د ستا يو ته زمونږ د ننګ شمله ئې

آزادۍ ( مفتون ) طالب به دې ډولۍ وړي ته مېراث د پښتنو يې پښتنه ئې

١٣٨٧ مسته خاموشي ته چې لاړې تسلي دې رانه يوړه غم دې پرېښود خوشالي دې رانه يوړه نا امېده دې د للمې ګل په څېر کړم سمه نيمه زندګي دې رانه يوړه جنګ د سترګو او په زړونو کې چأودنې هغه مسته خاموشي دې رانه يوړه د بېلتون طوفان دې دومره زورور وو مات رامات دې کړم مستي دې رانه يوړه دومره کبر خو څوک نه کوي ملګريه ځواني مرګ مه شې ځواني دې رانه يوړه سم سهي دې ( غرق و پرق ) کړمه جانانه رنځ دې راوړو دوائي دې رانه يوړه

اچين عدلخېل ١٣٨٧





خو ښه مې خوښه ده دوستي خو، بې وسي ده هم مې زړه غواړي مستي خو، بې وسي ده درنه غونډ به لوګى شوى وم جانانه خوي لرم د سپېلني خو، بې وسي ده کرکه مه کوه انسان يم کبرجنه ستا نه ښه لرم ځواني خو، بې وسي ده دا پردى وطن پردۍ سپورې خبرې دا مې کله زړه مني خو، بې وسي ده په دې خړو خاورو خړ د چا خوښيږي دغه ګل ګل اننګي خو، بې وسي ده د بدرنګو نوکران مې پېرزو نه دي دا ښاېئسته ښاېئسته زلمي خو، بې وسي ده غم او درد او بل وطن کې مزه نه کا دا نيمګړې زندګي خو، بې وسي ده رانه هېر نه دي مدام راته ياديږي د وطن ماذيګري خو، بې وسي ده ناديده او بې وفا نه يم ملګرو ښه پوهېږم په هرشي خو، بې وسي ده له خپل ځانه راته ډېر ګران دي ( مفتونه ) دا سپېڅلي لېوني خو، بې وسي ده

١٣٨٢ کڅ خوږ عنوان څومره ښکلى خوږ دوران وې ماشومتوبه بې پراو له ټول جهان وې ماشومتوبه خړو خاورو او ګردونو کې به خوښ وې رنګينېو سره وران وې ماشومتوبه د بې شماره خزانونو په لمن کې خو ته ګل د ګل په شان وې ماشومتوبه تا کې يو ذره اثر د نفرت نه وو ته په هر چا باندې ګران وې ماشومتوبه په هر لفظ کې سل خونده خوندي وو په ګونګۍ ژبه ګويان وې ماشومتوبه هر انداز به دې د مينې بېل جهان وو څه هوښيار غوندې نادان وې ماشومتوبه په ټول چم به د چوپتيا پرده خوره وه چې به هر کله پرېشان وې ماشومتوبه لا تر اوسه مې د زړه کتاب کې ليک دى عجيبه ښاېئسته دا ستان وې ماشومتوبه بس چې لاړې پسې لاړې پسې ورک شوې خوب وې خيال وې که ارمان وې ماشومتوبه د ( مفتون ) د ژوند له درده ډک مضمون ته يو ډېر خوږ غوندې عنوان وې ماشومتوبه

١٣٨٢ کڅ مکاره د مظلوم ولس خونخواره خېر دې نشته د وخت لويه خطا کاره خېر دې نشته

در پسې د دين په مينه مست ځوانان دي په کفري نېشه خماره خېر دې نشته مجاهد دې د علاج پسې ګرځېيږي د ډالر پسې بيماره خېر دې نشته

دا د ګل په شان ځواني مې وقف کړې د مظلوم د سترګو خاره خېر دې نشته د ذرې ذرې حساب درځنې اخلم منډې مه وهه غداره خېر دې نشته

د تقوىٰ زغره لرم د ايمان توره اې کافره ګناه ګاره خېر دې نشته افغانان د حق په غږ را پاڅېدلي مردارېږې به اغياره خېر دې نشته

دلته مست مجاهدين ځوانان وسيږي د وطن په هره لاره خېر دې نشته په ( مفتون ) باندې منترې اثر نه کا راګېرې به مکاره خېر دې نشته

١٣٨٧

د غلۀ ملګري

ضرور به تښتي سور کافر او د هغه ملګري دغه زېړ سترګي غلامان دغه د غلۀ ملګري د اسلاميت او افغانيت جامه کې پټ غداران سره شرميږي به يو ځاى غټ او واړه ملګري د مظلومانو وينې څښې او توبې هم وباسي دا په حرامو عادت شوي د ليوۀ ملګري يو نيم خبيث چې روپۍ وګوري نېشه غوندې شي ترخۀ را خپل کا او خفه کاندي خواږۀ ملګري د کلک ايمان او د پاخۀ عزم ملګري غواړم پکار مې نه دي مذبذب او وراسته ملګري د وخت مهدي ته ټينګېدى نشې مخ توري به ځي دا دجال پسې روان ړاندۀ کاڼۀ ملګري په کومو سترګو به مخ کيږي د الله پاک سره دا په دنيا کې د شېطان سره پاخۀ ملګري دا د حق لاره عجيبه سپېڅلى چاڼ غوندې دى چې بېلوي سره مدام سم او کاږۀ ملګري ( مفتونه ) دا وو د زمونږه مظلومانو ازار چې حق نه څومره پټېدۀ وشرمېدۀ ملګري

همدغو ته ډالۍ ١٣٨٨ ډېر کم دي خاوندان د کلک ايمان ډېر کم دي په خپل وطن قربان ځوانان ډېر کم دي هجړا رنګي هجړا خويه دي بې شماره خو په اصل کې نران ځوانان ډېر کم دي بې غېرته خو په يو روپۍ درځن ده ننګيالي او غېرتيان ځوانان ډېر کم دي چې ضمير يې غلامي غواړي ډېر زيات دي د آزاد زړه خاوندان ځوانان ډېر کم دي د کافرو غلامان دي بې حسابه خو کافرو سره وران ځوانان ډېر کم دي ګيدړانو باندې ډک تمام جهان دى هغه سرې سترګې زمريان ځوانان ډېر کم دي نن زياتره د ډالرو بندګان دي حقيقت کې مؤمنان ځوانان ډېر کم دي وطن فروش خو دومره ډېر کله مچان دي وطن پاله افغانان ځوانان ډېر کم دي ښځينه ؤ باندې ډک دي بازارونه په رښتيا چې دي ځوانان ځوانان ډېر کم دي مزدوران د يرغلګرو په لکو، دي مجاهد قهرمانان ځوانان ډېر کم دي نن به سپين بېرغ په سپينه ماڼۍ هسک وو ( ننګرهار ١٣٨٣ ) خو افسوس چې طالبان ځوانان ډېر کم دي

حقيقت

مست پسرلى يمه خزان مې قدر نه پېژني هوښيار مې ستائيي جاهلان مې قدرنه پېژني

زه داسې ګل يم چې مئين دي بوراګان راباندې خو دا نازولي ګونګټان مې قدرنه پېژني

ښکلو ته ښکلو صفتونو ښکلى کړى يمه دا بدرنګ مخي لعنتيان مې قدرنه پېژني

پاک مجاهد يمه په پاکو خلکو ښه لګېږم پېسه پرست او غله ډاکوان مې قدرنه پېژني

اصلي افغان يم مست احساس د خپلواکۍ لرمه دا چاپلوسان او غلامان مې قدرنه پېژني

په دين مئين تکړه ځوانان راسره مينه کوي خوا دا بې ننګه هجړا ګان مې قدرنه پېژني

د غېرت منو سره کلکه ورورولي لرمه دا بې غېرته بې وجدان مې قدرنه پېژني

شکر په دې چې په نېکانو خلکو ګران يمه زه ګناهګاران او خبيثان مې قدرنه پېژني

زه د شهيد په پلۀ روان يم انتقام يې اخلم دا بې ايمانه غداران مې قدرنه پېژني

دا ګېډه غپ حرام خواره او دغه وږي تږي په انساني رنګ کې لېوان مې قدرنه پېژني

زه د زمري او د شاهين په شان صفات لرمه دا ګيدړان او ټپوسان مې قدرنه پېژني

زه به تر مرګه ملګرتيا د حق پرستو کوم که مړ کوي مې که جهان مې قدرنه پېژني

نور هېڅ خبره نشته وږي دي ړانده غوندې دي چې بعضې بعضې غمازان مې قدرنه پېژني

( مفتونه ) زه د مظلومانو غم کې غرق و پرق يم د وخت بچي او غافلان مې قدرنه پېژني

١٣٨٧ ارمان زما زړ سترګې او ځانه مجاهده ځارشم ځارشمه لتانه مجاهده ټول کفري جهان ته سترګو کې اغزى ئې اې د ګل په شانته ځوانه مجاهده قدمونه به دې ښکل کړمه په سترګو د سنګر ستړيه ستومانه مجاهده ستا په سپين مخ د جهاد د لار ګردونو زړګى وړى دى له مانه مجاهده په وحشي کفري زندان مې پېرزونه يې نازوليه طالبه جانه مجاهده بس همدا ارمان لرمه چې قربان شم زه ( مفتون ) ستا له ارمان مجاهده

١٣٨٦ طاهر اخطار هستوگنځى






طالبه ګرانه ستا له شانه صدقه شه طالبه جانه ټول جهان دې ته نذرانه شه طالبه جانه

چې قرآن عظيم الشان دې پکې ځاى کړو آفرين دې په سينه شه طالبه جانه دې نا اهلو ته د جهل په تورتم کې د علميت پسينه ډيوه شه طالبه جانه

چې حالا تو دردولي ستړي کړي هغو زړونو ته دمه شه طالبه جانه د غرور دنگ محلونه رانسکور کړه قهرېدلې زلزله شه طالبه جانه

سره غليم نه انتقام د وروڼو واخله د جهاد پاکه جذبه شه طالبه جانه يو ځل بيا د ايوبي تاريخ ژوندى کړه

پاکه کلکه اراده شه طالبه جانه 

فرعونيان د وخت لښکرو سره غرق کړه د نيل مسته شان چپه شه طالبه جانه په ( مفتون ) ګرانه جهان کې لمبې مړې کړه د باران تونده شېبه شه طالبه جانه

١٣٨٤

نشته


ستړې ستړې زندګي ده سکون نشته ترخې شپې دي هغه مست سباوون نشته

شاګردان د انقلاب د مدرسې يو بې له جنګه پکې بل يو مضمون نشته

ګام په ګام دي هديرې او زندانونه د پخوا په شان مزه د ژوندون نشته

هجرانونه دي ياران سره جدا دي په قرار زړګي وصال د پرون نشته

انقلاب دى په لوى رب باندې يې سپاره داسې مه وايه چې ورک دى ( مفتون ) نشته

١٣٨٧ د مينې مکتب هر خواږه کا د ترخۀ ترجماني مرګ کوي د ژوندانۀ ترجماني

هر بېګا هر يو سبا ته آئينه ده د ځوانۍ کوي زاړۀ ترجماني

هر نا شکره ته د رب د نعمتونو هر ساعت کوي ړاندۀ ترجماني

د جهاد شبګير کې خوند د جنت شته دى دغه رنګ دې کا لېمۀ ترجماني

انقلاب د فرهنګ ژبه داسې پرې کړه چې د باز کوي کارغۀ ترجماني

ستا په سترګو کې د ګل په اثر کاندي دا اغزي اغزي باڼۀ ترجماني

ما د مينې مکتب هم څو، کاله لوستى

اوس کوى شم څه نا څۀ ترجماني

( مفتون ) هسې په ظاهره خوشال ښکاري اسويلى يې کا د زړۀ ترجماني

١٣٨٣ پښتنه پېغله کلى، کور، بام او بلۍ ده که ګودر دى دا هر يو د پښتنې پېغلې سنګر دى که ئې لور، که يې منګى، که تبرګى دى هم يې توره، هم يې ډال دى هم خنجر دى استعمال د دنداسو او د نکريزو دا يې ډول سينګار نه دا يې هنر دى دا په غاړه غاړکۍ پېزوان په پوزه ښکاري خوي يې د زمري دى زورور دى بنګړي ځکه ګرځوي په مړوندو کې مجاهده ده زندان ته يې نظر دى برند، کتل، هئېبتي غږ مزل د آسپې هر انداز يې هر بد سترګي ته خطر دى په ښائېست کې د جنت د حورو خور ده بلکې څو وار يې مقام ترېنه بهتر دى لکه لمنځه ده د کلک عزم خاونده طوفانونو کې وسيږي ځاى يې غر دى تور ټيکرى تورې جامې له حيأ ډکه رب ورکړى د کعبې غوندې اثر دى هغه وخت کې به جنګه وي راغلې که چا اووېئل چې سور شال يې په سر دى په غېرت يې افتخار کوؤ ( مفتونه ) ١٣٨٨ د افغان جنګي تاريخ پرې منور دى

پېل و پاى

د يو ورک منزل له لورې سترګې پټې بدن لوڅ او پښې تورې سترګې پټې دې نېمګړې غېږ ته راغلم يو نظر ته بيا مې بېرته کړلې نورې سترګې پټې د يو ښکلي نا اشنا منزل په لورې بيا روان يم ته مې ګورې سترګې پټې

زه

يو کمزورى غوندې څلى يم د خاورو د ژوندون په دې فاني غېږ کې ولاړ يم

هر ساعت مې خطره د نړېدلو د اجل په طوفاني غېږ کې ولاړ يم

لېونۍ ځوانۍ هغه يو څو زمونږ د کلي زلمي آ د زمرو په شان غښتلي زلمي چينارونو په شان دنګې ځوانۍ آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ور سره وو د جهادونو احساس

د مظلومانو د دردونو احساس

د يتيمانو فرياد ورکړو ورته د انقلاب او د جنګونو احساس

اور يې شو بل د انتقام زړونو کې نور يې ځاى نه وو د ارام زړونو کې

ډېر په جذبه باندې وتلى زلمي آ دګلونو غوندې ښکلي زلمي

اوس مو د کلي آ خوندونه نشته د شازلمېو محفلونه نشته خشکې غرمې دي او ساړه ماښامي اوس هغه مست ماذيګرونه نشته نشته د کلي د اختر خوندونه نه د حجرو، نه د ګودر خوندونه

ټول د سنګر په لورې تللي زلمي آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

يو نيم پخپله تر کالۀ رازي د چا احوال د ژوندانۀ راځي د چا خبر د شهادت راشي د چا خو هېڅ معلومات نۀ رازي

څوک خشکو دښتو او په غرونو کې دي ځينې زخميان په روغتونونو کې دي څوک زندانونو کې تړلي زلمي آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ډېرې پېغلو ټې يې په طمع ناستې په انتظار ډکې له غمه ناستې ورنه جدا د ژوندانۀ ملګري زخمي په زړونو بې مرهمه ناستې

چاته خاوند او چاته ورور ياديږي چاته د دواړو سترګو تور ياديږي خيال کې يې ګرځي نازولي زلمي آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

وينې يې توى کړې انقلاب يې راوست په دښمنانو لوى عذاب يې راوست د خزانونو خاتمه يې وکړه مست پسرلى ګلاب ګلاب يې راوست

حالات به نوي شان رنګونه راوړي غرونه او دښتې به ګلونه راوړي مونږ لکه تخم پرې شيندلي زلمي آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ترې دردونکي يادګارونه پاتې سوري پټکي سره څادرونه پاتې چا نه ټوپک او کمر بند پاتى دى چا نه قلم او کتابونه پاتې

د چا يادګار وصيت نامه پاتې ده چانه تسبې او دسمالونه پاتې

څوک يې تسل په يادګارونو کوي څوک يې د ژوند انتظارونه کوي چاته خوبونو کې ورغلي زلمي آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

ور يې کړې مستې قربانۍ لېونۍ دين ته يې وقف کړې ځوانۍ لېونۍ سرو سرو اورونو ته ورغاړې وتل دې لېونو کړله نړۍ لېونۍ

دوي کارنامې د ورکېدلونه دى ( مفتونه ) هېڅ د هېريدلو نه دي تا خو پخپله وو ليدلي زلمي آ د ګلونو غوندې ښکلي زلمي

١٣٨٨

هم بادشاه او هم ملنګ وو چې د ننګ او غېرت غر وو يو غازي مجاهد ځوان وو دا سپېڅلى ګران شهيد خو دادالله اصلي افغان وو يو متماز، سرباز طالب د انقلاب د مدرسې وو فراغت د شهادت يې په زړګي باندې ارمان وو ټول ژوندون يې د دردمنو حادثاتو يو کتاب وو هر يو باب پکې جنګ وو خو جهاد پکې عنوان وو هر پاڅون او هر خوځښت يې وو د نوي بدلون زېرى هر غورځنګ يې اسلامي وو هر ډګر کې به کامران وو توکل يې په الله وو د قوي عزم خاوند وو زورورو ته سرزور وو او فاتح د هر مېدان وو چې به کله هم د حق او د باطل مقابله شوه بې پروا له مال او ځان وو خو په حق باندې قربان وو سر لښکروو د سر تېرو مجاهدو طالبانو د تحريک د پګړۍ ګل وو وياړ د ټول افغانستان وو دښتو غرو کې وسېدلو جهانګير خيال ورسره وو هم بادشاه وو هم ملنګ وو عجيبه غوندې انسان وو چاته خوږ لکه ګبين وو چاته تريخ ذهر قاتل وو چا ته ګل چاته اغزى چاته نسيم چاته طوفان وو زړه وژونکو زمري رنګو هئېبتي سترګو نظر يې بد نظرو ګيدړ خويه ته سم تندر د اسمان وو د عجيب خصلت خاوند وو ورته فکر حېرانيږي هم پخپله پسرلى وو هم خزان لره خزان وو د ( مفتون ) زخمي زړګي ته مړاوي مړاوي ستړي ژوند ته يو ټکور وو يو ژوندون وو يو سکون او اطمينان وو

خوږه بهانه

دا چې هره ورځې زۀ درسره خاندم ته پوهېږې چې په څۀ درسره خاندم

هر انداز دې راته خوږ لکه ګبين دى ځکه ډېر خواږۀ خواږۀ درسره خاندم

ستا په مينه کې څه بېل شانته اثر دى زړه مې ژاړي خو په خولۀ درسره خاندم

د چا سترګو ته به ګورمه پښتون يم چا له غمه به ډېر ښه درسره خاندم

د نظر ګزار دې زړه راته مات کړى ځکه داسې په مات زړۀ درسره خاندم

داسې ووايه چې شونډې مې زخمي دي داسې مه وايه چې نۀ درسره خاندم

زه هم ستا غوندې مفتون يمه ( مفتونه ) چې په څيرې ګرېوانۀ درسره خاندم

١٣٨٢ چېرته کېږي ژوند دمستۍ نه بغېر چېرته کېږي د محتاجۍ نه بغېر چېرته کېږي

رسېدل هغه ښاېئسته منزل ته

ستا د دوستۍ نه بغېر چېرته کېږي 

د مسلمان افغان سوچه زندګي د ازادۍ نه بغېر چېرته کېږي

د هر اصلي پښتون اصلي تعارف ږيرې پګړۍ نه بغېر چېرته کېږي

په سپينو تورو کې طلب د حورو د طالبۍ نه بغېر چېرته کېږي

داد کافرو شرمنده بندګي د نېکټايۍ نه بغېر چېرته کېږي

ټولې دنيا ته د خپل ځان شرمول قراقوولۍ نه بغېر چېرته کېږي

دا ډالرو شېطاني شوقونه د غلامۍ نه بغېر چېرته کېږي

د امرېکا د محفلونو مزې د چاپلوسۍ نه بغېر چېرته کېږي

پېژندګلي د بې غېرته پښتون د موسيقۍ نه بغېر چېرته کېږي

د ډرامو زامن نارې وهي چې دېموکراسۍ نه بغېر چېرته کېږي

خېټه پرست خلک تل داسې وائي چې د ډوډۍ نه بغېر چېرته کېږي

هر خبره په ښائېسته الفاظو د شاعرۍ نه بغېر چېرته کېږي

له بادشاهانو نه قلنګ ( مفتونه ) د ملنګۍ نه بغېر چېرته کېږي

١٣٨٨ ستړيا د کال شبګير يم لږ مې خوب ته پرېږده دلګير دلګير يم لږ مې خوب ته پرېږده

وخته څه وخت خو ذهيريږه پر ما ډېر زيات زهير يم لږ مې خوب ته پرېږده

دنيا پرست نه يم ظالم نه يمه د خداى فقير يم لږ مې خوب ته پرېږده

که ته مې پير يې دعاګانې کوه که زه دې پير يم لږ مې خوب ته پرېږده

ناترسه ژونده زړه دې نه يخيږي مرګ ته نسکير يم لږ مې خوب ته پرېږده

د شهيدانو له وطنه راغلم ستړى په وير يم لږ مې خوب ته پرېږده

زه خو دې هسې هم د زلفو دام کې اشنا اسير يم لږ مې خوب ته پرېږده

وحشته چرته به ( مفتون ) لاړ شمه بند په ځنځير يم لږ مې خوب ته پرېږده

د يو سفر دوران ١٣٨٠ د مظلوم اه

چې په مخ باران د تړمو اوښکو سلامي کوي جهان د تړمو اوښکو

چې شېبه شېبه راتوي په شنه روضه شي بس همدا مې دى ارمان د تړمو اوښکو

يو اثر د جنتي ښائېست ښکاريږي دا چاپونه په ګرېوان د تړمو اوښکو

د ګلاب غوندې پرهر پرهر زړه غواړي تويول نه دي اسان د تړمو اوښکو

د کونېنو کائېنات يې ندارنه دي د يو څاڅکي د جانان د تړمو اوښکو

د هر څاڅکي په بدل کې يې جنت دى ګوره دومره دى لوړ شان د تړمو اوښکو

د مظلوم،آه ته چې سپک ګوري ( مفتونه ) هغه وړي دي طوفان د تړمو اوښکو

١٣٨٣ وخت او بخت چې په کوم وخت راسره بخت اډيوالي پرېښوده راسره سمه تاج او تخت انډيوالي پرېښوده چې وخت مې واچولې ښپو ته د غربت زولنۍ يا خو د غرضه په زړه سخت انډيوالي پرېښوده چې ستا غمونو مې په زړه باندې يرغل وکړلو خوب رانه وتښتېد بالخت انډيوالي پرېښوده په نيمه لار يې ارمانجن اجل ته لاس کې ورکړم ما سره ډېر بې وخته وخت انډيوالي پرېښوده

ټوټه د رب حکم وو له خاورو راپېدا شوم لکه ګل نيمګړي ژوند ته په خندا شوم

خو تر پايه مې د ژوند سپرلى مل نه شو ارمانجن ترېنه په نيمه لار جدا شوم

ډېر ناڅاپه د اجل خزان، خزان کړم دا دى بېرته خړو خاورو کې فناه شوم

ټوټه

ډېر ښاېئسته لکه غمى ومه يو وختې د زړه باغ ته پسرلى ومه يو وختې

ګل ځواني مې وه خاني بادشاهي وه د هر چا لکه زړګى ومه يو وختې

اوس مې دغه خړ پړ قبر کې چينجي خوري زه هم ستا غوندي زلمى ومه يو وختې

دوا

وينه مې تېل نن مې ډيوه کړې چې رڼا اووېشم اوښکې باران خوي مې سپرلى کړې چې ښکلا اووېشم آه مې نسيم کړې دغو مړاوو غوټېو شونډو لره چې په ژړغونو هېواد والو مې خندا اووېشم زړه مې هېنداره کړې چې هر څوک پکې ځان وګوري د دين طالب مې کړې چې مينه او وفا اووېشم ژبه مې شهد کړې او خيال مې سپين طبيب کړې خدايه چې په پرهر پرهر وطن باندې دوا اووېشم


لټون

نن که دې ښکليه په ګل پاڼو کې تصوير لټوم بيا به دې سپينو سپينو کاڼو کې تصوير لټوم

فطرت يو بل سره هېلمند او په خېبر اوويشتو اوس د کوچي جانان په زاڼو کې تصوير لټوم

شپونکى جانان زمونږ دغره نه انقلاب وړى دى اوس يې ګورګورو او مماڼو کې تصوير لټوم

حالا تو دومره ډېر اوتر کړمه ( مفتونه ) ګرانه چې د نښترو په بوګياڼو کې تصوير لټوم

حيات په لاره ١٣٨٣



ټوټه څوک ملنګ د زمانې دى څوک بادشاه دى د چا بار ده جنازه څوک په خندا دى

مدام نه کوي ياري د سرو ګلونو د ژوندون پسرلى دومره بې وفا دى


جذبه

تل پرې اوښکې تويوي زړه يې صفا دى ډېر دردمن دى محبت يې په رښتيا دى

هغه مسته زندګي د فردوس غواړي په دعا يې لاس نيولي په ژړا دى

نه ساده دى نه ( مفتونه ) ژوند کې تنګ دى ورته حورې اشارې کا وارخطا دى

نيمګړى دوران

که ځان ځان بولې نو ځان به درنه لاړشي لوى شرف د لوى انسان به درنه لاړ شي

په دې ټيټ ځان چې ځان لوړ ګڼې انسانه انسانيت دغه لوړ شان به درنه لاړ شي

چې د ځان غوندې انسان ته کوې طمع څه به درنه کا ايمان به درنه لاړ شي

په امېد، امېد امېد به دې شي ختم څو شپې ژوند ددې جهان به درنه لاړ شي

بيا به وروسته مروړې لاس خو وخت به تېر وي دا نيمګړى شان دوران به درنه لاړ شي

که دې دغه شان عمل وي مسلمانه د اسمان په لور قرآن به درنه لاړ شي

په ( مفتون ) دومره زر مه تنګېږه ژونده دا د څو ورځو مهمان به درنه لاړ شي

١٣٨٣ شدياره زندګي د دنيا څه خوار وزاره زندګي ده ډېره ستړې ناقراره زندګي ده د چا غم ژړا، غربت ته نظر نه کا ځي تېريږي خود مختار زندګي ده بس طبيب يې دى مرګى دارو يې خاورې د حرص په رنځ بيماره زندګي ده هېڅ اثر په کې د مينې د خوند نشته تل مرګي ته انتظاره زندګي ده څوک به څنګه د سکون ساه پکې واخلي د اجل خوله کې ايساره زندګي ده ارمانونه پکې ځکه خاورې کيږي چې د مرګ په سخته لاره زندګي ده ارمانجن به دې رخصت کا پټې سترګې ناز پرې مکړه نا اعتباره زندګي ده ته غافل لا په دې راز پوه شوى نه يې رب در کړې څه لپاره زندګي ده کر پرې وکړه د نېکۍ باران د اوښکو زرغونه يې کړه شدياره زندګي ده هغه کله په مفهوم د ژوند پوهيږي چې هر چا کړې بې ياره زندګي ده چې د مينې په نوم نه وي په دار شوي د هغوي څومره بېکاره زندګي ده اې ( مفتونه ) چې دې خوښه ملنګي کړه په نصيب کې دې سرداره زندګي ده ١٣٨٢


فاني دنيا

لرې ترېنه تښته محبت يې دېواني ده دا دنيافاني ده مينه د فاني دنيا عظيمه ناداني ده دا دنيافاني ده

څوک چې د دنيا خبيثه مينه کې راګېر شي رب ورځنې هېر شي نه ګوري حلال حرام حرص يې دومره ډېر شي رب ورځنې هېرشي خوښ به يې دولت وي دا يې لويه نشاني ده دا دنيافاني ده

مينه د دنيا نه اتفاق نه شريک کور مني نه دې پلار او مور مني نه حقوق د خلکو نه حقوق د خور او ورورمني نه دې پلار او مور مني هسې يوه توره شپه ظالمه زندانې ده دا دنيافاني ده

دغه په دنيا مئين نه عقل نه شعور لري صرف يو غرور لري نه خيال په خوارانو نه څه قدر د مزدور لري صرف يو غرور لري هر غريب سوالګري ته کنځل يې قرباني ده دا دنيافاني ده


لس روپو خبره وې اوکړي پرې لس قسمه دوي مرګ نه وي بې غمه دوي تله هم د خپلې اندازې نه ساتي کمه دوي مرګ نه وي بې غمه دوي نن سبا د خلکو بس همدا مسلماني ده دا دنيافاني ده

ږيره دې شوه سپينه د دنيا حرص دې سوړ نشو وږى زړه دې موړ نشو نيت، مرام، قدم، خيال دې د دين په لاره جوړ نشو وږى زړه دې موړ نشو ستا په حال غافله ډېر افسوس او حېراني ده دا دنيافاني ده

ډېر دا ستا په شانته مرګي يوړل کبرجن خلک ښه يې کړل غمجن خلک دا په مال دولت او اولاد باندې مئين خلک ښه يې کړل غمجن خلک پاتې يې جائېداد، بنګلې د دوه ورځو فاني ده دا دنيافاني ده

ګوره غافل نشې درته مخکې سختې لارې دي ځاى دې تورې خاورې دي وائي چې ظالمو کبرجنو برخې خوارې دي ځاى دې تورې خاورې دي بيا دې پس له مرګه په دې ژوند پښېمانى ده دا دنيافاني ده

راشه فائېده واخله له دې دوه ورځې ژوندونه ته وه گرانه ( مفتونه ) ته راوله په ځان کې د خواږه نبي خويونه ته وه ګرانه (مفتونه ) ته هسې دې هم ګوره د چينجو خوراک ځواني ده دا دنيافاني ده


خاورې به شې لږ د خداى نه کوه ډار خاورې به شې ډېر مغرور مه ځه په لار خاورې به شې عاجزي کوه ځان خاورې خاورې بوله که هر څو يې ګل رخسار خاورې به شې اې د خړو خاورو جوړ عاجز انسانه دومره مه کوه سينګار خاورې به شې د رب ښکلي بندګان چې ازار نکړې درته وبه کړي ازار خاورې به شې څومره ښکلى تن وجود الله در کړى ګوره زرشه توبه ګار خاورې به شې دا دنيا يوه کشتۍ د مسافر ده بس د مرګ کړه انتظار خاورې به شې دا رنګينه زندګي به دې تالا شي د مرګي په سخت ګزار خاورې به شې ګل ځواني به دې د قبر چينجي وخوري ځوانه تېر به دې شي وار خاورې به شې د لحد په تنګه غيږه کې به ګېر شې شې په خاورو کې به شمار خاورې به شې اې ( مفتونه ) دا نيمګړى ژوند به تير شي که غريب يې که سردار خاورې به شې غوښتنه

ربه دومره توان خو را کړې ما ناتوان ته چې د حج په نيت شم لاړ عربستان ته

چې ستاپاک حرم کې سر په سجده شم ګناهګار يم چې بخشش وغواړم ځان ته

بيا مې ستا لو وېرې اوښکې په مخ راشي د سېلاب غوندې ريښې ريښې ګرېوان ته

بيا سر تور سر او ښپې يبلې ښپې روان شم هغې ښکلې مدينې فخر جهان ته

د حضور زيارت په مينه مينه وکړم نوراني سپېڅلى آب ورکړم چشمان ته

په امېد د شفاعت زه ګناهګار بيا ډېر په چيغو چيغو وژاړم جانان ته

بيا همدغه حال کې وغواړم د رب نه د جهاد جذبه غافله مسلمان ته

هم دعا د خلاصون وکړمه په زوره مقبوضه او غروق پرق افغانستان ته

١٣٨٥

دعا

طبيعت فقيرانه زړه شاهانه را خدايه ژوند د بې غمۍ ملنګانه را

نظر فراخ اروا مړه راکړه خاونده خوي خصلت پېغمبري عاجزانه را

چې مې تل ربه د ستا رضا هدف وي داسې ښکلى صفا نيت مخلصانه را

سامعان کړې غوږونه د کلام ستا ژبه خوله هم ثنأ ګو صادقانه را

پوزه هم د حقيقي خوشبو لپاره دماغ ربه د علمونو خزانه را

دې بدرنګې زندګۍ نه مې زړه موړ کړه امېدونه د جنت عاليشانه را

پر قيامت چې ملامته درته نشم ټول بدن د ستا په لار کې نذرانه را

چې تاريخ د صحابه ؤ را ژوندى کړم د جهاد جذبه سپېڅلې مستانه را

چې جهان رانه د مينې الهام واخلي هر انداز را لره خوږ عاشقانه را

چې دا خاورې زندګي راته سره زر شي د نېکانو بندګانو او دوستانه را

را کوي چې سپور نظر ته آب د مينې ټول ملګري مينه ناک او صوفيانه را

چې همدرد د پنجره بند مرغانو هم شم ضمير دغه شان دردمن ازادانه را

لوى ارمان د شهادت راته پوره کړه د حمزه سينه د غشو نشانه را

چې د زړه خبره زړه ته په حکمت وړم ما ( مفتون ) ته ربه خيال شاعرانه را

١٣٨٢ تمت بالخير