Wb/ps/تاریخ سدوزایي یا تذکرة الملوک

From Wikimedia Incubator
< Wb‎ | ps
Wb > ps > تاریخ سدوزایي یا تذکرة الملوک

(تاریخ افغانستان بحواله تاریخ سدوزایئ) چه عاشق محمد خان دراني لیکلئ دئ، ما هم نه ؤ لیدلئ. خو ما چه یې اوس معلومات وکړئ، هغه اصلي او لمړئ کتاب (تاریخ سدوزایئ یا تذکره الملوک) په ۱۸۳۵ م کال کی نوشته سوئ دئ. دا نو هغه وخت دئ چه شاه شجاع د یو ډېر زبردست لښکر په ملګرتیا د کوټي د خوا او بیا د ذاکر شریف پر لاری یو واری لا بیا پر کندهار حمله کړې وه چه کندهار دکندهاری سرذارانو څخه ونیسی، خو دلته یې بده ماتي وخوړله او بیرته و هند ته فراره سو. نو شاید په اولادو کی یې (شهزاده محمد علي خان سدوزی) دغه کتاب لیکلئ وی، چه ستاسی په حواله بیا څو واری نوی معلوماتونه پر اضافه سوی دي.

نه پوهېږم چي دغه ( تاريخ افغانستان [تاريخ سدوزايي]) به تاسي که چا لوستی او که نه وي؟ خو ماته زما د سواد سره سم د افغانستان او پښتنو سره اړه لرونکي ډېر نوي څه لري، مګر جالبه داده چي تر اوسه مي ددې کتاب ماخذ نه دئ ليدلی!؟ دغه کتاب چي اصلي بڼه ئې دري او د ۱۸۰۰ع کال شاوخوا کي د [شهزاده علي محمدخان سدوزي]لخوا د [تذکرة الملوک] په نامه ليکل سوی دئ اوس ئې لمسي [پوهاند ډاکټر عاشق دراني] له يو لړ نوو زياتونو سره اردو کي خپور کړی دئ چي دغه ئې پنځم ځل چاپ دئ. کتاب ټول ۳۲۰پاڼي ۱۷بابه، ګڼي شجرې او تاريخي عکسونه لري چي يو ځل کتل خو ئې داسي فرض دي لکه د ملي هنداري!