Wb/ps/تاریخ سدوزایي

From Wikimedia Incubator
< Wb‎ | ps
Wb > ps > تاریخ سدوزایي

د خپل تاريخ تياره کونج رڼا کړئ! د۱۷۵۷ع کال د جنورۍ سهار وو چي په احمدشاه کندهار کي د ډهلي پر تخت د ورتګ نغارې وږغېدې. احمدشاه بابا د ډهلي د سرې کلا په لاس ته راوړلو ددې کلا واک [مغل باچا دوهم عالمګير] ته وسپاره، او د راستنېدو پر مهال ئې د دوستۍ پخولو او د هغه وخت د سياسي تاکتيک پر بنسټ د هغه لمسۍ [د مرزا علي ګوهر لور] ماشوم زوی تېمورشاه ته په نکاح کړه. د ځوانی پر مهال چي دوی واده سره وکړ، له مغل شاهزادګۍ سره ځيني مينځي هم ملګري وي، چي يوه پکښي [بېګم جانه] وه چي د هغه وخت د شاهي دربار علوم لکه شاعري، ژبه او اداب ئې پخوا لا زده وه چي د تېمور پام ئې ځان ته واړاوه، خو يوې مينځي ته د شهزاده پام، د هغې سره خبري او يا د هغې درناوی په مغل حرم کي د نورو سيالۍ او د رقابت سبب سو. کله چي ۱۷۷۳ع کال تېمورشاه په رسمي توګه د افغانستان باچا او د ژمي پلازمېنه ئې د پېښور بالاحصار مانۍ وټاکه، نو بېګم جاني د تېمور زړه داسي وګاټه چي له ميني ئې ورته [بيبو] وويل. دې نامه بيبو د ګڼو دسيسو سره مخ کړل، او په دربار کي ډېرو [بيزو] بلل، بيبو هم په خپله هوښاري هر څه څارل، يو وخت چي دربار کي د باچا د قتل لپاره پلان جوړ سو او په شربتو کي ئې زهر ګډکړل؛ کله چي بيبو د باچا حضور ته تله نو ملکې ورته هغه شربت ورکړل چي باچا ته ئې يوسي. دا چي بيبو خپله وفاداري ثبوتول، شربت ئې پخپله وچيښل، او په ځغاسته ئې تيمور ته ټوله کيسه وکړه. باچا چي د طبيبانو په مټ ونه توانيد چي بيبو وژغوري سخت غمجن سو؛ سم دلاسه ئې د پتمني بيبو پر قبر د يوې داسي گومبدي د جوړولو امر وکړ چي هغه وخت يوازي د شاهي کورنۍ د معتبرو غړو لپاره جوړيدې. له دې وروستو تيمور شاه کابل ته ولاړ او له خښمه/بيري بيا پېښور ته نه ولاړ! د پېښور د وزير فتح خان باغ [وزير باغ] سره نږدې دوه پوړيزه ګومبده چي پخواني خلک ورته د [بيبو قبر] وايي، او يو وخت ئې ښايسته نقاشی لرلې خو اوس يوازي څو ويجاړه دېوالونه پاته دي اوبس! مقبرې سره نږدې دوه واړه قبرونه هم دي چي د ځايي خلکو په روايت [د بيبو د چرگو قبرونه دي] خو دا اولسي افسانه ده ځکه چي واړه قبرونه زيات وخت د ماشومانو وي او ښاي چي يا خو د تېمور شاه د مړو ماشومانو وي او يا د بيبو سره څه اړيکه ولري؟. نامتو څېړونکې [صفيه حليم]کاږي چي: "د بيبو په وېجاړه هديره کي اوس خلک خپل کورونه جوړوي، او د مقبرې تر څنګ په خلګو کي ددې کيسې شفاهي خبري هم مخ پر ورکېدو دي". انجنر الفت شهاب کاږي: " اوس دې هدېره کي د پوډريانو لخوا لوی-لوی سپي روزل کېږي او ويل کېږي چي د ا د [بيزو قبر] دئ چي انګرېزه ښځه وه او د یو انګریز سره ئې مینه لرل[ ځکه د پښتونخوا عام خلک خپل تاریخ له انګریزانو څخه پیل کوی او هر څه چي دوی ئې لری او یا ورته پاته دي نو د انګرېزانو وه او دا هيواد دوی له انګرېزه نيولي دئ :( ]". که پاکستان کي د پښتنو پر نامه ډلي، ليکوالان د افغانستان اطلاعاتو کلتور وزارت، پېښور، کوټي او کابل اکاډيمۍ او فرهنګي اتشې د خپلو ارزښتونو د ساته دنده تر سره کوي نو د پېښور په دې مشهوره هديره کي دي د لاندي اثارو ساتنه وکړي: ٭د ميوند د فاتح او ملي اتل ايوب خان د قبر ډبرليک ... ٭د امير شېرعلي خان د مور او د هغه وخت د مشهورو شخصيتونو ډبرين قبرونه ... ٭هديره کي د ظاهرشاهي دورې ښکلي مسجد او د اوبو حوض ... ٭د بيبو د مقبرې په ګډون ټولو اثارو ته لوحې/بورډونه ليکل... که هيڅوک هيڅ هم نه کوي نو به د هغو وحشي سعودي/عربي وهابيانو او زموږ توپير نه وي چي څه موده د مخه ئې همدې هديره کي د غازي ايوب قبر په بمونو والوزاوه!. سرچيني: تاريخ سدوزايي[عاشق درانی] او د صفيې حليم ليکنه