Wy/ps/هندوستان

From Wikimedia Incubator
< Wy‎ | psWy > ps > هندوستان
Jump to: navigation, search
noframe
پلازمينه ډيلي
پيسې هندي روپۍ (INR)
نفوس ١.٣ بيليونه (٢٠١٧)
برق ٠+٢۴٠ ولټ / ٠+۵۰ هیټز (یوروپولګ، ډول، شوکو) د استعمال په حال کې دي
د زنګ کوډ ٩١+
وخت زون یوټی‌سی ۴:۳۰+
ايمرجنسياني ١١٢، ١٠٠ (پوليس)، ١٠١ (د اور وژنې څانګه)، ١٠٢ (بیړنی روغتیایی خدمتونه)
د موټر چلولو طرف راسته لاس

هندوستان يا هند د سويلي اسيا يو هيواد دي، چه د وګړو شمير يي دنړيوال ريکارډ پر مطابق دوهم ځاي لري، ددي ځاي خلګ ډير هندوان او مسلمان دي. هند د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان او برتانوي ځواکونو تر لاس لاندې وو. هند ډير زيات قومونه لري، د هند دولت ددنيا څلورم لوي ځواک لري، په هند کې دا مهال د کشميريانو په سيمو کې سخت غبرګونونه راپاريدلي، او دا سيمه يي د امنیتي لحاظه ډيره خوندي نه ده. د هند امنیت په دهلي، او دا سي ځايونو کې برابر دي، خو کشمیر ته د سفر کولو په وخت کې لږ فکر وکړي..

د خوب ځايونه[edit]

چپراماري میلمستون
کيرالا رسټورانټ هند

په هند کې د عصري هوټلونو او ريسټورانټونو بیې ډیرې لوړې دي. خو دلته ځينو خلکو خپل شخصي ودانۍ ميلمستون ته وقف کړي دي. تاسې کولای سي، د یوې شپې څخه تر څو شپې پورې ميلمستونونه کرایه کړئ. او امنيت يې هم خوندې دی. اړینې اړتیاوې ټولې پکښې په پام کې نیول دي او قیمتونه يې هم ښه مناسب دي په ګیسټ هاوس کې تاسې ځان ته د خپلې خوښې خواړه هم خپله تیارولی سي.
رانيول مطلب سودا اخيستنه: کله چې څه هم هند کې څه اخلي، پام مو وي، چې هندیان ډير چالاکه دي. که دوکاندار په دې پوه شي، چې تاسې بهرنیان يۍ، نو د یوې روپۍ څیز درته په ۱۰ روپۍ بیه کوي. د هغه په خبرو پسې مه ګرځئ. خپله ورسره نرخ او نوا شروع کړئ. څومره چې تاته پکې ارزښت ښکاریده، هغومره ورته وواياست. د خریدارۍ په وخت چڼه وهل، په هند کې یو عام دود دی. په ځینو لویو دوکانونو کې ممکن تاسې ته فیکس پرایس (واحد قیمت) ووايي؛ هلته نو بیا کوښښ وکړئ، چې بارګینګ ونه کړئ، یا يې واخلئ او یا ترې تیر سي.

هغه څه چي بايد پري وپوهيږو[edit]

د هندوستان کلتور او میراث د تیر او اوسنی بډایه ګام دی. دا پراخ او نفوس لرونکي هيواد د سيلانيانو لپاره د د دینونو او نورو شيانو پیژندګلوي کولای سی، د هندوانو ژبه یوه لویه ژبه دي او د زرګونو کلونو راهیسې په دي سيمه کې موجوده لیدل کیږي. هند لا د کلتور او تاریخ وس ډیره پیروي کوي او ډیری خلک وس هم دينداره دي. یو شی چې بهرني مسافر باید پوه پرې پوه سي چې دا هند دی، ھر ډول، بې وزلي چي وي خو دا خلګ ډير صبر ناکه او تجربه ناک دئ، او دلته هيڅکله دا فکر مه کوئ چي دلته به د يوې سيمې ورته چلند به په بلې سیمې کې هم ترسره کړي. د مثال په توګه، په ممبئی کې د ټیکسي چلوونکي به تاسو ته د موټرو کارولو لپاره چلوونکي ته ووایه او تاسو امید لرئ چې تاسو خپل بدلونونه ترلاسه کړئ او یا د موټر چلوونکی حتی میتر نلري او حتی لنډۍ ستا لپاره یوازې د اړتیا وړ پیښه ده. هندوان په ډېرو شیانو کې ډیر زیات توپیر لري. هرڅوک چې نه پري پوهیږئ.

سرچينې[edit]