Wy/ps/بامیان

From Wikimedia Incubator
< Wy‎ | psWy > ps > بامیان
Jump to: navigation, search
باميان د لمر لوېدو په وخت کي

باميان د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دى، چې دهندوکش غرونو په سوېل او د بابا غرونو په شمال کې موقعيت لري. دا ولايت دلرغوني مدنيت خاوند دى او د "بنداهش" نقشته کې د باميکان او پنځم مخزېږدي په اړوند اثارو کې د فان يانګپه نامه ياد شوى دى. دمشهور چينايي سيلاني هيوان تسنګ په يوه روايت کې په ١٣٢ زېږديزکال کې د "فان ين نا "په نامه خوانده بلل شوى دى .  د بودا دوه نړېدلې مجسمې او بند امير( دافغانستان لومړنۍ ملي پارک ) ددغه ولايت د تاريخ او لرغونتيا شاهدي ورکوي .د باميانو ولايت ژمى خورا سوړ  او واورين،  خو پسرلى ا اوړى يې معتدل او نرم وي ، تر ټولو يخه ولسوالي يې پنجاب ده .

د بامیانو سيمي[edit]

ددغه ولايت پراخوالى  نږدې ١٨٠٢٩ کيلومتره مربع دى ، چې د ټول هېواد ٢٦\٢برخه تشکيلوي . باميان دسمندر له سطحې ٢٥٠٠متره لوړوالى لري او همدا راز د دختيځ طول البد د ٦٧ درجو ، ٢٩ دقيقو او ٤١ ثانيو  او شمالي عرض البد د ٣٤درجو ، ٣٣ دقيقو او ٢٢ ثانيو ترمنځ پروت دى.
ولسوالۍ : باميان ولايت اوه ادارې واحدونه لري ، چې دمرکز تر څنګ له يکاولنګ، پنجاب ، ورث ، کهمرد ، سيغان  او شبيبر ولسواليو څخه عبارت دي او له غور ، ميدان وردګو ، غزني ، پروان ، سمنګان او سرپل ولايتونو سره ګډه پوله لري . دباميانو چارواکي ددغه ولايت نفوس ٧٠٠ زره تنه ګڼي، خو د احصايې مرکزي ادارې د ١٣٩١ لمريز کال په سروې کې د باميانو نفوس ٣٨٦ زره تنه اټکل کړى او د ملګرو ملتونو دنفوسو ادارې له خوا له ٥٨٦زرو تنو څخه زيات اټکل شوى دى .  ددې ولايت مساحت ١٨٠٢٩ کيلومتره مربع اټکل شوى او ډېرى مېشت قومونه يې له هزاره ، تاجک او پښتنو څخه عبارت دي، خو نږدې ٩٠ سلنه يې اهل تشيع هزاره دي . باميانو ولايت دحاجيګک کوتل له لارې د ميدان وردګو ولايت په واسطه له کابل سره نښلول کېږي، خو دپروان دغوربند درې له لارې د شيبر کوتل په واسطه هم له کابل سره لار لري . دشمال ولايتونو سره د دايکنډي دقوناق کوتل او دبغلان ددوشي ولسوالۍ له لارې له شمالي ولايتونو سره نښلول کېږي .  باميان  د خورا سختو لارو په سر پروت دى او د ورېښمو لرغونې لار هم په کې تېره ده ، ددغې لارې په وسيله سوېلي حوزه له  شمالي حوزې سره  نښلول کېږي .
کولتور : په باميانو لايت کې له ١٩٠٠ زيات جوماتونه او تکيه خانې شته ، چې خلک يې دعبادت او مذهبي مراسمو ل پاره کاروي .له دوو مذهبونو اهل تشيع او اهل سنت پرته هېڅ کوم بل مذهب په دغه ولايت کې نه شته او ټول وګړي يې مسلمانان دي . باميان خپلې لوبې په ځانګړي ډول هزاره ګي لوبې لري، چې يو له هغو څخه د پيشپو دوديزه لوبه ده ،چې ښځې او نجونې يې ترسره کوي . پيشپو لوبه تر ډېره په ډله ييز ډول تر سره کېږي او ملي اتڼ ته ورته ده.دا په حقيقت دهزاره جات دمرکزي سيمو يو ډول پخوانى ځايي رقض دى ، چې په ځينو سيمو کې له شعر ويلو سره يو ځاى په ودونو کې د ګډا او رقص لپاره ويل کېږي .  په ځينو نورو کلونو کې د واده په شپو کې د موسيقۍ غږول ګناه ګڼل کېږي، نو ځکه حمد ويونکي حمدونه وايي او دواده جشن ته ښکلا ورکوي . په دغه ولايت کې ټولې مذهبي ورځې لمانځل کېږي ، خلک يې په بشپړه توګه مذهبي دي او په اسلامي دود دستور سره خپل مراسم تر سره کوي .
 تاريخي ابدات :   دبودا نړېدلې مجسمې، بند امير، دغلغله او ضحاک ښارونه ، چهل برجه ،اژدر دره ، فيروزبهار سيمه،استوپه کليګان او د چهل برج، ګوهرګين ، کافري، چهل دختران ، چهل ستون، شهر شاهي  او نورې ساحې دباميانو له تاريخي ځايونو څخه شمېرل کېږي ، چې دکورنيو او بهرنيو سيلانيانو پاملرنه يې ځانته جلب کړې، دولت او خلک له دې لارې هر کال زيات عوايد لاسته راوړي . د بودا مجسمې ١٦٠٠ کاله  لرغونوالى لري او دبوديزم دورې له شاهکارونو څخه دي. د طالبان دحاکميت پر مهال ( د ٢٠٠١ زېږديز دمارچ  ١١ مه) طالبانو دغه مجسمې ځکه ونړولې، چې دبت موجوديت دشرک مانا لري ، نو ځکه يې دوه  شپې او ورځې ددغو مجسمو په نړولو تېرې او د پرله پسې درنو بريدونو په ترڅ کې  يې را ونړولې .  د صلصال سترې مجسمې لوړوالى  ٥٣ متره او د شمامه په نامه کوچنۍ مجسمې لوړ والى ٣٥ متره و ، چې دباميان ښار د شمال  نږدې درې کيلومترۍ کې  ديوه غره په ډډه کې تراشل شوې وې . بودايانو له ٢ تر ٥ مې زېږديزې پېړۍ پورې ژوند کاوه . دغه دوه مجسمې دملګرو ملتونو فرهنګي سازمان يونسکو هم دنړۍ دعجايبو په حيث ثبت کړې دي . ددې ترڅنګ بند امير، غلغله او ضحاک ښارونه او د بودا شاوخوا نږدې تاريخي او لرغونې سيمې هم ديونسکو په فرهنګي ميراثونو کې ثبت شوې دي . دالمان د لرغون پېژندنې ډلې ايکوموس د بودا مجسمې په درې ميليونو ډالرو لګښت تحکيم بندي کړې  او په دې وتوانېدل ،چې په زرګونو ټوټې يې پيدا او نمره بندي کړي ، دغه ټوټې په ځانګړي ځاى کې ساتل کېږي او دبودا له تن نه ځينې بلې شوې برخې له ٩٠ څخه تر ١٠٠ ټنو پورې وزن لري . خلک وايي، چې دبودا مجسمې دې بيا ورغول شي .  همدارنګه په هغه کنفرانس کې چې په ١٣٨٦ لمريز کال کې د المان په برلين ښار کې دجاپان ديونسکو ، فرانسې او دافغانستان داطلاعات او کولتور وزارت له خوا رابلل شوى و ، پرېکړه وشوه، چې که دبودا دنړېدلې پنځوس سلنه ټوټې او مواد بشپړ شوي وي ، نو دويم ځلې دې د پخوا غوندې ورغول شي جاپان دهمدې چارې لپاره له سلو ميليونو زياتو ډالرو د ورکړې ژمنه هم کړې وه .  خو د افغانستان داطلاعات او کولتور وزارت دغه کار سم نه ګڼي او وايي، چې د بودا بيارغونه دهغه تاريخي ارزښت او لرغونتيا ته زيان رسوي او له هنري اړخه هم دمنلو نه دى . ياد وزارت په دې برخه کې له ټولو مرسته کوونکو وغوښتل ، چې په دې اړه دې ټولې طرحې دوى ته راوړي او مشخصه دې کړي، چې کومې مجسمې دترميم وړ دي او ايا ترميمېداى شي او که نه ؟ په پيل کې پلان و، چې دبودا دنړېدلې مجسمه د لايزر له لارې بېرته ورغول شي ، خو دکنفرانس ګډونوالو وويل، چې دغه چاره به جانبي عوارض ولري او ورسره نږدې کروندې ، څاروي او  الوتونکي به له منځه يوسي ، ددې ترڅنګ به هغه غر هم وروست کړي، چې د بودا دواړه مجسمې په کې تراشل شوې دي . ددغې ډلې مشر افغان لرغنپوه زمريالى طرزى وايي، چې دى په ځمکه کې د بودا ديوې ٣٠٠ متري اودې (بيدې ) مجسمې پلټنه هم کوي . ديوه چيني ګرځندوى هيوان سانګ ديوه کتاب له مخې ويل کېږي ، چې دبودا يوه ٣٠٠٠ متري ويده  مجسمه هم شته ، خو دا نه ده څرګنده ، چې دنړيدلي بودا کومې خواته به پرته وي .  لرغون پېژدونکي په دې باور دي، چې دهيوان سان له معلوماتو سره سم به د بودا ٣٠٠ متري مجسمه شتون ولري او دليل يې دادى، چې تر اوسه ددغه چينې وګړي کتاب په هېڅ ځاى کې تېروتنه نه ده شوې .ددغو دوو مجسمو سره دبوديزم دزمانې درې زره مغارې هم ليدل کېږي ، چې لاهم ځينې بې ځايه شوې بې وزلې کورنۍ ترې د سرپناه کار اخلي .
بند امير : دغه بند دباميان ښار شمال لوېديځ ته په ٧٢ کيلومترۍ کې په يکاولنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري او په ١٣٨٩ لمريز کال کې د ٤٠ زره هکتاره مساحت په درلودلو سره دافغانستان ملي پارک ونومول شو، چې د ټول هېواد په کچه   سياحتي اهميت لري . ياد بند له شپږو زړه وړونکو طبيعي بندونو څخه جوړ شوى ، چې د  ذولفقار، هيبت ، پودينه ، قنبر، غلامان، بربر اوپنيرک په نومونو يادېږي ، دغه بندونه له ٩٠ څخه تر ٤٩٦ هکتارو پورې مساحت لري . ددغو بندونو ژور والى په ١٣٥٢ لمريز کال کې الماني لامبو وهونکو ٩٠ متره ښودلى دى . ياد بندونه لاجوردي رنګ لري، دوچو غرونو په منځ کې طبيعي ښکلا لري ، خو رنګارنګ وړوکو او لويو کبانو او اهکي ډبرو يې ښکلا لا زياته کړې ده . يادې سيمې دخلکو په اقتصاد کې هم مهم رول لوبولى او د شاو خوا اوسېدونکې کورنۍ يې په سيلانيانو دخپلو حيواني محصولاتو او لاسي صنايعو دپلورلو له امله ښه عايد تر لاسه کوي . له بلې خوا بيا دې بند ته نږدې ، هوټلونه ، هټۍ او خېمې هم شته ،چې دسيلانيانو د استوګنې  لپاره کارول کېږي ، دوى ډله ډله ددغه بند ليدو ته ورځي او شپه په همدې ځايونو کې  تېروي . دکرنې وزات دسيلانيانو داسانتيا لپاره  ديوه کمپلکس جوړولو چارې هم پيل کړي ، چې د پلو لارو دپخولو او دبند امير زيات ترميم په کې شامل دي . ياد کمپلکس د يوه روزينز مرکز ترڅنګ ، دپارک امريت، مېلمستون، معلوماتي دفترونه ، امنيت ، لوړ برجونه ، دوسايط پارکينګ، دجنراتور خونه او تحويل خونه لري، چې دياد  وزارت په ٧٠٠ زره  ډالر بوديجې سره به ورغول شي .
د غلغلې ښار : څېړونکي په دې اند دي، چې دغلغلې ښار د ملوک شنسبانيه په وخت کې احتمالا دملک فخرالدين له خوا د ښار دمرکز په توګه جوړ شوى و او په څنګو کې يې دباميانيانو داستوګنې  لپاره مغارې هم موجودې وې . دخوارزم شاه له پرځېدو وروسته ( ٦٠٧تر ٦١١) وروسته دجلال الدين خوارزم شاه د قوماندانۍ په توګه کارېده ، خو په ٦١٨ هجري کال کې پرې جنګيزخان يرغل وکړ او دغه ښار يې وران کړ . د ښار ځينې پاتې برخې دامير عبدالرحمن د بريد پرمهال دپوځي چارو لپاره کارېدې او سرتېري يې په کې ځاى پرځاى کړي وو . ياد ښار داسلامي دورې له ښارونو څخه دى ، اوس يې يواځې ددېوالونو او برجونو نښې پاتې دي او ټاکل شوې، چې ديونسکوپه نږدې اوه ميليونه ډالره  بوديجه ديوې تاريخي ابدې په توګه تر بيارغونې وروسته وساتل شي .
 ضحاک ښارګوټى : ضحاک ښارګوټى دباميانو دمرکز ختيځ ته په ١٧ کيلومترۍ کې ديوې لوړې غونډۍ پر سر دباميان-کابل لويې لارې په اوږدو کې پروت دى . څېړونکي وايي، چې دغه ښار دسامانيانو د دورې پاتې شونى دى او دچنګيز په بريد کې هم ويجاړ شوى دى. چنګيز په دغه ښار په بريد کې خپل لمسى هم له لاسه ورکړ، دودانۍ ځينې نښې يې په کې پاتې دي او د ښار شاو خوا ځينې څارونکي پوځي پوستې او غښتلي حصارونه هم ليدل کېږي . دغه تاريخي ښار په ١٣٦٠ لمريز کال  کې د روسانو ديرغل پر مهال زيات ويجاړ شو ، ځکه چې مجاهدينو د روسانو پر وړاندې دخپل يوه مهم مورچل په توګه ټاکلى و.
بابا غر :  دباميانو غرونو او کوه عروس لړۍ ددغه ولايت دلوړو غرونو څخه دي او تر ټولو لوړه څوکه يې د شاه فولادي په نامه يادېږي ، چې دبحر له سطحې ٥١٤٧ متره لوړه ده او دباميان په سوېل کې موقعيت لري . ددغه غره په  لوړو څوکو کې څلور طبيعي ډنډونه هم شته ،چې له ١٠ څخه تر ٢٠ مترو پورې ژور والى  او له ١٢ څخه تر ١٥ جريبو پورې پراختيا لري او د هر چا پاملرنه ځانته ور اړوي . بابا غر په ١٣٩١ لمريز کال کې رسما دملګرو ملتونو دساتنې په ساحو کې ثبت شو . په دغو غرونو کې دسکي لوبه له ١٣٨٧ لمريز کال راهيسې دود شوې، ددغې لوبې لوبغاړي وايي، چې باميان دسکي لپاره په افغانستان کې تر ټولو مناسب ځاى دى . د لومړي ځل لپاره ١٢ کورنيو او بهرنيو ښځو په ١٣٩٠ لمريز کال کې په باميانو کې دسکي لوبه وکړه ،چې دباميانو ډله ګټونکې شوه .  وروسته له دې امريکايي غر ختونکي هم راغلل او غره ته دختلو لوبه يې وکړه . باميان ولايت لاهم کوم موزيم نه لري او هغه تاريخي اثار، چې په تېرو څو کلونو کې دالماني ، فرانسوي او جاپاني لرغون پېژندونکو له خوا موندل شوي، ددغه ولايت ديوه پلاوي له خوا مهر او لاک شوي دي .  ==مشاهير :== په دې ولايت کې ډېر مشهور فرهنګي شخصيتونه زېږېدلي ، چې ځينې يې عبارت دي له : ارباب خديجې نه ،چې د سردار داوود په وخت کې يې دلومړي ځل لپاره په يکاولنګ کې  ټيليفون فعال کړ ، همداسې نرګس او ميرناصر بيک ورثي يې مهم ليکوالان او مفکرين وو. په اوسنيو پوهانو کې يې د فزيک متخصص دوکتور طاهر شاران، شاعر او ليکوال ابراهيم تولا، محمدظاهر موسوي، شفق قوم ياري ، محمد امين حجتي ، جواد اصغري، امين فرهنګ او بسم الله بامياني  څخه يادونه کولاى شو،چې هر يو يې ګڼ  شمېراثار هم لري .
 رسنۍ : په باميانو کې د ملي راډيو تلويزيون ترڅنګ څلور خپرونې او دوه ځايي راډيوګانې هم خپرونې لري . له  کابله خپرېدونکې راه فردا ، تمدن  او اريانا راډيو تلوزيونونو خپرونې هم د عادي انتنونو له لارې په دغه ولايت کې داورېدو او ليدو وړ دي . په تېرو لسو کلونو کې له لسو تر پنځلسو خپرونې د بېلابېلو عواملو په سبب په دغه ولايت کې له خپرېدو لوېدلې دي . که څه هم په باميانو کې رسنۍ کمې دي ، خو بياهم تر ٢٠ پورې خبريالان په دغه ولايت کې دملي ، سيمه ييزو اونړيوالو رسنيو لپاره کار کوي ،چې بېلابېلې مرکزي سيمې هم تر خپل خبري پوښښ لاندې راولي . په دغه ولايت کې  د پېښو خبرونه کم  محسوسېږي، ځکه چې دا يو باامن ولايت دى او په تېرو لسو کلونو کې په کې حتى يو ځانمرګى بريد هم نه دى شوى ، له همدې امله رسنۍ هلته دخپل استازي د لېږلو لپاره ډېره لېوالتيا نه لري . ددې ترڅنګ د ولايت نفوس هم کم او پاشلى دى، نو ځکه د رسنيو مسوولين په کې دخپل استازي شتون او پوښښ ډېر مناسب نه بولي .
پوهنه : په وروستۍ لسيزه کې دباميانو پوهنې ښه پرمختګ کړى او د زده کوونکو شمېر يې ١٣٥ زره کسانو ته رسېږي ، چې ٦٠ زره يې نجونې  دي او د زده کړې چارې يې په ٣٥٠ ښوونځيو کې د ٣٥٠٠ ښوونکو له خوا مخته وړل کېږي . په دغه لايت کې دپوهنتون ، دارالعلوم او دارالمعلمين په ګډون دلوړو  او نيمه لوړو زده کړو اوه موسسې فعاله دي. دباميانو پوهنتون په ١٣٥٧ لمريز کال کې د طب، ادبياتو  او کرنې پوهنځيو په درلودلو سره تاسس شوى ، تر ١٣٧٧ کال پورې فعال و ، خو د نا امنيو په پيل سره دپنځو کلونو لپاره بند و او بالاخره په ١٣٨٣ لمريز کال کې بېرته دکرنې او ښوونې روزنې پوهنځيو په درلودلو او ٢٠٠ محصلينو په لرلو سره په رسمي ډول پيل شو . اوس مهال دغه پوهنتون له ٢٦٠٠ زيات محصلين لري، چې ٨٠٠ يې نجونې دي ، دوى په کرنې ، ښوونې روزنې، ټولنيزوعلومو او ځمکپېژندنې پوهنځيو کې له ٧٥ تنه رسمي استادانو څخه درس وايي او پنځه دورې يې دلسانس په کچه فارغين ورکړي دي .
 صنعت : غالۍ ، ګيلم، لمڅي، دپسونو وړينه تيکه او خامکې غاړې ددغه  ولايت له عمده لاسي صنايعو څخه دي ، هزازه ګى ګيلم او غالۍ خو بيا بېل شهرت هم لري ، چې دښځو په لاس اوبدل کېږي . ددغه ولايت غاليو په نړيوالو نندارتونونو کې هم لومړي مقامونه ګټلي دي . په دغه ولايت کې  دغاړو ګنډنه ځکه ډېره دود ده، چې زيات سيلانيان ورځي ، دا چې ښځې پرې زياته خواري کوي ، نو ځکه خو ديو جوړ جامو لپاره ښه غاړه له ٤ تر٥ زرو افغانيو پورې بيه لري . ددې ولايت ښځې نور ډول ډول  لاسي صنايع هم جوړوي ، چې بهر ته صادرېږي ، خو دبرېښنا نه شتون له امله په دغه ولايت کې کومه وړه صنعتي فابريکه هم نه ده جوړه شوې ، يواځې د چپسو   يوه وړوکې فابريکه په کې فعاليت لري.
کرنه : باميان يو کرنيز ولايت دى اودخلکو ٩٠ سلنه اقتصاد يې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى ، چې ډېر محصولاتي يې دکچالو د توليد په برخه کې دي . دباميانو کچالو دټول هېواد په کچه نوماند دي ، چې له ولايتونو پرته پاکستان او تاجکستان ته هم صادرېږي اودافغانستان نيمايي اړتيا هم پوره کوي . ددې ترڅنګ  غنم ، مشونګ ، وربشې او همدا ډول د زردالو، مڼو ، الو بالو  اونورې مېوې هم په کې تولېدېږي، چې د ښځو له خوا تر پروسس وروسته نورو ولايتونو او له هېواده بهر استول کېږي . اوبيزې ځمکې، للمې او باغونه : باميان له هغو ولايتونو څخه دى، چې له پخوا راهيسې په کې کوکنار نه کرل کېږي او د بزګرانو شمېر يې له ٦٠ زرو زيات اټکل شوى دى . همدا رنګه د پسونو ، وزو او غوايانو په ګډون نږدې يو ميليون څاروي هم په کې شته دي.
 :وزرش : په باميانو ولايت  کې ١٦ ورزشي فدارسيونونه شته ، ١٢٧٤٠ تنه ،چې ٧٠٠ ښځينه ورزشکارانې دي  په ورزش بوخت دي . ياد ورزشکاران ميداني او روزمي لوبې لکه واليبال، بسکټبال، فوټبال ، کانګفو، تکواندو ، موتاى ، کاراته ، غېږې، وزلوبه، سنوکر، سطرنج، سکي او غرختنې لوبې کوي ،چې له فدراسيون سره ثبت دي. وزلوبه ددغه لايت له لرغونو او دوديزو لوبو څخه ده .خو ددغه ولايت لوبغاړي له سپورټي وسايلو او د ځاى له نه شتون څخه  شکايت کوي . 

وروستۍ ځای[edit]